《♡دزړه ❤️اواز♡》
Open in Telegram
سلامونه ملګرو دلته به انشاالله تاسوته ستاسو دزړه دسکون شعرونه او اویډیوګانی نشریږی تبادلی لپاره دلته راشی 👇👇👇👇👇 @Vesal_11
Show more646
Subscribers
-124 hours
-37 days
-1430 days
Posts Archive
درناوی د انسان ښکلا ده
مهرباني تر ټولو غوره نېکي ده
څوک چې د بل زړه په مینه خوشحاله کړي،
د هغه نوم په زړونو کې تل پاتې وي. ❤️
🦋🦋🦋
غوره ځوان هغه دی:
چې د خپلې خور د راتلونکي له ډاره د نورو خوېندو ته په سپکه سترګه ونه ګوري.
🦋🦋
هيڅکله هغه خلک مه ناهيلي کوئ چې دمرستې لپاره لاس درته اوږده وي ښايي هغه په ټوله نړۍ کې پرته له تاسې بل څوک ونه لري
🦋🦋🦋
نه بښل هغه زهر دي چې په خپله يې څښو خو تمه مو دا ده چې مقابل لوری مړ شي یو بل ته بښنه وکړی
په دنیا کې د هر چا خوښول ممکن نه دي، بس کوښښ وکړه چې د خپل ځان او خپل ضمیر په وړاندې ملامت نه شې.
هېچا ته په سپکه سترګه مه ګوره
کېداى شي ددغه کس زړه له تا پاک
عمل يې له تا غوره وي
او نيت يې له تا صفا او خالص وي
انسان جامو او فېزارو ته ماګورئ
د الله ج بنده ګانو ته په سپکه سترګه کتل انسان له تاوان او ذلت سره مخ کوي
هر انسان ته ده انسان په سترګه ګورئ ده سته اصل انسانیت ده
🦋🦋🦋
کله چې یو څوک ستا د زړه سکون اخلي، هره ورځ دې ستړی کوي او ستا ارزښت نه ویني نو تل ورسره پاتې کېدل زړورتیا نه ده کله ناکله تر ټولو لوی عقل دا وي چې په ارام زړه شاته شې ځان ته ارزښت ورکول خودغرضي نه ده؛ دا د خپل عزت ساتل دي هر څوک ستا د زغم مستحق نه دي او هره اړیکه د ساتلو وړ نه وي کله ناکله لرې کېدل ماتې نه، بلکې د خپل سکون لپاره تر ټولو ښه بری وي.
سکون په دې کې نه دی
چې هر څه ولرې،
بلکې په دې کې دی
چې له شته شیانو راضي واوسې…
🦋🦋🦋
.
یو موسڪا تقریباً تل د بلې موسڪا له امله پیدا ڪېږي
دا یوه موسڪا پرېـږده چې نورو ته هم خپره شـي
🦋🦋🦋
زموږ ځوانان چې سپين مخ انجلۍ وګوري دستيی پرې شهید شي، فکر کوي مئين شوی يم. ځکه پښتنو کې تراوسه چا مینه تعریف کړې او تشريح کړې نه ده دغسې هلکان به هر چيرې ځوړند سټ ناست وي، ټپې او چټيات موزيک به اوري او پوسټ کوي وا سړیه ښایسته انسان دې وليده روح دې پرې خوشحاله شو بس خلاص دا مسله تر همدې ځايه ده چې فقط ديو چا په ليدو ته خوشحالیږي هغې ته پښتوکې ځانګړی نوم نشته خو انګرېزان ورته کرش وایې مينه او معشوقه نه وایې مينه کول ډیر يو اوږد سفر ته اړتيا لري
🦋🦋🦋
نه بښل هغه زهر دي چې په خپله يې څښو ، خو تمه مو دا ده چې مقابل لوری مړ شي!
یو بل ته بښنه وکړی
🦋🦋🦋🦋
نن شپه به ټول ملگری یو کار کوو مینوالو!
ټول به دوه رڪعته لمونځ ڪوو او درود شریف ووایی چی پر مونږ اوستاسې ڪې ڪوم بختور به وی چې د دواړو جهانونو سردار سیدنا حضرت مُحَمَّد مصطفی ﷺ په خوب وویني
د رسول الله ﷺ د لیدو لپاره په خوب کې، علماء ځینې روحي او عملي لارې ښودلي دي. که خلوص، مینه او سنتو ته پابندي وي، ان شاء الله دا آرمان پوره کېدای شي:
کوم کارونه وکړو:
1. پاک نیت – له خدایه دا دعا وکړئ چې د محبت لپاره یې نبي ﷺ درته وښيي.
