en
Feedback
ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Open in Telegram

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Show more

📈 Analytical overview of Telegram channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست (@arcsa) in the Pashto language segment is an active participant. Currently, the community unites 22 188 subscribers, ranking 2 625 in the Politics category and 15 291 in the Iran region.

📊 Audience metrics and dynamics

Since its creation on невідомо, the project has demonstrated rapid growth, gathering an audience of 22 188 subscribers.

According to the latest data from 08 September, 2026, the channel demonstrates stable activity. Although there has been a change in the number of participants by 461 over the last 30 days and by 2 over the last 24 hours, overall reach remains high.

  • Verification status: Not verified
  • Engagement rate (ER): The average audience engagement rate is 38.52%. Within the first 24 hours after publication, content typically collects 12.30% reactions from the total number of subscribers.
  • Post reach: On average, each post receives 8 546 views. Within the first day, a publication typically gains 2 729 views.
  • Reactions and interaction: The audience actively supports content: the average number of reactions per post is 15.

📝 Description and content policy

The author describes the resource as a platform for expressing subjective opinions:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Thanks to the high frequency of updates (latest data received on 09 September, 2026), the channel maintains relevance and a high level of publication reach. Analytics show that the audience actively interacts with content, making it an important point of influence in the Politics category.

22 188
Subscribers
+224 hours
+207 days
+46130 days
Posts Archive
د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري بلخ، زابل، کاپيسا، پکتیکا، نورستان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې،کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، ارشاد، حج او اوقافو، محکمې او ټولګټو ریاستونو او د مقام ولایت اړوند د ۱۲۶ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

نیمروز، لغمان او ننګرهار کې د امارتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه ترسره شول د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو له لوري نیمروز، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې دملکي ادارو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرامونه ترسره شول. د کار او ټولنیزو چارو، اوبو او انرژۍ ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند ۷۲ کارکوونکو ګډون کړی و. د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو اداري او مسلکي وړتیاوو لوړول، د ادارې له اصولو سره بلدتیا، د اغېزمنو او باکیفیته خدماتو وړاندې کول او د مسؤولیت‌پالنې کلتور پیاوړتیا بلل شوې ده. د یادونې وړ ده چې د ولایتي کارپوهانو له لوري ګډونوالو ته د وخت مدیریت، مسؤولیت‌پېژندنې، پلان جوړونې، نظارت او مراقبت، راپور لیکنې، فایلینګ سیستم، د ملکي خدمتونو د طرز سلوک مقررې، اداري مراسلاتو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې د پروسې برخو کې معلومات ورکړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د ۱۷ بستونو د ګومارنې بهیر په شفاف ډول تطبیق شو د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست د نظارت کارپوهانو، د عامې روغتیا وزارت استازو په ګډون د یاد وزارت (۱۷) بستونو لنډ نوم لړ بهیر څارنه تر سره کړه، دغو بستونو ته (۶۵۲) تنو نوم لیکنه کړې وه چې د یاد بهیر له بشپړېدو وروسته (۴۵۱) تنه د راتلونکو پړاوونو لپاره د وړ نوماندانو په توګه وپېژندل شول. دغه راز، د یادو (۱۷) بستونو څخه د (۷) بستونه لپاره له (۳۶۶) تنو نوماندانو څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو همغږۍ ریاست د برېښنايي ازموینو مرکز کې یو پړاویزه بڼه برېښنايي ازموینه واخیستل شوه، چې پایله کې (۵) تنه بریالي او (۱۱۵) تنه د رېزرف نوماندانو په توګه وپيژندل شول. همدا راز، د (۸) بستونو لپاره له (۳۱) تنو نوماندانو څخه په دوه پړاوونو کې برېښنايي ازموینه واخیستل شوه چې پایله کې (۱۹) تنو د مرکې پړاو ته لاره وموندله، د مرکو د پایلو له مخې (۷) تنه بریالي او (۷) د ریزرف نوماندانو په توګه وپیژندل شول. د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، په وزارتونو او امارتي ادارو کې د برېښنايي سیستمونو له لارې د ملکي خدمتونو اړوندو بستونو ته د رڼو، وړتیا محوره او عادلانه ګومارنو بهیر ته ژمن دی، دغه ریاست د برېښنايي ازموینو او ګومارنو بهیر د شفافیت د پیاوړتیا، د انساني تېروتنو د کمښت او د مسلکي او وړ کادرونو جذب لپاره یو اغېزمن ګام ګڼي.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند، د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست د نظارت کارپوه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استازو حضور کې د یو بست لپاره د (۶) تنه نوماندانو د مرکې پړاو څخه څارنه ترسره کړه. د مرکې د پایلو له مخې، یو تن بریالی او ۴ تنه رېزرف وپېژندل شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند، د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو همغږۍ ریاست د برېښنايي ازموینو مرکز کې د کانونو او پټرولیم وزارت د (۸) بستونو لپاره له (۴۶۵) نوماندانو څخه برېښنايي ازموینه واخیستل شوه، چې پایله کې (۴۰) تنه د مرکې پړاو ته بریالي شول.

