Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 983
Suscriptores
Sin datos24 horas
-37 días
-3930 días
Archivo de publicaciones
2 982
فحش فلمونه مه ګوره
+ بوره مه خوره + اوبه وڅښه + جېم ته لاړ شه + محفلونو ته کم تګ کوه + له جنجالونو ځان لیرې ساته + ښه لباس واغونده + پیسې وګټه + خوشبویي وکاروه او لږ وغږېږه!
د ژوند جادويي نسخه!
2 982
د ټولو مکاتبو لپاره اوسنۍ فارمټ!
د خوست ولایت یوه ښوونکي د مکاتبو لپاره ډېر زبردست فارمټ برابر کړی دی، یقیناً چې ډېر لوی کار یې کړی دی الله جل جلاله دې زیات اجرونه ورکړي. او مونږ یې هم د محترم استاد په اجازه ستاسو سره شریکوو. کچیرې هر څوک د هیواد لپاره په علمي برخه کې کار کوي مونږ به یې ستایوو، او مونږ حاضر یو چې د هغې غږ تر زرګونو خلکو ورسوو. فارمټ یې اول کمنټ له لارې زمونږ ټیلیګرام چینل څخه ډاونلوډ کولی شئ.
2 982
کله چې تاسو په موبایل کې یو څه ټایپ کوی نو تاسو به لیدلي وي چې یو لفظ اول او یا هم دوهم خروف په ټایپ کولو سره د هغې مربوط نوره مختلف قسمه الفاظ راځي دا کار مونږ په ورډ پروګرام کې هم سر ته رسولی شو. لاندې ویدیو کې مکمله طریقه لیدلی شئ هیله لرم چې ویډیو نورو ملګرو سره شیر کړئ
2 982
ارسطو به خپل شاگرد سکندر ته تل دا ویل چې له ښځو لېرې اوسه. د ماڼۍ ښځو د دې خبرې بدل اخیستو لپاره یوه ښکلې نجلۍ په ارسطو پسې واچوله، چې ارسطو ته سبق ورکړي. یوه ورځ، هماغې نجلۍ د یوې پلان شوې دسسې له مخې له ارسطو نه غوښتنه وکړه چې غواړي د آس سپرلۍ پرې وکړي. ارسطو آس شو، او نجلۍ پرې سپره شوه. په همدې وخت کې سکندر ته خبر ورکړل شو چې ستا استاد، چې تل له ښځو د ځان ساتلو نصیحت درته کوي، خپله ېې څه حال دی. کله چې سکندر راغی، ویې لیدل چې نجلۍ د ارسطو پر شا سپره ده. سکندر ورته وویل: استاده! دا څه حال دی؟ ارسطو ورته ځواب ورکړ: د همدې لپاره خو مې تل منع کولې، چې ښځې داسې اثر لري چې زما په شان فیلسوف هم خر جوړوي! #هڅونه
2 982
کتاب: څنګه نوښت وکړو؟
د ستونزو د حل کیلۍ
ليکوال: برايان ټرېسي
ژباړه: حميده امين
ژبه: پښتو
#نوښت #څنګه_نوښت_وکړو
https://t.me/AshnaLibrary
2 982
د لسو دقیقو ايميل ادرس، ګرانو هیوادوالو کوشش وکړئ چې هر ځاى د خپل اصلي ايميل څخه کار مه اخلئ دغه طريقه درسره زده کړئ.
2 982
اکولوژيکي تمدن: د ډونالډ ورستر د لیدلوري ژوره څېړنه
له فارسي، پښتو ته ژباړه
https://www.facebook.com/share/p/1GyUdh3sxr/
۱. سریزه
اکولوژيکي تمدن (Ecological Civilization) یو نوى مفهوم دی چې په وروستیو لسیزو کې د یوه بدیل او پایدار پرمختیایي ماډل په توګه مطرح شوی، داسې ماډل چې د طبیعت سره همغږي او همکارۍ ته ژمن وي. دا مفهوم یوازې یوه تيوريکي نظریه نه، بلکې د اوسني وخت د چاپېریالي بحرانونو (لکه اقلیمي بدلون، د ژویو نسلوژنه او د پراخې ککړتیاوو) پر وړاندې عاجل او عملي ځواب دی.
