en
Feedback
ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Open in Telegram

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Show more

📈 Analytical overview of Telegram channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست (@arcsa) in the Pashto language segment is an active participant. Currently, the community unites 22 188 subscribers, ranking 2 625 in the Politics category and 15 291 in the Iran region.

📊 Audience metrics and dynamics

Since its creation on невідомо, the project has demonstrated rapid growth, gathering an audience of 22 188 subscribers.

According to the latest data from 08 September, 2026, the channel demonstrates stable activity. Although there has been a change in the number of participants by 461 over the last 30 days and by 2 over the last 24 hours, overall reach remains high.

  • Verification status: Not verified
  • Engagement rate (ER): The average audience engagement rate is 38.52%. Within the first 24 hours after publication, content typically collects 12.30% reactions from the total number of subscribers.
  • Post reach: On average, each post receives 8 546 views. Within the first day, a publication typically gains 2 729 views.
  • Reactions and interaction: The audience actively supports content: the average number of reactions per post is 15.

📝 Description and content policy

The author describes the resource as a platform for expressing subjective opinions:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Thanks to the high frequency of updates (latest data received on 09 September, 2026), the channel maintains relevance and a high level of publication reach. Analytics show that the audience actively interacts with content, making it an important point of influence in the Politics category.

22 188
Subscribers
+224 hours
+207 days
+46130 days
Posts Archive
کارمندنې خبرتیا: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست (۲۰) بستونه اعلان کړي دي. ریاست زراعت، آبیاری و مالدارۍ ول
+1
کارمندنې خبرتیا: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست (۲۰) بستونه اعلان کړي دي. ریاست زراعت، آبیاری و مالدارۍ ولایت کندهار (۲۰) بست را اعلان نموده است.

د کار موندنې خبرتیا د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیر برق بست له ۱۴۰۵/۴/۴ څخه تر ۱۴۰۵/۴/۱۵ نېټې پورې اعلان کړی دی. وزارت معادن و پترولیم بست انجیر برق را از تاریخ ۱۴۰۵/۴/۴ الی ۱۴۰۵/۴/۱۵ به اعلان سپرده است. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ. https://momp.gov.af/dr/vacancies

کارمندنې خبرتیا: د غزني ولایت د راډیو آمریت (۲) بستونه اعلان کړي دي. آمریت رادیو ولایت غزنی (۲) بست را اعلان نموده است.
کارمندنې خبرتیا: د غزني ولایت د راډیو آمریت (۲) بستونه اعلان کړي دي. آمریت رادیو ولایت غزنی (۲) بست را اعلان نموده است.

د کور او ښار جوړولو وزارت د (۷) بستونو د لنډ نوم لړ بهیر (شارت لست) پایلې نتیجه شارت لست (۷) بست وزارت شهر سازی و مسکن

بغلان کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري د اړوند ولایت سره په همغږۍ کې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ بېلابېلو امارتي ادارو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. یاد سیمینار کې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ادارې د مسؤولینو له لوري د عملیاتي پلان جوړولو برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري هلمند او جوزجان ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې، د امر بالمعروف، نهی عن المکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو د ۹ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو د مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي و ارزول شول.

غزني، کونړ او زابل ولایتونو کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري، د دغه ولایتونو د ښاروالۍ او معارف ریاستونو اړوند د ۱۵ بستونو تحریري او تقریري ازموینو او د پارچو نمرو ورکولو پروسو څخه د ګومارنې ولایتي کمیټو حضور کې څارنه ترسره شوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې لسګونو تنو ازموینو کې ګډون کړی وو.

پکتیکا ولایت کې روزنیز سیمینار جوړ شو د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفتر له لوري د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د بېلابېلو امارتي ادارو کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو. د سیمینار پرانیستې مراسمو کې د یاد ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر مسؤول، مولوي سیف‌الدین عمیر د روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې. نوموړي د دغو پروګرامونو جوړول د کارکوونکو د اداري وړتیاوو او مسلکي تجربو د ودې او همدارنګه د چارو د ښه تنظیم او اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو لپاره مهم او ګټور وبلل. د یادونې وړ ده چې په دغه سیمینار کې د ولایتي دفتر کارپوهانو له لوري د عملیاتي پلان جوړونې، راپور لیکنې او اداري مراسلاتو برخو کې ګډونوالو ته روزنه ورکول کېږي.

