en
Feedback
حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور

حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور

Open in Telegram

حل سوالات جالب ریاضی https://t.me/mathematicsSolutions1

Show more
569
Subscribers
-124 hours
-47 days
-1130 days
Posts Archive
له ملگرو سره يې د ثواب په موخه شریک کړئ! مدني ژوند:(وروستۍ برخه) لیکنه او ترتیب: پوهندوی مولوي احسان الله ناصح مدينې ته په رسيدو يې د مدینې نوم بدل کړ، د ابويوب انصاري په کور کې ديره شو، هلته يې هم لومړی د مسجد ډبره کيښوده، څو ورځې وروسته يې ورپسې کورنۍ هم راغلې، په مدينه کې درې ډوله خلک وو، مسلمانان، مشرکان، او يهود، دلته د اسلامي دولت د بنسټ ډبره کيښودل شوه، له دې وروسته د جګړه مارو سره د جهاد اجازه وشوه، د بدر له غزا مخکې څلور وارې رسول الله په خپله او درې ځلې يې د نورو په مشرۍ وسله وال ټولګي ليږلي وو، د هجرت په دوهم کال د رمضان په اوولسمه د بدر غزا رامنځ ته شوه، په درېيم کال د شوال مياشت کې د احد غزا وشوه، چې (۳۰۰۰) مشرکان او(۷۰۰) مسلمانان سره په جګړه کې ښکيل وو، ۷۰ مسلمانان شهيدان او (۳۷) مشرکان ووژل شول، د هجرت په څلورم بنو نضيررسول الله صلی الله عليه وسلم سره د خيانت له امله له مدينې وشړل شوه،په پنځم کال ټول کافران د متحدې جبهې په شکل د مسلمانانو په خلاف راجمع شول چې له مرګ ژوبلې پرته د کافرانو په ماتې پای ته ورسيد، چې د مسلمانانو سره د خيانت له امله بنوقريظه هم محاصره شول چې بيا يې نارينه ووژل شول او ښځې يې وينزې ماشومان يې غلامان مسلمانانو ته په لاس ورغلل، د هجرت په شپږم کال د بني المصطلق غزا وشوه چې پکې د افک واقعه هم منځ ته راغله، د همدې کال ذوالقعدې مياشت کې د حديبيې سوله وشوه، رسول الله په همدې کال د نړۍ بيلابيلو پاچاهانو ته ليکونه وليږل، په اوم کال خيبر فتح شو، د تير کال د عمرې قضايي هم راوړل شوه، په اتم کال د موته غزا رامنځ ته شوه، په همدې کال د رمضان په مياشت کې د مکې قريشو د خيانت له امله رسول الله صلی الله عليه وسلم مکې ته لس زره صحابه وو سره فاتحانه ننوت، د همدې کال د شوال په (۱۶) نېټه د حنين غزا وشوه، د هجرت په نهم کال د رجب مياشت کې د تبوک غزا منځ ته راغله په دې غزا کې (۳۰۰۰۰) صحابه شامل وو چې پنځوس ورځې وخت يې ونيولو. د هجرت په نهم کال د ابوبکر صديق ترمشرۍ لاندې حج تر سره شو. د هجرت لسم کال د ذوالقعدې په مياشت کې د حج د ادا کولو لپاره له مدينې روان شو او د ذوالحجې په څلورمه مکې ته ورسيد، د حج مراسم يې ترسره او د حج طريقه او نور اسلامي قوانين مسلمانانو ته بيان کړل. د هجرت په يوولسم کال د صفرې (۲۹) نېټه د دوشنبې په ورځ مريض شو ، د همدې کال د ربيع الاول د مياشتې په (۱۲)نېټه د د دوشبنې په ورځ د هجرې قمرې کال په حساب (۶۳) کالو او درې ورځو او هجري شمسې په حساب د(۶۱) کالو او (۸۴) ورځو په عمروفات شو. انا لله و انا اليه راجعون.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان لومړی او تاریخي بری دی ټولو هېوادوالو ته مبارک وي. د ګران افغانستان 🇦🇫 د م
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام کې د افغانستان لومړی او تاریخي بری دی ټولو هېوادوالو ته مبارک وي. د ګران افغانستان 🇦🇫 د ملي لوبډلې د نورو بریاو لپاره دعاوې کوو.