ډونالډ ورستر (Donald Worster) چې یو نوموتی چاپېریالپوه تاریخي څېړونکی دی، پر دې تمرکز لري چې د انسان او طبیعت ترمنځ اړیکه څرنګه د تمدنونو برخلیک ټاکلي؟
هغه ټینګار کوي چې د ننني چاپيريالي بحرانونو ریښې په هغه ناپایدارو صنعتي تمدنونو کې نغښتي دي چې طبیعت ته د استخراج سرچینه ګڼي.
ورستر د تاریخي او اکولوژیکي تحلیلونو له لارې ښيي چې تېر تمدنونه (لکه د مایا ولس تمدن) د طبیعت له ناسمې استفادې له امله ړنګ شوى دى. هغه خبرداری ورکوي که اوسنی صنعتي تمدن خپله لاره بدله نه کړي، نو د زوال پر لوري روان دی او یوازې یو اکولوژيکي پارادایم کولی شي د دې بهیر مخه ونیسي.
۲. د چاپېریال تاریخ او تمدن
الف) د انسان او طبیعت ترمنځ اړیکې ته د ورستر تاریخي لیدلوری :
په خپل کتاب "د طبیعت شتمني" کې ورستر ښيي چې اکولوژيکي نظریات له لرغوني دورې تر ننني عصر پورې څنګه بدلون موندلی.
مهم مثال: د طبیعت د "ژوندۍ هستۍ" لید (ارګانیک لید) څخه د "ماشیني" لید لور ته بدلون، چې د صنعتي انقلاب پر مهال رامنځته شو.
پایله: دا فکري بدلون د منابعو له بېحده استحصال سره مل شو.
نوموړى "د دښتو توپانونه" کتاب کې د ۱۹۳۰ لسیزې د امریکا د چاپېریالي فاجعې تحلیل کوي:
اصلي لامل: صنعتي کرنه او د نازک ایکوسیستمونو له پامه غورځول.
پایله: د دوړو لوی توپانونه چې زرګونه کسان یې بېکوره کړل.
تاریخي درس: هغه تمدنونه چې د طبیعت محدودیتونه ناپاموي، د زوال لور ته روان دي.
ب) د "ژور تاریخ" مفهوم:
ورستر باور لري چې د بشر تاریخ باید د ځمکې د جیولوژیک او بیولوژیک تاریخ په رڼا کې وڅېړل شي.
مثال: د انسانانو د فعالیت له امله د ژویو ټولیز ورکېدل (لکه د دودو مرغه).
پایله: باید "پرمختګ" د طبیعت سره د همزیستۍ (توافق) پر بنسټ تعریف شي، نه د تسلط پر بنسټ.
۳. پر مدرنیته او سرمایهدارۍ انتقاد
الف) د اقتصادي سیستم نقد:
"د امپراتورۍ سیندونه" کتاب کې ورستر ښيي چې صنعتي سرمایهداري څنګه د امریکا لوېدیز کې د اوبو منابع د تجارتي کرنې لپاره ضبط کړي:
د بندونو او د سیندونو د اوبو د لېږد سترې پروژې، یوازې د صادراتو لپاره کرنه.
پایله: د لمدو ځمکو وچېدل، د خاورې شوره يا مالګين کېدل او د سیمهيیزو ټولنو لهمنځه تلل.
ورستر د اکولوژيکي اخلاقو ملاتړی دی:
بنسټیز اصل: طبیعت په ذات کې ارزښت لري، نه یوازې د انساني ګټې لپاره.
وړاندیز: د "واخله - جوړ یې کړه - وغورځوه" پر ځای دې دایروي اقتصاد عملي شي.
ب) د ټیکنالوژۍ او مصرفمحورۍ نقد:
ورستر باور لري چې ټیکنالوژي یوازې حللاره نه ده، بلکې وخت ناوخت پخپله هم ستونزه ده:
مثال: د درنو کرنیزو ماشینونو لهخوا د خاورې سختېدل او فرسایش.
