cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

خبرگزاری باختر

🔹️اخــباردقـیق مـــوثق وبه مـــوقع افـــغانستان وجـــهان را بـــامــا دنبال کنید. 🔹️مادرتلاش هستیم تااز تازه ترین ها شمارا آگاه سازیم 🔹️پوشش لحظه به لحظه

Show more
The country is not specifiedFarsi194 923News & Media29 275
Advertising posts
253
Subscribers
No data24 hours
-47 days
-2230 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

په نشه يي توکو د روږدو ۱۱۳ کسانو درملنه وشوه کابل، د زمري ۲۹مه، باختر کورنيو چارو وزارت په کابل او بغلان ولايتونو کې په نشه يي توکو د روږدو ۱۱۳ کسانو د درملنې خبر ورکړی دی. دغه وزارت د یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۶۰ تنه په نشه‎يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د دغه ولایت د روږدو کسانو په کمپونو کې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۵۳ تنه روږدي کسان چې پخوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د ټاکل شوې کمېټې له خوا تر درملنې او مسلکي زده کړو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال هم په ټولو ولایتونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده.The post په نشه يي توکو د روږدو ۱۱۳ کسانو درملنه وشوه first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
يو بهرنی شرکت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا پر تولید پانګونه کوي کابل، د زمري ۲۹مه، باختر د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن د اس. کا. ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ياد هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې د دغه شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ. په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.The post يو بهرنی شرکت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا پر تولید پانګونه کوي first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
د اسلامي امارت اقتصادي کمېسيون د بې کيفيته او غير قانوني درملو د واردولو د مخنیوي کړنلاره منظوره کړه کابل، د زمري ۲۹مه، باختر د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه . په یاده نوبتي ناسته کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ او اقتصاد وزارت په سکرتریت دې د اقتصادي کمېسیون له غړیو وزارتونو او ادارو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه او د ټولو دولتي ادارو کړنلارو او پلانونو ته په کتو دې د یادې ستراتیژۍ مسوده وروستۍ او د منظورۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت استازي په ګډون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د کجکي بند اړوند د استملاک شویو ځمکو د چارو عملي کېدو، د پاتې ځمکو استملاک او د بند په کاسه کې د رسوباتو د پاکولو د امکاناتو ارزونې په موخه دې سیمې ته سفر وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدارنګه په یاده ناسته کې د افغانستان بانک په مشرۍ د مالیې او کانونو او پټرولیم وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د زرګرانو اتحادیې له استازو سره په ګډه له هېواد څخه د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په موخه هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي. د غونډې په پای کې د بې کیفیته او غیر قانوني درملو د واردولو او قاچاق د مخنیوي کړنلاره منظوره شوه. د دغې کړنلارې د پلي کولو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مرستیالانو په کچه یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې دغه کړنلاره له منظورۍ وروسته پلې کړي.The post د اسلامي امارت اقتصادي کمېسيون د بې کيفيته او غير قانوني درملو د واردولو د مخنیوي کړنلاره منظوره کړه first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ډالرو ته را کم شو کابل، د زمري۲۹مه، باختر د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو پر صادراتو د ګمرکي محصول د کموالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې، د صادراتي ډبرو سکرو پر هر ټن ګمرکي محصول له ۴۵ ډالرو څخه ۳۰ ډالرو ته راښکته شوی دی. په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه وزارت د دې ترڅنګ د ډبرو سکرو هر ټن “رويالتي تعرفه” له ۲ زره ۵۰۰ افغانيو څخه ٢ زره ٢٠٠ افغانيو ته راټيټه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې د ډبرو سکرو د صادراتو د ګمرکي محصول او رویالتي تعرفې کمښت د ډبرو سکرو نړيوال نرخ ته په کتو د هېواد د صادراتو د زياتوالي، سوداګرو ته د آسانتياوو رامنځته کولو او د پانګوالو د هڅونې په موخه رامنځته شوي دي.The post د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول له ۴۵ څخه ۳۰ ډالرو ته را کم شو first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
