پښتو شعرونه
الذهاب إلى القناة على Telegram
إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
237
المشتركون
+124 ساعات
+27 أيام
+630 أيام
أرشيف المشاركات
238
چې لعنتي کهٔ مقدم یې خوښ یم
شېطان یې خوښ یم که ادم یې خوښ یم
پهٔ ځان غره یمه خو سم غره یم
د یو چا خوښ یمه خو سم یې خوښ یم
زهٔ پهٔ نشه کښې څانګې وانګې ځمه
هم د نشې پهٔ دې قدم یې خوښ یم
لالا پېسې ګټي نو ډیر یې خوښ دے
زهٔ د مور خوښ یمه خو کم یې خوښ یم
خیاله سبب مې د خطا ګرځوي
ټول متفق دي او غنم یې خوښ یم
خیال
238
اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به
منتظره وي، زما د نن احوال ته
چې مَسيج وکړمه حال يې وپوښتمه
په اتاق کې به تکيه وي سپين دېوال ته
اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به
د خاوند له تلو نه پس ماته انلاين وي
پر وټساپ به د غوسې سټېکر راسينډ وي
په کرار به د شيشې شاته انلاين وي
اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به
شين سهار راپورته شوې وي له خوبه
په خبرونو کې به حال د وطن ګوري
خوند به نشي اخيستی له پرَديتوبه
اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به
څو څو ځلې وي راغلې مسينجر ته
مګر: دلته په وطن کې به لا شپه وي
ما به خپل موبيل سايلينټ ايښی وي سر ته
اوس به هلته سپينې واورې اوري دا به
راته وايي شبوګۍ به دې شم خوښه
ته خو يو ځلې انلاين شه لېونيه!
که مې بلاک نکړې همدغه ورځ يې نښه
مګر: زه چې راشم هر څه به نارمل وي
خو پويېږم به، بښنه به ترې واخلم
ورته وبه وايم اوس نو زما نه يې
يو مچو د زړه دننه به ترې واخلم
238
محبت اول آسانه په نظر راغی
په اخر کې مې نصیب خون جګر راغی
په هوس هوس و عشق ته انتظار ومه
ناخبره ناواقفه په دې لار ومه
روغ سړی په هرڅه پوه عاقل هوښيار ومه
ناببره منصوري جیش و لښکر راغی
تن زهیر انسان خجل تر هره سیاله کړم
د اشنای خیال یې جدا له هره خیاله کړم
عاشقي یې زه په داسې رنګ پایماله کړم
چې مې ویني هر سړی وایي ابتر راغی
سر په دار په زړه بیمار زار و نزار شومه
قسم اخلم چې د عشق په اور ناتار شومه
چاره څه ده چې په داسې رنګ افګار شومه
د فرهاد د تیشې واری مې پر سر راغی
بند د زلفو داغ د خال تېغ د چشمانو خورم
په کمان کې د ابرو تیر د مژګانو خورم
خون د هجر په عوض کې د لبانو خورم
د عشق کښت چې مې کاوه دا يې ثمر راغی
چې څه نه وي څوک له چشي څخه بیان کوي
چې کامیابه وي هغه کله ارمان کوي
نه ناحقه دا نالش عبدالمنان کوي
د فراق داغ مې پر زړه باندې اظهر راغی
( ګلزار سید احمد 21 مخ)
238
خپل کلي کې څه کوي
دلته دې راځي سالک
ستا خبره بېله ده
ما پسې خو مري سالک
راغی خو خفه یمه
بېرته به هم ځي سالک
نور دې غزل نه لیکي
ما رسوا کوي سالک
زه یې دلته ولیدم
چرته به اوس ځي سالک
ماته اینې ووې
تا به خوښوي سالک
238
په سازونو کې ساه نيشته
د سندرو ادی مړه ده
که رانغلی څه به کيږي
باران راغلي ډيوه مړه ده
د يار غمه پرواه مه کړه
د صابر حوصله ښه ده
صابر
238
درده ! زما د زړه نه مه ځه چې تنها به شمه
تا خو وئیل چې دا دی ځم دغه دی رابشمه
زه مونځ خو نه يم که قضا شوم هم ادا به مې کړے
زه خو ديدن يم که قضا دې کړم قضا به شمه
دمحبت په ابتدا کښې انتها مه کوه
بد به عادت شمه بيمار د انتها به شمه
په يو نظر دې ګنهګار کړم په ګناه د مينې
که بل دې نيم نظر راوکړو بې ګناه به شمه
په څومره ډپرو اوازونو کښې يم ورک درپسې
که ستا اواز مې چرته واوريدو پيدا به شمه
ته د ګلاپ نصيب لرې زه د شبنم د ژړا
که په خندا شومه د خپل زړه د خندا به شمه
مونږ پښتنې مينې د مينې په ښيرو کړے دي
که دې ښيرې راته او نه کړې بې دعا به شمه
ژوندون به ټول درته لوګې کړمه سحر او ماښام
قربان قربان ستا د ړومبې ړومبې ادا به شمه
سايل غريب دے خو غريب زړه ته یې مه ګوره ډېر
په دې غريب که دې لاس کيښود نو باچا به شمه
رحمت شاه سائل صیب
238
غزل
بیا نیولې مې خپل مخ ته ائینه ده
څه تار تار مې د وجود هره حصه ده
زما پل راپسې وران نشو دا ځکه
زما څوک دي چې یې ماته اندیښنه ده
څو ماښامه عمر تېر لکه د زاڼو
څو سهاره د شبنو تماشه ده
د ترخو اوبو له ست دې درجار شم
ما راوړې مې د سترګو میخانه ده
نور دې نوم غزل کې نه اخلم سیاله
د توبو مې دا لسم ځلې توبه ده
238
تازه ـ غزل
که خدای مې وچلوي لاس د محبت لپاره
ملا مې تړلې ده له کرکې د هجرت لپاره
څه عجب خلک دي غږيږي د سبحان په شان کې
مناظرې کوي د خدای د وجودیت لپاره
هغه جلۍ وايي چې ما غواړي وصال مې غواړي
او زه د ټوکو په مقصد ځم د زیارت لپاره
سترګې دې جار په تا مې یاره تنهايي ماتیږي
راځه زما په خوا کې کینه لږ ساعت لپاره
بده یې مه ګڼه او مه وایه د لارې سر دی
زه خو خولګۍ له تانه غواړم د ښه نیت لپاره
ریاض بهشت
238
يو څو خبرې به دې غوږ کې ضروري وکړمه
له تانه پس نه غواړم نوره زنده ګي وکړمه
ستا په نکريزو کې به وينه باندې نوم وليکم
ستا په واده کې به د خپل زخم کالي وکړمه
کاش: يو ماښام په ملي بس کې سره بيا ووينو
ته شې حيرانه، زه د سترګو سلامي وکړمه
دا ځل د زړه د زخم بله چاره نه ده پاتې
خُلق مې تنګ شوی دی شايد چې خودکُشي وکړمه
چې شبوګۍ د بل چا نوم اخلمه ټول غږېږي
ټول راته غوږ وي چې خبره د ډاډي وکړمه
238
شرم، حیا پښتو یې بوله
ډارن مې مه بوله، چې نه دې ښکلومه
ګیلې به وروسته راته وکړې
اول دې کړې وعدې یادې کړه میئنه
پر دنیا یو لېوني ښه دي
نه منافق وي، نه دوکې کړي، نه کبرونه
د دې کافر رواج له لاسه
سړي ته خپله معشوقه دښمنه شینه
#ذوق
#لنډۍ