کارشناسان دفاتر ولایتی اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات میدان وردک، جوزجان، ننگرهار، کاپیسا و نورستان از پروسه ارزیابی اجراآت وظیفوی ۸۰ تن از کارکنان ریاست های معارف، امور مهاجرین و عودت کنندگان، ارشاد، حج او اوقاف، شاروالی، امور شهدا و معلولین این ولایات نظارت نمودند و در این ارزیابی اجراآت کارکرد کارکنان در سطح عالی و خوب ارزیابی گردید.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د ولایتي دفتر له‌لوري کاپیسا ولایت کې د اړوند ولایت سره په همغږۍ، د دغې ولایت د البیروني پوهنتون ۴۰ تنو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی زده کړه ییز پروګرام جوړ شو. په دغه پروګرام کې د ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري د پلان جوړونې، ګزارش لیکنې او کارکوونکو د اجرااتو ارزونې د فورمو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري کونړ، دایکندي، زابل، بغلان، جوزجان او کندهار ولایتونو کې د همدې ولایتونو د ښاروالۍ، مستوفیت او پوهنې ریاستونو اړوند د ۸۷ بستونو تحریري او تقریري ازموینو او د پارچو نمرو ورکولو د پروسو څخه د ګومارنې ولایتي کمیټو حضور کې څارنه ترسره کړه، یادو بستونو کې سلګونو تنو نوماندانو ګډون کړی وو.

جلسه مدیریت شبکه امور کارکنان در دفتر ولایتی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایت میدان وردک با هماهنگی مقام ولایت به منظور هماهنگی بهتر امور برگزار گردید. در این جلسه ۱۸ تن مسؤولین امور کارکنان واحدهای دومی حضور داشتند که از طرف کارشناسان ولایتی اصلاحات اداری و خدمات ملکی در مورد ارزیابی اجراآت کارکنان خدمات ملکی، به اعلان سپردن بست های خالی از طریق رقابت آزاد و تدویر برنامه های آموزشی به مشمولین جلسه معلومات ارائه کردند.

د زرګونو تنو ملکي‌کارکوونکو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه ۱۴۰۵ لمریز کال غبرګولي میاشتې کې، د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د مرکزي او ولایتي‌کارپوهانو له لوري د ریاست الوزراء محترم مقام (۱۵۴) ګڼې حکم تطبیق په موخه، د هېواد په کچه د ۲زره ۹۵۴ تنو امارتي ادارو د کارکوونکو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه. یاد بهیر کې ۱۶۷ تنه د مرکزي ادارو او وزارتونو او ۲۷۸۷ تنه د ولایتي ادارو رئیسان، امرین، مدیران، مامورین او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و. ارزونې د وزارتونو د استازو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د کارپوهانو په تخنیکي او مسلکي همکارۍ ترسره شوې، چې یادو ارزونو کې د نوې کړنلارې له مخې، کارکوونکي عالي، ښه او ضعیف وارزول شول. د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې موخه د غوره او اغېزمنو عامه خدمتونو وړاندې کول، د کلنیو پلانونو د تطبیق له بهیر څخه ډاډ ترلاسه کول، د لاسته راوړنو، نوښت، پرمختګ، حساب‌ورکولو او مسؤولیت‌ پېژندنې کچې لوړول، ټاکل شویو موخو ته پر وخت رسېدل، د ظرفیتونو پېژندنه، د نیمګړتیاوو موندل او د حل لپاره یې د مناسبو لارو چارو ټاکل دي. همداراز، دغه‌ارزونې د کارکوونکو د مسلکي چلند او کړنو د ښه والي او د ولس د رضایت د کچې د لوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

