Dr Hanif ️
Ir al canal en Telegram
📚 په دي چينل کې طبي معلومات ، جنسي معلومات ، غوره ویناوي او د ارواپوهني اړوند نشرات کېږي ، له مونږ سره چينل کي پاتي شئ ، ټولو ته ښه راغلاست . ⭕️ هر څوک د چينل لينک تبادله کوئ , مسج / پیغام وکئ . +93788069313
Mostrar más6 612
Suscriptores
-524 horas
-347 días
-13830 días
Archivo de publicaciones
6 612
*🩺 ولې ځینې نارینه د ځوانۍ سره سره کمزوری سپرم لري ؟*
🩺 د سپرم کمزوري څه ته وایي : سپرم کمزوري هغه حالت ته ویل کېږي چې د سپرم شمېر کم وي ، حرکت یې کمزوری وي یا شکل یې غیرطبیعي وي . دا حالت د امیندوارۍ چانس کمولی شي .
🩺 ناسمه تغذیه : د ویټامینونو ، منرالونو او پروټینونو کمښت د سپرم په جوړېدو منفي اغېز کوي . د مېوو ، سبزیجاتو او مغذي خوړو نشتوالی د سپرم کیفیت راټیټوي .
🩺 سګرټ او نشه يي توکي : سګرټ ، نسوار ، الکول او نور نشه يي مواد د سپرم شمېر او حرکت کموي او د نارینه د تولیدي روغتیا لپاره زیانمن دي .
🩺 چاغښت او د وزن زیاتوالی : زیات وزن د بدن هورمونونه ګډوډوي او د سپرم په تولید اغېز کوي .
🩺 ذهني فشار او خفګان : دوامداره تشویش ، اندېښنه او فشار د هورمونونو توازن خرابوي او د سپرم کیفیت کموي .
🩺 د خوب کمښت : د کافي او منظم خوب د هورمونونو د سالم فعالیت لپاره مهم دی . د خوب کمښت د سپرم په تولید منفي اغېز لري .
🩺 ځینې ناروغۍ : شکر ، د تناسلي لارو انتانات ، د خصیو ځینې ستونزې او نورې ناروغۍ د سپرم کیفیت اغېزمنولای شي .
🩺 د بدن لوړه تودوخه : د خصیو دوامداره تودوخه ، لکه ډېرې ګرمې حمامونه یا د اوږدې مودې لپاره د لپټاپ کارول پر زنګونونو ، د سپرم تولید کمولای شي .
🩺 هورموني ستونزې : د نارینه هورمونونو ( ټیسټوسټرون او نورو ) ګډوډي د سپرم په جوړېدو مستقیم اغېز لري .
🩺 د سپرم د ښه والي لارې :
1_ متوازنه غذا وخورئ .
2_ منظم ورزش وکړئ .
3 _ کافي خوب وکړئ .
4_ سګرټ او نشه يي توکي پرېږدئ .
5_ ذهني فشار کم کړئ .
6 _ د اړتیا په صورت کې د متخصص ډاکټر مشوره واخلئ .
📚 د سپرم کمزوري په ځوانانو کې هم لیدل کېدای شي ، خو په ډېرو مواردو کې د سالم ژوند طرز او مناسبې درملنې سره د ښه کېدو امکان شته .
> 📢 ددی موضوع اړوند کوم پوښتنه ، کمزوري او مشکل لرئ ، په لاندي وټساپ شماره مونږ ته پیغام وکئ . مننه
☎️🟢 Whatsapp , Call , Imo :
+93788069313 , +937770253136 612
محترمه : د لوی اختر مبارکي مو ومنئ . الله تعالی دې وکړي چې ستاسې ټول عبادتونه ، لمونځونه ، قربانۍ ، صدقې او نېک اعمال د خپل لوی دربار کې قبول او منظور وګرځوي . 🤲 هیله لرم چې دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ ، مینې ، ورورولۍ او سوکالۍ سبب شي .
6 612
🩺 دا د نن ورځې ( 14 ) طبي مشوري دي , تاسې سره مونږ شریک کړل . تاسې هر نفر خپلو 5 ملګرو ته وعدي سره خامخا ولیږئ .
✍ لیکوال : 🩺 ډاکټر حنیف .
1 __ د شپې ناوخته ژر نه هضمیدونکي او غوړ خواړه خوړل د معدې خرابوالی ، چاغښت ، او د خوب ګډوډۍ سبب ګرځي . غوره ده چې د شپې سپک او آسانه هضمېدونکي خواړه استعمال کړئ .
