es
Feedback
معراج Miraj

معراج Miraj

Canal cerrado

معراج؛ علمي، تحقیقاتي او فرهنګي اداره

Mostrar más
5 003
Suscriptores
-624 horas
-427 días
-19230 días
Archivo de publicaciones
حقيقي علم؛ د موقف جرئت
حقيقي علم؛ د موقف جرئت

د عثمان رضی الله عنه قاتلين! (۵۲)
د عثمان رضی الله عنه قاتلين! (۵۲)

خدایه ته مې ښه پېژنې! (۵۱)
خدایه ته مې ښه پېژنې! (۵۱)

د معراج علمي، تحقیقاتي او فرهنګي ادارې پخوانۍ فيسبوک پاڼه بنده شوې؛ د یادې ادارې فعالیتونه لپاره لاندې فيسبوک پاڼه درسره تعقيب او له هېوادوالو سره يې هم شريکه کړئ.👇 https://www.facebook.com/share/1Db2YjM2qD/

د لیکل شوي تقدیر هدف څه دی؟
د لیکل شوي تقدیر هدف څه دی؟

د انسان د ۵۰ نېکیو سره یوه تېروتنه یې نه هېرول
د انسان د ۵۰ نېکیو سره یوه تېروتنه یې نه هېرول

خپل تللي یاران نه هېرول
خپل تللي یاران نه هېرول

د رعیت د اصلاح طریقه
د رعیت د اصلاح طریقه

که غواړئ! چي لوړ فکر ولرئ؛
که غواړئ! چي لوړ فکر ولرئ؛

هغه سترګې چې رسول الله ﷺ پرې لیدل شوی
هغه سترګې چې رسول الله ﷺ پرې لیدل شوی

د مظلوم سره له ظلم څخه ځان ساتل
د مظلوم سره له ظلم څخه ځان ساتل

الله تعالی او خلکو ته نږدې کېدل
الله تعالی او خلکو ته نږدې کېدل

په دغه کسانو دي د الله تعالی له لوري رحمت او سلامتیا وي:
په دغه کسانو دي د الله تعالی له لوري رحمت او سلامتیا وي:

د خلکو عيبونه افشاء کول
د خلکو عيبونه افشاء کول

photo content

د تاریخ په زرینو پاڼو کې ټولو ته جوته شوې، چې پیاوړي تل د کمزورو خلکو پر مټ راپرځول کیږي، د دنیا عادت پر دې بنا دی چې کله یو کوچنی دنیا کې سترګې وغړوي، د بل په شودو مست وي، کله چې د ځوانۍ په درشل کې قدم کېږدي، په خپلو مټو ویاړي، د وخت په تېریدو له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي، له ځانه پورته او ښکته خلک ویني، په هیچا یې سترګې نه ډکېږي، بلکې په خپل ځان داسې مغروره وي لکه پښتانه وایي: چرګ چې کله ځوان شي نو د بام په سر ورو ورو قدم وهي، داسې نه چې بام ونه غورځیږي، دغه راز دا ځېنې خلک د خپل ځواک او پیاوړتیا په موخه د کبر قدم وهي، له ځانه پورته څوک نه ویني، که څه هم د خلکو په اند دده ځواک او پیاوړتیا هیڅ ارزښت نه لري، بیلګه یې داسې ده، لکه یو تن د غره په څوکه ناست وي د ځمکې په سر ګرځیدونکي خلک ورته کوچني بريښي، که څه هم ښکتنیو ته د غره په څوکه ناست یوه وړه تېږه ښکاري، هغه د نړۍ آبرقدرتونه چې خپل ځان ورته د ټولې نړۍ واکمن ښکاري، خو تل زمانې د کمزورو او ناچارو خلکو پر مټ راپرځول شوي، لکه د تاریخ په پاڼو کې ستره بیلګه یې هغه ظالم واکمن چې د خدایۍ دعوه یې کړې وه، نمرود به ویل: قَالَ أَنَا۠ أُحۡيِۦ وَأُمِيتُۖ مړه کول او ژوندي کول کوم، سره له داسې لوی دعوې، یو کمزوري ماشي چې یو وزر یې هم نه درلوده په دماغو کې وردننه شو، الله تعالی د ماشي پرمټ ستره واکمني ونړوله او له ناوړه ذلالت سره مخ شو. بل لورته هغه د فرعون واکمني چې د مثال په توګه کارول کېږي، وایي (هر فرعون لره موسی شته) هغه کمزوری او بې واکه کوچنی موسی په کور کې رالوی کړ فرعون ظالم لره د ستوني ازغی وګرځیده، له امله یې هغه ستره واکمني ونړېده. دریم: هغه عبدالله ابن تامر دی چې په سورت بروج کې د اصحاب الاخدود النار ذات الوقود کېسه بیان شوې، د وخت ظالم واکمن یوسف ذونواس بن شرحبیل چې د نوموړي ماشوم پر مټ ټوله بادشاهي ونړېده او ټول په خپلو بل کړو اورونو کې وسوزېدل. همداراز زموږ خوږ پیغمبر د انبیاء کرامو امام رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خندق کنیستلو پر مهال یوه کلکه او سخته فرښه مخته راغله، ناڅاپه يو لوی ډبره (صخره) راښکاره شوه، چې بيلکل يې په مقابل کې اوزارو کار نه ورکاوه، نو سلمان فارسی رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا خبره ورسوله، چې کله راغی، هغه ډبره ته یې ګزار ورکړ برق (روښنايي) ترې پورته شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم تکبير (الله اکبر) ووايه، او مسلمانانو هم ورسره تکبير ووايه. بیا یې وفرمایل: له دې برقه (برښنا) ما د حيره ماڼۍ وليدې، بيا یې دوهم ځل ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: له دې برق نه ما د روم ماڼۍ وليدې، بيا يې درېيم وار ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: ما د صنعاء ماڼۍ وليدې. او جبرئيل علیه السلام ما ته خبر راکړی چې زما امت به پر دې ټولو بریالی شي، نو تاسو زېری واورئ! کله چې منافقینو دا خبره واورېده وې ويل: ايا تاسو تعجب نه کوئ؟ دا سړی (نعوذ بالله) تاسو ته تمه درکوي، درته دروغ وعدې درکوي، درته وايي چې له یثرب څخه د حيره ماڼۍ ويني، او زیاتوي چې تاسو به فتح کوی، حال دا چې تاسو خو له ويرې خندقونه کنئ!( البحر المدیرلابن عجیبة ۱/ ۳۳۹. هغه صحابه کرام چې په خيټه ماړه نه ول، په تن یې پوره لباس نه درلوده، په کور کې د څراغ تېل نه ول، خو سترو امپراتوریو ته یې ماتې ورکړې هغه کبرجن یهود او نصارا یې له جزیرة العرب څخه وشړل په داسې توګه چې ټيټ سرونه یې نیولي و او جزیې(ټيکسون) ورکول که له دې څخه وروسته خلافتونو ته سر ورښکاره کړو داسې خلافتونه رامنځته شوي مېږه به لېوه نه شوه خوړلی، د اسلام نوموتی اتل خالد بن ولید رضی الله عنه چې لقب یې په سیف الله سره ګټلی و، په څېر اتلانو خپلو سیالانو ته داسې په مېړانه د رومیانو لس لکه لښکر ته ماتې ورکړه. نه یوازې خالد بن ولید رضی الله عنه بلکې دده په څېر نور اتلان هم امت کې زېږېدلي، لکه د بیت المقدس ستر فاتح صلاح الدین ایوبي رحمه الله داسې شرمونکي ماتې ورکړې، چې تر نن ورځې پورې د یهودیانو او اسرائیلو خولې مزه ورپیکه کړې. ددې پېړۍ اتل ثالث عمر چې په یوه ډېره غریبه کورنۍ کې زېږدلی و، له یوې خړې جونګړې څخه رهبرې کوله د یو کلک دریځ څښتن و، چې فرمان به یې صادر کړ بیا ترې تېرېدونکی نه و، بلکې حتما یې به یې پلې کاوه، د کفارو سره خورا سخت دریځی و، هغه یو داسې څوک و، چې په خپله واکمني کې د ځمکې او یا د یو کور څښتن نه شو، هغه  یوه مشوره څېره ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله چې کفار ترې په لرې پرتو سېمو کې په وېره ول.