حللاره: شنې ټیکنالوژۍ باید د مصرف د طرز له بدلون سره یوځای شي.
۴. اکولوژيکي تمدن؛ د حل لاره
الف) د ورستر له نظره د اکولوژيکي تمدن بنسټیزې برخې:
۱. فرهنګي بدلون:
د انسانمحور فکر (Anthropocentrism) پر ځای د ژویومحور فکر (Biocentrism).
د زدهکړې رول: له ښوونځیو تر پوهنتونونو پورې د "اکولوژيکي سواد" عامول.
۲. سیاسي بدلون:
د محلي ایکوسیستمونو پر بنسټ غیرمتمرکزه اداره (لکه د اوبو اداره د بومي ټولنو لهخوا).
د ککړوونکو محدودولو لپاره سخت قوانین (لکه د کاربن مالیه).
۳. اقتصادي بدلون:
د پرمختګ د سنجولو لپاره نوې شاخصونه (لکه د دوامدارې هوساینې شاخص پر ځای د GDP).
د عضوي کرنې او نویو بېرته نوي کېدونکو انرژیو ملاتړ.
ب) عیني بېلګې:
ورستر د تاریخي تجربو یادونه کوي لکه د ایران د سنتي اوبهلګولو سیستم (کارېز)، چې له طبیعت سره يې همغږي درلوده.
معاصر مثالونه: د چین د "سپنج ښارونو" خوځښت، چې د سطحي اوبو مدیریت ته نوې حللار وړاندې کوي.
۵. پایله (د بېړني اقدام ټینګار)
ورستر خبرداری ورکوي: صنعتي تمدن د ځمکې له اکولوژيکي مدار څخه وځي.
هغه د یوې فکري انقلاب غوښتنه کوي چې:
طبیعت باید "شریک" وګڼل شي، نه یوازې "منبع".
اقتصاد او سیاست باید د سیاروي زغم وړتیا (Planetary Boundaries) پر بنسټ بیا تعریف شي.
د ورستر د عاجلو اقداماتو وړاندیزونه:
د نړیوالو چاپېریالي محاکمو جوړېدل، څو د اکولوژيکي جنایتونو محاکمه وشي.
په بیا رغاوونکو ټیکنالوژیو پانګونه.
2 982
زموږ پر اړيکو د موبايل اغېزې
عنايت الرحمن ثاقب
په نننۍ نړۍ کې موبايل زموږ د ژوند يو اړين ضرورت ګرځېدلی دی. دا يوه داسې وسيله ده چې موږ ته د نړۍ سره د نښلېدو آسانتيا راکوي. له سوداګرۍ، تعليم، روغتيا، تر تفريح پورې، هر څه د موبايل له لارې تر لاسه کېږي. موبايل زموږ د ورځني ژوند يو نه بېلېدونکی برخه ګرځېدلې، خو له دې ټولو ګټو سره سره، د دې وسيلې ناوړه اغېزې هم ورځ تر بلې څرګندېږي، په ځانګړي ډول د کورني ژوند او انساني اړيکو په برخه کې.
موبايل که له يوې خوا موږ له لرې خپلوانو سره نښلوي، له بلې خوا موږ له خپلو نږدې او خوږو رشتو لکه مور، پلار، ورور، خور، زوی، لور، او حتا د ژوند له ملګري څخه ورو ورو لرې کوي. ډېری خلک اوس دومره موبايل کې مصروف وي چې له خپلو نږدې خلکو سره د خبرو، وخت تېرولو، او احساس شريکولو فرصت له لاسه ورکوي. هر څوک په خپل موبايل بوخت وي، او دا حالت د کورني ژوند له پاره يو خطرناک زنګ دی.
