en
Feedback
🤍𝐃𝐞𝐞𝐩 𝐅𝐞𝐞𝐥𝐢𝐧𝐠𝐬🦋

🤍𝐃𝐞𝐞𝐩 𝐅𝐞𝐞𝐥𝐢𝐧𝐠𝐬🦋

Open in Telegram

ښه راغلاســــت هیله ده راسره پاتي شي 🥰دلته به تاسو ته ليکني 💬 بیتونه🗨 او ګټور معلومات نشر شی💢💫

Show more
1 550
Subscribers
No data24 hours
+37 days
+830 days
Posts Archive
که آرام اوسېدل غواړئ ، نو له خلکو سره....! وعدې کمي کوئ 🌚🫧🦋

د خپلو خوبونو لپاره دی کار وکړه تیار خور..! له ځانه مه جوړه وه..! 🌚🫧🦋

له اسمانه یوکارغه ورپسی راسی موږیی نلروهیڅ بخت ددی کوترو..! 🌚🦋🫧

ټوله مننه مي له هغه,; چا څخه ده چي اړتیایي رانه نه لرله مګر هیریي نه کړم 🫧🦋

. د دنیا مشکلات په ظاهر زخم خو په حقیقت کې د ډېر پرمختګ او بریالیتوب لامل وی. (مجده الف ثاني ؒ ) 🌚🦋🫧

هيڅ کله ديو ګناه په اړه داسي مه وايه چي ټول خلګ يي کوي ځکه دقيامت په ورځ ستا حساب جلا او دخلګو حساب جلا دي😢 🫥🌚

تل منندوی اوسه . له هغه څه چي لری يي . له هغه څه چي نه يي لړی . انسان په خپله ګټه او تاوان نپوهيږی 🫥🌚

هیڅ شی د یو دوه مخي کس په اندازه بدرنګه ندي 🙂‍↔️💯🖤

يو مهال ممکن تاسو هم دا فکر کاوه چې که ژوند کې؛ دا حادثه رامينځته شوه - يا هغسې څه راپېښ شول، حتماً به مې زړه چوي، او خفګان ب
يو مهال ممکن تاسو هم دا فکر کاوه چې که ژوند کې؛ دا حادثه رامينځته شوه - يا هغسې څه راپېښ شول، حتماً به مې زړه چوي، او خفګان به مې وژني. او بيا زمونږ د تصور مطابق بالاخره هغه ورځ راورسيږي؛ مرګ، بيلتون، مجبوري، يا کومه دردناکه پېښه رامنځته شي. خو ومو نه وژني! لا هم ژوندي يو، زړه مو درزا کوي، او د ژوند کولو توان لرو. له داسې حادثو راوتل وړه خبره نه وي، بلکه د خدای يوه معجزه وي. لکه خدای چې زمونږ دننه يو پټ څه ايښي وي تر څو د ژوند په سخت ترينو وختونو کې هم مونږ ته قوت راکړي، او ساتنه مو وکړي. له همدې وجې ممکن خدای راته ويلي چې زه پخپل بنده د هغه له توان څخه زيات بوج نه اچوم. نو مونږ حتماً زمونږ له تصور څخه ډير ځواکمن يو. بايد خپل ځان ته دا ونه وايو چې؛ زه نشم زغملای! بايد د صبر او استقامت لار غوره کړو، اميد ولرو، او د خدای په رضا، راضي اوسو. هغه ډېر ښه پوهيږي! 😕🍃

که چيري غواړې له مرګ وروسته هېر نه سې..! داسی څه وليکه ، چي د لوستلو وړ وي او يا هم داسي کار وکړه ، چي په ليکلو و ارزي ." 🫥�
که چيري غواړې له مرګ وروسته هېر نه سې..! داسی څه وليکه ، چي د لوستلو وړ وي او يا هم داسي کار وکړه ، چي په ليکلو و ارزي ." 🫥🌚

