en
Feedback
د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی

د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی

Open in Telegram

د لوړو زده کړو وزارت رسمي چينل چينل رسمي وزارت تحصيلات عالی

Show more

📈 Analytical overview of Telegram channel د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی

Channel د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی (@af_mohe) in the Pashto language segment is an active participant. Currently, the community unites 10 980 subscribers, ranking 17 926 in the Education category and 28 681 in the Iran region.

📊 Audience metrics and dynamics

Since its creation on невідомо, the project has demonstrated rapid growth, gathering an audience of 10 980 subscribers.

According to the latest data from 09 September, 2026, the channel demonstrates stable activity. Although there has been a change in the number of participants by 743 over the last 30 days and by -4 over the last 24 hours, overall reach remains high.

  • Verification status: Not verified
  • Engagement rate (ER): The average audience engagement rate is 32.30%. Within the first 24 hours after publication, content typically collects 13.79% reactions from the total number of subscribers.
  • Post reach: On average, each post receives 3 546 views. Within the first day, a publication typically gains 1 514 views.
  • Reactions and interaction: The audience actively supports content: the average number of reactions per post is 4.

📝 Description and content policy

The author describes the resource as a platform for expressing subjective opinions:
د لوړو زده کړو وزارت رسمي چينل چينل رسمي وزارت تحصيلات عالی

Thanks to the high frequency of updates (latest data received on 09 September, 2026), the channel maintains relevance and a high level of publication reach. Analytics show that the audience actively interacts with content, making it an important point of influence in the Education category.

10 979
Subscribers
-424 hours
+187 days
+74330 days
Posts Archive
د لوړو زده کړو وزارت ۱۴۴۷هـ.ق کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست
د لوړو زده کړو وزارت ۱۴۴۷هـ.ق کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست

د لوړو زده کړو وزارت ۱۴۴۷هـ.ق کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست
د لوړو زده کړو وزارت ۱۴۴۷هـ.ق کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست

د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ صاحب زابل پوهنتون کې د محصلانو یوې سترې غونډې ته: «ځوانانو تاسو له خپلې ځوانۍ څخه پوره استفاده وکړئ او د علم زده کړې څخه د خپل مسلک لپاره بشپړه ګټه واخلئ.»

