Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 983
Suscriptores
Sin datos24 horas
-37 días
-3930 días
Archivo de publicaciones
2 982
د غ/زې د مسلمانانو مظلومیت، د اسرا/ئیلي وحشيانو وحشت او د اسلامي نړۍ بېپروايي او دَ غفلت خوبونه
نن سبا د ټولې نړۍ سترګو ته ښکاره ده چې د فلس/طین مقدسه خاوره، په ځانګړي ډول د غزې تړانګه، د ظلم، وژنو او انساني نسلکشي په یو ژور ناورین کې ښکېله ده. اسرا_ئیلي ځواکونو د وحشت یوه داسې لړۍ پیل کړې چې تاریخ به یې مثال کم وښيي. بېګناه ماشومان، ښځې، زاړه، ډاکټران، ژورنالستان او حتی د ژغورنې کارکوونکي د بمونو، ډرونونو او توپونو لاندې وژل کېږي، نړۍ ورته یوازې ګوري او سيال يې کوي!
د غ/زې مسلمانان له کلونو راهیسې د محاصرې، لوږې، بېبرخې روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فشارونو سره ژوند کوي. خو اوسنی حالت، بيا بيخي یو بل دردناک فصل دی. هره شپه د دوی کورونه ورانېږي، هر سهار د شهیدانو جنازې پورته کېږي او هره ورځ د ژوند امید لا کمزوری کېږي. دا یوازې جګړه نه ده، دا د یو قوم، د یو ملت او د یو تاریخ ختمول دي.
اسرا/ئیل د نړیوالو قوانینو، د بشر د حقونو د اعلامیې او حتی دَ دوى د دیني اصولو خلاف، په ښکاره توګه جنایتونه کوي. روغتونونه، ښوونځي، عبادتځایونه، بلکې هر څه يې هدف ګرځولي. دا عملونه یوازې د جګړې له قواعدو سرغړونه نه ده، بلکې دا یو اعلان شوې نسلکشي ده.
خو تر ټولو دردناک حالت دا دی چې اسلامي نړۍ چوپه ده! هغه هېوادونه چې ځان د اسلام مدافعین بولي، هغه مشران چې د امت د وحدت خبرې کوي، نن د فلس/طین له وینې خړوبې فریادونو سره نه دي ولاړ. د اسلامي امت دغه سکوت، نه یوازې د فل_سطینیانو د زخمونو پر مالامالولو کې مرسته نه کوي، بلکې د اشغالګرو لاسونه لا پیاوړي کوي.
ولې دا چوپتیا؟ د چا له وېرې؟
آیا د مسلمانو هېوادونو اقتصادي ګټې دومره مهمې دي چې د یوه ملت نسلکشي ته یې سترګې پټې کړي؟
آیا موږ دومره بېاحساسه شوي یو چې د خپل مسلمان ورور پر مړي هم چوپ پاتې کېږو؟
فل/سطین یوازې یوه جغرافیه نه ده، دا خاوره زموږ د ایمان یوه برخه ده. بیتالمقدس زموږ قبله او د فل_سطین مظلوم ولس زموږ د عقیدې وروڼه او خویندې دي. د هغوی وینه، زموږ پر غیرت، شرافت او دیني ارزښتونو یو سخت ازموینه ده.
راځئ چې له خوبه راویښ شو! د فلس_طین پر غږ لبیک ووایو، د اسرا/ئیلو وحشت وغندو او د اسلامي امت د بېپروا مشرانو نه حساب وغواړو. فلس-طین زموږ نه هېریدونکی درد دی او که نن چوپ پاتې شو، سبا به دا اور زموږ دروازو ته هم راورسي.
د غ/زې هره چیغه، زموږ ایمان ته دَ سوالیه نښه ده. آیا موږ لا ژوندي یو؟
2 982
#سلواک_سکالرشيپونه
#ټافل_او_ایېلټس_ته_اړتیا_نلري.
سلواک چې یو اروپایي هېواد دی د راتلونکي سمستر لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي، دا سکالرشیپونه چې د لېسانس او ماسټري په کچه دي د انګلیسي ژبې کوم سند ته اړتیا نلري او د افغانستان لپاره ځانګړې سهمیه لري چې په شرایطو برابر افغانان به ورته انتخابېږي.
هېواد: سلواک
د زده کړو کچه: لېسانس او ماسټري
نوم لیکنه: انلاین
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د روان ۲۰۲۵ کال د مې May میاشتې ۲۵ مه
څانګې:
تاسو کولای شئ چې لاندې څانګو ته اپلای وکړئ.