سبا د خوږ پیغمبرﷺد زوکړې ورځ ده، تاسې دا لیکنه تر پایه ولولئ او د ملگرو سره يې د ثواب په نیت شریکه کړئ!! د نبيﷺمکي ژوند په څو نقطو کې: لیکنه او ترتیب:پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د نبي عليه السلام مبارکه زوکړه او مکي ژوند يې: محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصی بن کلاب بن مرة بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر(د فهر لقب قريش وو نو ځکه د قريشو خاندان ده ته منسوبيږي). موريې امنه بنت وهب بن عبدالمناف بن زهرة بن کلاب بن مرة وه او په کلاب بن مرة کې يې له رسول الله سره نسب شريکيږي. پلاريې دده له زيږيدو وړاندې وفات شوی وو، د دوشنبې په ورځ د فيل په کال(۵۷۱م) April 20 نېټه د ابوطالب کور کې پيدا شو، نيکه يې نوم ورباندې محمد کيښود، د مور وروسته ورته د ابولهب وينزې ثويبې شيدې ورکړې.بيا د رضاعت لپاره حليمي ته ورکړل شو. په 4 کلنۍ کې يې سينه د فرشتو له خوا څېرې شوه، په شپږ کلنۍ کې يې مور د مکې او مدينې منځ کې وفات شوه، په اته کلنۍ کې يې نيکه وفات شو، په دولس کلنۍ کې يې تره له ځان سره شام بوتلو، هلته بحيرا راهب دده د پيغمبرۍ وړاندوينه وکړه، په شل کلنۍ کې يې د ترونو سره د فجار په جنګ کې ګډون وکړ، له دې وروسته د فضول تړون وشو، په (۲۵) کلنۍ کې د خديجې مال سره شام ته لاړو غلام يې ميسره هم ورسره وو. له دې سفر وروسته ورته خديجې د نفسيې په خوله د واده پيغام ورکړ. بيا حمزه د خواستګارۍ لپاره ورغی او ابوطالب نکاح وتړله مهر يې(۵۰۰) درهمه وو، له دې څخه يې اووه اولاده پيدا شو، ۳۵ کلنۍ کې يې کعبه بيا ورغيده، د وحی له راتلو مخکې به يې رښتينې خوبونه ليدل،کله چې څلويښت کلن شود حراء په غار کې ورته (۶۱۰ م کال اګسټ په (۱۰) وحی راغله، له دې وروسته وحی يو څه بنده شوه، ۴۰ ورځې وروسته بيا شروع شوه، اولني مسلمانان خديجه، ابوبکر، علي، زيد وو، درې کاله يې پټ دعوت وکړ، د نبوت په څلورم کال يې دعوت ښکاره شو، په شپږم کال حمزه او عمر مسلمانان شول، په اووم کال په شعب ابي طالب کې بنديان شول، په لسم کې دغه معاهده ختمه شوه خو ابوطالب او خديجه دواړه وفات شول نو دغه کال د غم د کال په نوم ونومول شو. په دغه کال يې د مکې څخه بهر دعوت پيل کړ، په يوولسم کال يې حضرت عائشې سره کوژدن وکړه، په دولسم يا په ديارلسم کال د معراج واقعه پيښه شوه. په ديارلسم کال يې د ابوبکر سره يو ځای هجرت مدينې ته پيل کړ، د مکې څخه پنځه ميله ليرې په غار ثور کې درې ورځې تم شو، عبدالله بن ابي بکر به احوال اخيسته، عامر بن فهيره ورته شيدې راوړلې، او اسماء ورته د سفر سامان راوړلو، درې ورځې وروسته ورته لارښودونکی عبدالله بن اريقط راغی او د مدينې په لور روان شول، د ربيع الاول په اتمه دوشنبې په ورځ قبا ته ورسيدل.او دلته يې د مسجد ډبره کيښودله. مدني ژوند به سبا نشر شي ...

کسی زنده؟👀