وزیر محترم تحصیلات عالی در پوهنتون زابل در یک نشست بزرگ رهبری، استادان، کارمندان اداری و محصلان سخنرانی کرد محترم شیخ ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم، وزیر تحصیلات عالی، در جریان سفر رسمی خویش به ولایت زابل، در یک نشست بزرگ در پوهنتون زابل سخنرانی کرد که در آن شماری از مسئولان ادارات ولایتی زابل، مسئولان پوهنتون و تعداد زیادی از محصلان اشتراک داشتند. محترم شیخ‌الحدیث صاحب، هدف از سفر خویش به این ولایت را ارزیابی عمومی امور پوهنتون زابل، شنیدن مشکلات مسئولان و محصلان و یافتن راه‌های حل و زمینه‌ های پیشرفت آن به ‌صورت مشترک عنوان کرد. محترم شیخ صاحب به محصلان توصیه های همه‌جانبه ارائه کرده و از آنان خواست که در کنار دروس مسلکی، در بخش دین خویش نیز دانش کامل را به ‌دست آورند. وی بر حفظ عقیده به محصلان تأکید کرده و به آنان گفت که هرگونه زیان مادی را بر خود بپذیرند، اما به هیچ قیمتی از عقیده خود دست نکشند. محترم وزیر تحصیلات عالی در کنار آموزش مسلکی جوانان، بر آموزش فکری و عقیدتی آنان نیز تأکید کرده و افزود که ما برنامه‌های تحصیلات فوق ‌لیسانس را در داخل کشور ایجاد کرده‌ایم و باور داریم که از طریق برنامه‌های یادشده، در آینده نزدیک از ضرورت به استادان خارجی بی‌ نیاز خواهیم شد. همچنان در این نشست، مولوی فیض‌الله تمیم، معاون والی زابل، از پیشرفت‌های وزارت تحصیلات عالی ستایش نموده به محصلان گفت که نخستین مسئولیت ما عبادت الله ﷻ و چنگ‌ زدن به قرآن کریم است. شنبه مورخ: ۱۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق ۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زابل پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته په داسې حال کې وینا وکړه، چې د زابل یو شمېر ولایتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون مسؤلینو او ګڼ شمېر محصلینو پکې ګډون درلود. د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د وینا پرمهال یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د زابل پوهنتون د چارو عمومي ارزونه، د مسؤلینو او محصلینو ستونزې اورېدل او په ګډه ورته د حل او پرمختګونو لارو چارو پیدا کول یاد کړل. محترم شیخ صاحب محصلینو ته هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ترې ویې غوښتل، چې د مسلکي درسونو ترڅنګ په دین کې هم پوره پوهه ترلاسه کړي. هغه محصلینو ته د عقیدې د ساتلو په اړه ټینګار وکړ او ورته یې وویل، چې هر ډول مادي تاوان په ځان ومني خو په هېڅ قیمت له خپلې عقیدې تېر نه شي. د لوړو زده کړو محترم وزیر د د ځوانانو مسلکي روزنې ترڅنګ د هغوی په فکري او عقیدوي روزنې هم ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په کور دننه مو د فوق لېسانس برنامې ایجاد کړي دي او په دې باور لرو چې د یادو برنامو په توسط به په نږدې راتلونکي کې د بهرنیو استادانو له احتیاجه خلاص شو. په غونډه کې همدارنګه د زابل مرستیال والي مولوي فیض الله تمیم د لوړو زده کړو وزارت ستر پرمختګونه وستایل او محصلینو ته په لارښوونو کې یې وویل، چې زموږ لومړی مسؤلیت د الله ﷻ عبادت کول او په قران منګولې ټینګول دي. نېټه: شنبه ۱۴۴۸ هـ.ق د ربیع الاول ۱۵ مه ۱۴۰۵ هـ.ش د سنبلې ۷ مه

د امارتي پوهنتونونو ۶۵ استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد د لوړو زده کړو وزارت د علم
د امارتي پوهنتونونو ۶۵ استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د ټولو امارتي پوهنتونونو ۶۵ پوهاند او پوهنوال علمي رتبو استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. په دغه ورکشاپ کې یادو استادانو ته د برېښنایي زده کړو کمېسیون غړو استادانو له لوري د ویډيو ثبتول، سمونه، د معیاري سلایډونو جوړول، د سلایډونو جوړولو وسایل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول. نېټه: پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربيع الاول١٣مه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د سنبلې ۵مه

لوړو زده کړو وزارت په یوه اونۍ کې

اعلان کاریابی (۲۰) بست رتبه‌های (۳ و ۴) ریاست‌های مرکزی وزارت تحصیلات عالی لینک های صفحات رسمی وزارت تحصیلات عالی: وېب‌سایت:
+1
اعلان کاریابی (۲۰) بست رتبه‌های (۳ و ۴) ریاست‌های مرکزی وزارت تحصیلات عالی لینک های صفحات رسمی وزارت تحصیلات عالی: وېب‌سایت: https://mohe.gov.af اکس: https://x.com/af_mohe فیسبوک: https://www.facebook.com/mohe.af واتساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029Vagcs0Q65yD5TkcOB43W تیلگرام: https://t.me/af_mohe یوتیوب: https://www.youtube.com/@afmohe