•1610 Ecological and Environmental Sciences
•2118 Extraction and Processing of Earth Resources
•2381 Mechanical Engineering
•2508 Computer Science
•2647 Cybernetics
•2675 Electrical and Electronics Engineering
•2820 Chemical Engineering and Technology
•2908 Biotechnology
•2940 Food Sciences
•3331 Wood Science and Technology
•3507 Architecture and Urbanism
•3659 Civil Engineering
•3772 Transport
•4190 Agriculture and Landscape
•4219 Forestry
•4318 Veterinary Medicine
•5141 General Medicine
•5166 Dentistry, Dental Medicine
•5214 Pharmacy
•5602 Nursing
•5607 Public Health
•5618 Healthcare Sciences
•6213 economics and Management
• 7605 Teacher Training and Education Science
دا معلومات د Win Scholarship ټيم له لوري راټول او ژباړل شوي دي؛ موږ لدې پاڼې پرته هېڅ ډول د وټسپ ګروپ او يا هم کوم دفتر نلرو.
د سکالرشیپ امتیازات:
•د زده کړو مکمل فیس
•د اوسېدلو لپاره ځای
•یوه اندازه جېب خرڅ
•روغتیایي بیمه
•د تګ راتګ ټکټ
شرایط:
•عمر مو له ۱۸ کلونو کم او له ۲۶ کلونو ډېر نه وي.
•د افغانستان تابعیت ولرئ.
د اړتیا وړ سندونه:
•د ښوونځي شهادتنامه
•د لېسانس دورې ديپلوم یا سرټیفیکېټ په انګلیسي ژبه
•د نمرو ټرانسکرېپټ په انګلیسي ژبه
•د زوکړې سرټیفیکېټ (Birth Certificate) یا هم په انګلیسي ژبه تذکره
•د لېسانس کاندیدان له ښوونځي او د ماسټري کاندیدان له پوهنتون دوه ریکمنډېشن لېټرونه په انګلیسي ژبه ولرئ.
•عکس (عکس مو باید 3.5 پر 4 سانتي مترو کې وي او ریزولوشن یې 350 پر 400 پېکسلونو کې وي.)
•لاسلیک شوې د سوانحو خلص یا CV
•انګیزه لیک یا SoP
•پاسپورټ (په تذکره هم نوم ليکنه کولای شئ)
•امضا شوی اپلیکېشن (کله چې تاسو د نوم لیکنې په سیستم کې اپلیکېشن ډکوئ نو اخر کې یې درته د ډانلوډ اپشن راځي، دا ډانلوډ او بیا یې امضا کړئ او وروسته یې سکن او بېرته سیستم ته اپلوډ کړئ.)
#مهمه_يادونه:
که ستاسو کوم تحصيلي سند اوس تيار نه وي نو نوم ليکنه وکړئ او د اګسټ تر ۳۱مې یې هم ورته اپلوډ کولای شئ.
د بشپړو معلوماتو او نوم ليکنې لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ:
لېنک:
https://www.vladnestipendia.sk/en/
دا معلومات د Win Scholarship ټيم له لوري راټول او ژباړل شوي دي؛ موږ لدې پاڼې پرته هېڅ ډول د وټسپ ګروپ او يا هم کوم دفتر نلرو.
په حضوري يا انلاین بڼه نوم ليکنه نکړو؛ زموږ دفتر تړل شوی دی، هيله ده د نوم ليکنې لپاره زموږ په نوم چا ته يوه افغانۍ هم ورنکړئ، خپله کوښښ وکړئ.
#Win_Scholarship #بورس #Scholarships #سکالرشیپ #سکالرشیپونه #بورس #slovak #slovakia #slovakscholarships
2 982
کاناډا
په کاناډا کې د افغان نجونو لپاره سکالرشیپ!
په کاناډا کې د ویکتوریا پوهنتون د افغان نجونو لپاره سکالرشیپ اعلان کړی دی چې د انجنیري او کمپیوټرساینس په برخه کې به ورکول کېږي، دا سکالرشیپ چې د لېسانس په کچه دی؛ په انلاین بڼه ورته د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې تر ۳۰ پورې نوم لیکنه کېږي.
دا سکالرشیپ به د زده کړو او په کاناډا کې د اوسېدو ټول اړین لګښتونه په بر کې ولري.
