en
Feedback
ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Open in Telegram

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Show more

📈 Analytical overview of Telegram channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست (@arcsa) in the Pashto language segment is an active participant. Currently, the community unites 22 196 subscribers, ranking 2 625 in the Politics category and 15 291 in the Iran region.

📊 Audience metrics and dynamics

Since its creation on невідомо, the project has demonstrated rapid growth, gathering an audience of 22 196 subscribers.

According to the latest data from 08 September, 2026, the channel demonstrates stable activity. Although there has been a change in the number of participants by 461 over the last 30 days and by 2 over the last 24 hours, overall reach remains high.

  • Verification status: Not verified
  • Engagement rate (ER): The average audience engagement rate is 38.52%. Within the first 24 hours after publication, content typically collects 12.30% reactions from the total number of subscribers.
  • Post reach: On average, each post receives 8 546 views. Within the first day, a publication typically gains 2 729 views.
  • Reactions and interaction: The audience actively supports content: the average number of reactions per post is 15.

📝 Description and content policy

The author describes the resource as a platform for expressing subjective opinions:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Thanks to the high frequency of updates (latest data received on 09 September, 2026), the channel maintains relevance and a high level of publication reach. Analytics show that the audience actively interacts with content, making it an important point of influence in the Politics category.

22 196
Subscribers
+224 hours
+207 days
+46130 days
Posts Archive
سمنګان ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري، د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند د ۲۲ اداري او مسلکي بستونو د ازموینې پروسې څخه د ګومارنې ولایتي کمیټې حضور کې څارنه وشوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې لسګونو تنو په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې پایلې به یې وروسته اعلان شي.

د محلي امارتي ادارو کارکوونکو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه تخار، ننګرهار، بغلان، فاریاب، غزني، سمنګان، پنجشیر ولایتونو کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري د محلي ادارو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونې پروسې څخه څارنه ترسره شوه. دغه ارزونه کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا، کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ، پوهنتون، ښاروالۍ، پوهنې، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو، د المپيک کمېټې، بدنې روزنې او ورزش او راډیو تلویزیون امریتونو ۲۶۶ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو. د دې ارزونې موخه د کارکوونکو کاري وړتیا لوړول، د اړتیاوو تشخیص، د مسؤولیتونو روښانه کول، هڅونه، د کار کیفیت ښه والی او د خلکو د رضایت کچې لوړول بلل شوي دي.

نتیجه امتحان الکترونیکی دو مرحله ای کارشناس امور حقوقی، پروژه مس عینک ،وزارت معادن و پترولیم ، مورخ ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ به تعداد 7 تن
نتیجه امتحان الکترونیکی دو مرحله ای کارشناس امور حقوقی، پروژه مس عینک ،وزارت معادن و پترولیم ، مورخ ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ به تعداد 7 تن به مرحله مصاحبه راه یافتند

نتیجه امتحان الکترونیکی دو مرحله ای کارشناس امور حقوقی، پروژه مس عینک ،وزارت معادن و پترولیم ، مورخ ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ به تعداد ۶ تن
نتیجه امتحان الکترونیکی دو مرحله ای کارشناس امور حقوقی، پروژه مس عینک ،وزارت معادن و پترولیم ، مورخ ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ به تعداد ۶ تن به مرحله مصاحبه راه یافتند

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري بامیان، کندهار، لغمان، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د مرافعې محکمې، پوهنې، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاستونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند ۸۲ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

فراه ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري، د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند د ۲۷ بستونو د یوه مرحله ییزې ازموینې پروسې څخه د ګومارنې ولایتي کمیټې حضور کې څارنه وشوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې ۲۸۳تنو په ازموینه کې ګډون کړی وو، چې پایله کې ۲۷ تنه بریالي شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند، د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او د ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست د نظارت کارپوه، د کورنیو چارو وزارت د استازو حضور کې د (۲) ان ټي اې بستونو لپاره چې (۱۱) نوماندان یې درلودل، د مرکې پړاو څخه څارنه ترسره کړه. د مرکې د پایلو له مخې، (۲) تنه بریالي او (۸) تنه ریزرف وپېژندل شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند، د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست د نظارت کارپوهانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو حضور کې د (۷) بستونو د شارټ لېست بهیر څخه چې ۳۷۳ تنو ورته نوم لیکنه کړې وه، څارنه ترسره کړه. د یاد بهیر پایله کې (۵۲) تنه نوماندان په شرایطو برابر وپېژندل شول.