د مرکز او مرکزي زون ۱۳ امارتي پوهنتونونو د پلان جوړولو تخنیکي کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو د لوړو زده کړو
د مرکز او مرکزي زون ۱۳ امارتي پوهنتونونو د پلان جوړولو تخنیکي کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو د لوړو زده کړو وزارت په مرکز کې د دغه وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د کابل، کابل پولي تخنیک، کابل طبي علومو، ښوونې او روزنې، افغان نړیوال اسلامي، وردګ، بامیان، غزني، غزني تخنیکي، لوګر، پروان، البیروني او پنجشېر پوهنتونونو د پلان اړوند تخنیکي کارکوونکو لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو. د یاد ورکشاپ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس پوهنیار دوکتور مفتي اسدالله نجات د اسلام له نظره د اوږدمهاله پلان اهمیت، اړتیا او ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له پلان پرته کارونه په ښه ډول مخ ته نه ځي او خپل هدف ته نه شي رسېدلی. د یادونې وړ ده چې د دغه ورکشاپ په دریو ورځو کې به د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست کارپوهانو له لوري یادو کارکوونکو ته د اوږدمهاله پلان تدوین، ترتیب، عملیاتي پلان او د عملیاتي پلان د پلي کېدو راپور، د پالسیو جوړول او د احصایې فورمونو ترتیب په اړه روزنه ورکړل شي.

د کندهار پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا! د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://mohe.gov.af/
+1
د کندهار پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا! د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-778 د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ! https://shorturl.at/SmcTk

اطلاعیه بست های خالی پوهنتون بلخ
اطلاعیه بست های خالی پوهنتون بلخ

Higher Education Minister Meets Qatar’s Ambassador in Kabul Minister of Higher Education Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem met with Qatar’s Ambassador to Afghanistan, Dr. Mardif bin Ali Al-Qashouti, at his office in Kabul. The minister welcomed the ambassador and thanked Qatar for its policies and positions toward the IEA. He highlighted the strong religious and cultural ties between Afghanistan and Qatar. The minister also briefed the ambassador on Afghanistan’s higher education system, emphasizing that the Ministry of Higher Education and the Islamic Emirate are committed to modern education and the advancement of science, while respecting Islamic Sharia and Afghan culture. The Qatari ambassador expressed his happiness over Afghanistan’s development and the strengthening of higher education and education in the country. He also pledged Qatar’s support in sending professors from Qatar and other Islamic countries to Afghanistan, equipping the Cancer Diagnosis and Treatment Centre at Kabul University of Medical Sciences, and supporting other academic fields. In conclusion, the minister invited the ambassador to visit Afghanistan’s educational institutions and the Cancer Diagnosis and Treatment Center. The ambassador warmly welcomed the invitation.