د سکالرشیپ شرایط:
د افغانستان تابعیت ولري.
د انجنیري او کمپیوټرساینس پوهنځي سره علاقه ولري.
د پوهنتون او سکالرشیپونو لپاره د اړونده کمېټې له لوري انتخاب شي.
د انګلیسي ژبې سند:
په یاد پوهنتون کې د انګلیسي ژبې د سند درلودل اړین دي او لاندې سندونه منل کېږي او لدې باید یو ولرئ او یا یې هم د اخیستلو وړتیا ولرئ.
CAEL: Minimum score of 70 (no section less than 60)
Cambridge C1 Advanced or C2 Proficiency: Minimum score of 180 (no skill less than 170)
IELTS Academic: Minimum score of 6.5 (no component less than 6.0)
MET (4-skill test): Minimum score of 64
PTE: Minimum score of 65 (no skill less than 60)
TOEFL iBT: Minimum score of 90 (no section less than 20)
د نوم لیکنې لپاره لاندې مرحلې په پام کې ونیسئ.
لومړی:
په ویکتوریا پوهنتون کې د انجنیري او کمپیوټرساینس په برخه کې ستاسو د خوښې پروګرام انتخاب او اړین شرایط یې ولولئ.
دویم:
د EducationPlannerBC له لارې خپل اپلیکېشن تیار او سبمېټ کړئ. (په لاندې لېنک کې د دې اړوند معلومات موندلی شئ.)
درېیم:
د اپلیکېشن فیس وسپارئ. (که د کاناډا له ښوونځيو سند لرئ نو ۸۶ ډالر او که له افغانستان یا بل هېواد سند لرئ نو ۱۶۸ ډالر فیس تحویل کړئ.
څلورم:
د NetLink ID په مرسته مو ای ډي جوړه کړئ تر څو له نوم لیکنې وروسته معلومات تر لاسه کړئ.
پنځم:
د اپلیکېشن اړوند چک لست وګورئ او اړونده پروسه تکمیل کړئ.
شپږم:
خپل سندونه سبمېټ کړئ.
اووم:
د انګلیسي ژبې اړوند سند مو وسپارئ.
اتم:
د بریا په صورت کې خپل افر لېټر قبول کړئ.
د یادولو وړ ده چې د دې سکالرشیپونو پروسه اوږده ده او پوره دقت ته اړتیا لري، هیله ده چې د نوم لیکنې او بشپړو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ، لومړی مو معلومات تکمیل او بیا په نوم لیکنه پیل وکړئ.
لېنک:
https://www.uvic.ca/safa/scholarships/entrance-scholarships/afghan-women-in-engineering-and-computer-science-entrance-scholarship.php#ipn-afghan-women-in-engineering-and-computer-science-entrance-scholarship
#Win_Scholarship #Scholarships #بورس #سکالرشیپ #slovakscholarships #canada #uvic
2 982
د کتاب نوم: موبايل او کمپوټري اصطلاحات
لیکوال: سمیع الله خپلواک
حجم:3 ام بي
بڼه: PDF
📚کتابتون NQ
زموږ چینل درسره جوين کړئ. ↶
🔍 @naseebullahqalamyar👇👇👇
2 982
د ټولو استادانو لپاره!
په مختلفو علمي نهادونو کې قدرمن استادان د امتحان په دوران کې پرچې جوړوي او زمونږ هېواد کې د تشريحي پوښتنو سره په څنګ کې څلور ځوابه پوښتنې هم لري اکثریت وخت په پرچو کې څلور ځوابه پوښتنې ډېرې ګډوډې او يا مخته او وروسته جوړيږي لاندې طریقه کې دا مشکل درته حل شوى دى. هيله لرم چې ويډيو نورو ملګرو سره شير کړئ
2 982
رومانیا سکالرشیپونه
لیسانس، ماسټري او دوکتورا
د رومانیا هیواد د Transilvania Academica Scholarship په نوم سکالرشیپونه چې د Transilvania University له لوري سپانسر کیږي، د لیسانس، ماستري او دوکتورا لپاره محصلین مني. دا سکالرشیپونه د نوملیکني په لومړی مرحله کې یواځې څو محدود اسنادونه غواړي او کاندید کولای شي نور اسناد د لومړۍ مرحلې تر بریالي ترسره کولو وروسته وړاندي کړي. دا ځل له افغانستان څخه هم ورته اپلای کېدلای شی.