په ډېرو کورونو کې دا وضعيت اوس عام شوی دی چې ټول غړي يو ځای ناست وي، خو هر يو خپل موبايل ته ځير وي. نه خبرې وي، نه خندا، نه يو بل ته توجه. دا چاره په انساني اړيکو کې سوړوالی رامنځته کوي. کوچنيان له مور و پلار څخه لرې کېږي، ځوانان له خپلو خويندو او وروڼو سره احساساتي اړيکې له لاسه ورکوي، او مېرمن او خاوند ترمنځ مينه او باور ورو ورو ختمېږي.
د واده شوې ژوند په برخه کې هم موبايل يوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. کله چې يو خاوند يا مېرمن د خپل ژوند ملګري پر ځای ساعتونه ساعتونه وخت موبايل ته ورکوي، دا چاره د بې اعتنايۍ، بېباورۍ او سوء تفاهم لامل کېږي. ډېر وختونه همدا موبايل د شخړو، مينې د کمېدو، او حتی د جلاوالي سبب ګرځي.
خو که همدا موبايل په سمه توګه وکارول شي، کولای شي زموږ ژوند لا آسانه او خوشحال کړي. موږ بايد زده کړو چې موبايل د يو خدمتګار په توګه وکاروو، نه دا چې خپل ژوند ورته تسليم کړو. د خوړو پر وخت، د خوب نه مخکې، او د يو بل سره د خبرو پر مهال بايد موبايل يو اړخ ته کېښودل شي. کوچنيان بايد دا درک کړي چې موبايل وسيله ده، نه هدف.
په پای کې ويلای شو چې موبايل يو ستر نعمت دی، خو که له حده زيات استعمال شي، نو دا نعمت په زحمت بدلېږي. راځئ چې خپلو مينې او خوږو رشتو ته ارزښت ورکړو، موبايل کنټرول کړو، نه دا چې موبايل زموږ ژوند کنټرول کړي.
#په_ماشومانو_رحم_وکړئ #مسوولیت_وپیژنئ #د_لوڼو_او_خویندو_قدر_وکړئ #د_يو_بل_قدر_وکړئ #مينه_خپره_کړئ #hilights #follower
#شريک_يی_کړۍ
2 982
د موبايل څو مهم کوډونه.
يادونه: ستاسو د موبايل اولنۍ کوډ imei درسره وساتئ د مختلفو پيښو په جریان کې ستاسو څخه په امنیتي اداراتو کې د موبايل همدا کوډ غوښتل کېږي همدا کوډ ډېر ضرور ده چې ددې په اساس موبايل ،موقعیت، غلا شوى موبايل او داسې نور ډېر څه معلوميږي.
2 982
د دې سکالرشیپونو په اړه د عمومي سوالونو ځواب او لارښوونه ددې فایل له لاري ترلاسه کولی شئ:
https://thedocs.worldbank.org/en/doc/e4bd84da1defde4b15a94d7ba7ac8f19-0050052024/original/2025-FAQs-for-DevelopingCountryNationals-W2.pdf
ټولو ته ښه بخت!
#Win_Scholarship
#Scholarships
#بورس
#سکالرشیپ
#WorldBank
#japan
2 982
د نړیوال بانک سکالرشیپونه!
#ماسټري
نړیوال بانک د جاپان هیواد سره په ګډه د مخ پر ودې او وروسته پاتې هیوادونو لپاره د ماسټري سکالرشیپونه اعلان کړي دي، چې افغانستان هم د دې پروګرام برخه دی.
دا سکالرشیپونه د نړۍ له لسو زیاتو معتبرو پوهنتونو په تقریبآ ۴۰ مختلیفو رشتو کې محصل ته د ماسټري د زده کړو چانس برابروي؛ دا سکالرشیپونه ښه امتیازات لري او د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه محصلان ورته اپلای کوي، نو هیله ده د نوملیکني پروسه په غور سره مطالعه کړئ.
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د زده کړو څانګې: بېلابېلې
د نوم لیکنې پیل او پای: لومړی دوره ( د جنوری ۱۳مه پیل او د فبروري ۲۸مه پای). دوهمه دوره ( د مارچ ۲۵مه پیل او د می ۲۳مه پای).