شیخ‌ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب وزیر تحصیلات عالی، در دفتر کارش با سفیر کشور قطر مقیم کابل دیدار و گفت‌وگو کرد. در این دیدار، وزیر تحصیلات عالی ضمن خوش‌آمدگویی به سفیر قطر، از سیاست‌های آن کشور در قبال نظام ا.ا افغانستان سپاسگزاری کرده، افغانستان و قطر را دو کشوری خواند که دارای مشترکات فراوان دینی و فرهنگی می ‌باشند. همچنان، وزیر تحصیلات عالی در رابطه به نظام تحصیلات عالی افغانستان معلومات مفصل ارائه کرده، گفت که وزارت تحصیلات عالی افغانستان و در مجموع امارت اسلامی افغانستان، با درنظرداشت شریعت اسلامی و فرهنگ مردم این کشور، به آموزش‌های عصری و پیشرفت علوم متعهد می‌باشد. سپس محترم داکتر مردف بن علی القاشوطی، سفیر قطر مقیم کابل، طی صحبت های شان با اشاره به مشترکات دینی و فرهنگی میان دو کشور، گفت: «ما از پیشرفت افغانستان و تقویت تحصیلات عالی و معارف در این کشور خرسند می‌شویم». وی در ادامه صحبت‌هایش وعده سپرد که در راستای اعزام استادان آن کشور و سایر کشورهای اسلامی به افغانستان، تجهیز مرکز تشخیص و تداوی سرطان پوهنتون علوم طبی کابل و سایر بخش‌های علمی، همکاری و کمک خواهد کرد. در پایان این دیدار، وزیر تحصیلات عالی از سفیر کشور قطر دعوت کرد تا از نهادهای تحصیلی افغانستان و مرکز تشخیص و تداوی سرطان دیدار کند که این دعوت از سوی سفیر قطر به گرمی پذیرفته شد.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د قطر سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت د نظام په اړه د قطر له سیاستونو او دریځونو څخه مننه وکړه او افغانستان او قطر یې هغه دوه ملکونه وبلل چې ډېر ګډ دیني او فرهنګي مشترکات لري. همدارنګه د لوړو زده‌ کړو وزیر د افغانستان تحصیلي نظام په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د افغانستان د لوړو زده‌ کړو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت، د اسلامي شریعت او د دې ملک د خلکو د کلتور په پام کې نیولو سره، عصري زده ‌کړو او د علومو پرمختګ ته ژمن دی. وروسته په کابل کې د قطر سفیر محترم ډاکټر مردیف بن علي القاشوطي په خپلو خبرو کې د دواړو ملکونو ترمنځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: «موږ د افغانستان له پرمختګ او په دې ملک کې د لوړو زده‌ کړو او پوهنې له پیاوړتیا څخه خوشحالېږو» هغه د خپلو خبرو په دوام کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به د قطر او نورو اسلامي ملکونو د استادانو لېږلو، د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د تجهیز او په نورو علمي برخو کې همکاري او مرسته وکړي. د لیدنې په پای کې د لوړو زده‌ کړو وزیر د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان له تحصیلي نهادونو او د سرطان د تشخیص او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړي، چې د قطر سفیر یې دغه بلنه په تود هرکلي سره ومنله.

لوړو زده کړو وزارت د فتحې او استقلال ورځې په شانداره مراسمو سره ونمانځلې لوړو زده کړو وزارت «فتحه او استقلال د علم او هنر په هنداره کې» تر عنوان لاندې، په کابل پوهنتون کې ونمانځله، چې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین، د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، د مرکزي ریاستونو او پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون پکې کړی و. په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني محصلینو ته وویل چې ستاسو وروڼو، پلرونو او خپلوانو د دې اسلامي نظام د حاکمیت لپاره ځانونه ټوټه ټوټه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې عالي همت ولري او د اسلامي ارزښتونو د تطبیق لپاره کار وکړي. دغه راز د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین قاري مولوي محمد یونس راشد د اشغال پر مهال د زندان د وخت خاطرې بیان کړې او زیاته یې کړه چې دغه اسلامي نظام د شهادتونو، زندانونو، هجرتونو او نورو کړاوونو په پایله کې راغلی دی. همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې فتحه او استقلال د قربانیو، وینو، ستړیاوو او سلګیو په بدل کې راغلي او زیاته یې کړه چې ازادي په قربانیو اخیستل کېږي او په علم، قلم او مدبرانه قیادت سره ساتل کېږي، چې ساتنه یې اوس زموږ او ستاسو دنده ده. همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي محصلینو ته وویل چې خپل دین، عقیده او فکر وساتي او د خپل قلم، ژبې او علم په وسیله د کفارو پر وړاندې مقابله وکړي. د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې یوازې مؤمنان د الله تعالی په نصرت باور لري او زیاته یې کړه چې امریکا ځکه دلته ماته شوه چې زموږ جګړه ورسره یوازې د دین د حاکمیت په اړه وه، نه د دنیا د پاچاهۍ په اړه. د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د اشغال په اړه مستند، تمثیلي پارچې هم وړاندې شوې. نېټه: یکشنبه ۱۴۴۸ هـ.ق د ربیع الأول ۹ مه ۱۴۰۵ هـ.ش د سنبلې لومړۍ