آگهی وزارت شهر سازی و مسکن به همکاری ریاست فرآهم آوری تسهیلات تعیینات و هماهنګی امور ولایات، ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی، ریاست عمومی اداره امور به منظور سپردن کار به اهل آن و ایجاد اداره سالم و مسلکی اینک به تعداد (۷) بست رتبه (۲) کمبود مرکزی خویش را از تاریخ ۲۴/ ۰۳/ ۱۴۰۵ الی ۳۱/ ۰۳/۱۴۰۵ مطابق تاریخ ۲۸/۱۲/۱۴۴۷ الی ۶/۱/۱۴۴۸ به اعلان می‌سپارد. کاندیدان واجد شرایط می توانند فورم درخواستی را از لینک ذیل به دست آورده، بعد از خانه پری به شکل PDFکه حجم آن بیشتر از MB ۵ نباشد به ایمیل آدرس (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ارسال نمایند. همچنان کاندیدان محترم میتوانند فورم کاریابی را بشکل حضوری از آمریت استخدام ریاست امور کارکنان وزارت شهرسازی و مسکن واقع مکروریان سوم مقابل مطبعه آزادی و از ریاست فرآهم آوری تسهیلات تعیینات و هماهنګی امور ولایات ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی واقع ناحیه پنجم، سرک قرغه، بین چهار راهی پوهنتون تعلیم و تربیه و چهار راهی قمبر، ایستګاه سه راهی دیوان بیګی، انستیتوت خدمات ملکی - کابل اخذ نموده و بعد از خانه پوری دوباره تسلیم نمایند. قابل ذکر است از ارسال فورم درخواستی به صورت آنلاین و حضوری خوداری نموده تا از تکرار فورم درخواستی در یک بست جلوگیری صورت گیرد. نوت: ضم نمودن کاپی اسناد تحصیلی، تجربه کاری و تذکرۀ تابعیت با فورم درخواستی حتمی میباشد. شماره های تماس: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ / وزارت شهر سازی و مسکن : ۰۷۸۹۶۵۰۵۰۶ لینک جدول بست های اعلان شده: https://drive.google.com/file/d/1u7_g_-04L2mXYaBw-AbJOHesShL8sdYj/view?usp=sharing لینک فورم درخواست به شکل پی دی اف: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing لینک فورم درخواستی به شکل ورد: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

خبرتیا د کور او ښار جوړولو وزارت د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۲) رتبه (۷) مرکزي خالي بستونه له ۲۴/۰۳/۱۴۰۵ څخه تر ۳۱/۰۳/۱۴۰۵هـ ش کال چې د ۲۸/۱۲/۱۴۴۷ څخه تر ۶/۱/۱۴۴۸ نېټې سره سمون لري اعلانوي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنليک فورمه له لاندېني لینک څخه ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوئ. همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه چې په دریم مکروریان کې د ازادي مطبعه ته مخامخ موقعیت لري، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ. د یادونې وړ ده غوښتونکي دي په یوه بست کې د غوښتنلیک فورمه په هم مهاله توګه په آنلاین او حضوري ډول د استولو څخه ډډه وکړي ترڅو د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي. یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکرې، تحصیلي او کاري تجربې اسنادو کاپي وړاندې کول حتمي دي. د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ / د کور او ښار جوړولو وزارت: ۰۷۸۹۶۵۰۵۰۶ د اعلان شویو بستونو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1u7_g_-04L2mXYaBw-AbJOHesShL8sdYj/view?usp=sharing په پي ډي اف ډول د غوښتنلیک فورمې لینک: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing د ورډ په شکل د غوښتننلیک فورمې لینک: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

د کارموندنې خبرتيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي، تخصصي او اداري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي. د اطلاعاتو ا
د کارموندنې خبرتيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي، تخصصي او اداري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو چارو رياست د اسلامي امارت د موخو د ترلاسه کولو، د وړتیاوو پر بنسټ د بشري سرچینو د پیاوړتیا او د یوې سالمې ادارې د رامنځته کولو په موخه ۵۴ دریم، څلورم او پنځم رتبه بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړي دي. پر شرایطو برابر او وړ کسان کولای شي، د یادو بستونو لپاره نوم‌لیکنه وکړي. د بستونو د شرایطو، د نوم‌لیکنې د مودې او اړینو اسنادو په اړه بشپړ معلومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په رسمي ویب سایټ https://moic.gov.af/ps/vacancies کې ترلاسه کولای شئ.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست له لوري نورستان کې روزنیزه غونډه جوړه شوه د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي ملکي خدمتونو ریاست اړوند د اداري پروسو ساده کولو ریاست له لوري نورستان ولایت کې د پېچلو اداري پروسو په تړاو روزنیزه غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د یاد ولایت مقام مسؤولینو، مرکزي پلاوي او د بېلابېلو سیمه ییزو امارتي ادارو د اداري پروسو ساده کولو د ټاکل شویو کمېټو (۱۲۶) تنو غړو په کې ګډون کړی وو. د غونډې پیل کې د نورستان مرستیال والي فیصل مختار، د ساده سازۍ د پروسې اهمیت، د اداري اصلاحاتو اړتیا، د خدماتو د وړاندې کولو، د کیفیت لوړولو او د مراجعینو د ستونزو د حل په برخه کې د دې پروسې پر ارزښت خبرې وکړې. همدارنګه یې له ټولو ادارو وغوښتل چې د ساده سازۍ پروسې تطبیق کې فعاله ونډه واخلي او د اداري چارو د لا ښه والي لپاره ګډ کار وکړي. د اداري پروسو ساده کولو ریاست د مرکزي پلاوي مشر د ساده سازۍ پروسو موخې، اړتیا او د ادارو رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ چې ساده سازي د اداري اصلاحاتو مهمه برخه ده او د عامه خدماتو د چټکتیا، شفافیت او اغېزمنتیا لپاره ارزښتناک رول لري. پای کې د اداري پروسو ساده کولو ریاست کارپوهانو له لوري د اداري پروسو ساده کولو په اړه پرېزنټېشن وړاندې شو، پریزنټېشن کې د ساده سازۍ مفهوم، موخې، اصول، د پروسو تحلیل او اصلاح لارې چارې، د ستونزو د تشخیص میکانیزمونه او د ساده سازۍ کمېټو مسؤولیتونه په تفصیلي ډول تشریح شول. غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.