2 __ منظم ورزش د بدن عضلات قوي کوي ، د وینې جریان ښه ساتي ، او د زړه ناروغیو خطر کموي . حتی لږ ورځنی حرکت هم د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري .
3 __ ډېر مالګین خواړه د وینې لوړ فشار او د زړه ناروغیو خطر زیاتوي . هڅه وکړئ د مالګې استعمال متوازن وساتئ ترڅو بدن مو سالم پاتې شي .
4 __ لاسونه په صابون سره مینځل د ډېرو ساري ناروغیو د مخنیوي تر ټولو آسانه او اغېزمنه لاره ده ، په ځانګړي ډول د خوړو مخکې او د تشناب وروسته .
5 __ کافي او منظم خوب د بدن او دماغ لپاره ډېر مهم دی ، ځکه کم خوب د ستړیا ، ذهني فشار ، او د حافظې کمزورۍ سبب ګرځي . هڅه وکړئ هره شپه مناسب ساعتونه خوب وکړئ .
6 __ د سګرټو او نسوارو استعمال نه یوازې سږو ته زیان رسوي ، بلکې د زړه ناروغۍ ، د خولې بدبويي ، او د سرطان خطر هم زیاتوي . د دغو شیانو پرېښودل د ښه او سالم ژوند لپاره مهم دي .
7 __ د ډېرې مودې لپاره پر یوه ځای کښېناستل د ملا درد ، چاغښت ، او د وینې جریان کمزوری کوي . هڅه وکړئ هر لږ وخت وروسته لږ قدم ووهئ او بدن مو حرکت ورکړئ .
8 __ په ګرمو موسمونو کې د لمر سختو وړانګو ته ډېر پاتې کېدل د بدن اوبو کمښت او د پوستکي ستونزې پیدا کوي . غوره ده چې د ورځې په ډېر ګرم وخت کې له احتیاطه کار واخلئ او اوبه زیاتې وڅښئ .
9 __ چټک او بې نظمه خوراک د معدې د خرابوالي او بد هضمۍ سبب ګرځي . خواړه باید په آرامه فضا او ښه ژولو سره وخوړل شي ترڅو هضم ښه ترسره شي .
10 __ خندا او خوشحالي د انسان پر ذهني او جسمي روغتیا ښه اغېز لري ، ځکه خوشحاله انسانان نسبتاً کم ذهني فشار او ښه ارامتیا احساسوي .
11 __ د سبو او کورنیو خوړو استعمال د بدن روغتیا ته ډېرې ګټې لري ، خو برعکس ډېر بازاري او غوړ خواړه د چاغښت ، د زړه ناروغیو ، او د معدې ستونزو خطر زیاتوي .
12 __ پر وخت د وینې فشار او شکر معاینه کول د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي ، ځکه ځینې ناروغۍ په پیل کې ښکاره نښې نه لري .
13 __ پاک چاپېریال د روغ ژوند بنسټ دی ، ځکه ککړ ځایونه د میکروبونو او ساري ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي . د کور او بدن پاک ساتل د روغتیا لپاره ضروري دي .
14 __ خپل وزن په متوازن ډول ساتل د زړه ، بندونو ، او شکر ناروغۍ د خطر کمولو کې مرسته کوي . مناسب خوراک او منظم ورزش د وزن کنټرول لپاره تر ټولو غوره لارې دي .
🌹 غوښتنه : هیله ده دا معلومات ډېر نشر کئ . که مو ډېر نشر کړل ډېر نور معلومات درسره نور هم شریکوم . مننه
6 612
د ارواپوهنې له کتابه 10 غوره جملې چې د نړۍ مخکښو کسانو د بريا سبب ګرځيدلی دي :
1 __ انسان هغه وخت بدلېږي ، کله چې خپل فکر بدل کړي ؛ ځکه ژوند د فکرونو انعکاس دی .
2 __ ذهني سکون د ستونزو په نشتون کې نه ، بلکې د ستونزو د سم مدیریت په زده کړه کې دی .
3 __ هغه څوک ډېر قوي وي ، چې د خپلو احساساتو کنټرول زده کړي .
4 __ هره ورځ چې ته ځان له پرون څخه لږ ښه کړې ، هماغه ریښتینی پرمختګ دی .
5 __ منفي فکرونه د ذهن دوړې دي ؛ که پاکې نه شي ، د ژوند ښکلا پټوي .
6 __ ځینې زخمونه په وخت نه ، بلکې په پوهېدو او منلو رغېږي .
7 __ هغه انسان ژر ماتېږي چې د خلکو خبرې تر خپل ارزښت لوړې وګڼي .