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات:
د زده کړو بشپړ فیس
د اوسیدلو پوره امکانات
د میاشتنی جېب خرڅ
روغتیايي بیمه
د تګ راتګ ټکټ
600 ډالر د سفر اضافه خرڅ او اوسیدو لپاره (البته یو ځل)
عمومي شرایط او اسناد
د افغانستان او یا هم په دې لیست کې د ذکر شویو هیوادونو اوسیدونکی وی
https://www.worldbank.org/en/programs/scholarships/brief/countries-eligible-for-jjwbgsp-scholarship
د لیسانس سند درلودل.
درې کلنه کاري تجربه: اوسمهال د پرمختیایي کارونو په برخه کې په فول ټایم دنده بوخت وي او درې کاله کاري تجربه ولري ( البته د افغانستان او نورو هغه هیوادونو چې د جنګ ځپلي هیوادونو په لیست کې راځي، د کاري تجربې او وظیفې درلودلو سند کې مراعات کېدلی شي)
کاري تجربه د لیسانس سند اخیستلو له نیټې وروسته شمېرل کیږي، او که د پرمختیایي کارونو په برخه کې وي ترجیح ورکول کیږي. خصوصا د بیوزلۍ او اړوند تدابیري پروګرامونو لکه زیربنا جوړول، چاپیریال ساتنه، تعلیم او ورته برخو کې.
دوه ریکینډیشن لیټرونه له خپل مخکنی کارځآی څخه ترلاسه کول او CV جوړول.
له دې مخکې یې د نړیوال بانک سکالرشیپ نه وي ترلاسه کړی او دوه تابعیته هم باید ونلري.
نور د اړونده پوهنتون شرایط پوره کول
پروسه:
د دې سکالرشیپونو پروسه په دې شکل ده چې تاسی باید اول اړونده پوهنتون د کاندید په حیث ومني او اډمیشن لیټر درکړي؛ مربوطه پوهنتون درسره شاید انټرويو وکړي او یا هم د اسنادو پر اساس تاسی انتخاب کړي. وروسته باید تاسی د پوهنتون له لوري درکړل شوی اډمیشن لیټر Admission Letter د نړیوال بانک انلاین اپلیکیشن پورټال ته اپلوډ کړئ. هغه پوهنتونونه او پروګرامونه چې د دې پروګرام برخه دي، د دې لینک له لاري ترلاسه کولی شی:
https://www.worldbank.org/en/programs/scholarships/brief/jjwbgsp-participating-programs-2022-2024-application-window-2
که مو اډمیشن لیټر ترلاسه کړ، بیا به د نړیوال بانک انلاین اپلیکیشن فورم ته چې د مربوطه پوهنتون له لوري به یې لینک له تاسی سره شریک کیږي (البته موږ یې کوم لینک ونه موند او لیکل شوي چې له تاسی سره به تر شارټ لیست کېدو وروسته شریک کیږي)، ټول اسنادونه اپلوډ او سبمیټ کړئ.
تاسی باید له اړونده پوهنتون سره د تماس په وخت کې هغوی په دې وپوهوئ چې زه غواړم د Joint Japan / World Bank Graduate Scholarship Program پروګرام له لاري ستاسي په پوهنتون کې داخله وکړم. د ادمیشن لیټر ترلاسه کولو لپاره د هغوی هر ډول شرایط ( بغیر له فیس ورکولو) باید پوره کړئ ترڅو د سکالرشیپ برخه وګرځی.
لومړی نوټ: تاسو کولی شئ ټولو پوهنتونونو ته په ټولو مربوطه هیوادونو کې غوښتنلیک ولیږئ؛ خصوصآ د جاپان هیواد زیات پوهنتونونه په دې پروګرام کې شامل دي چې دا ډېر غوره چانس دی او کوشش وکړئ ټولو ته نوملیکنه وکړئ. البته ځیني معتبر پوهنتونونه لکه هارورډ او نور یې هم برخه دي چې هغوی ته غوښتنلیک لیږل لږ ډېر کار غواړي.