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
د زده کړو څانګې: بېلابېلې څانګې چې دې پوهنتون کې دي.
د نوم لیکنې پای: د اپریل ۲۵مه
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
د سکالرشیپ امتیازات:
د اوسیدلو پوره امکانات
د سمسترفیس، داخلې فیس، او د فراغت فیس
د میاشتي ۱۷۰ ډالره جېب خرڅ
عمومي شرایط:
باید د اروپایي هیوادونو اوسیدونکی نه وي
اړوند اسناد:
پاسپورټ
ډیپلوم او ټرانسکریپټ او یا شهادتنامه درلودل
Motivation Letter جوړول. په دې سند کې د نورو معلوماتو ترڅنګ تاسې باید درې پوښتني حتما ځواب کړئ. تاسی څوک یاست ( خپله سي وی کې درج کړي معلومات په لنډ ډول ولیکئ)؟ ولې دې سکالرشیپونو ته اپلای کوئ (هڅه وکړئ چې د سکالرشیپ لاسته راوړل د خپل هدف او تحصیل د ترلاسه کولو یوه وسیله وښایاست)؟ ولی مو دا سکالرشیپ او همدا پوهنتون انتخاب کړ؟ تاسو ولې باید انتخاب کړل شئ او راتلونکی پلان مو څه دی؟ دا او دې ورته نور د Motivation Letter اړوند برخې په پام کی ونیسئ ( البته ټول باید په یو مخ کې ځای پر ځای کړل شي)
د CV درلودل. په CV کې مو باید شهرت، تعلیم، د څیړني تجربه، لاسته راوړني او د ریفري استادانو په هکله معلومات موجود وي.
درې ریکمنډیشن لیټرونه له خپل استادانو څخه ترلاسه کول. دا سندونه او نور پورته سندونه به په PDF شکل اپلوډ کوئ. د ریفري استاد ایمیل مو باید رسمي ایمیل وي او له gmail څخه د امکان ترحده ډډه وکړئ.
د ټافل او یا ایلټس نمرې درلودل. که مو د ماسټري، لیسانس او یا هم لیسې دورې د تدریس ژبه انګلیسي وې بیا ورته اړتیا نشته ده.
پروسه:
که په پورته ذکر شویو شرایطو برابر یاست، نو د دې لینک https://tas.unitbv.ro له لارې د سکالرشیپونو په اړه پوره معلومات ولولئ او وروسته د انلاین اپلیکیشن فارم د ډکولو لپاره اقدام وکړئ.
کله چې مو اسنادونه ترتیب کړل، ددې لینک له لارې انلاین فورم ډک او اسناد ورته سبمیټ کړئ
https://tas.unitbv.ro/?page_id=4
وروسته تر ارزوني تاسو ته د جون میاشتې په لومړیو کې خبر درکول کیږي. که چیري انتخاب شوئ، تاسو به پوهنتون ته د تګ او د رومانیا هیواد د رسمي پروسې له لارې د اسنادو جمع کولو ته تیاری نیسئ. د رومانیا هیواد پوهنتونو ته د داخلې رسمي پروسه او ځیني پړاوونه لري چې په لاندي لینک کی یې لوستلی شئ.
په دې لینک کې د سمستر فیس او ځینی نور مصارف ذکر شوي چې هغه د سکالرشیپ درلودونکې محصل څخه نه غوښتل کیږي. https://www.unitbv.ro/en/prospective-students/admission/admission-information-for-non-eu-citizens.html
لومړی نوټ:
دا سکالرشیپونه په لومړی مرحله کې د لېسانس، ماسټري او دوکتورا لپاره یواځی درې اسنادونه ( CV, Motivation Letter, and Recommendation Letter ) غواړي. تاسو چې هرې برخي ته اپلای کوئ نو خپل اړوند اسناد د هماغه برخې مطابق جوړ کړئ. بل دا چې پاسپورټ، ټرانسکرېپټ، ټافل او نور اړوند اسناد د اوس لپاره نه غوښتل کیږي اما که انتخاب شوئ بیا به یې وړاندي کوئ.
دوهم نوټ:
د انلاین اپلیکیشن فارم د ډکولو پر مهال به د فارم په وروستی برخه کې له تاسو وغوښتل شي چې په ۱۰۰ کلمو کې د خپل ځان په اړه راته ووایاست چې ولې تاسو باید انتخاب کړل شئ او ځانګړتیا مو څه ده Please describe in max. 100 words what are the outstanding issues that recommend you for this scholarship.