8 __ ارواپوهنه وایي : ډېر خاموش خلک اکثره تر ټولو ژور فکرونه لري .
9 __ « کله چې انسان خپل ځان ومني ، د نورو تایید ته لږ اړتیا احساسوي . »
10 __ بریالی انسان هغه نه دی چې هېڅ ستونزه ونه لري ؛ بلکې هغه دی چې له ستونزو سره د درېدو هنر زده کړي .
6 612
✍️ نرمې خبرې ، ښه اخلاق ، او پاک نیت د انسان اصلي ښکلا ده .
هغه څوک چې د نورو زړونه نه ماتوي ، الله ﷻ یې په خلکو کې عزتمن کوي .
تل هڅه وکړئ چې په خپلو خبرو او کړنو کې مثبت بدلون راولئ ، ځکه ښه اخلاق د کامیاب ژوند راز دی .
چې مو ولوست 1 زړه ورکئ . ❤️
6 612
د الله تعالی ذکر په هر حال کې کوه :
1 _ کله چې جائز کار شروع کوی بسم الله وایه .
2 _ کله چې وعده کوی نو ان شاءالله وایه .
3 _ کله چې د يو څه تعریف کوی سبحان الله وایه .
4 _ کله چې تکلیف درته رسیدلو یا الله وایه .
5 _ کله چې دی يو څه خوخ شول ماشاءالله وایه .
6 _ کله چې د چا څخه مننه کوي جزاک الله وایه .
7 _ کله چې له خوبه بیدار شي لا اله الاالله وایه .
8 _ کله چې پرنجی وکي الحمد لله وایه .
9 _ کله چې بل نفر پرنجی وکي یرحمک الله وایه .
10 _ کله چې په خطاء سره ګناه وکړله نو استغفرالله وایه .
11 _ کله چې صدقه کوی نو وایه سبحان الله .
12 _ کله چې څوک رخصتوی نو فی امان الله وایه .
📚 ثواب په نیت نشر Share کئ .
50 زړونه عاجل ❤ پوره کئ , بیا بله لیکنه ...
6 612
🌿 شنه پودینه او د وینې غوړ ( Cholesterol ) لپاره یې ګټې څه دي ...
1 ___ شنه پودینه یو طبیعي بوټی دی چې د روغتیا لپاره ګڼې ګټې لري ، په ځانګړي ډول د وینې د غوړو ( cholesterol ) په کنټرول کې مرسته کولی شي . پودینه په ځان کې قوي انتياکسیدانټ مواد لري چې د بدن خراب غوړ ( LDL ) کموي او د ښه غوړ ( HDL ) په زیاتولو کې مرسته کوي . دا عمل د زړه او رګونو د روغتیا لپاره ډېر مهم دی ، ځکه چې د رګونو بندښت او د زړه ناروغۍ کموي .
2 ___ پودینه د هاضمې سیستم ښه کوي . کله چې هاضمه ښه وي ، نو بدن کولای شي چې غوړ په متوازن ډول جذب او تجزیه کړي . پودینه د صفرا ( bile ) تولید زیاتوي چې د غوړو ماتولو کې مهم رول لري ، او همدارنګه د معدې ګاز او پړسوب کموي . دا غیر مستقیم ډول د وینې د غوړو په کمولو کې مرسته کوي .
3 ___ پودینه د وزن په کنټرول کې هم مرسته کوي ، ځکه چې میتابولیزم چټکوي او اشتها تر یوې اندازې کنټرولوي . لکه څنګه چې وزن کمېږي ، د وینې د غوړو کچه هم ورسره راټیټېږي . له همدې امله ، پودینه د صحي ژوند د یوې برخې په توګه ګټوره تمامېږي .
4 ___ د استعمال له پلوه ، پودینه کولای شي تازه د سلاد یا چکنئ په ډول وکاروئ ، یا یې د چای په شکل هره ورځ 1 تر 2 پیالې وڅښئ . که له لیمو سره یوځای شي ، نو اغېز یې لا زیاتېږي . خو باید په یاد ولرئ چې ډېر استعمال یې ځینې وخت د معدې سوخت زیاتولی شي ، نو په اندازه یې استعمال کئ .
5 ___ شنه پودینه د وینې د غوړو په کنټرول کې یو ګټور طبیعي انتخاب دی ، خو یوازې پر دې تکیه کول کافي نه دي . مناسب غذا ، فزیکي فعالیت او سالم ژوند طرز هم باید ورسره مل وي تر څو غوره پایلې ترلاسه شي .
📢 دا معلومات له نورو سره هم شریک کړئ تر څو عامه پوهاوی زیات شي .
