صدیق منصور
د زړه خبرې مو د شعر په ژبه راسره ولولئ، واورئ او ووينئ ستاسو ورور منصور😍 رابطه:👇 @MANSOOR_KOCHAi
Show more445
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
مه اورہ زما دہ وراني شوي زندگی قیصي
ښه پوهیې چي نلرمه زه ده خوشحالی قیصي.
آواز حافظ طلحه حامد
شاعر.منصور
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_7855
AUD-20220515-WA0081.mp39.18 MB
غزله
یو چاته مې کیسې د مُحبت کوومه ځمه
ګیلې ورته لۀ دغه خوار قیسمت کوومه ځمه
نور څۀ نشته خو دردونه او غمونه ښۀ پرېمان دي
دا ځکه زۀ یو بل ځای ته هجرت کوومه ځمه
دا تۀ یې چې هر ځای کې مې غیبت کوې لاليه
دا زۀ يمه هر ځای کې دې صفت کوومه ځمه
دا زړۀ مې نن خفه دی، کۀ لۀ دې سره لږ ښۀ شي
روان يمه، د ښکلي یار زیارت کوومه ځمه
لیدلی مې دی ډېره موده پس دغه یو ځلې
پۀ نۀ زړۀ یې لۀ خوا نه حرکت کوومه ځمه
د ژوند پۀ هرې ستړې نادرکې لارې یاره
لۀ ستړي زړګکي سره زحمت کوومه ځمه
راکړي یې پۀ زړۀ باندې دردونه دي منصوره!
پاک رب ته مې لۀ چانه شکایت کوومه ځمه
ملا صدیق منصور
Repost from حافظ عصمت الله خالد غزنوي
Photo unavailableShow in Telegram
د العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي
دبېلتانه درد
"کسرونه"
۱- بيابه درنه مړ يمه ارمان به مي کوي ياره
۲- مات او رامات ستړی ستومان له بيلتانه ځوريدم
۲- نيمه شپه کي مي راويښ ده جانان ياد کړي
ترنم کونکی! حافظ عصمت الله غزنوي
شاعران! صديق منصور او سيف زميل
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_012
د العصر خپروندیه ادارې لخوا وړاندې کیږي
دستړي ژوند په سلسله کي مو يوځل بيا درته نوی جالب په زړه پوري ترنم تيار کړی
کسر
ږوندی تيروم يي په دردونو کي ستومان يمه
وايمه ځه خير دی که هر څومره پريشان يمه
ترنم : عصمت الله غزنوي
شاعر : صديق منصور
#دالعصر_ترانو_مرکز
https://t.me/alasar_012
AUD-20220810-WA0016.mp313.55 MB
غزل
دې ستړې زندګی ته اندېښنې کوو لګیا یو
ژړاوې دي چې هر وخت یې د شپې کوو ليګا یو
خفه چې رانه بیا نشي، خفه لالی مې راغی
خبرې ورته څۀ خوږې، خوږې کوو لګیا یو
پرې پوه شه، چې دا زړۀ مې غم نيولی محترمه!
هر چاته چې لۀ ستړي ژوند ګیلې کوو لګيا یو
توبه دا جُدایي خو دې خدای ورکه لۀ اوو غرو کړي
د یار و انځورونو ته کیسې کوو لګيا یو
راخیستې مو ژړاوې دي پۀ نیمه شپه کې ژاړو
د زړۀ سختو دردونو ته توبې کوو لګيا یو
لۀ کومې ورځ چې تللی یې زما لۀ څنګ لاليه!
قُربان درپسې سمې شوګیرې کوو لګیا یو
ساه ګانې د سکون ورباندې اخلي منصور ګله!
خفه زړو ته خفه شان زمزمې کوو لګیا یو
صدیق منصور
غزل
دې ستړي زړګکي کې مې غمونه بیخي ډېر دي
توبه دغه د مینې تکلیفونه بيخي ډېر دي
ښا چاته د خپل نیت د صفایي خبرې وکړم
د خلکو پۀ ذهنونو کې سوالونه بیخي ډېر دي
کۀ تۀ راسره نۀ یې، هېڅ پروا نۀ کوي یاره
پۀ زړۀ کې مې دا ستا خواږۀ یادونه بیخي ډېر دي
تازه بۀ شي، خبرې دې دردمنې راته مۀ کوه قُربان
خبر نۀ یې، پۀ زړۀ کې مې زخمونه بیخي ډېر دي
راخلم یې او هر شپه پۀ چیغو ورته ژاړم
د خوږ یار مې راپاتې تصويرونه بیخي ډېر دي
یوه ورځ مې هم خوشاله ورنه تېره نۀ کړه چېرته
توبه راسره مل دې دا دردونه بیخي ډېر دي
ښۀ کېږمه منصوره! خو یو دوه شپې بۀ ښۀ نۀ یم
خوړلي مې پۀ زړۀ دا ګوزارونه بیخي ډېر دي
صديق منصور
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.