مهاجر ایوبي
زمونږ چینل ته ښه راغلئ دلته به درته نوې شعرونه او زمزمې وخت پر وخت نشر کیږي. https://t.me/muhajerayobi123
Show more337
Subscribers
No data24 hours
-17 days
-430 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
🎼ترنم
د تخیــــــل کیسې نۀ رسمیږي
ژور ادراک دې خــــــبره واوره
اخلم الهام له خوږو سترکو دې
غم مې خوراک دې خبره واوره
🎙غــږ: قاري عمران الله نصرت وزیر
📝شعر: ایوبي مهاجر
ټلګرام چېنل
https://t.me/muhajerayobi123
مهاجر ایوبي
زمونږ چینل ته ښه راغلئ دلته به درته نوې شعرونه او زمزمې وخت پر وخت نشر کیږي.
https://t.me/muhajerayobi123غزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درد غیږه کې نیولم له سروره غورځېدم
ځواني وه! د همزولو له پېغوره غورځېدم
په مات زړه په یو ځای کې به ژوند څۀ معنا لرله
خاطر و د یو چا د سترګو، توره! غورځېدم
زۀ خپلې تواضع د عرش په مټو وم کلک کړې
د جهل د یارانو له غروره، غورځېدم
سیالي وه د ځوانۍ، او ما مُسکا نۀ شوه کوې
نو خود به د مجلس له خوند او شوره غورځېدم
تنګ شوې ستا دنیا کې ایوبي یمه ډیر خدایه!
یوه ورځ تر بلې به له زوره غورځېدم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ایوبي
۱ ذو القعدة ۱۴۴۵ هـ
@muhajerayobi123
❤ 5
د یو تللي نړېدلي غر یاد ته
غیږه دې رانۀ کړه او ولې شوې روان، په ورو ورو
زۀ دې فراق کړم په لیدو باندې پښیمان، په ورو ورو
دا انقلاب او خزان دواړه سکه وروڼه به وي؟
څوک یتیمان کړي ، له ګلشنه وړي ګلان، په ورو ورو
زیړ مازدیګر و او دیدن دې پکې هیڅ اونۀ شو
او ستا د یاد اوښکې مې راغلې په ګریوان، په ورو ورو
د علمیت ، تقوا، ایثار او د غیرت دنګ څلي
د غرو په څېر سړي نړیږي له کاروان، په ورو ورو
خلک شکمن دي بدګمانه دي او بام ته ګوري!
او زۀ په لاره کې لمدیږم په باران، په ورو ورو
رڼا مې تته شوله سترګو ته ، تیارې غیږ راکړه
نړۍ سقوط شوه؟ او که تۀ ځې له جهان، په ورو ورو
ستا ایوبي په ملا مات شوې دې قیام نه وتې
خواږۀ خواږۀ یاران یې شولو شهیدان،په ورو ورو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ایوبي
۲۰ شوال ۱۴۴۵ هـ
😢 5❤🔥 1❤ 1
البرق خپرندویه اداره وړاندې کوي
#ترنم
داغل به می یارانو د بدن ټپونه شپه کی
خوَلې به مې له مخ نه په پرهار رابهیدې
غږ: تسل مستغفر
شعر: مهاجر ایوبي
@albarq123
❤ 2
غزل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څۀ به اوایم جنابه! محترمه
د حالاتو اضطرابه! محترمه
رنګ لرې خوشبویي نۀ کوې دا ولې!
تمثیلي یاره! ګلابه! محترمه
ډیرې زده کړې مې لتا وکړې مننه!
د ژوندون ستړې کتابه! محترمه
څۀ د وخت له فرعونیانو دې باغیان کړو
مبـــارکه انقــــلابه! محترمه
چا ثبوت پیش نۀ کړ زما په تهمتونو
راته ډیر شو بې ځوابه، محترمه
سپین ویخته مړاوې څهره او زر غمونه
خراب شوې یې شبابه! محترمه
ایوبي! ته د خپل وصل کوثر ورکړه!
نور وتلې دې له تابه محترمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ایوبي
@Muhajerayobi123
❤ 5💔 4
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.