en
Feedback
ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Open in Telegram

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Show more

📈 Analytical overview of Telegram channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست

Channel ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی/ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست (@arcsa) in the Pashto language segment is an active participant. Currently, the community unites 22 186 subscribers, ranking 2 626 in the Politics category and 15 288 in the Iran region.

📊 Audience metrics and dynamics

Since its creation on невідомо, the project has demonstrated rapid growth, gathering an audience of 22 186 subscribers.

According to the latest data from 07 September, 2026, the channel demonstrates stable activity. Although there has been a change in the number of participants by 478 over the last 30 days and by 6 over the last 24 hours, overall reach remains high.

  • Verification status: Not verified
  • Engagement rate (ER): The average audience engagement rate is 39.55%. Within the first 24 hours after publication, content typically collects 12.40% reactions from the total number of subscribers.
  • Post reach: On average, each post receives 8 774 views. Within the first day, a publication typically gains 2 751 views.
  • Reactions and interaction: The audience actively supports content: the average number of reactions per post is 16.

📝 Description and content policy

The author describes the resource as a platform for expressing subjective opinions:
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست رسمي چینل رسمی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی https://t.me/arcsa

Thanks to the high frequency of updates (latest data received on 08 September, 2026), the channel maintains relevance and a high level of publication reach. Analytics show that the audience actively interacts with content, making it an important point of influence in the Politics category.

22 186
Subscribers
+624 hours
+367 days
+47830 days
Posts Archive
‎⁨ښاروالي چارو سمون - مرکې - ۱⁩.pdf4.57 KB

د کارمندنې خبرتیا: د پنجشیر ولایت پوهنتون ریاست (۲) بستونه اعلان کړي دي. ریاست پوهنتون ولایت پنجشیر (۲) بست را اعلان نموده اس
د کارمندنې خبرتیا: د پنجشیر ولایت پوهنتون ریاست (۲) بستونه اعلان کړي دي. ریاست پوهنتون ولایت پنجشیر (۲) بست را اعلان نموده است.

د کارمندنې خبرتیا: د بلخ ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو (۴۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست معارف ولایت بلخ (۴۶) بست معلمین را اعلان
+2
د کارمندنې خبرتیا: د بلخ ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو (۴۶) بستونه اعلان کړي دي. ریاست معارف ولایت بلخ (۴۶) بست معلمین را اعلان نموده است.

پکیتکا ولایت کې د عدلیې ریاست د دوو بستونو ازموینه واخیستل شوه پکتیکا ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتی دفتر له لوري، د دغه ولایت د عدلیې ریاست اړوند د ۲ بست تحریري ازموینې پروسې څخه د ګومارنې ولایتي کمیټې حضور کې څارنه وشوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې څو تنو ازموینه کې ګډون کړی وو چې پایله کې څلور تنه مرکې پړاو ته بریالي شول.

دولس تنه کندهار او لغمان ولایتونو کې وارزول شول د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري، په کندهار او لغمان ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو او پوهنتون ریاستونو اړوند د ۱۲ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ کارکوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو د بلخ ولایت د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر له لوري، د یاد ولایت سره په همغږۍ، د مارمل ولسوالۍ د ملکي ادارو کارکوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د سیمینار پرانیستې مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر مسؤول مولوي نیک محمد حنفي د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د اداري نظام پیاوړتیا، د کارکوونکو مسلکي پوهې د لوړولو او د خدمتونو کیفیت ښه والي لپاره مهم دي. نوموړي زیاته کړه د اداري مراسلاتو، راپور لیکنې، پلان جوړونې، اسنادو مدیریت او نورو اداري مهارتونو زده کړه د ادارو د اغېزمنتیا، روڼتیا، حساب ورکونې او مسلکیتوب پیاوړتیا کې مهم رول لري. د یادونې وړ ده چې د بلخ ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر تر دې وړاندې هم د نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو د ملکي ادارو کارکوونکو لپاره ورته روزنیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

سیمینار آموزشی توسط دفتر ولایتی اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایت پنجشیر برای ۲۱تن کارمند ریاست پوهنتون آن ولایت برگزار گردید که در آن کارشناسان ولایتی در مورد گزارش نویسی و سیستم دوسیه بندی معلومات ارائه کردند.