خبرتیا د کور او ښار جوړولو وزارت د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۴۰) ولایتي خالي بستونه له ۱/۰۴/۱۴۰۵ څخه تر ۱۱/۰۴/۱۴۰۵هـ ش کال چې د ۶/۱/۱۴۴۸ څخه تر ۱۶/۱/۱۴۴۸ نېټې سره سمون لري اعلانوي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنليک فورمه له لاندېني لینک څخه ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوئ. همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمریت څخه چې په دریم مکروریان کې د ازادي مطبعه ته مخامخ موقعیت لري، او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ. د یادونې وړ ده غوښتونکي دي په یوه بست کې د غوښتنلیک فورمه په هم مهاله توګه په آنلاین او حضوري ډول د استولو څخه ډډه وکړي ترڅو د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي. یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکرې، تحصیلي او کاري تجربې اسنادو کاپي وړاندې کول حتمي دي. د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ / د کور او ښار جوړولو وزارت: ۰۷۸۹۶۵۰۵۰۶ د اعلان شویو بستونو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1EJxWViIKmXwIGQVQ3Wv_HAyOIhhozxfF/view?usp=sharing په پي ډي اف ډول د غوښتنلیک فورمې لینک: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing د ورډ په شکل د غوښتننلیک فورمې لینک: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

د عامې روغتيا وزارت د (۷) بستونو د مرکو پایلې نتیجه مصاحبه (۷) بست وزارت صحت عامه

کارمندنې خبرتیا: د فراه ولایت د ښاروالۍ ریاست (۴) بستونه اعلان کړي دي. ریاست شاروالی ولایت فراه (۴)بست را اعلان نموده است.
کارمندنې خبرتیا: د فراه ولایت د ښاروالۍ ریاست (۴) بستونه اعلان کړي دي. ریاست شاروالی ولایت فراه (۴)بست را اعلان نموده است.

غور، بغلان، هلمند او لغمان ولایتونو کې د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند د تعییناتو د اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو همغږۍ ریاست ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري، د دغه ولایتونو د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو اړوند د ۹۸ بستونو د تحریري ازموینو او د پارچو نمرو ورکولو پروسو څخه د ګومارنې ولایتي کمیټو حضور کې څارنه ترسره شوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې لسګونه تنو ازموینو کې ګډون کړی وو.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري نورستان، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د پوهنې، عامې روغتیا ریاستونو او د امنیه قوماندانۍ اړوند د ۷۳ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو د مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

نورستان ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر له لوري، د یاد ولایت سره په همغږۍ کې د دغه ولایت نورګرام ولسوالۍ بېلابېلو امارتي ادارو ۳۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. یاد سیمینار کې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ولایتي مسؤولینو له لوري د پلان جوړونې او د ملکي خدمتونو د اجرااتو ارزونې پروسې برخو کې روزنه ورکول کېږي.

د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفتر له‌لوري ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون معیار او کیفیت ریاست ۲۰ تنو نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو. په یاد سیمینار کې د ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري د پلان جوړونې، ګزارش لیکنې او د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې د فورمو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

کارمندنې خبرتیا: د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست (۲) بستونه اعلان کړي دي. ریاست عدلیه ولایت پکتیکا (۲) بست را اعلان نموده است.
کارمندنې خبرتیا: د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست (۲) بستونه اعلان کړي دي. ریاست عدلیه ولایت پکتیکا (۲) بست را اعلان نموده است.

کارمندنې خبرتیا: د دایکنډي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست (۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست کار و امور اجتماعی ولایت دایکندی
+1
کارمندنې خبرتیا: د دایکنډي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست (۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست کار و امور اجتماعی ولایت دایکندی (۶) بست را اعلان نموده است.

خبرتیا د لوړو زده کړو محترم وزارت خپل پنځمه رتبه (۸) بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان کړي د لوړو زده کړو وزارت کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د کابل پوهنتون اړوند پنځمه رتبه (۸) خالي بستونه له ۲۳/۰۳/۱۴۰۵ څخه تر ۳/۴/۱۴۰۵نېټې پورې اعلان ته سپارلي دي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې د لوړو زده کړو وزارت د عمومي خدمتونو آمریت او د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت څځه چې د کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، ترلاسه کړئ، له ډکولو وروسته د تابعیت پیژند پاڼې کاپي، تائید شوي تحصیلي سند او نورو اړینو اسنادو سره مل د اعلان د پای ته رسیدو تر ټاکلې نېټې پورې بېرته وسپاري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د لوړو زده کړو وزارت اړوند (۰۲۰۲۵۰۰۳۰۲) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.