د ژوند اړتیا...💐 هر انسان که د ژوند د ستونزو او غمونو پر وړاندې هر څومره قوي وي، بیا هم یو داسې چاته اړتیا لري چې ورته ووایي: اندېښنه مه کوه، هر څه به سم شي. 🖤🥀

ستاسو ننني فکرونه، ستاسې د غوښتنې ښکارندویي کوي. که بریالیتوب غواړئ، تل د بریا فکر کوئ. که شتمني غواړئ، تل د حقیقي شتمنۍ فکر
ستاسو ننني فکرونه، ستاسې د غوښتنې ښکارندویي کوي. که بریالیتوب غواړئ، تل د بریا فکر کوئ. که شتمني غواړئ، تل د حقیقي شتمنۍ فکر کوئ. د جاذبې قانون همدېته وایي، کله چې تاسو د یوه شي په فکر کې وئ، نو مانا دا چې تاسو حتما هغې ته رسېدونکي یئ. 🥀🦋 Ӈᵁᴿᵞᴬᵀ🫅🏻 Lᶦᵏᵉ ❤️

له خدای پرته داسې شته چې تاسې په مکمل ډول پيژني او په هر څه مو پوهيږي؟ ممکن هېڅوک نه! د کورنۍ نږدې غړي او دوستان مو هم نه پيژني. نور خلک يوازې د سمندر د اوبو سطحه ويني. له ژورتيا يې هېڅوک ندي خبر. زمونږ دننه ډېر څه پېښېږي. داسې افکار او سوچونه پکې رامینځته کيږي چې په لرلو يې پخپله هم بوږنيږو. د خيال ځينې ښکلې خو غير حقيقي ماڼی جوړوو. ځينې کړنې او تجربې د ژوند تر پايه د راز غوندې ساتو، د ښېګڼو تر شا مختلف علتونه لرو، او د ناسمو کړنو تر شا مو احساسات، درد او ترخې تجربې وي. ددې هر څه په اړه هېچاته نه وايو، يا يې اړين نه ګڼو، او يا يې ويلای نشو. خلک مو يوازې کړنې ويني، تر شا يې ډېر کم څه درک کولای شي. همدا زمونږ اصلي څېره ده، چې له خدای پرته يې هېڅوک نه ويني. مونږ پخپل ذات کې يوازې يو. نو مسئولیت هم زمونږ خپل دی، چې له خلکو پټه اصلي څېره اصلاح کړو. دومره چې‌- د آخرت په ورځ مو د شرمندګی لامل ونه ګرځي. (د نن ورځې فکر) 🖤🥀

درد او غم په ژوند کې حتمآ راځي، له اجازې پرته راځي او يو څه موده پاتې کيږي. که مونږ ترې دا پوښتو چې ولې راغلی يې؟ او وايو چې؛ بايد نه وای راغلی، او څه ګناه مې کړې چې حقدار دې وګرځېدم؟ - غم او درد به مو نور هم شدت ومومي، او ستاسې د زړه ديوالونه به څيري کړي‌. د خوشالی غوندې غم او درد هم د خدای ميلمانه وي. نو پوښتنې ترې مه کوئ. ورسره کينئ، او هېڅ مه وايئ. کله چې خپل ټاکلی وخت پوره کړي، درنه لاړ به شي، او ځای به يې خوښۍ او سکون ته خالي شي. (الهام له مولانا رومي څخه) 🥀🖤

