فیلسوف🖤
Open in Telegram
5 108
Subscribers
+124 hours
+117 days
+5430 days
Posts Archive
5 108
ارواپوهنه
کله ناکله انسان له خلکو څخه نه ستړی کېږي بلکې له دې ستړی کېږي چې تل باید ځان ثابت کړي. ته چې هر څومره ښه یې بیا هم داسې خلک شته چې بد به دې ویني. ته چې هر څومره صادق یې بیا هم څوک به دې په نیت شک کوي. ارواپوهنه موږ ته وايي د هر چا د نظر د بدلولو هڅه انسان له خپل اصلي ځان څخه لرې کوي. نو هر ځای چې اړتیا نه وي ځان مه تشریح کوه. ځینې خلک ستا حقیقت نه غواړي یوازې غواړي خپل قضاوت ثابت کړي. ذهني سکون هغه وخت پیلېږي چې د هر چا د خوښولو هڅه پای ته ورسوې. 🖤#فیلسوف
5 108
♾️
تل ښه په ښو نه بدلیږي ځینې کړنې د یو چا لپاره بې ځایه وي که فکر کوي چې مقابل طرف به هم زما هم فکره وي هېڅکله!
فیلسوف
5 108
تر ټولو خطرناک انسان هغه نه دی چې نه پوهېږي؛ بلکې هغه دی چې ځان په هر څه پوه ګڼي او د بل خبره نه اوري. کله چې غرور د عقل دروازه وتړي، دلیل بېاغېزې کېږي او حقیقت یوازې په کتابونو کې پاتې شي. د لویوالي نښه دا نه ده چې خلک دې ومني، بلکې دا ده چې حق ومنې.#فیلسوف #عقل #پوهه
5 108
ما د خپل ژوند د ځوانۍ نیمایي برخه په داسې شیانو پسې په منډه وهلو تېره کړل چې هیڅ ارزښت یې نه درلود، تر هغو چې حقیقت ته ورسیدم.
نن دا ټول کلونه زه درته په څلورو خبرو کې را لنډوم:
۱. هر څه چې له لیرې څخه ښکلي ښکاري، ضروري نه ده چې ور نږدې شې ځیني شیان یوازې له لیرې څخه ښکلي وي، ځکه همغه فاصله یې ښکلا ده.
۲. څوک چې دې د اړيکې په پیل کې ستړی کوي، هغه به دې په پای کې مات کړي. اصلي اړیکې شخړو او زحمت ته په سر کې اړتیا نه لري.
۳. هر هغه څه چې ستا د زړه او ذهن ارام اخلي، ډېر ګران دي، که څه هم وړیا ښکاري. د زړه او دماغ سکون تر هرې ګټې لوړ ارزښت لري، ولو که ګټه یې لنډمهاله وي.
۴. هر هغه څه چې ته یې له نړۍ څخه تمه لرې، تر هغو به یې و نه مومې، چې تر څو دې خپل ځان نه وي پېژندلی.
حقیقت دا دی چې اصلي سرچینه دننه ده، نور هر څه جزئیات دي.#فیلسوف
5 108
«موږ په یوې داسې نړۍ کې ژوند کوو چې د جنازې مراسم تر مړي مهم ګڼل کېږي واده تر مینې ډېر ارزښت لري او د انسان بدن تر عقل او پوهې زیات اهمیت لري.
موږ د ظاهربینۍ په یوه کلتور کې ژوند کوو هغه کلتور چې پر پوښ او بڼه ډېر ټینګار کوي خو د ژوند و ریښتینو او اساسي ارزښتونو ته چندانې پام نه کوي.»#فیلسوف
5 108
♾️
زموږ ښیګڼي خلک هغه وخت نورو ته وايي کله چې د دوئ څه موخه وي د موخي تر رسیدو وروسته همدا کسان به بیرته ستا ښې کړني نورو ته بدي معرفي کوي!
فیلسوف
5 108
کله چې انسان د ژوند «ولې؟» ولري د ډېرو «څنګه؟» پوښتنو د زغملو توان پیدا کوي. ژوند تل موږ ته هغه څه نه راکوي چې موږ یې غواړو ځینې وخت درد ماتې یوازیتوب او سختې ورځې هم زموږ د لارې برخه وي. خو د فرانکل یوه مهمه فلسفه دا ده موږ تل دا نه شو ټاکلی چې څه به راسره کېږي خو کولای شو وټاکو چې له هغه څه سره به څنګه چلند کوو. شاید د ژوند تر ټولو لویه معنا دا نه وي چې له درد څخه وتښتو بلکې دا وي چې له هغه درد څخه څه جوړ کړو. انسان هغه وخت نه ماتیږي چې سختې ورځې راشي هغه وخت ماتیږي چې د ژوند لپاره یې «ولې» له لاسه ورکړي.— ویکتور فرانکل #فیلسوف
5 108
موږ ډېر وخت فکر کوو چې نړۍ هماغسې ده لکه څنګه چې زموږ سترګې یې ویني؛ خو فلسفه له موږ پوښتي:
«ایا هغه څه چې موږ یې وینو، واقعاً هماغه دي چې په حقیقت کې شته؟»
کېدای شي سترګې یوازې د شیانو بڼه وویني، خو د حقیقت پېژندل له پوښتنې، فکر او شک څخه پیل کېږي.
