RTA Dari - رادیوتلویزیون ملی
رادیوتلویزیون ملی مرجع مطمئن تجزیه، تحلیل و پیشکش اخبار ملی و بین المللی در قالب های متن، صدا و تصویر.
Mostrar más10 224
Suscriptores
-524 horas
-157 días
+7130 días
- Suscriptores
- Cobertura postal
- ER - ratio de compromiso
Carga de datos en curso...
Tasa de crecimiento de suscriptores
Carga de datos en curso...
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د افغانستان بین المللي بانک (AIB) رییس ابراهیم محب د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، دغه بانک پام کې لري، چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ودانیزو موادو د تولید او هوټلدارۍ برخو کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د ریاستالوزرا اداري مرستیال د خصوصي بانکونو رول د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
#مليتلویزیون
👍 2❤ 1
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د غزې روغتیا وزارت وایي، چې نن سهار (شنبه، د چنګاښ ۲۳مه) د غزې په خان یونس ښار کې د بېځایه شویو پر خيمو د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان او ۲۸۹ نور ټپیان شوي.
د راپورنو له مخې؛ دغه بریدونه پر المواصي سیمه شوي، کومه چې د اسراییلي اشغالګرو له لوري د غیرې نظامیانو لپاره د امن سیمې په نوم ځانګړې شوې وه.
بل لوری د فلسطیني بېځایه شويو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې اژانس (انروا) تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی، چې اوس مهال غزه کې د اوسېدو لپاره هېڅ سیمه خوندي نه پاتې.
#مليتلویزیون
❤ 3👍 1
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګ پر تړاو د خبرو سربېره، د دې پروژې د چارو په چټکتیا ټينګار کړی.
ملا هدایت الله بدري دې لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت لېواله دی، څو د یادې پروژې عملي چارې ژر تر ژره پیل شي.
#مليتلویزیون
👍 4
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډې کې د ننګرهار په حصار شاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوې.
د یاد معاونیت په وینا؛ دې غونډه کې دغه راز د خصوصي سکټور له لوري کابل او کندهار کې د معیاري نخاس او مسلخونو د جوړولو د وړاندې شوې طرحې په تړاو ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د دې طرحې د تخنیکي مسایلو په اړه خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
#مليتلویزیون
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
02:04
Video unavailableShow in Telegram
Pashto 13.07.2024.m4v10.11 MB
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د بغلان ولایت امنیې قومندانۍ مسولین وایي، چې نن (شنبه، د چنګاښ ۲۳مه) د دې ولایت ډنډې غوري ولسوالۍ اړوند خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون شپږو کسانو ژوند بایللی او پینځه نور ټپیان شوي.
د مسولینو په وینا؛ د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د موټرسایکل او موټر د ټکر له امله هم یوه تن ژوند بایللی دی.
#مليتلویزیون
❤ 1
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د افغان او چینایي شرکتونو ترمنځ د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له افغانستان څخه چین ته د پنبې صادراتو تړون لاسلیک شو.
#مليتلویزیون
👍 1❤ 1
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
05:26
Video unavailableShow in Telegram
نعت شریف:
خاورې دې د ځمکې وای خو ستاسو د کوڅې دې وای.غږ: محمدنسیم هلال #مليتلویزیون لخوا وړاندې کیږي.
نعت- خاورې دې د ځمکې.mp421.05 MB
❤ 2
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ګلبهار پاور خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید پر وړاندې شوې طرحه بحث شوی.
دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د استازي په مشرۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت، برېښنا شرکت، د امارتي شرکتونو د انسجام خپلواکې ادارې او ګلبهار پاور له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یاد شرکت له لوري د ۱۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید وړاندې شوې طرحې په اړه تخنیکي بحثونه وکړي او راپور یې په ټاکلي وخت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې ګلبهار پاور خصوصي شرکت به د دغه طرحې له مخې په لومړی ۱۰۰ میګاواټه او بیا په تدریجي ډول تر ۷۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا تولید کړي.
#مليتلویزیون
👍 2❤ 1
Repost from RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
Photo unavailableShow in Telegram
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېره پنجشنبه (د چنګاښ، ۲۱مه) د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي.
یاد وزارت زیاتوي؛ دغه افغانان د تېرو دوه کلونو او شپږ میاشتو راهېسې د قانوني اسنادو د نه شتون له امله د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
#مليتلویزیون
❤ 2👍 1
Elige un Plan Diferente
Tu plan actual sólo permite el análisis de 5 canales. Para obtener más, elige otro plan.