کارشناسان ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات سمنگان و هلمند از پروسه شارت لیست ۱۰۲ بست ریاست های معارف این ولایات با حضور کمیته تعیینات ولایتی نظارت نمودند.

کارشناسان دفاتر اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات تخار، بدخشان و کنر از پروسه ارزیابی اجراآت وظیفوی ۶۹ تن از کارکنان ریاست های صحت عامه و معارف این ولایات نظارت نمودند و در این ارزیابی اجراآت، کارکرد کارکنان در سطح عالی و خوب ارزیابی گردید.

جوزجان ولایت کې د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولايتي دفتر کارپوهانو له لوري، د دې ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ۲۱ بستونو یو مرحله ییزې ازموینې له پروسې څخه د ګومارنې د ولایتي کمیټې حضور کې څارنه ترسره شوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې ۴۷۰ تنو ازموینه کې ګډون کړی وو.

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفتر له‌ لوري، فراه ولایت کې د انار درې ولسوالۍ اړوند (۲۴) تنو کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو چې په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د کارپوهانو له لوري د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې او ګزارش لیکنې برخو کې روزنه ورکول کېږي.

د معیار او کیفیت ادارې د ۳۵ بستونو د ګومارنې بهیر په شفاف ډول تطبیق شو د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند، د تعییناتو د اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو همغږۍ ریاست د نظارت کارپوهانو، د معیار او کیفیت ادارې استازو په شتون د یادې ادارې د ۳۵ بستونو د شارټ لېست بهیر څارنه تر سره کړه، یادو بستونو ته ۱۹۳۰ تنو نوم لیکنه کړې وه، چې د یاد بهیر له بشپړېدو وروسته ۱۱۴۵ تنه د راتلونکو پړاوونو لپاره د وړ نوماندانو په توګه وپېژندل شول. همدارنګه، د معیار او کیفیت ادارې د یادو (۳۵) بستونو لپاره، د دې ریاست د استازو تر څارنې لاندې د ۶۰۵ ګډونوالو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه، چې پایله کې یې ۱۳۲ تنه دویم پړاو (کاري مرکې) ته بریالي شول. ورپسې د یادو بستونو دویم پړاو (کاري مرکې) د تعییناتو د اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست تر مستقیمې څارنې او د اړونده ادارې استازو په ګډون ترسره شوې، په دې پړاو کې له هغو لسګونو تنو نوماندانو سره مرکې وشوې چې دویم پړاو ته یې لار موندلې وه، د پایلو له مخې ۳۰ تنه د لوړو نومرو په ترلاسه کولو سره د یادو بستونو لپاره بریالي وپېژندل شول او ۴۷ تنه د ریزرف نوماندانو په لېست کې شامل شول. د یادونې وړ ده چې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په وزارتونو او امارتي ادارو کې د ملکي خدمتونو اړوندو بستونو ته د رڼو او عادلانه ګومارنو پر عملي کولو خپلې ژمنتیا ته دوام ورکوي. دغه ریاست د ګومارنو دا بهیر د شفافیت د زیاتوالي او د انساني تېروتنو د کمښت او د مسلکي کادرونو د جذب په برخه کې یو اغېزمن او ارزښتناک ګام بولي.

کارشناسان ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات هلمند و دایکندی از پروسه شارت لیست ۵۴ بست ریاست معارف این ولایات با حضور کمیته تعیینات ولایتی نظارت نمودند. قابل یادآوری است که برای بدست آوردن این بست ها ۱۵۰۰ تن فورم درخواستی اخذ نموده بودند که در نتیجه ۱۲۰۳ تن واجد شرایط گردید.

نورستان ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري د یاد ولایت راډیو تلویزیون امریت اړوند یو بست تحریري ازموینې له پروسې څخه د ګومارنې ولایتي کمیټې حضور کې څارنه وشوه. یاد بست چې مخکې اعلان شوی و؛ د ترلاسه کولو لپاره یې ۶ تنو ازموینه کې ګډون کړی وو.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري ارزګان او کاپیسا ولایتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او عامې روغتیا ریاستونو اړوند د ۲۴ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو د مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.