ده فتحې آذان
Open in Telegram
2 423
Subscribers
No data24 hours
-107 days
-4630 days
Posts Archive
2 423
په افغانستان کې د روسيې سفیر د خپل حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې د روسيې فدراسيون د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.
2 423
د افغانستان اسلامي امارت ۷۵ تنو معلولینو ته مصنوعي پښې چمتو او په بریالۍ توګه نصب شوې.
۶ محرم ۱۴۴۷ هـ ق
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندانۍ له لوري د هندوستان د بشرپالې مؤسسې جایپور (BMVSS) په همکارۍ، په آریانا هوټل کې یو موقتي پنځه ورځنۍ مرکز جوړ شوی و، چې هدف یې د معلولینو لپاره د مصنوعي غړو (پښو) جوړول او نصب و.
په دغه پنځه ورځني مرکز کې، د جایپور مؤسسې د متخصصینو او د روغتیایي چارو قومندانۍ د العمر د مصنوعي غړو جوړونې ټیم له لوري ۷۵ تنو معلولینو ته مصنوعي پښې جوړې او په بریالۍ توګه نصب شوې او همداراز د هندي مؤسسې متخصصینو خپل مسلکي تجربې له افغان ټیم سره شریکې کړې.
معلولینو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د خپل وضعیت او اړتیاوو په پاملرنه خوښي وښوده او له نصب شوو پښو سره یې فزیکي حرکات لکه بایسکل چلول او ځغستل تمرین کړل.
په پای کې د جایپور مؤسسې له لوري د روغتیایي چارو قومندانۍ د العمر د مصنوعي غړو د جوړولو ټیم وستایل شو او د قدردانۍ اسناد ورکړل شول.
#د عامه چارو او روغتیایي نشراتو مدیریت.
2 423
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مږده بې حسابه
#رحمان_بابا
2 423
تجربه ئې کړئ!
د قوي دښمنانو او عظيمو ستونزو په وړاندې به ارادې قوي وساتئ؛ خو د طمعې پر وخت قوي ارادې نسی ساتلای.
2 423
په شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د ناروغانو د ذهني او روحي آرامتیا لپاره یو ځانګړی او آرامه چاپېریال برابر شوی دی.
ایجاد محیط متفاوت آرام بخش روحی و روانی مریضان در شفاخانه کمپلکس شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستر آماده گردیده است.
#د روغتیایي چارو قومنداني د عامه اړیکو او روغتیایي خپرونو مدیریت.
2 423
خیر که شتمن خلګ دې نه پیژني!
باک نه کوي چې یو څوک له دنیا ولاړ شي، خلک یې هیر کړي او هیڅوک یې هم یاد نه کوي، همدا بس ده چې جومات ته تللې لار او د سجدې ځای درپسې وژاړي، او همدا بس ده چې هغه خوار او غریب دې یاد کړي، چې تا یې زړونه خوشحالول او ښېګڼه دې ورسره کوله!
♥️ ✅ㅤ 📩 🤍
ˡᶦᵏᵉ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ
2 423
چې نه پرهار شي نه په دار شي ځواني.
د څـــــه لپـــاره بـه پکـــار شي ځــواني.
ځواني هغه ده چې ښه و ځورېږي.
او بیا د خدای (ج) له دینه ځار شي ځواني.
تقبله الله
2 423
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا په ټول هېواد کې د ۱۸۰۰۰۰ یولک او اتیازره جریبه ځمکې طرحه تاید شوه چې له مخې به یې یاده ځمکه د مالدارۍ او چرګانو ساتلو د فارمونو لپاره خصوصي سکتور ته په واک کې ورکول کیږي، تر څو په هېواد کې د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت وده وکړي
#ذبیح الله مجاهد
2 423
د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ او د (COFO او KBU) مؤسسو ترمنځ د تداوۍ په برخه کې هوکړه ليک لاسلیک شو
۱۴۴۶ د ذوالقعدې ۲ مه
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لارښوونې او هدايت په اساس د (COFO او KBU) خیریه مؤسسو سره چې "ماشومان موږ ته اړتیا لري" او "ماشومان زموږ راتلونکي دي" تر نومونو لاندې فعالیت کوي، د تداوۍ په برخه کې د ستر درستیز د روغتیایي چارو قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار " له لوري ورسره هوکړه ليک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې یادې خیریه مؤسسې کولای شي هغه ماشومان چي سوء شکل(بدني کږوالی)، ارتوپیدي، د زړه سوري عملیات، سوختګي، د سترګې، غوږ، پوزې او ستوني عملیات، د اعصابو جراحي، یورولوژي او عمومي جراحي ناروغیو سره مخ دي د شهید سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د داخلي او بهرنیو متخصصینو لخوا د ځانګړي تخفیف تر چتر لاندې تداوي کړي.
د یادولو ده چې له دې وړاندې په دغه برخه کې ماشومان د همدې مؤسسو له خوا د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل، چې د درملنې لګښتونه یې ډېر لوړ وو؛ اوس به دغه تخصصي درملنه دننه په هېواد کې د شهید سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې تر سره کیږي.
#ملي_دفاع_وزارت
2 423
دوه شيان تاسو تعريفوي چې تاسو څوک ياست:
۱ـ ستاسو صبر کله چې تاسو هيڅ نه لرئ
۲ـ ستاسو اخلاق کله چې تاسو هر څه لرئ
2 423
Repost from 📚راځى مطالعه 📖وکړو👨💻
دوه شيان تاسو تعريفوي چې تاسو څوک ياست:
۱ـ ستاسو صبر کله چې تاسو هيڅ نه لرئ
۲ـ ستاسو اخلاق کله چې تاسو هر څه لرئ
#مخلص
2 423
https://x.com/Modcmh400Beds?t=E0-4P4mCdRe0GEUpv5m2pw&s=0
د ستر درستیر د روغتیایي چارو قومنداني...!
2 423
رییسالوزرا محترم ملا محمد حسن اخند د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت رییسالوزرا د پاکستاني پلاوي هرکلی کړی او د سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره یې د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
دې کتنه کې رییسالوزرا زیاته کړې، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو.
رییسالوزرا د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه ویلي، چې پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هېواد په توګه د اسلامي او نړیوالو اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.
دغه راز رییسالوزرا پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي، د اسلامي امارت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده، پاکستان کې ناامني نه غواړي او قول او عمل یې یو دی.
ورته مهال ښاغلي ډار ویلي، چې پاکستان غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې لمنځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي.
2 423
نن د سهار پنځه بجې او درې څلویښت دقیقې په افغانستان کې د زلزلې ټکانونه خلکو احساس کړل.
د یوشمیر نړیوالو جیولوجي سروې مرکزونو په باور دا زلزله د ریښتر په کچه پنځه اعشاره نهه درجې وه.
د دې زلزلې مرکز د کابل په شمال ختیځ کې نژدې دوه سوه کیلومتره لرې په بدخشان کې د هندوکش په غرونو کې و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
2 423
نږدې ۵۰۰ افغان مجاهدین له ګڼ شمېر پوځي وسایطو څخه په ګټې اخیستنې عمري پنډ غالي کې افغان کډوالو ته په خدمت بوخت دي.
#ملي اسلامي اردو