📚 زمونږ د وټساپ علمی ګروپ کې هم داخل شئ ... لینک :
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p
6 612
دا شیان خامخا قبول کړه :
1 __ د ورور عذر , که څه هوم له زړه څخه نه وی .
2 __ د نصیحت خبره که څه هم ترخه وي .
3 __ د ملګري تحفه که څه هوم قیمت یې لږ وي .
4 __ خپله غلطی که څه هوم په ذلت وي .
5 __ د غریب دعوت که څه هم پکې تکلیف وي .
6 __ د مور او پلار حکم که څه هم ستا خوخه نه وي .
7 __ د خپلی ښځې مینه که څه هم بدرنګه وي .
که پورته خبرې مو خوخي شوي 1 لائيک 👍 یا زړه ❤ ورکئ . خپلو 5 یا 10 د وټساپ ملګرو ته ولیږئ . مننه
6 612
په یو ځنګل کې خر ناړامي کوله زمری په مخه ورغی ، ورته یې وویل :
ته ځان ته د ځنګل پاچا واييد، راځه چې زور سره معلوم کړو . زمري ورته وویل ، ورځه خپله مخه دې کوه . خره بیا پښه اړم کړه ، نو ولې ډارېږې راځه چې زور سره و ازمایو ...
زمري هیڅ ځواب ور نه کړ ، په خپله مخه ترې لاړ . برې غاړې ته یوه سمڅه کې ګیدړ دا حالت ولید ، ور هۍ شو ، زمري ته یې وویل :ړله خره وډارېدې ؟
زمري وویل ، هو وډارېدمد. لږ چې سمې ته لاړ ، یو فیل خړتم تاواوه ، زمري ته یې وویل : موږ دې پاچا بولو ولې دې له خره سره زور معلوم نکړ ؟
زمري ځواب ورکړ : نه مې غوښتل د خره سیال شم او خپل غرور مات کړم . فیل ور غبرګه کړه ، نو تا خو ګیدړ ته وویل چې ترې وډارېدم . زمري وویل ، هو ځکه له ګیدړ سره دلیل ویلو مې وخت ضایع کاوه ، همداسې مې ورته هو وکړه ، ځکه چې د هغه پوښتنه د شیطانۍ او مناققت سره مله وه .
پند / درس / نکل : دا دی چې کله کله به ځینو خلکو ته ځان مات هم بولې ، ځینو سره به سیالي هم نکوې . خپله جامه ، خپل ځای او خپل مقام به پېژنې خپل شخصیت ته به لومړی په خپله درناوی کوې مخکې له دې چې له نورو د درناوي طمعه ولرې .
📚 لیکنه لائيک 👍❤ او نشر Share کئ .
6 612
هغه عادتونه چې انسان مسئولیتلرونکی جوړوي :
🔰 خپل کارونه په ټاکلي وخت ترسره کړه , دا د اعتماد بنسټ دی .
🔰 کمې خبرې ، ډېر عمل . مسئول انسان په کار پېژندل کېږي ، نه په وعدو .
🔰 د تېروتنې منل پلمه مه کوه . خپله تېروتنه ومنه او اصلاح یې کړه .
🔰 بې هدفه ژوند بېنظم وي . خپل هدف وټاکه او پر هغه کار وکړه .
🔰 کوچني کارونه که هره ورځ ترسره شي ، لوی بدلون راولي .
🔰 هغه کارونه هم وکړه چې زړه دې نه غواړي خو ضروري دي .
🔰 خپل ځان ته حساب ورکړه : نن دې څه وکړل ؟ څه دې زده کړل ؟
یاد ولره : مسئولیت یوازې خبره نه ده، دا ورځنی عمل او عادت دی .
`آیا داسې نشرات نور هم درته وکم ... ⤵'
هو . ❤
نه . 👍
6 612
ماشومانو سره نرم / او ښه چلند وکړئ :
🌻 یو شپږ کلن ماشوم و ، لږ څه یې د څوکۍ له کونجه مات کړي وو نو مور یې ولید او ماشوم ته یې وویل :
« ستا پلار چې له کاره راشي ، ورته به ووایم . »
🌻 کله چې پلار له کاره راغی ، مور شکایت وکړ . پلار هم ماشوم خپلې خونې ته بوتلو او سخته سزا یې ورکړه د ماشوم لاسونه یې په رسۍ وتړل .
🌻 سهار چې شو ، ګوري د ماشوم دواړه لاسونه تور او خراب شوي دي . ژر یې روغتون ته یووړ ، خو په ډېره خواشینۍ سره د ماشوم دواړه لاسونه پرې کړل شول ...
