قیمتی خبرې
Open in Telegram
"قیمتی خبری" ستاسو دباطنی روحانیت او پوهی په لټه کی راځی په دی لار کی دخپل ایمان دروازی پرانیزو او د الله ﷻ رضا ته لار ومومو داړیکی او تبادلی https://t.me/Apwnz
Show more5 512
Subscribers
No data24 hours
+117 days
-3030 days
Posts Archive
5 512
*کله چې اللهﷻ خفه شي*
*نو رزق درباندې نه بندوي*
*د سجدې توفیق درنه اخلي ..! 😔*
❤️🍃❤️🍃❤️
5 512
پنځه کارونه هره شپه وکړئ او ویده شئ!.
یوه ورځ رسول الله ﷺ حضرت علي رضي الله تعالی عنه ته وویل چې اې علي د شپې پنځه کارونه وکړه، بیا وېده شه.
۱- څلور زره دیناره صدقه ورکړه، بیا ویده شه.
څلور ځلې سورت فاتحه لوستل د څلور زره دینارو صدقې برابر ثواب لري.
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿١﴾ الْحَمْدُ لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿٢﴾الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٣﴾ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿٤﴾ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿٥﴾ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿٦﴾ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿٧﴾
۲- یو ځلې ټول قرآن کریم ولوله، بیا ویده شه.
دري ځلې د سورت اخلاص لوستل د یو ځلې قرآن کریم برابر ثواب لري.
قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾
۳- د جنت قیمت ورکړه، بیا وېده شه.
درې ځلې درود شریف لوستل د جنت د قیمت برابر دی.
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَآلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
۴- ددوو جګړه مارو ترمنځ سوله وکړه، بیا وېده شه.
لس ځلې استغفار ویل ددوو جګړه کوونکو ترمنځ د سولې برابر ثواب لري.
اسْتَغْفِرُ اللّهَ رَبِّىْ مِنْ كُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَ مِنْ الذَّنْبِ الَّذِىْ لا اَعْلَمُ اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الغُيُبِ وَ سَتَّارُ الْعُيُوْبِ و َغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَ لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىِّ العَظِيْم .
۵- یو ځلې حج وکړه، بیا وېده شه.
څلور ځلې درېیمه کلمه لوستل د حج برابر ثواب لري.
سُبْحَان لِلّه وَ الْحَمْدُ لِلّهِ وَ لآ اِلهَ اِلّا اللّهُ، وَ اللّهُ اَكْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلاَ قُوَّة ِلَّا بِاللّهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْم
5 512
مسکین ته د خیرات ورکولو په وخت کې دا فکر مه کوه چې ته د هغه دنیا سموې، بلکې په دې پوه شه چې هغه ستا اخرت سموې.💯
5 512
عبادت یوازې په لمانځه کې نه کیږي، بلکې عبادت په خوږه ژبه، نرمه لهجه، همدرد او عاجزانه چلند سره کیږي.
❤💫💫💫❤💫💫💫❤
5 512
کله چې عقل لاره ورکه کړي، نو خپل زړه د الله ذکر ته وسپاره؛ ځکه چې رښتینی سکون یوازې الله سره په مینه کې دی، نه په بحثونو کې. ❤️✨
5 512
که په یو انسان کې دې نیکي ولیده نو بیان یې کړه، خو که نیمګړتیا دې ولیده نو ستا د نیکي امتحان دی. 🌸
ژباړه همکار
5 512
که په یو انسان کې دې نیکي ولیده نو بیان یې کړه، خو که نیمګړتیا دې ولیده نو ستا د نیکي امتحان دی. 🌸
5 512
د سړی لپاره اصلي نرتوب دا دی، چې سړی پنځه وخته لمونځ د سړیو سره په جماعت کې وکړي، د پیغمبر ص په شان سیرت ولري او عمل/چلندونه یې د قران په شان وي.