فلسفه موږ ته دا نه وایي چې هر څه رد کړه؛
بلکې وایي: له هر باور مخکې، فکر وکړه.
ځینې وخت د حقیقت موندلو لپاره باید په خپلو یقینونو کې لږ شک پیدا کړو.
#فیلسوف
5 108
نن به د فلسقی څخه راووځم او یوه عادی پوښتنه به وکړم
هر څوک وینم چی د خپلواکې د ۱۰۷ کلیزی مبارکې پوسټ کوی!
تاسو ماته ووایاست په دی ازادی کی چی نه کار سته،نه مو خلګ خوشحاله دی،تعلیمونه په ټپ ولاړ دی نیم ولس مو د زده کړو څخه محروم دی زه خو دا ازادی نسم لمانځلی تاسو یې څنګه لمانځی وجدان چیری دی؟🌚
5 108
نیچه په خپلې تیاره فلسفه کې دا بحث یو قدم نور هم مخته وړی وایي: هغه کس چې پر ځان کنټرول نه لري هغه پر نورو د د کنټرول لرلو هڅې کوي د نیچه په دې یوه جمله کې د واک رشتو او د نړۍ د ټولو جنګونو پوره نفسیات پټ دي.
#فیلسوف
5 108
د سقراط څو مشهوره اقوال:
۱. تر ټولو لوی شر ناپوهي ده، ځکه ناپوهي انسان ته د خپلو زیانونو او نیمګړتیاوو احساس نه ورکوي.
۲. زه دومره پوهېږم چې زه په هېڅ نه پوهېږم او همدا پوهه اصلي حکمت دی.
۳. که بدلېدل غواړې، نو لومړی خپل عادتونه بدل کړه؛ ځکه عادتونه ورو ورو ستا د شخصیت برخه ګرځي.
۴. د خپل ژوند حقیقت او مقصد ولټوه، که نه نو ژوند کول به بې مانا وي.
۵. علم ترلاسه کول د انسان تر ټولو ستره دنده ده، ځکه بې علمه انسان په تیارو لارو کې سرګردانه ګرځي.
او دا جمله:
«په هغه پیاله کې زهر نه وه؛
که زهر پکې وای، نو سقراط به نه وای مړ شوی.»#فیلسوف
5 108
یوازیتوب کې تل درد نه وي، ځینې وخت ارام وي.هغه لحظه چې ته له هر چا لېرې خو له ځان سره نږدې یې.
یوازیتوب انسان ته فکر ورکوي، احساسات یې ژوروي او زړه ته هغه خبرې ښيي چې د خلکو شور کې نه اورېدل کېدې،خو کله ناکله دا سکون دردناک شي، شپه اوږده شي، چوپتیا درباندې غږ وکړي او ته د یوه ملګري، یوه غږ، یوه تکیې تږي شې. یوازيتوب یو ازمېښت دی ځینې پکې پیاوړي کېږي ځینې ماتیږي، خو که زړه ژور شي او فکر روښانه یوازيتوب هم ښوونې ته بدلېږي. ځینې وخت له ټولو لېرې اوسئ، ترڅو خپل ځان ومومئ.#فیلسوف
5 108
دا ممکنه ده، چې ته خواږه درواغ ووایي، منافقت وکړې او لس کسان خوشاله کړې؛ خو له دې دا غوره ده، چې ترخه رښتیا او حقیقت ووایې، اته کسان در څخه خوابدي شي او پاتې دوه کسان فکر کولو ته اړ کړې.#فیلسوف
5 108
د «د فلسفې ستونزې» له کتابه برټراند راسل
«هغه څه چې موږ پرې ډېر باور لرو ښايي تل حقیقت نه وي حقیقت هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې موږ یې د پوښتنې کولو جرئت ولرو.»
موږ ډېر وخت د خلکو خبرې، خپل عادتونه او زاړه باورونه د حقیقت په توګه منو؛ ځکه چې پوښتنه کول مو ذهن له آرامه وباسي.
خو فلسفه له همدې ځایه پیلېږي:
«ولې؟
ولې زه په دې باور لرم؟
ولې دا خبره رښتیا ګڼم؟
او که زما باور غلط وي، ایا زه د منلو جرئت لرم؟
🧠 فلسفي ذهن هغه ذهن دی چې د ځوابونو په لټه کې نه وي بلکې د سمو پوښتنو کولو جرئت ولري.
#فیلسوف
عدنان
5 108
♾️
انسان د دې لپاره پیدا شوی چې مینه ورسره وشي،او شیان بیا د دې لپاره پیدا شوي چې استفاده ترې وشي برعکس په ننۍ نړۍ کې د شیانو سره محبت کیږی او له انسانانو یو سو استفاده !
فیلسوف