بل دا چې د کوم پروګرام لپاره اپلای کوئ د پروګرام ژبه باید انګلیسی انتخاب کړئ ترڅو د رومانیایي، فرانسوي او نورو ژبو اړوند اسنادونه درڅخه ونه غوښتل شي.
درېیم نوټ:
د دې سکالرشیپونو د نوملیکني پروسه ډېره اسانه ده، کېدلای شي له مختلفو هیوادونو په زرګونه محصلان ورته نوم لیکنه وکړي. هڅه وکړئ پر خپل درې غوښتل شويو اسنادنو پوره کار وکړئ او وروسته یې سبمیټ کړئ.
#Win_Scholarship #سکالرشیپونه #Scholarships #بورس #سکالرشیپ #romania
2 982
بورسیه برای دختران - دوره مکتب در رواندا
مکتب رهبری افغانستان - یا SOLA برای سال 2025 از دختران افغانستان که حداقل تا صنف پنجم را خوانده باشد دانش آموز می پذیرد
فرصت عالی با بورسیه کامل - با لیلیه- غذا و درس رایگان
ختم ثبت نام: 15 جون
جزییات بیشتر و لینک ثبت نام در پیوند زیر: https://scholarships.af/opportunity/sola-admission-for-female-afghan-students-in-rwanda/
با دختران محروم از مکتب شریک سازید
2 982
د لیکوالانو او د ټایپینګ مینوالو لپاره!
په نن سبا حالاتو کې مختلف قسمه اپلیکشن، سافټ ویر او نور مواد د کارونو چټکټیا په خاطر استعمالیږي زه به نن هغه کسانو ته چې د ټایپینګ کار کوي داسې طریقه وښایم چې دعا به راته وکړي همدا طریقه ستاسو د ساعتونو کارونه په دقیقو بدلوي انټرنیټ ته ضرورت نلري. ویډیو وګورئ او بیا قضاوت پخپله وکړئ. هیله لرم چې ویډیو د نورو ملګرو سره شیر کړئ.
https://apps.microsoft.com/detail/xp89dcgq3k6vld?hl=en-US&gl=US
2 982
د طب محصلينو لپاره
په pdf بڼه د طب پوهنځي دَ ټولو سمسترونو درسي او کومکي 214 کتابونه که هر چاته په کار وي کولى شي په لاندې وټس آپ شماره تماس وکړي.
+93779753230
د 214 الکترونيکي/pdf کتابونو قيمت يواځې 1000 افغانۍ
يادونه: که چېرته تاسې دا ټول کتابونه له کتاب پلورنځي اخلئ ممکن قيمت يې زرهاوو افغانۍ وي.
مونږ درته دَ ټولو سمسترونو درسي او کومکي کتابونه يواځې په ناچيز قيمت 1000 افغانۍ در کوو.
2 982
د طب محصلينو لپاره
په pdf بڼه د طب پوهنځي دَ ټولو سمسترونو درسي او کومکي 214 کتابونه که هر چاته په کار وي کولى شي په لاندې وټس آپ شماره تماس وکړي.
+93779753230
د 214 الکترونيکي/pdf کتابونو قيمت يواځې 1000 افغانۍ
يادونه: که چېرته تاسې دا ټول کتابونه له کتاب پلورنځي اخلئ ممکن قيمت يې زرهاوو افغانۍ وي.
مونږ درته دَ ټولو سمسترونو درسي او کومکي کتابونه يواځې په ناچيز قيمت 1000 افغانۍ در کوو.
2 982
لمر تلویزیون د صنف خپرونې لپاره تکړه او با استعداده نارینه او ښځینه زدهکوونکو ته چې مورنۍ ژبه یې پښتو او عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۱۷ کلونو پورې وي اړتیا لري.
د نوم لیکنې لپاره لاندې لینک کیکاږئ او خپلې ځانګړنې ثبت کړئ.👇
https://forms.gle/e4B9NBwHG7pWVSJ4A
#لمر #LemarTV
2 982
په ټولنېزو شبکو کې د ليکنې په وخت اکثریت خلک په پوسټونو او کمنټونو کې د مختلفو سټيکرونو څخه کار اخلي خو کله چې په کمپيوټر کې ليکنې کوى هلته هم زيات وخت په کار کېږي نو لاندې ويډيو کې لنډه طريقه ښودل شوې ده.
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