photo content

راځو اوس خپل تېر شل کلن اشغال ته سر ورښکاره کړو، چې امریکا زموږ په ملت څه وکړل دومره به ووایم، له هيڅ ډول ظلم، ستم او وحشت څخه یې دریغ ونه کړ، د یو څو سرښندونکو ځوانانو پر مټ هغه آبرقدرته چې نړۍ ورته سترګې نه شي پورته کولی دلته په ډېر ځواک او غرور سره اشغال وکړ، لله الحمد چې په ټیټو سترګو او شرمیدونکي ماتې سره مخ شول او تور مخ بېرته د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د خپل آخري سرتیري په وتو سره په افغانستان کې خپل اشغال پای ته ورسولو او اسلامي امارت د افغانستان بشپړ واک په خپل لاس کې واخیست او دا ورځ د امریکا په تاریخ کې یوه توره ورځ او د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ وبلل شوه.

نړېدلې واکمنۍ مفتي عزیزالرحمن "عزیزي " د تاریخ په زرینو پاڼو کې ټولو ته جوته شوې، چې پیاوړي تل د کمزورو خلکو پر مټ راپرځول کیږي، د دنیا عادت پر دې بنا دی چې کله یو کوچنی دنیا کې سترګې وغړوي، د بل په شودو مست وي، کله چې د ځوانۍ په درشل کې قدم کېږدي، په خپلو مټو ویاړي، د وخت په تېریدو له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي، له ځانه پورته او ښکته خلک ویني، په هیچا یې سترګې نه ډکېږي، بلکې په خپل ځان داسې مغروره وي لکه پښتانه وایي: چرګ چې کله ځوان شي نو د بام په سر ورو ورو قدم وهي، داسې نه چې بام ونه غورځیږي، دغه راز دا ځېنې خلک د خپل ځواک او پیاوړتیا په موخه د کبر قدم وهي، له ځانه پورته څوک نه ویني، که څه هم د خلکو په اند دده ځواک او پیاوړتیا هیڅ ارزښت نه لري، بیلګه یې داسې ده، لکه یو تن د غره په څوکه ناست وي د ځمکې په سر ګرځیدونکي خلک ورته کوچني بريښي، که څه هم ښکتنیو ته د غره په څوکه ناست یوه وړه تېږه ښکاري، هغه د نړۍ آبرقدرتونه چې خپل ځان ورته د ټولې نړۍ واکمن ښکاري، خو تل زمانې د کمزورو او ناچارو خلکو پر مټ راپرځول شوي، لکه د تاریخ په پاڼو کې ستره بیلګه یې هغه ظالم واکمن چې د خدایۍ دعوه یې کړې وه، نمرود به ویل: قَالَ أَنَا۠ أُحۡيِۦ وَأُمِيتُۖ مړه کول او ژوندي کول کوم، سره له داسې لوی دعوې، یو کمزوري ماشي چې یو وزر یې هم نه درلوده په دماغو کې وردننه شو، الله تعالی د ماشي پرمټ ستره واکمني ونړوله او له ناوړه ذلالت سره مخ شو. بل لورته هغه د فرعون واکمني چې د مثال په توګه کارول کېږي، وایي (هر فرعون لره موسی شته) هغه کمزوری او بې واکه کوچنی موسی په کور کې رالوی کړ فرعون ظالم لره د ستوني ازغی وګرځیده، له امله یې هغه ستره واکمني ونړېده. دریم: هغه عبدالله ابن تامر دی چې په سورت بروج کې د اصحاب الاخدود النار ذات الوقود کېسه بیان شوې، د وخت ظالم واکمن یوسف ذونواس بن شرحبیل چې د نوموړي ماشوم پر مټ ټوله بادشاهي ونړېده او ټول