🤍𝐃𝐞𝐞𝐩 𝐅𝐞𝐞𝐥𝐢𝐧𝐠𝐬🦋
Open in Telegram
ښه راغلاســــت هیله ده راسره پاتي شي 🥰دلته به تاسو ته ليکني 💬 بیتونه🗨 او ګټور معلومات نشر شی💢💫
Show more1 550
Subscribers
No data24 hours
+37 days
+830 days
Posts Archive
1 550
عبدالرحمن بابا وايي:
که په فضل مې بښې فضل دې لوی دی
که حساب راسره کړې دوزخ مې ځای دی
🌱🍃
1 550
پېژندګلوي د انسانانو اصلي څېره ښکاره کوي💐
له ځینو سره چې کله اشنا شې، نو د زړه له تله وايي: کاش کلونه وړاندې مې پېژندلی وای، خو له ځینو نورو سره تر پېژندلو وروسته بیا داسې انګېرې چې کاش هېڅکله مې نه وای لیدلي.
نو هڅه وکړئ چې له نورو سره تر پایه ښه پاتې شئ، ترڅو هېڅوک ستاسو په پېژندلو پښېمانه نشي. په یاد ولرئ چې تر ټولو غوره میراث چې انسان یې له ځانه پرېږدي، نېک نوم او د خلکو په ذهنونو کې د ښو اخلاقو پاتې شوې خاطره ده.
🍁🌱
1 550
ستاسو عادي ورځ د ځینو لپاره یوه هیله ده نو شکر ګزاره اوسی .
"Your normal day' is someone's dream, so be thankful every day."
🍃🌵
1 550
داسې څوک به نه وي چې د تير وخت په ځينو کړنو پښیمانه نه وي. ټولو سره يو ډول آرمان وي چې؛ کاش هغه يو کار مې بل ډول کړی وای! له هاغه وخت نه مې ډيره ګټه پورته کړې وای! راته ګرانو خلکو سره مې لږ شانتې ډېره مينه کړې وای! هغه يو تصميم مې بل شانتې نيولای وای! ... يا نور څه.
دا بوج ټول پخپلو په اوږو ګرځوو، خو په اړه يې تکرارآ ځوريدل او پکې ځان ډوبول، له نن ورځې سره بې وفایی ده. نن ورځ راڅخه د غوره تصميم نيونې، بهتره ګټه اخيستې، ميني او ښېګڼې کولو توقع لري. که پکې پاتې راشو، نو سبا ورځ به د نن ورځې په اړه هم پښیماني ولرو، او د پښېمانتيا پيټی به مو نور هم دروند وي.
🪸🪽
1 550
زمونږ دننه يوه لويه دنيا ده چې زمونږ لپاره له باندينۍ دنيا څخه ډيره مهمه ده، او مونږ د ژوند لويه برخه هم هماغلته تيروو؛ له خپلو فکرونو، خيالونو، انديښنو سره؛ د مينۍ، خوښۍ، درد او يا نورو رنګارنګ احساساتو سره. زمونږ هر څه په همدې دنيا پسې تړلي.
نو له همدې وجې مهمه ده چې ورته ډير پام وکړو. پاکه، ښکلې او منظمه يې وساتو. زمونږ باندېنۍ ژوند به هماغسې وي څرنګه چې دننه يو.
🌱
1 550
مهربان اوسه خو ساده نه
دومره ښه اوسه چې يو څوک وبښې، خو دومره ساده مه اوسه چې بیا پرې باور وکړې او یو ځل بیا تېروتنه تکرار کړې.
🌱
1 550
هغه څه چې ته پرې نه پوهېږې🥀
الله تعالی له تا څخه هغه څه نه لرې کوي چې ته ورته د نږدې کېدو هیله لرې، مګر په هغه کې یو حکمت وي؛ او الله تعالی تا له هغه کار څخه نه منع کوي چې ستا خوښ وي، مګر دا چې تا له داسې یو شر څخه وساتي چې ته پرې نه پوهېږې. #_ ژباړه
یعنې: کله ناکله موږ یو څه ډیر غواړو، خو په ترلاسه کولو کې یې پاتې راځو؛ د دې مانا دا نه ده چې الله زموږ غوښتنه نه ده اورېدلې، بلکې مانا یې دا ده چې په هغه کې زموږ لپاره کوم زیان و او الله په خپل رحمت سره موږ ترې وساتلو.
🪸
1 550
مولانا رومي وايي چې:
"ښې ورځې تاته پخپله نه راځي، بلکه ته بايد ورپسې ورشې"
ځکه خو اړينه ده چې هم خپل فکر مثبت لورې ته بوځئ، او هم عملاً هغه کړنې ترسره کړئ چې د خوښۍ، بريا او سوکالۍ خواته مو نږدې کوي.
🍃🍄