نیمروز او کندهار کې د دولسو بستونو د شارټ لېست پروسې څارنه ترسره شوه نیمروز او کندهار ولایتونو کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د دفترونو کارپوهانو له لوري، د دغه ولایتونو د معیار او کیفیت، ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو اړوند د ۱۲ بستونو د شارټ لېست پروسې څخه د ګومارنې ولایتي کمیټې حضور کې څارنه وشوه. یاد بستونه چې مخکې اعلان شوي وو؛ د ترلاسه کولو لپاره یې لسګونو تنو د کار غوښتنې فورمې اخیستې وې چې پایله کې۷۳ تنه په شرایطو برابر وپېژندل شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د ولایتي دفترونو د کارپوهانو له لوري ارزګان او نورستان ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاست، د ولایت مقام او ملي راډیو تلویزیون امریت اړوند ۱۸ تنو کارکوونکو د دندو اجرااتو ارزونه د یادو ادارو مسؤولینو حضور کې ترسره شوه، چې پایله کې یې ټول کارکوونکي عالي او ښه و ارزول شول.

پکتیکا ولایت کې د کارکوونکو چارو د لا ښه اغېزمتیا په موخه غونډه جوړه شوه پکتیکا ولایت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر له لوري د کارکوونکو چارو شبکې د مدیریت غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د ولایت په کچه د امارتي ادارو د کارکوونکو چارو مسؤولینو ګډون کړی وو، چې د ولایتي کارپوهانو له لوري د کارکوونکو اجرااتو ارزونې د پروسې او د اجرااتو ارزونې فورمو ډکولو په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې شول.

بغلان ولایت کې د ده‌صلاح ولسوالۍ امارتي ادارو کارکوونکو ته روزنیز سیمینار پیل شو د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ولایتي دفتر له‌لوري، د بغلان ولایت د ده‌صلاح ولسوالۍ امارتي ادارو ۳۵ تنو کارکوونکو ته د مسلکي او اداري پوهې او مهارتونو د لوړولو په موخه، درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. یاد سیمینار کې د ولایتي کارپوهانو له لوري د عملیاتي پلان جوړونې برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د (۵۴) بستونو د لنډ نوم لړ (شارت لست) پایلې نتیجه شارت لست(۵۴) بست وزارت اطلاعات و فرهنګ

کارشناسان دفاتر ولایتی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات کندهار و پروان از پروسه ارزیابی اجراآت وظیفوی ۱۶ تن از کارکنان ریاست های ترانسپورت و آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی این ولایات نظارت نمودند و در این ارزیابی اجراآت، کارکرد کارکنان در سطح عالی و خوب ارزیابی گردید.

د رئیسانو او مامورینو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د ملکي خدمتونو ریاست د کارپوهانو له لوري، د ریاست‌الوزراء محترم مقام د (۱۵۴) ګڼې حکم د تطبیق په موخه د وزارتونو او امارتي ادارو د رئیسانو او مامورینو د اجرااتو ارزونه ترسره شوه. په دې ارزونه کې د پوهنې، احصایې او معلوماتو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو، اقتصاد او لوړو زده کړو وزارتونو او همدا راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۳۲ تنو رئیسانو او ټیټ رتبه مامورینو ګډون کړی وو. د ګډونوالو اجراات د ارزونې د مسؤولینو حضور کې د دندو لایحو، کلنیو پلانونو، راپورونو او اړوندو اسنادو پر بنسټ وارزول شول. د یادونې وړ ده چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې اساسي موخه هېوادوالو ته د مسلکي او وړ کارکوونکو له لارې د غوره خدمتونو وړاندې کول، د ظرفیت لوړونې اړتیاوې تشخیص، د مسؤولیت پېژندنې او حساب ورکونې پیاوړتیا، د نیمګړتیاوو پېژندنه او اصلاح، د کارکوونکو هڅونې او انګېزې لوړول، د کلنیو پلانونو د پلي کېدو څخه ډاډ ترلاسه کول او د کارکوونکو سالمو کړنو او اغېزمن خدمت له لارې د ولس رضایت ترلاسه کول دي.

