2 469
Subscribers
-124 hours
-337 days
-12730 days
Posts Archive
2 469
ظالمانو! تاسې څنګه زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د ژوند رڼا وتښتوله؟!
هغه خو لا د نانځکو د لوبو عمر ته هم نه وه رسېدلې؛ لا یې د ژوند د رنګونو په مانا نه پوهېده، لا یې د مور له غېږې پرته نړۍ نه وه پېژندلې، لا یې د ماشومتوب د خوښیو له دروازې هم نه وه اوښتې؛ خو ستاسې د ظلم او طغیان ښکار شوه.
تاسې دا معصومه ماشومه وتښتوله، ژوند مو ترې واخیست، او بیا مو د څو پیسو لپاره د هغې له نازک او بېګناه وجود څخه د بدن غړي وایستل؟!
یا الله! انسان تر دې هم ښکته کېدای شي؟!
تاسې خپل اولادونه نه لرئ؟ د یوې ماشومې معصومه څېره مو کله د خپل ماشوم په څېره کې نه ده لیدلې؟ د هغې چیغه مو د خپل ماشوم په ژړا کې نه ده اورېدلې؟ د هغې د مور د زړه ماتېدلو تصور مو نه دی کړی؟
قسم په خدای، زه د انسانیت په نوم شرمېږم!
کله چې تصور کوم چې دا معصومه به په وروستیو شېبو کې څومره په وېره، درد او مظلومیت کې فریاد کړی وي؛ زړه مې ټوټې ټوټې کېږي او سترګې مې له اوښکو ډکېږي. دا فکر انسان له دننه ماتوي چې یوه بېګناه ماشومه، چې باید د مور په غېږ کې یې د لوبو او خندا وخت وای، د انسانانو د ظلم داسې قرباني شوې ده.
قسم په خدای، زه د اشرف المخلوقات په نوم هم شرمیږم؛ ځکه انسان هغه وخت له ټولو مخلوقاتو غوره وي چې په زړه کې یې رحم، په وجدان کې یې بیداري او په لاس کې یې د مظلوم د ساتنې ځواک وي؛ نه هغه وخت چې د پیسو لپاره د یوې ماشومې ژوند او بدن هم سوداګریز توکی وګرځوي.
تاسې یوازې یو ماشوم نه دی وژلی؛ تاسې د انسانیت پر وجدان برید کړی دی. تاسې یوازې د یوې کورنۍ زړه نه دی مات کړی؛ تاسې د هر هغه انسان زړه زخمي کړی چې لا یې په زړه کې د رحم څرک ژوندی دی.
تاسې د انسانیت په نوم یو تور داغ یاست، د وحشت او بېرحمۍ یوه بدرنګه څېره یاست. ستاسې کړنې د فرعون د ظلمونو یاد تازه کوي؛ چې د ظلم قرباني یوه بېوسه، بېګناه او معصومه ماشومه ده.
د دې ماشومې وینه به د هغې د قاتلانو د وجدان پر دروازه نه درېږي؛ که د دنیا له عدالت څخه وتښتي، د هغه ذات له عدالت څخه به چې د ذرې په اندازه ظلم هم نه پرېږدي، هېڅوک نه شي تښتېدلی.
ای د دې ماشومې قاتلانو!
کېدای شي د خلکو له سترګو پټ شي، کېدای شي له قانون وتښتي، کېدای شي د دنیا له سزا ځان وژغوري؛ خو د هغه رب له عدالت څخه به چې د مظلوم د اوښکې غږ اوري، هېڅکله نه شئ تښتېدلی.
او موږ؟
موږ باید لږ تر لږه دومره انسانان پاتې شو چې د دې ماشومې په وینه خپل وجدان مړ نه کړو، د هغې پر مظلومیت چوپ پاتې نه شو او د داسې وحشت پر وړاندې په ټول قوت ووایو:
دا د انسانیت ضد جنایت دی؛ او د یوه بېګناه ماشوم قاتل د ټول انسانیت مجرم دی.
2 469
د هغه چا سره اوسه چي لاسونه يې په خاورو وي، خو زړه يې پاک وي.
د هغه چا سره اوسه چي جامي يې ساده وي، خو روح يې قيمتي وي.!
د هغه چا سره اووسه چي چي هر سهار په مسکا را پاڅيږي، که څه هم هیڅ شتمني نه لري.!
د هغه چا سره اووسه چي خپل لاسونه تڼاکي کړي، خو ستا خيال وساتي.!