آگهی ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ها به همکاری ریاست فرآهم آوری تسهیلات تعیینات و هماهنګی امور ولایات، ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور به منظور سپردن کار به اهل آن و ایجاد اداره سالم و مسلکی اینک به تعداد (۵۰) بست کمبود ۳ و ۴ خویش را از تاریخ ۱۴۰۵/۴/۸ الی ۱۴۰۵/۴/۱۸ مطابق تاریخ ۱۴۴۸/۱/۱۳ الی ۱۴۴۸/۱/۲۳ به اعلان می‌سپارد. داوطلبان واجد شرایط می توانند فورم درخواستی را از لینک ذیل به دست آورده، بعد از خانه پری به شکل PDFکه حجم آن بیشتر از MB ۵ نباشد به ایمیل آدرس (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ارسال نمایند. داوطلبان واجد شرایط می‌توانند فورم کاریابی را بشکل حضوری از آمریت امور کارکنان ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ‌ها که جوار چهارراهی آریانا موقعیت دارد، همچنان از ریاست فرآهم آوری تسهیلات تعیینات و هماهنگی امور ولایات، ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی واقع ناحیه پنجم، سرک قرغه، بین چهار راهی پوهنتون تعلیم و تربیه و چهار راهی قمبر، ایستګاه سه راهی دیوان بیګی، انستیتوت خدمات ملکی - کابل اخذ نموده و پس از خانه پری دوباره تسلیم نمایند. قابل ذکر است از ارسال فورم درخواستی همزمان به صورت آنلاین و حضوری در عین بست خوداری نموده تا از تکرار فورم درخواستی جلوگیری صورت گیرد. نوت: ضم نمودن کاپی اسناد تحصیلی، تجربه کاری و تذکرۀ تابعیت با فورم درخواستی حتمی میباشد. شماره های تماس: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ / ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ها ۰۷۸۸۷۷۱۸۹۴ لینک جدول بست های اعلان شده: https://drive.google.com/file/d/1-a6147idMoiJt1JJa3Y3QJzkLegdvQAG/view?usp=sharing لینک فورم درخواست به شکل پی دی اف: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing لینک فورم درخواستی به شکل ورد: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

خبرتیا د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست، د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل دریم او څلورم (۵۰) خالي بستونه له ۱۴۰۵/۴/۸ څخه تر ۱۴۰۵/۴/۱۸هـ ش کال چې د ۱۴۴۸/۱/۱۳ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۲۳ نېټې سره سمون لري اعلانوي. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنلیک فورمه له لاندې لینک څخه ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوئ. پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنلیک فورمه د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د کارکوونکو چارو آمریت څخه چې د آریانا څلور لارې ته ترڅنګ موقعیت لري، همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپارئ. د یادونې وړ ده غوښتونکي دې په یوه بست کې د غوښتنلیک فورمه په هم مهاله توګه په آنلاین او حضوري ډول له استولو څخه ډډه وکړئ ترڅو د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي. یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکرې، تحصیلي او کاري تجربې اسنادو کاپي وړاندې کول حتمي دي. د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ / د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست ۰۷۸۸۷۷۱۸۹۴ د اعلان شویو بستونو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1-a6147idMoiJt1JJa3Y3QJzkLegdvQAG/view?usp=sharing په پي ډي اف ډول د غوښتنې فورمې لینک: https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing د ورډ په شکل د غوښتنې فورمې لینک: https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري ننګرهار او زابل ولایتونو کې د پوهنې او ټولګټو ریاستونو ۲۶ تنو کارکوونکو د دندو د اجرااتو ارزونه د یادو ادارو مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي و ارزول شول.

چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو کارپوهانو له لوري زابل او نیمروز ولایتونوکې د یادو ولایتونو ښاروالۍ او پوهنې ریاستونو اړوند د ۵ بستونو ازموینې پروسو څخه د ګومارنې ولایتي کمېټو حضور کې څارنه ترسره کړه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې ۴۵ تنو ازموینو کې ګډون کړی وو.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو له لوري غور او بغلان ولایتونو کې د کارکوونکو چارو د شبکې مدیریت غونډې ترسره شوې. په یاده غونډو کې د سیمه‌ییزو امارتي ادارو د کارکوونکو چارو مسؤولینو ګډون کړی وو، چې د ولایتي کارپوهانو له لوري ګډونوالو ته د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو، د کارکوونکو اجرااتو ارزونې پلان او فورمونو په اړه معلومات وړاندې شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د تعییناتو د اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست د نظارت کارپوهانو، د کورنیو چارو وزارت د استازو حضور کې، د یاد وزارت د څلور بستونو لپاره د (۱۲) تنه نوماندانو د مرکې له پړاو څخه څارنه ترسره کړه. د مرکې د پایلو له مخې، (۴) تنه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي اعلان شول او یو تن د رېزرف نوماند په توګه وپېژندل شو.

د چاپېریال ساتنې عمومي ریاست د پنځو بستونو ازموینو بهیر په شفاف ډول ترسره شو د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست، د چاپېریال ساتنې عمومي ریاست د پنځو خالي بستونو لپاره د (۲۶۴) نوماندانو برېښنايي ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د برېښنايي ازموینو مرکز کې په دوه پړاوونو کې ترسره کړه. د ازموینې لومړي پړاو کې (۳۳) تنه نوماندانو د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د مرکې پړاو ته لار پیدا کړه. همدارنګه، د ازموینې دویم پړاو (مرکې) د دې ریاست تر څارنې او د چاپېریال ساتنې عمومي ریاست د استازو حضور کې له هغو نوماندانو سره ترسره شو، چې د مرکې پړاو ته یې لار پیدا کړې وه. د پایلو له مخې، (۵) تنه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي او (۱۹) تنه د ریزرف نوماندانو په توګه وپېژندل شول. د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، په وزارتونو او امارتي ادارو کې د ملکي خدمتونو بستونو لپاره د برېښنايي سیستمونو له لارې د رڼو، وړتیا محوره او عادلانه ګومارنو بهیر ته ژمن دی. دغه ریاست د برېښنايي ازموینو او ګومارنو سیستم د شفافیت د پیاوړتیا، د انساني تېروتنو د کمولو او د مسلکي او وړ کادرونو د جذب لپاره یو اغېزمن او باوري ګام ګڼي.

نورستان کې د دواب ولسوالۍ امارتي ادارو کارکوونکو ته روزنیز سیمینار پيل شو نورستان ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د دفتر له لوري د اړوند ولایت سره په همغږۍ کې د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ بېلابېلو امارتي ادارو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. یاد سیمینار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي کارپوهانو له لوري د عملیاتي پلان برخه کې روزنه ورکول کېږي.

ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د کارکوونکو ارزونه ترسره شوه د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د ټولګټو، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو او د مقام ولایت اړوند د ۱۴ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو د مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د کارپوهانو له لوري په درېیو وزارتونو کې د ۱۲ تنو کارکوونکو د ذاتي چارو اړوند سوانحو دفترونو د بشپړولو چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. د دې پروسې موخه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د وظیفوي او اداري معلوماتو تنظیم، تکمیل او خوندي ساتل دي، ترڅو د کارکوونکو د چارو مدیریت لا اغېزمن، شفاف او د اصولو مطابق ترتیب شي.

د ریاست الوزراء محترم مقام (۱۵۴) ګڼې حکم د تطبیق په موخه، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو ریاست د کارپوهانو له لوري، د وزارتونو د استازو حضور کې د ۳۲ تنو کارکوونکو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه. په یادو ارزونو کې د پوهنې، د کرنې، اوبو لګو او مالدارۍ، مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو لوړ رتبه او ټیټ رتبه کارکوونکو ګډون کړی و.

فاریاب کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د دفتر له‌لوري د اړوند ولایت سره په همغږۍ کې د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ بېلابېلو امارتي ادارو ۳۵ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. یاد سیمینار کې د ولایتي مسؤولینو له لوري د عملیاتي پلان برخه کې روزنه ورکول کېږي.