په هېواد کې، له نږدې څلور زره خصوصي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه شوې ده کابل، د زمري ۲۹مه، باختر د عامې روغتیا وزارت مسئولین وايي چې په تېر یوه کال کې، د هېواد په کچه له درې زره ۸۹۰ خصوصي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه او ارزونه شوې ده. د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د دغه وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او د دغه وزارت راتلونکي مهم پلانونه له رسینو سره شریک کړل. په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د دغه وزارت د ستراتيژیکو موخو او اساسي لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې د هېواد په کچه له درې زره ۸۹۰ خصوصي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه او ارزونه کړې ده چې د روغتیايي مقرراتو د تخلف له امله ۲۰ خصوصي روغتونونو، درې تشخیصیه او سراپا شخصي کلینیکونو ته لیکلې توصیې، درې شخصي لابراتوارونو ته لیکلې اخطاریې او د جواز د اسنادو د طي مراحل کولو لپاره له ۱۳۳ روغتیايي مرکزونو څخه لیکلې ژمنې اخیستل شوې دي. ډاکټر عباد زیاته کړه چې د جواز د نه شتون له امله د ۵۷۵ روغتیايي مرکزونو بېلابېلې څانګې تړل شوې، ۶۸۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو ته د فعالیت جواز صادر شوی، شپږ زره ۷۴۲ روغتیايي پرسونل ته د فعالیت جواز صادر شوی او څه د پاسه ۱۳ زره محصلینو او متعلمینو ته د ناروغۍ تصدیق پاڼې ورکړل شوې دي. د عباد په وینا، په یاده موده کې، د هېواد د روغتیايي مرکزونو له لارې د سراپا په برخه کې نږدې ۸۰ میلیونه، داخل بستر کې نږدې دوه میلیونه، د لوی جراحي عملیاتو په برخه کې شاوخوا ۳۰۰ زره او د زېږون په برخه کې څه د پاسه یو میلیون تنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. د ډاکټر عباد د معلوماتو له مخې؛ په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه، په نشه يي توکو د څه دپاسه ۳۹ زره روږدو کسانو درملنه شوې؛ څه د پاسه ۳۹۰ زره کسانو ته د نشه يي توکو د زیانونو په اړه پوهاوي ورکړل شوی او څه د پاسه ۲۰ زره ناروغانو ته د امبولانس خدمات وړاندې شوي دي. د هغه په خبره، په تېر يوه کال کې له پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د پوليو واکسينو ۱۲ پړاوونه پلي شوي او په هېواد کې د پولیو دوه مثبت واقعات ثبت شوي دي. همدا رنګه، ۱۵ میلیونه کسانو ته د کووېډ – ۱۹ واکسین ورکړل شوی چې له دې جملې ۱۴،۲ میلیونو یې بشپړ معافیت ترلاسه کړی؛ د کووېډ -۱۹ تر ۵۰ زره واقعات تشخیص شوي او له دې امله ۴۹۳ تنه مړه شوي دي. د ډاکټر عباد د څرګندونو له مخې؛ عامې روغتیا وزارت، هېوادوالو ته د لا ښو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د بېلابېلو روغتیايي پروژو د عملي کولو په موخه له ملي او نړیوالو مؤسسو سره ۳۰۹ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او ورته د غوره چاپېریال او خدمتونو وړاندې کولو زمینه یې برابره کړې ده. د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه، د روغتیايي جوازونو وېشل، د مور او ماشوم د روغتیا ښه کولو او تغذي حالت ته ځانګړې پاملرنه، د ملي تخصصي او فوق تخصصي روغتونونو رامنځته کول، په ولسوالیو کې د ۳۱۰ عمومي روغتونونو جوړول، د ۲۰۰ نیمګړو روغتیايي پروژو بشپړول او د روغتیا په برخه کې د ملي او بین المللي روغتیايي سمپوزیم جوړول، د دغه وزارت راتلونکي مهم پلانونه وبلل. د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې عامې روغتیا وزارت ته څه د پاسه ۴،۲ میلیارده افغانۍ بودجه ورکړل شوې وه چې له دې جملې څه د پاسه ۳،۶ میلیارده یې عادي او څه د پاسه ۵۷۶ میلیونه یې پرمختیايي بودجه وه. دغه وزارت توانیدلی چې ۵۴ سلنه خپله بودجه مصرف کړي. دغه راز د عامې روغتیا وزارت په تېر مالي کال کې څه د پاسه ۱۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې یې سپارلي دي. وهاجThe post په هېواد کې، له نږدې څلور زره خصوصي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه شوې ده first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
د منځنۍ آسیا له ۱۷ کلونو کم عمره د فوټبال سیالۍ؛ افغانستان له قرغزستان سره لوبه کوي کابل، د زمري ۲۹مه، باختر د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله نن د مرکزي آسیا په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له قرغزستان سره ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال له له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې مشر روزونکي فيض محمد فيضي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې لوبغاړي يې دې لوبې ته چمتو دي او د لوبې لپاره به میدان ته ښکته کېږي. نوموړي په دغو سياليو کې د آسيايي پياوړو لوبډلو شتون ته په اشارې سره وويل، چې د مرکزي آسیا د فوټبال سیالۍ نن د تاجکستان په کوربه توب پیلېږي. د یادونې وړ ده، چې دغو سیالیو کې د افغانستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او قرغزستان لوبډلې ګډون لري.The post د منځنۍ آسیا له ۱۷ کلونو کم عمره د فوټبال سیالۍ؛ افغانستان له قرغزستان سره