2 014
Subscribers
-224 hours
+77 days
+6730 days
Posts Archive
2 014
رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وپوښتل شول: "د الله په لاره کې د جهاد سره د برابرو کېدونکو نورو نيکو عملونو څخه کوم عمل دی؟"
ځواب يې ورکړ:"تاسو د دې کولو طاقت نه لرئ.”
(راوی وايي:) دا پوښتنه دوه يا درې ځله تکرار شوه، خو هره پوښتنه به يې ورته همدا ځواب ورکاوه:"تاسو د دې کولو طاقت نه لرئ."
بیا يې وفرمايل:
"هغه څوک چې د الله په لاره کې جهاد ته وځي، نو د هغه مثال د هغه چا په شان دی چې دوامداره روژه نيسي، لمونځ کوي، د قرآن آیتونه تلاوت کوي، او د روژې او لمونځ په دوران کې هېڅ ستړیا او کمزوری نه ښکاره کوي، تر هغه چې د جهاد کوونکی (مجاهد) بېرته راستون شي."
2 014
+3
حتی د دریو کلونو وروسته، د شهیدانو جسدونه لاهم د بمبار شویو ودانیو له کنډوالو څخه ایستل کیږي او خاورو ته سپارل کیږي.
درې کاله تیر شوي، او غزه لاهم د خپلو ماشومانو د کنډوالو لاندې لټوي. 💔🇯🇴
2 014
رحمان بابا څه ښه وایي:
دوه یاران به دا رنګ چا نه وي لیدلي
چې یوه ورته ښکنځل کړه بل دعا کړه
ما و درست جهان ته شا و تاته مخ کړ
تا و درست جهان ته مخ وماته شا کړه
🖤👨🦯
2 014
څه ووایم مخې ته دې ښه یاره، چې درومې،ځه
نه روزي رسان یې ته او نه دې پیدا کړی یم!
🖤👨🦯
2 014
قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ(۲۴)
ژباړه: ای پیغمبره! ووایه چې که ستاسې پلرونه، ستاسې زامن، ستاسې وروڼه، ستاسې میرمنې، ستاسې خپل خپلوان، ستاسې هغه مالونه چې تاسې ګټلي دي، ستاسې هغه تجارت چې د هغه په ورانیدو اندیښمن کیږۍ او ستاسې د خوښې کورونه تاسې ته له الله او د هغه له پیغمبر او د هغه په لاره کې له جهاد ګران وي نو انتظار وباسئ تر دې پورې چې الله خپله فیصله ستاسې مخې ته راولي او الله فاسقانو ته لارښوونه نه کوي.
سورت التوبه، آیت:۲۴
2 014
تل دې چه له دره ملنګان په وچو شونډو ځي
داسې بادشاهي او که خاني دې وي نو نه دې وي
🖤👨🦯
2 014
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ﴿۳۸﴾ إِلَّا تَنفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۳۹﴾
ژباړه: ای مومنانو! تاسو څه شوي، چې کله درته وویل شي د الله په لاره کې ووځئ، نو تاسو ځمکې ته دروند شئ؟ ایا تاسو د آخرت پر مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی؟ نو د دنیا د ژوند سامان د آخرت په مقابل کې له یوې لږې اندازې پرته بل څه نه دی. (۳۸) که تاسو ونه وځئ، نو هغه به تاسو ته دردناک عذاب درکړي او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي، او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولای شئ، او الله پر هر څه قادر دی. (۳۹)
(سورت التوبة، آیت : ۳۸،۳۹)
2 014
غیرتونه غیرتیانو سره کیږي
بې غیرته چا سړو کې حساب کړي؟
چې مو پشې شاه غیبت کوې لګیا وي
مونږه هغه جینکو کې حساب کړي
2 014
فصلونه دي، رنګونه دي، څهرې دي ځي راځي
زه هغه ژړ خزان يمه، بدرنګ يم؛ خو يو رنګ یم..!
🖤👨🦯
2 014
سپوږمۍ د کلي په زلمیو باندې څه کړي دي
چې لمر راوخیږي له خدایه ماښامونه غواړي
👨🦯🖤
2 014
ته د نوک له درده ويښ يې، زه د زړه له درده
ته تر خپل وجود محدود يې، زما فکر عالمي دی
🥷