بدخشان ولایت کې زده‌کړیزې برنامې بریالیتوب سره پای ته ورسېدې د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د ملکي خدمتونو انسټېټوټ له لوري، د ولایتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د کاري کړنو د ښه والي په موخه، د بدخشان ولایت (۱۲۵) تنو کارکوونکو ته شپږ ورځنۍ زده‌کړیزې برنامې په بریالیتوب پای ته ورسېدې. یادو برنامو کې ګډونوالو ته د مسؤولیت پېژندنې، د غونډې مدیریت، عملي پلان جوړونې او د وخت مدیریت برخو کې مسلکي زده‌کړې وړاندې شوې. له ګډونوالو څخه (۴۱) تنو د مسؤولیت پېژندنې او د غونډې مدیریت او (۸۴) تنو د عملي پلان جوړونې او د وخت مدیریت زده‌کړیزه برنامه کې ګډون کړی وو. د یادو زده‌کړه‌ییزو برنامو موخه د کارکوونکو د مدیریتي وړتیاوو لوړول، د اداري چارو د اغېزمنتیا او اداري نظم پیاوړتیا او د ملکي خدمتونو د کیفیت ښه کول دي، ترڅو د کارکوونکو وړتیاوو لوړولو سره د ادارو کاري اغېزمنتیا او د خدمتونو وړاندې کولو بهیر کې دوامدار مثبت بدلون رامنځته شي.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د تعییناتو د اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو همغږۍ ریاست د نظارت کارپوهانو د ښاروالیو چارو سمون عمومي استازو حضور کې د (۲۱) اعلان شویو بستونو څخه د (۱۲) بستونو د شارټ لېست بهیر څخه (۱۶۶۹) تنو ورته نوم لیکنه کړې وه، څارنه ترسره کړه. د یاد بهیر پایله کې (۵۰۳) تنه نوماندان په شرایطو برابر وپېژندل شول.

د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د تعییناتو اسانتیاوو برابرولو او ولایتونو چارو د همغږۍ ریاست له لوري د برېښنايي ازموینو مرکز کې د کور او ښار جوړولو وزارت د (۵) دویم رتبه بستونو لپاره له (۳۲) تنه نوماندانو څخه برېښنايي ازموینه واخیستل شوه، چې پایله کې (۱۸) تنه د مرکې پړاو ته بریالي شول.

کارشناسان دفاتر ولایتي اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایت زابل از پروسه امتحان تقریری (۳)بست ریاست شاروالی این ولایت در حضور کمیته تعیینات ولایتی نظارت نمودند.

سیمینارهای آموزشی توسط دفاتر ولایتی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور به منظور ارتقای ظرفیت مسلکی و تقویت مهارت های مدیریتی در ولایات بغلان، فراه و کندهار برای۱۱۲ تن کارمندان ادارات امارتی واحدهای دومی و سومی آن ولایات برگزار گردید. در این سیمینار های آموزشی، کارشناسان ولایتی در مورد مراسلات اداری، پلان کاری، گزارش نویسی و فورمه های پروسه ارزیابی اجراآت وظیفوی کارکنان خدمات ملکی به حاضرین سیمینار معلومات ارائه کردند.

کارشناسان دفاتر اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور در ولایات کندهار، زابل و بغلان از پروسه ارزیابی اجراآت وظیفوی ۴۵ تن از کارکنان ریاست های احیا و انکشاف دهات، ترانسپورت و محکمه این ولایات نظارت نمودند و در این ارزیابی اجراآت، کارکرد کارکنان در سطح عالی ارزیابی گردید.