دوهم نوټ: په دې سکالرشیپونو کې ستاسو د تحصیل پرځای ستاسی کاري تجریې، ریکمیڼدیشن لیټر او هیواد ته بیرته راګرځیدو ته ډېر اهمیت ورکول کیږي. هڅه وکړئ تجربه لیک او ریکمینډیشن لیټر مو د دوی د شرایطو مطابق او په ښه شکل جوړ کړئ ترڅو مو د بریالیتوب چانس ډېر شی.
درېیم نوټ: مخکې له دې چې اپلای وکړئ، لومړی د دې لینکونو له لاري د سکالرشیپونو شرایط، اسناد، او پروسه په ښه شکل مطالعه کړئ، وروسته بیا د اسنادو تیارولو او اپلوډ ته مخه کړئ.
د دې سکالرشیپونو په اړه عمومي معلومات له دې لینک ترلاسه کولی شی:
https://www.worldbank.org/en/programs/scholarships/jj-wbgsp
د دې سکالرشیپونو د نورو عمده معلوماتو، شرایطو او پروسې لپاره دا فایل وګورئ:
https://thedocs.worldbank.org/en/doc/28e1c949305f7d47adc0f0955016756b-0050052024/original/2025-Application-Guidelines-for-DevelopingCountryNationals-W2.pdf
2 982
د #عربستان
#سکالرشیپونه
ملک سعود پوهنتون چې د سعودي عربستان په پلازموینه ریاض کې دی؛ یو له هغه پوهنتونونو څخه دی چې ډیره زیاته پانګونه په خپلو محصلانو کوي. دا سکالرشیپونه خورا اسان شرایط لري او تاسو کولای شئ چې دا سکالرشیپونه له لږ زحمت او دقیقې نوم لیکنې په مرسته تر لاسه کړئ. هیله ده چې خپل ټول اسناد چمتو او ورته نوملیکنه وکړئ.
هېواد: سعودي عربستان.
پوهنتون: ملک سعود پوهنتون، ریاض.
کچه: دوکتورا.
سکالرشیپ: بشپړ وړیا.
د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د 2025ز کال د مې May میاشتې 15مه.
د زده کړو پروګرامونه:
په مختلفو برخو کې د دوکتورا پروګرامونه.
Computer Sciences
Engineering
Basic and Applied Sciences
Health and Medical Sciences
د سکالرشیپ ګټې:
د زده کړو لپاره بشپړ فیس.
د کال 14400 امریکایي ډالر د جېب خرڅ په ډول
د اوسیدو لپاره ځای.
روغتیایي بیمه.
وروسته له وخت څخه دنده.
وروسته له دوکتورا څخه د یو کال لپاره د کار او پاتې کیدو اجازه.
د نوموړي سکالرشیپ شرایط:
دا سکالرشیپونه د دوکتورا لپآره دي نو ماسټري باید ولرئ.
Recommendation letter دوه دانې.
CV.
انګیزه لیک یا SOP.
GRE امتحان اختیاري دی بدون له یو څو مشخصو پروګرامونو څخه.
د انګلیسي ژبې اسناد ضروري دي.
TOEFL, 61
IELTS, 6
STEP, 85
که تاسو له نوم لیکنې وروسته شارټ لست شئ نو له تاسو سره به انټرويو هم کیږي.
د بشپړو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:
https://dgsinitiative.ksu.edu.sa/
د نوم لیکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ، لومړی د نوم لیکنې لپاره یو اکونټ جوړ او بیا مو جوړ شوي اکونټ ته لاګېن شئ او خپل اپلیکېشن تکمیل کړئ.
https://dgsinitiative.ksu.edu.sa/Account/Login?ReturnUrl=%2FHome
یادونه:
د Win Scholarship ټیم په حضوري ډول هېڅ فعالیت نلري، کوم دفتر او یا د وټسپ شمېره او یا ګروپ هم نلري.
همدارنګه زموږ د ټیم د مصروفیتونو له امله نشو کولای تاسو ته نوم لیکنه وکړو، هیله ده په خپله نوم لیکنه وکړئ، که پوښتنه وي تر خپله وسه به یې حتماً ځوابوو.