په خپلو بل کړو اورونو کې وسوزېدل. همداراز زموږ خوږ پیغمبر د انبیاء کرامو امام رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خندق کنیستلو پر مهال یوه کلکه او سخته فرښه مخته راغله، ناڅاپه يو لوی ډبره (صخره) راښکاره شوه، چې بيلکل يې په مقابل کې اوزارو کار نه ورکاوه، نو سلمان فارسی رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا خبره ورسوله، چې کله راغی، هغه ډبره ته یې ګزار ورکړ برق (روښنايي) ترې پورته شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم تکبير (الله اکبر) ووايه، او مسلمانانو هم ورسره تکبير ووايه. بیا یې وفرمایل: له دې برقه (برښنا) ما د حيره ماڼۍ وليدې، بيا یې دوهم ځل ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: له دې برق نه ما د روم ماڼۍ وليدې، بيا يې درېيم وار ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: ما د صنعاء ماڼۍ وليدې. او جبرئيل علیه السلام ما ته خبر راکړی چې زما امت به پر دې ټولو بریالی شي، نو تاسو زېری واورئ! کله چې منافقینو دا خبره واورېده وې ويل: ايا تاسو تعجب نه کوئ؟ دا سړی (نعوذ بالله) تاسو ته تمه درکوي، درته دروغ وعدې درکوي، درته وايي چې له یثرب څخه د حيره ماڼۍ ويني، او زیاتوي چې تاسو به فتح کوی، حال دا چې تاسو خو له ويرې خندقونه کنئ!( البحر المدیرلابن عجیبة ۱/ ۳۳۹. هغه صحابه کرام چې په خيټه ماړه نه ول، په تن یې پوره لباس نه درلوده، په کور کې د څراغ تېل نه ول، خو سترو امپراتوریو ته یې ماتې ورکړې هغه کبرجن یهود او نصارا یې له جزیرة العرب څخه وشړل په داسې توګه چې ټيټ سرونه یې نیولي و او جزیې(ټيکسون) ورکول که له دې څخه وروسته خلافتونو ته سر ورښکاره کړو داسې خلافتونه رامنځته شوي مېږه به لېوه نه شوه خوړلی، د اسلام نوموتی اتل خالد بن ولید رضی الله عنه چې لقب یې په سیف الله سره ګټلی و، په څېر اتلانو خپلو سیالانو ته داسې په مېړانه د رومیانو لس لکه لښکر ته ماتې ورکړه. نه یوازې خالد بن ولید رضی الله عنه بلکې دده په څېر نور اتلان هم امت کې زېږېدلي، لکه د بیت المقدس ستر فاتح صلاح الدین ایوبي رحمه الله داسې شرمونکي ماتې ورکړې، چې تر نن ورځې پورې د یهودیانو او اسرائیلو خولې مزه ورپیکه کړې. ددې پېړۍ اتل ثالث عمر چې په یوه ډېره غریبه کورنۍ کې زېږدلی و، له یوې خړې جونګړې څخه رهبرې کوله د یو کلک دریځ څښتن و، چې فرمان به یې صادر کړ بیا ترې تېرېدونکی نه و، بلکې حتما یې به یې پلې کاوه، د کفارو سره خورا سخت دریځی و، هغه یو داسې څوک و، چې په خپله واکمني کې د ځمکې او یا د یو کور څښتن نه شو، هغه یوه مشوره څېره ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله چې کفار ترې په لرې پرتو سېمو کې په وېره ول.

photo content