لوبه کوي first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو خپرونو ته کتنه کابل، د زمري۲۹مه، باختر یو شمېر کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو په خپلو نننیو خپرونو کې د سیمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي. د باختر آژانس خبریال د دغو سایټونو خپرونو ته کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړی دی. د طلوع نیوز خبري سایټ د « د اسلامي امارت له لوري د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کالیزې نمانځنه» تر عنوان لاندې لیکلي دي. د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ۱۰۴مه کالیزه د ملي دفاع په وزارت کې ونمانځله. دغه مراسم د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو له لوري د آزادۍ څلي په څنډه کې د ګلونو ګېډیو په اېښودلو سره پیل شول. په دغو مراسمو کې د هېواد د خپلواکۍ پر یووالي او ساتنې ټینګار وشو او له نړۍ سره د افغانستان پر تعامل خبرې وشوې. د اسپوتنیک خبري سایټ «هند افغانستان ته ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي لېږلي دي» تر عنوان لاندې لیکلي دي. هندي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ۲۰۰ ټنه درمل او طبي توکي لېږلي دي. د هند حکومت دغه راز د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ کال مالي بودجه کې له افغانستان سره د مرستې په موخه دوه میلیارده هندۍ کلدارې هم ځانګړې کړې دي. د شفقنا افغانستان خبری سایټ « د افغانستان اسلامي امارت: موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د شریعت پر اساس په سالمو اړیکو باور لرو» ترعنوان لاندې لیکلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي شریعت له مخې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر سالمو اړیکو باور لرو.The post کورنیو او بهرنیو خبري سایټونو خپرونو ته کتنه first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
مهاجر فراهي: هره اداره مسوولیت لري چې خپلې ټولې کړنې له رسنیو سره شریکې او له خبریالانو سره همکاري وکړي کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي هرات کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د اورېدو په موخه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د خبریالانو د کارتونو د وېش، د خبریالانو او رسنیو پر ستونزو، د رسنیو د اړتیاوو او رسنیو پورې اړوندو مواردو باندې بحث او خبرې وشوې. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي یاد کنفرانس کې وویل، چې په پلازمېنه کې خبریالانو ته د کارتونو د وېش لرۍ پیل شوې او په ولایتونو کې به هم ژر پیل شي. فراهي زیاته کړه، د خبریالانو کارتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سایت سره به وصل او د خبریالانو لپاره به ځانګړې آسانتیاوې لري. نوموړي وویل، چې هېڅ اداره له استثنايي مواردو پرته د خبریلانو په کارونو کې د مداخلې حق نه لري. فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې وویل، چې هره اداره مسوولیت لري چې د خپلې ټولې کړنې رسنیو سره شریکې او له خبریالانو سره همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې په اړه هم خبرې اترې وشوې.The post مهاجر فراهي: هره اداره مسوولیت لري چې خپلې ټولې کړنې له رسنیو سره شریکې او له خبریالانو سره همکاري وکړي first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
تېره اوونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي کابل، د زمري ٢۹مه، باختر د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د زمري له ۲۰– ۲۶مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۳ زره او ۱۵۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۲ زره او ۳۹۲ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴ زره ۲۳۳ مټریک ټنه او دغه راز د تورغونډۍ بندر له لارې ۶ زره او ۵۳۴ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۳ زره او ۱۵۹ مټریک ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د نږدې ۸۷ زره ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.The post تېره اوونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...
د افغانستان بانک ۱۴ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي کابل، د زمري ۲۹مه، باختر د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د دوشنبې په ورځ د روان کال د زمري په ۲۹مه، (۱۴) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. دغه بانک باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملو قسمي ترسره کول مجاز نه دي او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يو ځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر د شاوخوا ۸۴ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.The post د افغانستان بانک ۱۴ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي first appeared on باختر خبری آژانس. @BakhtarNewsAgency
Show all...