2 469
ستا د ژوند تر ټولو لوی راز ساتونکی څوک دی؟
❤️ ستا زړه،
ستا د ژوند تر ټولو لوی پرېکړه کوونکی څوک دی؟
🧠 ستا عقل،
ستا د ژوند تر ټولو وفادار ملګری څوک دی؟
👣 ستا پښې،
غواړم ووایم: د خپل ژوند اتل ته خپله یې؛
پر خپل ځان باور وکړه او تر هر څه مخکې په خپل ځان تکیه وکړه...!
2 469
#غزل
چې فیصلې د انسان وګورمه
ځان د دوزخ په مکان وګورمه
اوس دې واده کې ګډا وکړمه که
خپل و.ژ.ل شوى ارمان وګورمه؟
هله به زه په تا مئین یمه چې
ریښې ریښې مې ګریوان وګورمه
بیا د اجل وس په ما نه رسېږي
ځمه چې یو ځل جانان وګورمه
سترګو مې لپې وينې وکړې پله
باید چې نن دې قربان وګورمه
عبدالمجید پل
2 469
څومره وېروونکې ده؛
دا چې وغواړې ولاړ شې،
خو هېڅ داسې ځای ونه لرې چې هلته لاړ شې...!!!
#سیلویا_پلات
2 469
○🌷☝🏻🌷○
د الله په نۅم وࢪځ پیل ڪړئ، ځڪه هماغه زړونو ته سڪون وࢪڪوي او لاࢪې اسانه ڪوي. نن وࢪځ د خیر، بࢪڪت او امید نۅې دࢪوازې پࢪانیزي یۅازې باۅࢪ او صبࢪ ۅݪࢪی🥰
سهار مو نیڪمرغه🥰
2 469
وائي هره ورانه چې نفلونه سموي
خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي
-
زه خو خفه شوې ورنه هم نه يم سريه
ولي المارۍ كښي - کتابونه سموي
-
ای هوا بدله په سیلی شه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
-
مونږه سموي په دې مې نشته اعترض
سوال لرم چې دوي کله ځانونه سموي
-
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سرو
ګډوډ ئې پراته دي . بوتلونه سموي
ممتاز اورکزې
2 469
نه حمزه غزل کې شل کړه
نه توراب په دې نظمونو
نه غني ملا راضي کړ
نه د خوږ کارون نظمونو
نه خوشحال په توره پوه کړل
نه رحمان په دیوانونو
صداقت هم هسې پاتې
نه یې څوک په زړه حاکم شول
نه حاکم شولو په زړونو
#صداقت_نیازی
2 469
ریښتیني خلک هغه دي
چې د ژوند په سختو او مهمو شېبو کې درسره پاتې کېږي،کله چې ټولو یوازې پرېښې یې
همدا هغه خلک دي چې زموږ خپل دي، د ورځو او سختو حالاتو غوره ملګري دي، او هغه کسان دي چې بې له کوم سیال او شکه زموږ په زړه کې ځانګړی ځای نیسي.🤍
2 469
خپله څهره پکې په ما بې اعتباره وي
يا به مې سر مات وي يو ورځ يا به هنداره وي
زما په زړه راننوتې ده د وهم بلا
په ښاريه کې خاموشي اکثر له ډاره وي
که اجازه وي ملا نن به اذان زه وکړم
يوه جينۍ ده زما غږ پسې بيماره وي
ماته مې هره رټل شوې هيله داسې ښکاري
لکه يتيمه وي بې موره وي بې پلاره وي
د بهسودوال لفظونه راج کوي په زړونو باندې
دا پاچاهي خو دې همداسې برقراره وي😉
بهسودوال ✍️
2 469
"هر هغه څوک چې د خبرو او احساساتو له څرګندولو عاجز وي، رښتینی نه وي؛ او نه هم هر هغه څوک چې ښه بیان لري، دروغجن وي.
رښتینولي د انسان له ثبات او کړنو پېژندل کېږي، نه یوازې له خبرو او کلمو." 🖤
2 469
چې لهٔ زړګي نه مې وتې، ووتې
لکه پهٔ شان د جنازې، ووتې
د هجر تبه خو مو تېره کړله
ستا پهٔ دیدن پسې مو خولې، ووتې
زهٔ د همزولو لهٔ سیالۍ ووتم
ته د یارانو لهٔ پرې، ووتې
فطرته سترګې دې جار غږ راوکه
زما خو سترګې درپسې، ووتې
2 469
کله چي يو څه ستا خوښیږي
باید قصدا يې پریږدې، تر څو ته ددې قوت پیدا کړي چې د هرچا او هر څه د پریښودلو توانايي لري
که نه بیا به دهر وړوکي څیز غلام یې، اراده به نشي تحقق کولی یو وابسته او معتاد موجود به يې..!!
#عقابون