🌻 بیا یې کور ته راوست ، پلار بیا کار ته ولاړ . ماښام چې پلار کور ته راغی ، د ډېرې پښېمانۍ سره د خپل زوی خواته ولاړ ... ماشوم په معصومه لهجه وویل :
پلاره جانه ، ما نن هېڅ شرارت / وران کار نه دی کړی ... مهرباني وکړه ، زما لاسونه بېرته راکړه ... 😭😭 »
💕 ګرانو دوستانو : ډېر احتیاط وکئ , یو کوچنی غلطي کولی شي د انسان ټول ژوند تباه کړي . پر ماشومانو د وړو تېروتنو لپاره چیغې مه وهئ او سختي مه کوئ .
🌷 دا لیکنه د عامه پوهاوی لپاره خپلو ټولو وټساپ ملګرو ته خامخا ولیږئ . مننه
6 612
*عاجل او مهم خبر :* *خپلو ملګرو ته ولیږئ ...*
رئیسالوزرا ټولو ادارو او ولایتونو ته عاجل حکم کړی چې له نن وروسته ، د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې خلکو ته د شرعي قبالې ، د مالیې ټکټ ، د معاملاتو د رهنما یا عرفي سند او د مسجد د امام له تایید وروسته د ودانۍ او تعمیر د جوړولو اجازه ورکړل شي .
امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې پدې برخه کې دې هیچاته مشکیل نه جوړوي .
*ښاروالۍ دي عاجلا په ښارونو کې هغه خلکو د کورنو جوړولو اجازه ورکړي چې غواړي اساسي کار ساخت او ساز وکړي .
اراضي دي په ظرف د 1 میاشتي کې ټول د هغه ځمکو نقشې ښاروالیو ته ور وسپاري . ښاروالۍ دي په ظرف د 1 میاشتي کې هغه ځایونه مشخص کړي چې د سیل , یا تاریخي ساحات وي یا ممنوعه پلانونه وي مشخص او تعیین کړي .
په لویو ښارونو کې بلخصوص کابل کې هغه کورونه چې مشخص پلان لري او نقشه یې تطبیق شوي نه وي په لاندې شرائطو کې د کور جوړولو اجازه ورکړي ...
1 - شرعي قباله ولري.
2 - مالیه ورکړي وي.
3 - د معاملاتو سته ولري.
4 - سند عرفي
5 - د مسجد د امام او ٢ همسایه ګانو او وکیل ګذر تصدیق دي واخلي او وروسته دي کور جوړ کړي . ©
6 612
درناوی :
هر چا سره د هغوی د شخصیت په اندازه نه ، بلکې د خپل اخلاقو په اندازه چلند کوئ .
Dr Hanif
6 612
⭕️ د مور شیدی ماشوم ته ورکولو طبی ګټې !
🩺 خوراک ساتنه او د مینې پیل . د پیدایښت نه وروسته د نیم ساعت په دننه کې ماشوم ته د مور شیدې پیل کړئ .
🩺 د مور لومړۍ شیدې یا اورګه د ماشوم لپاره د ګوټي کار ورکوي . ګوټي د نویو پیدا شویو ماشومانو د خیټې پاکولو او د ماشومانو د قبض د لرې کولو لپاره له پیړیو راهیسې استعمالیږي .
🩺 دا د ماشومانو د هاضمې سیستم لپاره یو ساتندویه قدرتي دوا ده . د مور شیدې په ماشوم کې د مختلفو مرضونو د را پیدا کیدو مخنیوی کوي . لومړی شپږ میاشتې ماشوم ته فقط د مور شیدې ورکړئ .
🩺 د مور شیدې د لومړیو شپږ میاشتو پورې ماشوم ته د ټولو خوراکي او اوبو ضرورتونه پوره کوي . ماشوم ته چې څومره شیدې ورکړل شي د مور د شیدو په اندازه کې زیاتوالی راځي .
🩺 د ماشوم له شپږ میاشتني عمر څخه وروسته ماشوم ته د مور له شیدو سره سره نرم خوراک هم پیل کړئ . ماشوم ته تر دو کالو پورې د مور شیدې ور کړئ .
📢 پورته معلومات نشر Share کئ !
6 612
هغه رب چې د آسمانونو، ځمکو او لویو سمندرونو خالق دی، ستا د سترګو د يوې اوښکې په څاڅکي باندې هم ستا ټول ګناهونه بښي، همدا د حقیقي مینې یوه ستره بېلګه ده .
🖋 لیکنه چې مو ولوستله 1 زړه ❤
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