خدای مونږ ته ډېر څه راکړي. له هغې هم خورا ډېر چې مونږ يې وړ او لايق يو. خو ځيني وخت زمونږ نفس مونږ ته دوکه راکوي. مخ مو د هغو
خدای مونږ ته ډېر څه راکړي. له هغې هم خورا ډېر چې مونږ يې وړ او لايق يو. خو ځيني وخت زمونږ نفس مونږ ته دوکه راکوي. مخ مو د هغو څيزونو په لور ګرځوي چې نه يې لرو، او هغه ډېر څه راته بې ارزښته کوي، چې لرو يې. مونږ ټول د شکر ويستلو لپاره ډېر علتونه لرو، نو بايد بې پروا او ړانده نشو، ګني ژوند به مو همداسې تريخ او بې خونده پاتې شي، او ستر تاوان يې دا چې خدای به هم راڅخه خفه وي. #دې ګل ته ډیر وخت په تمه وم نن چي ويښه شوم غوړیدلی وو🥹😁

خپل پټ مخالف او بدبین څنګه وپېژنو؟ ځینې خلک خپل مخالفت، حسد یا بدبيني ښکاره نه څرګندوي، بلکې په پټه یې ساتي. دوی ظاهراً دوستانه چلند کوي، خو په خبرو، کړنو او چلند کې داسې نښې پرې ښکاري چې انسان یې ورو ورو درک کولای شي. له مهمو نښو څخه یې دا دي: ١. په خوښیو کې سوړ چلند: کله چې تاسو کومه بریا ترلاسه کوئ، یو رښتینی دوست خوشحاله کېږي، خو بدبین شخص هڅه کوي ستاسو بریا کوچنۍ وښيي یا سمدستي موضوع بدله کړي. هغوی په ظاهره مبارکي درکوي، خو په سترګو او څېره کې یې د خوښۍ نښې نه وي. ٢. د "خو" په مټ ستایل: ​پټ مخالف په مستقیم ډول ستاسو بد نه وايي، خو ستاینه یې تل له سپکاوي یا شک سره مل وي. ​مثلاً: دا کار دې ډېر ښه کړی، خو کاشکې دې لږ په ځيرکتیا کړی وای. یا دومره لایق نه یې، خو بخت دې ښه دی. ٣. له حده زیات نصیحت او نقد: ​دوی تل هڅه کوي ستاسو پر پرېکړو شک وکړي. د نصیحت تر نوم لاندې ستاسو په روحیه برید کوي او غواړي دا احساس درکړي چې تاسو تېروتنه کوئ. ٤. په غیاب کې خبرې: ستاسې له نږدې خلکو سره داسې اړیکې جوړوي چې ورو ورو ستاسې په اړه منفي ذهنیت ورته انتقال کړي. ٥. ستاسې په تېروتنو خوشحاله کېدل: ​که تاسو له کومې ستونزې سره مخ شئ، هغوی په ظاهره خپګان ښیي، خو په حقیقت کې یې په خبرو کې یو ډول اطمینان احساسېږي چې ګواکې ستاسو پر ماتې خوشحاله دي. ٦. د نیمګړتیاوو لټون او په ښېګڼو سترګې پټول: هغوی ستاسو په شخصیت، کار او ژوند کې په ډېر دقت سره یوازې کوچنۍ نیمګړتیاوې او تېروتنې لټوي، خو په لوی لاس ستاسو پر سلګونو ښېګڼو، لاسته راوړنو او نېکو کارونو سترګې پټوي. کله چې خبره ستاسو نقد ته راشي، هغوی ډېر فصیح او ژبور وي، خو چې کله ستاسې د ستاینې او حق ادا کولو وخت شي، بیا یې ژبه ګونګۍ وي. ٧. د معلوماتو په راټولولو کې غیرعادي علاقه: دوی ستاسو د رازونو، کمزوریو او شخصي حالاتو په اړه ډېرې پوښتنې کوي. دا علاقه د خواخوږۍ له مخې نه وي، بلکې هغوی غواړي داسې وسله په لاس کې ولري چې په مناسب وخت کې یې ستاسو پر ضد وکاروي. ٨. د خبرو ناسم تعبیر او د نیت بد ګڼل: تاسو چې هر څومره په نېک نیت خبره وکړئ، هغوی ورته ناسم تعبیر لټوي. دوی ستا نیت ته منفي رنګ ورکوي او هڅه کوي ستاسو له مثبتو جملو څخه داسې مانا وباسي چې تاسو ملامت کړي. ٩. پټې کنایې او سوځنده طعنې: دا خلک په ظاهره ډېر نرم او مهذبه ښکاري، خو په خبرو کې یې تل د کنایو او طعنو زهر پټ وي. دوی د شوخۍ یا نصیحت په جامه کې داسې جملې کاروي چې ستاسو روحیه زخمي کړي. ١٠. مصنوعي او مبالغه امیزه مهرباني: دوی کله ناکله له حده زیات او په غیر طبیعي ډول مهربان وي. دا ډول ډراماتیکه مهرباني معمولاً د دې لپاره وي چې ستاسو باور ترلاسه کړي، ستاسو دفاعي سیسټم کمزوری کړي او یا خپل اصلي مقصد او حسد د مبالغې تر شا پټ کړي. رښتینې مهرباني ارامه او طبیعي وي، خو د پټ مخالف مهرباني داسې وي چې انسان ته ساختګي او مصنوعي ښکاري. ١١. د سیالۍ حس: ​دوی په هره کوچنۍ خبره کې له تاسو سره ځان پرتله کوي. که تاسو یو نوی شی واخلئ یا کوم پرمختګ وکړئ، هغوی هڅه کوي په هماغه شیبه کې له تاسو پورته یو څه وښيي. ١٢. د تېروتنې نه منل او د مقابل لوري ملامتول: پټ مخالف هیڅکله خپله تېروتنه نه مني او نه بښنه غواړي. که کله یې کومه غلطي ورته په ګوته کړئ، هغوی په ډېر مهارت ملامتي پر تاسو اچوي. دوی هڅه کوي تاسو په داسې موقف کې راولي چې په خپل ځان او منطق شک وکړئ. د بښنې پر ځای، دوی پر تاسو برید کوي ترڅو تاسو د هغوی د تېروتنې د سپیناوي پر ځای، د خپل ځان په دفاع مصروف شئ. د داسې خلکو په وړاندې تر ټولو غوره لاره دا ده چې خپلو اهدافو ته پاملرنه وکړئ، خپل رازونه ورسره شریک نه کړئ او په ډېر ادب سره ترې احترامانه فاصله وساتئ.