#Win_Scholarship #Scholarships #بورس #Scholarships #Win_Scholarship #KSU #saudiarabia
2 982
🌟 فرصت طلایی برای دختران افغان! 🌟
مکتب رهبری افغانستان (SOLA) درخواستهای جدید برای سال ۲۰۲۵ را برای پذیرش در برنامه آموزشی کاملاً تمویلشده در کشور رواندا میپذیرد.
این برنامه به دختران افغان از سراسر جهان این فرصت را میدهد تا در یک محیط امن و حمایتگرانه شبانهروزی آموزش با کیفیت بالا دریافت کنند. 📚🌍
🔹 جزئیات مهم:
📅 آخرین مهلت درخواست: ۱۵ جون ۲۰۲۵
📌 آغاز روند انتخاب: سپتمبر ۲۰۲۵
🏁 انتخاب نهایی: دسامبر ۲۰۲۵
⏳ مدت برنامه: یک سال
🗣 زبانهای تدریسی: انگلیسی، دری، پشتو
🌍 مکان: رواندا
💯 نوع بورسیه: کاملاً تمویلشده
🔹 مضامین درسی شامل:
ریاضی، ساینس، انگلیسی، دری و پشتو، مطالعات اسلامی، علوم اجتماعی، هنرها
همچنین شامل برنامههای تابستانی با آموزگاران بینالمللی میباشد.
🔹 امکانات شبانهروزی:
🏫 خوابگاه با نظارت خانمها، کتابخانه، تالار، صنفهای آموزشی، غذاهای متوازن روزانه و فعالیتهای فوق برنامه.
🔹 چه مواردی شامل بورسیه میشود؟
✅ فیس مکتب
✅ یونیفورم
✅ سفر به رواندا
✅ لوازم درسی (لپتاپ، کتاب و...)
✅ ایمیل رسمی و تماس منظم با خانواده
🔹 شرایط درخواست:
👧 دختر افغان باشید
🏫 حداقل صنف پنجم را تکمیل کرده باشید
📖 علاقهمند به یادگیری و تلاش باشید
👨👩👧 رضایت خانواده برای سفر داشته باشید
🏠 آمادگی برای زندگی در مکتب شبانهروزی را داشته باشید
💬 دانستن زبان انگلیسی ضروری نیست
🔹 چگونگی درخواست:
درخواستها به یکی از زبانهای انگلیسی، دری یا پشتو بهصورت آنلاین پذیرفته میشوند. هر داوطلب فقط یکبار میتواند درخواست بدهد. نتایج طی ۳ تا ۵ هفته برای افراد منتخب ارسال میشود.
📌 فرصت را از دست ندهید و به آینده روشنتر گام بگذارید!
📲 برای درخواست آنلاین و معلومات بیشتر به وبسایت رسمی SOLA مراجعه کنید.
لینک ثبت نام :
https://scholarshipsandjobss.com/admissions-for-afghan-girls-at-sola-in-rwanda/
#SOLA #بورسیه_برای_دختران_افغان #تحصیل_در_رواندا #فرصت_آموزشی #آینده_روشن #دختران_قوی
2 982
د وایفای شیر کول!
دا چې د کوچني اختر څخه وروسته یو ځل بیا هم رسمیات په ټولو دولتي او غیر دولتي اداراتو کې پیل شول. اکثریت اداراتو کې وایفای لګیدلي دي او د هغې وایفای سره محدود شمیر اداري کسانو ته اجازه ورکړل شوې ده چې وصل شي. کله چې ستاسو څخه نور ملګري وایفای غوښتنه کوي چې دوی سره وصل وکړئ او انټرنیټ ته لاس رسۍ ولري دا چې وایفای سره یې تاسو مستقیم ډول نشی وصل کولی لاندې طریقې له لارې تاسې ورته د خپل کمپیوټر څخه وایفای جوړه کړئ او دوی ورسره وصل کړئ.
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
