ar
Feedback
معراج Miraj

معراج Miraj

قناة بسيطة

معراج؛ علمي، تحقیقاتي او فرهنګي اداره

إظهار المزيد
5 415
المشتركون
-1124 ساعات
-577 أيام
-28330 أيام
أرشيف المشاركات
یو او بل ته دعاوې کول
یو او بل ته دعاوې کول

د کتاب له پاڼو (۲۰) په اسلام کې مسووليت
د کتاب له پاڼو (۲۰) په اسلام کې مسووليت

د نورو عیبونو پسې ګرځېدل
د نورو عیبونو پسې ګرځېدل

د کتاب له پاڼو (۱۹) سلام ملګريه!
د کتاب له پاڼو (۱۹) سلام ملګريه!

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۷)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۷)

د کتاب له پاڼو (۱۸) د ګناهونو د بخښني ۴۰ اسباب
د کتاب له پاڼو (۱۸) د ګناهونو د بخښني ۴۰ اسباب

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۶)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۶)

الهي مينه د ايمان برخه ده!
الهي مينه د ايمان برخه ده!

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۵)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۵)

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۴)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۴)

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۳)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۳)

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟

تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟

تر ټولو غوره خلک دي؟
تر ټولو غوره خلک دي؟

photo content

د اسلام سپیڅلي دین ډېره برخه احکام معاملات تشکیلوي، او دا د دې لپاره چې د عباداتو اړخ د هر چا فردي موضوع ده؛ یعنې که څوک د عباداتو د برخې په احکامو عمل کوي نو اجر یې یوازې ده ته رسیږي او اصلاح به یوازې تر ده پورې محدوده وي. خو که چېرته یو څوک د معاملاتو د برخې په ټولو احکامو پوره عمل کوي نو د ټولنې د نورو وګړو سره د راکړې ورکړې له امله په ټوله ټولنه کې اصلاحات راځي، عدل رامنځته کیږي او ټولې هغه ستونزې چې په ټولنه کې په معاملاتو کې د فساد له امله خپرې وي له منځه ځي. په اوس وخت کې په بازار کې د معاملاتو په برخه کې ستونزې اوج ته رسېدلې دي، دروغ، فرېب، چل، د حلالو او حرامو پروا نه کول، احتکار، قمار، سود او... خپل وروستي حد ته رسیدلي دي. زموږ د ټولنې ټول وګړي مسلمانان دي او اسلام هیڅکله د دې کارونو اجازه نه ورکوي. اوس پوښتنه دا ده چې د دې سربېره ولې دا کارونه زموږ په ټولنه کې خپاره شول؟ او اوس یې څنګه له منځه یوسو؟ که موږ خپل تېر تاریخ ته وګورو او نبوي دور او له هغه را وروسته د راشده خلافت دور ته ور وګرځو نو وبه مومو چې هغوی د ژوند په هره برخه کې عملا دخیل ول، هغوی لکه څنګه چې دین پاله، د آخرت فکر ورسره وو او د تلپاتې ژوند لپاره یې توښه برابروله، دغه راز د دنیا چارې یې هم پرمخ وړلې، په کاروبار، ټولنیز ژوند او نورو دنیوي چارو کې یې ونډه درلوده. حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د خلافت په پیل کې لکه څنګه چې د واک چارې پرمخ وړلې دغه راز یې خپل شخصي تجارت هم درلود، ترڅو د ځان او کورنۍ لپاره نفقه ترلاسه کړي. دغه راز حضرت عثمان رضي الله عنه شاید هر چاته معلوم وي چې یو ډېر شتمن صحابي وو او د خپلې شتمنۍ پر بنسټ یې د تبوک غزا پر مهال یې له مسلمانانو سره زیاته مالي مرسته وکړه. همدارنګه حضرت عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه هم د صحابه وو ترمنځ هغه څوګ وو چې زیاته سرمایه یې درلوده، او د ځینو تاریخي روایتونو له مخې ډېره ستره شتمني یې په میراث پرېښوده. دغه راز حضرت زبیر، حضرت عبد الله بن رواحة او نورو صحابه وو رضي الله عنهم خبل شخصي تجارتونه درلودل، چې له برکته یې زیاته شتمني درلوده. په ټوله کې وېلی شو چې صحابه وو درۍ ډوله کارونه مخته وړل: دعوت، جهاد او تجارت. که دقیق ځیر شو همدا لامل وو چې د صحابه وو او وروسته سلفو صالحینو په زمانه کې د معاملاتو په برخه فساد او نورې ستونزې نه وې، ځکه هغوی په عملي توګه په تجارت کې ونډه درلوده، له دې لارې یې نورو تجارانو ته هم دعوت ورکاوه، په راکړه ورکړه کې په هر ډول مسائلو پوهېدل، او کولی یې شول په آسانه ورباندې شرعي نصوص تطبیق کړي. په اوس وخت کې د ډیریو سیمو علماءوو په دې برخه کې کار پرېښی دی، دوی تجارت نه کوي، همدا لامل دی چې په بازار کې تجاران په راکړه ورکړه کې په روا او ناروا نه پوهیږي، او ډېری یې پروا هم نه کوي. دغه راز په بازار کې په معاملاتو د ناخبرۍ له امله علماء کرام نه شي کولی په دې ډول مسائلو شرعي نصوص تطبیق کړي. لهذا علماءوو ته په کار ده چې په عملي توګه په تجارت کې ونډه واخلي، له دې لارې د دعوت په بڼه نورو تجارانو ته د تجارت اړوند دیني مفاهیم ور انتقال کړي، او په راتلونکي کې کولی شي د خپلې شتمنۍ پر بنسټ په ټولنه کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي، تر څو علماء د دعوت ترڅنګ د اقتصادي خپلواکۍ عملي بېلګه هم وړاندې کړي او په ټولنه کې د ځان بسیاینې فرهنګ پیاوړی شي.