5 512
که مسؤول شوې، د پلار قدر به در معلوم شي👨👦
که ناروغ شوې، د روغ صحت په قدر به پوه شې! 🏥
که سخت کار ته دې مخه شوه زړه به دې غټ شي💪
که دوکه دې وخوړه، هوښیار به شې🧠
که ناتوانه شوې، د خپل خالق په قدر به پوه شې! 🤲
که ولوېدې، د پورته کېدو احساس به درته پیدا شي! 🔄که غریب شوې، خلک به وپېژنې! 💔
که مزدور شوې، حوصله به زده کړې! 🛠️
❤️ که لایک ورکړې، خوشحال به شم! 👍
> *⋆⁺₊𝐃𝐫 Habibi🌹⋆⁺⋆*
5 512
که ځواکمن شخصیت غواړې؟ نو دا څلور عادتونه خپل کړه!
۱. لږ خبرې، ډېر عمل وکړه:
تل هڅه وکړه چې ژمنې دې په عمل بدل شي. خلک د خبرو نه، بلکې د کړنو درناوی کوي.
۲. خپل حدونه وټاکه:
هر چا ته “هو” مه وایه. کله چې اړتیا وي، په درناوي سره “نه” ویل زده کړه. دا ستا ارزښت لوړوي.
۳. احساسات کنټرول کړه:
غوسه، خپګان او خوشالي ټول طبیعي دي؛ خو هغه څوک دروند وي چې احساسات یې د عقل تر کنټرول لاندې وي.
۴. خپل وخت ته ارزښت ورکړه:
بې ځایه مجلسونه، بې ګټې بحثونه او د موبایل ضایع کوونکی استعمال کم کړه. منظم انسان تل محترم وي.
• شخصیت په شور نه جوړیږي، بلکې په سکون، نظم او دوام جوړېږي.
❤️🌸⚡️🖇❤️
❤️🌼🖇⚡️❤️
5 512
وایي، د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه توی شو، یو مېږی چې له لارې تېرېده، پرې برابر شو، شات یې چې وڅکل، ډېر خوند یې ورکړ، مېږي داسې خوندور شات کله هم نه و خوړلي؛ خو بل ځای یې کار و، او باید تللی وی، نو روان شو. مېږی روان و خو په خوله کې یې لا هم د شاتو خوند پاتې و او په ټوله لاره کې یې پر بل هېڅ شي فکر نه شوی کولی. بالاخره د شاتو خوږوالي اړ کړ چې بېرته وګرځي، کله چې راغی، په ډېر حرص یې د شاتو په خوړلو پیل وکړ. له ځان سره یې وویل: «راځه ښه په مړه خېټه یې وخورم.» په همدې نیت د شاتو د څاڅکي منځ ته ورغی. خوند یې دومره زیات و چې مېږی له هر څه بېخبره شو. یو څه وخت وووت؛ ناڅاپه پوه شو چې لاس او پښې نه شي خوځولی، ځکه شاتو یې ټول وجود نیولی و. مېږی ورو ورو په څاڅکي کې ډوب او مړ شو.
کله کله (لږ) تر (ډېر) غوره وي. څوک چې په خپله اړتیا قانع نه وي، د خپلو غوښتنو په لومه کې ګېرېږي. هوښیار هغه دی چې له ژونده خوند اخلي، خو په خوندونو کې ځان نه ډوبوي.
حتمن ېې ولولی۔
https://t.me/Apwnz
5 512
که ذهن ارام وي هره ستونزه ورته وړه ښکاري او که ذهن نا ارامه وي، نو کوچنۍ خبره هم طوفان جوړېږي.
5 512
هیڅکله د چا شخصیت ته د هغه دجامو له نظره مګوره.....❤
شاید هلته تر زړو جامو لاندی یو شتمن زړه پټ وی ......✋🏻🖤💚💕
5 512
که انسان لږ پر خپل ځان ژور فکر وکړي،
نو به پوه شي چې تر ټولو لوی ظلم همدا دی,
چې موږ یې پر خپل ځان کوو؛
ځکه چې د لنډ مهاله مینې
او موقتي اړیکو لپاره،
کلونه کلونه مونږ خپل روح او ځان
په درد او اذیت کې ساتو.
🖤💎