2. د نبي ﷺ د سیرت مطالعې – هره ورځ لږ یا ډېر سیرت، حدیثونه، او د ژوند واقعات ولولئ.
3. درود شریف ډېر ویل – په خاص ډول:
- د شپې مخکې له خوبه لږ تر لږه ۳۰۰ ځله درود شریف ووایئ (مثلاً: اللهم صل علی محمد و علی آل محمد...).
4. طهارت (پاکوالی) – تل په اودس کی اوسېدل، خاصتاً د خوب نه وړاندې.
5. حرامو نه ځان ساتل – زړه پاک اوسېدل ډېر مهم دي.
6. د شپې لمونځ (تَهَجُد) – که وس لرئ، دا یو قیمتي وخت دی د دعا او نبي ﷺ د لیدو غوښتنې لپاره.
7. مسلمانانو سره نېک چلند – ځکه نبي ﷺ رحمت للعالمین دی.
کومه شپه کوشش وکړو:
– جمعه شپه (د پنجشنبې له ماښامه تر جمعې ماښام) د درود شریف او دعا لپاره غوره ده. نبي ﷺ فرمایلي چې په جمعه شپه پر ما ډېر درود ووایئ.
یادونه: که هر وخت د خلوص، پاک زړه، او د سنتو پابندۍ سره کوښښ وشي، شپه مهمه نه ده، بلکې نیت مهم دی.
الله دې دا لوی نعمت درکړي، آمین.
لیڪنه سعودالرحمن خُبیب
Repost from خراسان غږ پښتو
خراسان غږ – یوه خپلواکه او بااعتماده پاڼه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ مهمو، کره او ارزښتمنو خبرونو مرکز
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داخلي او خارجي خبرونه له مستندو سرچینو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مبارزې یو مستحکم او فعال محاذ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
👇 ګډون وکړئ:
🔗 https://t.me/KhorasanVoice
ژوند دا را زده کړل.
چې..
څوک هیر کړو او څوګ خپل کړو
خو خبر دلته ده
چی نه څوک هیریږي او نه څوک خپلیږي
💔💔💔
🦋🦋🦋
زه د وخت دې
بي وخته مهربانۍته حيران يم
نه پوهېږم...؟🤔
خپل خوبونه تعبير کړم😒
او که د روح زخمونه مې پرې وګنډم💔
🦋🦋🦋
ملنگی درنہ د خپلو کوڅو غواڑم
د پردی وطن خانی می پکار نہ ده
چی یاران می پکی نہ وینم پہ سترگو
ربہ داسی زندگی می پکار نہ ده
🦋🦋🦋
ګډې وډې
چې ته به رانزدې شولې وږمې به مې ګرېوان وو
د عطرو څاڅکي څاڅکى نه د عطرو به باران وو
ستالمس به مې چې حس کړوټول وجود به په لړزان وو
د مينې شرارت کښې ستا ديدن به څنګه وران وو
تر څنګ مې په مسکا مسکا د هيلو سېل روان وو
وختونه يکه زار او ژوند به نوم د ياقربان وو۔
هر چا کښې زندګي وه په هر چا کښې به رومان وو
دا څنګه مې ځواني وه کوم د حسن مې جهان وو
په سر مې لا مکان وو او په پښو کښې مې آسمان وو
ځواني وه لېونتوب وو شاعري هم راپه سر وه
د لرې به مې ښکل کړو ستورى ستورى به جانان وو
عجيبه ناداني وه ستا د غېږې زلزلې وې
مدام به رانه ورک وو مېخکى به مې تاوان وو
د خيال په ښکلو لارو کښې مې مل د زړه کاروان وي
په ټکومې وئېلو او په خوايه مې هم زده وو
سبق د محبت راته بلها بلها آسان وو
يو وخت دمحبت ددې کڅورې په مثال وو
د غم پکښې فقدان وو او د ژوند پکښې سامان وو
د ژوند دافسانې مې څه ناوياته شان عنوان وو
يو داسې خو څوک وويوڅوک بېحده پما ګران وو
يو زه ومه يو سورى او يوخيال به د جانان وو
چې سترګې مې کړې خلاصې نو چاپېره مې زندان وو
🦋🦋🦋
