تفکر
Open in Telegram
فکر د انسان د کړنو اصلي لارښود دی. ټــولنـپوهـنه، فـلسفه، روانپوهنه، هـنر او …
Show more1 756
Subscribers
No data24 hours
-187 days
-14230 days
Posts Archive
1 756
یو حکیم وپوښتل شو، څو کلن یې؟ ځواب یې ورکړ، تر اوسه روغ رمټ یم. ویې پوښته پیسې لرې؟ ویل یې پوروړی نه یم. مخه ښه کې یې وپوښت دوښمن لرې؟ ځواب یې حیرانونکی و«له راز دارو او خپلوانو لیرې او ګوښی ژوند کوم.»
1 756
“د هرې اړیکې په پیل کې د خلکو احساسات او جذبات مخې ته راځي،
خو د انسان اصلي خوی او اخلاق هلته څرګندیږي، کله چې اړیکه پای ته ورسېږي،
“نجیب محفوظ”
1 756
د ښه انسان تراژیدي دا وي چي کله پرې ناڅاپي برید وسي، نو په هماغه شېبه کي ورسره هېڅ تیار ځواب نه وي۔ خو بل لوری بیا له همدې کمزورۍ څخه ګټه اخلي او په بې انصافه، چټکو او دردناکو جګړو کي بری خپلوي۔ ارام ذهن او پاک وجدان لرونکي ښه انسانان مناسب ځواب هغه وخت مومي چي هماغه شېبه تېره سوې وي، هغه مهال چي سیالي لا له وړاندي بایلل سوې وي۔ دا د ځیرکتیا کموالی نه دی، هېڅکله نه. دا د روح د پاکوالي یوه بڼه ده… ښايي د دې نړۍ لپاره تر حده زیاته پاکیزګي. فیودور دوستوئیفسکي شُبیر
1 756
هېڅکله، هېڅکله ځانته دروغ مه وایه. څوک چې ځانته دروغ وايي، او خپلو دروغو ته غوږ نیسي نور شاوخوا رښتیا نشي احساسولی. نه یې ویني. ځان او نورو ته درناوی بایلي. څوک چې درناوی وبایلي بیا هېڅ شي سره مینه نه کوي. د مینې قوه بایلي. او بیا د دې لپاره چې بې له مینې ژوند وکړي، یا پر ځان ډاډه شي هره لیوالتیا پرېږدي او خوښۍ ته په بده سترګه ګوري. خپلو نادودو کې غرقېږي. څوک چې ځانته دروغ وايي له نورو ډېر ځورېږي. ژر خپه کېږي. ځینې وخت اسانه ده چې د نورو په خبرو ځان وځورو، وې خورو او خپه یې کړو. مثلا څوک چې ځانته دروغ وايي ښه پوهېږي چې ورته سپکاوی نه دی شوی، خو ده به خپل ذهن کې ځانته دا خبره سپکاوی ګڼلی وي. کیسه پسې لوی کړي بالاخره ناسور ترې جوړ کړي. دا ډول وګړي بیا له دې ځور نه خوند اخلي. داستایوفسکي ازاده ژباړه: شفیقه خپلواک
1 756
که ماشومان د بداخلاقۍ او ناوړه کارونو په بدوالې شعوراً پوه نه شي، صرف د مور و پلار په مخ کې به نمایشي ځان مودب ښکاره کوي، خو د والدینو د نه شتون په صورت کې به هر غیر اخلاقي عمل تر سره کوي، یو بهرنۍ لیکوال وایي"ماشوم ته سزا ورکول خاموشي رامنځ ته کولای شي، خو قناعت نه شي ورکولای" د مثال په توګه؛ که موږ ماشوم له درواغو ویلو څخه راګرځوو، باید د درواغو عیبونه، پر درواغجن ټولنیزه بې اعتمادي، د شخصیت سپکوالی، د درواغجن فکري بې ثباتي، د درواغو ناوړه اغېز پر کورني ژوند... وروښیو، تر څو زموږ په شتون او نه شتون کې شعوراً ښه او له اخلاقي عیبونه پاک او د درانه شخصیت خاوندان واوسي.