photo content

يتيم چاته ويل کېږي؟ یتیم په لغت کې یوازې والي او د انفراد په معنی دی او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کېږي چې بلوغ ته له رسیدو مخکې یې پلار مړ شوی وي. د یتیم موضوع په شریعت کې د اهمیت وړ ده، ځکه خو په قرآن کریم کې الله(ج) دوه ویشت ځایه ذکر کړې او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کړې چې، په ناحقه د یتیم حق و نه خوري، له دوی سره ښې او نرمې خبرې وکړي، احسان او نیکي ورسره وکړي او دې ته ورته د دوی اړوند نور ډېر موضوعات یې هم ذکر کړي دي. همدا راز رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم په ډېرو حدیثونو کې د یتیم پالنې د فضیلت او ثواب په اړه خپل مسلمان امت ته سپارښتنه کړې چې د یتیم خیال وساتي او ښه سالمه تربیه او کفالت یې وکړي، الله(ج) به یې په جنت کې له ماسره یو ځای کړی. همدارنګه له یتیم سره به زموږ نیکي او ښېګڼه دا وي چې، د بلوغ تر دورې پورې د هغه د مال ساتنه وکړو او له دې مرحلې وروسته هغه ته له پلار څخه پاتې شوی مال ټول ور وسپارو ،په دې شرط چې یتیم ځیرکتیا او د ذکاوت داسې پړاو ته رسېدلی وي چې وکولی شي خپل مال په ښه توګه مصرف کړي. د یتیم مال د ورکړې په وخت کې باید داسې ونشي چې، د هغه ښه مال ورڅخه وا خیستل شي او په بدل کې ورته خراب او یا بیکاره مال ورکړل شي، بلکې تر خپل توان پورې ورسره ښېګڼه او نیکي وشي، ځکه دا د یتیم خپل حق دی او په دې اړه الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي: ژباړه: او اې د یتیمانو ساتندویانو! تاسې یتیمانو ته د دوی مالونه ورکړئ (وروسته له دې چې دوی ځېرک شي) او تاسې ښه مال په بد مال سره مه بدلوئ او تاسې د دوی مالونه د خپلو مالونو سره ګډ مه خورئ، خامخا په دې کار کې لویه ګناه ده!( سورة النساء/ 2 آیت). نو اې مسلمانانو وروڼو! د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکړئ او د یتیمانو په ستومانه ژوند کې خوشحالي او سوکالي راوستل په حقیقت کې یوه لویه نیکي ده، هغه نیکي چې موږ ته د لوی پروردګار له لوري امر شوی دی، په ځانګړې توګه هغه خلک باید د دې دود او فرهنګ په ترویجولو کې زیاته ونډه واخلي، پر چا باندې چې لوی څښتن تعالی د مال او د شتمنۍ پېرزوینه کړې ده او هم د یتیمانو د روزنې توان ولري. بل ځای له حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: زه او د یتیم کفالت کوونکی به په جنت کې داسې سره نږدې یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو دوو شهادت او منځنۍ ګوتو باندې اشاره وکړه او دواړو ګوتو ترمنځ یې لږ فاصله ورکړه. (صحيح البخاري 7/35) علامه ابن بطال رحمه الله د پورتني حديث په شرحه کې لیکلي: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث واوريده په هغه لازمه ده چې عمل ورباندې وکړي ترڅو په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د انبیاء کرامو او رسولانو علیهم السلام ملګری شي او په آخرت کې د انبیاء کرامو علیهم السلام له ملګرتیا غوره مرتبه نشته ده! علامه نووي رحمه الله لیکي: د یتیم کفالت دې ته وايي؛ چې یو څوک د یتیم حاجتونه او اړتیاوې پوره کړي، لکه خوراک، څښاک، جامه، ادب او تربیه کول او دغه فضیلت هغه چاته حاصلیږي چې له خپل مال څخه او یا د یتیم له مال څخه دده ښه کفالت وکړي.

photo content

او وروستۍ، تر ټولو مهمه سناریو دا ده چې د فلسطین اساسي مسئله به لا هم د سیمې د سیاست اصلي موضوع پاتې شي. که غزه بیا ورغول شي، که اداره یې بدله شي او که جګړه ودریږي، تر هغو چې د فلسطین د سیاسي برخلیک، اشغال، دولت او امنیت په اړه بنسټیزه حللاره ونه موندل شي، د شخړې د بیا راژوندي کېدو امکان به تل موجود وي. شاید د دې جګړې تر ټولو ستر درس همدا وي چې اسرائيل کولی شي چې وژنې وکړي،ودانۍ ړنګې کړي خو دا نشي کولی چې د فلسطيني ولس هويت له منځه يوسي،ترڅو چې د فلسطنيانو ځمکه اشغال شوې وي نو يوې جګړې پسې به بله جګړه راځي او اسرائيل به هيڅکله امنيت کې نشي.