د صبر درې کلیدي نښې سفیان ثوري رحمه الله فرمایي: درې واړه د صبر (نښې) دي: دا چې خپل درد بل ته ونه وایې. خپل مصیبت ښکاره نه کړې او د خپل ځان پاکي (صفت) بیان نه کړې. یعنې: د جسماني ناروغۍ، درد او غم په اړه خلکو ته شکایت ونه کړې؛ د ژوند په سختیو او ازمېښتونو کې د نورو مخې ته له ګیلو او د هغو له یادولو ډډه وکړې، بلکې یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه اجر وغواړې؛ او همدارنګه د خپلو نېکو اعمالو او تقوا په اړه خبرې ونه کړې، ترڅو په اخلاص کې دې خلل رانشي. 🪸🖤

محاسبه؛ د مؤمن ځانګړنه ده💐 حسن بصري رحمه الله وایي: ته به مؤمن داسې ونه وینې مګر دا چې له خپل ځان سره حساب کوي: * ولې مې دا کار کول غوښتل؟ * ولې مې دا خــوړل غـوښتل؟ * ولې مې دا څـــښل غـوښتل؟ او بې‌ شکه فاجر (بدکار انسان) همداسې مخکې ځي، هېڅکله له خپل ځان سره حساب نه کوي. يعنې: مؤمن انسان تل ځان ته متوجه وي او خپل نیت او عمل ارزوي او په خپل ناسم کار خواشینی کېږي، خو بدکار انسان بې‌ پروا وي او ځان نه محاسبه کوي.