1 756
کرکه لرم له هغو خلکو چې نن خپلوان وي سبا پردي! هغه خلک چې مئینتوب ئې هرځل، هرځای او هرچا سره تکرارېږي! هغه خلک چې صرف غواړي شاوخوا ئې ګڼهګوڼه وي!!! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ژباړنه: ژمنه
1 756
وایي که چیرته اوبو خبرې کولای شوای نو ډیرو ته به یې ویلې وای چې د لاسونو پرځای زړه پریمنځئ
1 756
کله چې سټالین مړ شو نو پر ځای یې خروشیف راغی. خروشیف په یوه کانفرانس کې د سټالین جرمونه افشا کړل؛ ټول حیران وو چې رهبر په خپل پخواني رهبر پسې څنګه داسې غږیږي؟! په دې وخت کې یو چا پرې غږ کړ: - هغه وخت چیرته وې؟ خروشیف خلکو ته وویل: - دا خبره چا وکړه؟ هر چا چې کړې خپل ځای کې دې ودریږي! هیڅوک جیګ نه شول. خروشیف وخندل او ویې ویل: - هغه وخت زه ستا په ځای کې ناست ووم.
1 756
یو سل شپږ کاله وړاندې غازي امان الله خان په دې قلم له انګرېزانو د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو تړون د یوه باسواده او ودان افغانستان په نوم لاسلیک کړ. د خپلواکۍ ویاړلې ورځ مو مبارک شه!
1 756
په نړۍ کې د ۷ میلیارده خلکو ګوتې شته چې د ټولو ګوتې یې سره توپیر لري.یعنې داسې ډیزاین کړل شوي دي چې د یو انسان ګوتې بل انسان ته ورته نه دي. نو الله تعالی ځکه وایي: (وَفِیۡۤ اَنۡفُسِکُمۡ ؕ اَفَلَا تُبۡصِرُوۡنَ) او په تاسو کې په خپله هم (زما) د قدرت ډېرې نښې دي، ایانه یې وینئ؟
1 756
مور به تل ویل چې، کله مو پلار په دروازه را ننوزي نو ورته خاندئ، ځکه چې بهرنۍ نړۍ د پلار لپاره ډېره ظالمه او له ستړیاوو ډکه ده. په مور او پلار کې فرق څه دی؟ مور دې تر نهو میاشتو په ګېډه ګرځوي، خو پلار دې ټول عمر په خپلو اوږو ګرځوي، حتا که تاسې ته د دې خبرې احساس هم نه کیږي. مور مو یقیني کوي چې د ډوډۍ او پاملرنې کمی درته نشته، خو پلار د چمتووالي او مظبوط اوسېدو درس در کوي، چې بیا کله هم وږي نشئ، امکان لري چې په دې خبره ډېر په ځنډ وپوهېږئ. مور مو د سینې په پیو ساتي، خو پلار مو حتا په کړوپه ملا هم یو خوا بل خوا ګرځوي. د مور د مینې احساس خو له زېږون سره سم در پیدا کیږي، مګر د پلار مینه هله محسوسولی شی چې خپله پلاران شئ. نو ځکه وایم چې له صبر او غور کار واخلئ، مور نایابه ده خو پلار وخت هم نشي بدلولی. مور او پلار دواړه مهم دي او د هر یوه د مینې د اظهار طریقه جلا ده. د دوی مینه زموږ په ژوندانه کې د طاقت او هیلې ستره سرچینه ده. له خپلو والدینو سره په مینه مخ کېږئ او د دواړو احترام کوئ. ژباړه: ضمیر
1 756
"د ځان سنبالول زده کړئ، او د بل چا و مخي ته مه ټیټېږئ. تل ارام و اوسئ، او پر خپل لوري کلک ودریږئ، بې له ویري او بې له پښېمانۍ څخه. د ټولو خبري واورئ، خو هماغه کار وکړئ چي تاسي ته ښه او سم ښکاري."
روسی لیکوال میکسم ګورکي
شُبیر
1 756
که انسانان پوهېدلای چې د يو بل سره د پاتې کېدو فرصت څومره محدود دي، نو د بل سره د اوسيدو لپاره به يې دلیل نه، بلکې فرصت لټوو...!! روان
