en
Feedback
Research Services

Research Services

Open in Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Show more
2 996
Subscribers
-124 hours
-127 days
-3330 days
Posts Archive
Idioms_for_ielts_speaking.pdf5.93 MB

photo content

یو مسافر لیکي 😭 په غوسه کې مې له مور څخه ټیلیفون بند کړ. مور مې بیا زنګ راووهه او ویې ویل: بچیه! پته نشته چې کومه بټن رانه و
یو مسافر لیکي 😭 په غوسه کې مې له مور څخه ټیلیفون بند کړ. مور مې بیا زنګ راووهه او ویې ویل: بچیه! پته نشته چې کومه بټن رانه ووهل شوه.😭 ای هۍ زمونږ د وطن میندې څومره ساده دي قدر یې وکړئ.🥺💔

اپډيټ شو! د مختلفو نېټو کتلو او يو بل ته تبديلولو لپاره د Afghan Date Converter ويب اپليکيشن به تاسې استفاده کړی وي. دا اپليک
اپډيټ شو! د مختلفو نېټو کتلو او يو بل ته تبديلولو لپاره د Afghan Date Converter ويب اپليکيشن به تاسې استفاده کړی وي. دا اپليکيشن ما اوس په نويو ټکنالوژيو کې جوړ او اپډيټ کړ. له مخکې اوس ډېر بهتره او ډېر نورې ځانګړتياوې پکې اضافه شوي. يو ځل يې وګورئ او نورو ته يې هم وليږئ: https://afghandateconverter.com

د تنهايۍ درد ما ليدلی دی، احساس لرمه لۀ ځنګل راشم د تنها ونې تر څنګ کېنم مهران

کتاب نوم: ځان مه تباه کوه سايز : ۱۰ ام بی

photo content

هغه ټولنه چې د نکاح په نوم د یوې کمزورې نجلۍ ژوند د زور او پیسو په معامله بدل کړي، هلته یوازې یو واده نه کېږي—هلته انسانیت ټپي کېږي. د سپین ږیري او کم عمره نجلۍ ترمنځ دا ډول تړون د رحمت، عدالت او اسلامي اخلاقو له روحیې سره په ټکر کې دی؛ دا د ساتنې پر ځای د استثمار بڼه خپلوي،ځکه اسلام هېڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې څوک دې دَ جلۍ دَ رضایت پرته هغه بل چاته د نکاح په بهانه په پيسو خرڅه کړي. تر ټولو دردونکې بيا لا دا وي چې پر داسې صحنه کې يو شمېر بې ضميره خنداګانې کېږي. خندا هغه وخت کېږي چې وجدان،مړ، خرڅ شوى اوچوپ وي. کله چې د انسان درد د تفریح سبب شي، نو دا یوازې اخلاقي کمزوري نه، بلکې یو خطرناک کلتوري انحراف دی حتى ټول مليت تر پوښتنې لاندې راولي. دین چې د کرامت، رضایت او انصاف پیغام لري، دلته د توجیه وسیله ګرځي—او همدا د بد فرهنګ تر ټولو ژوره بڼه ده. د نجونو له زده‌کړو محرومول، نا پوه او جاهل ساتل، بیا یې د اجبار تر سیوري لاندې دَ نکاح په نوم دَ پيسو اخستلو په خاطر جهنم ته ټېل وهل—دا د راتلونکو نسلونو پر وړاندې جفا ده. هغه اړیکه چې په رضایت، پوهه او برابرۍ ولاړه نه وي، دا نو دَ کور جوړونه نه بلکې د ژوند ورانول او بشریت ورانول دي. داسې کړنې نه یوازې د ښځې حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټولنې اخلاق هم زنګوي. که د عزت معیار پیسې شي او د نکاح بنسټ اجبار، نو بیا نه کور پاتې کېږي، نه باور، نه هم انسانیت، داسې خلک اسلام بدناموي. بد فرهنګ هغه وخت له منځه ځي چې وجدان راویښ شي: نکاح د رحمت تړون دی، نه د معاملې سند. خداى مونږ ته پوهه او عقل

یو انسان کېدلی شي د سلو کسانو لپاره مرستندوی، اورېدونکی، خبرې کوونکی، ډاډ ورکوونکی، مینه وېشونکی او یو ښهٔ څنګ ناستی شي؛ خو ک
یو انسان کېدلی شي د سلو کسانو لپاره مرستندوی، اورېدونکی، خبرې کوونکی، ډاډ ورکوونکی، مینه وېشونکی او یو ښهٔ څنګ ناستی شي؛ خو کله بیا پهٔ هغو سلو کسانو کې د ځان لپاره یو کس نهٔ شي موندلای چې دا ورته یوازې وغږېږي او بس!
سیحون 🍁

يو تريخ او تجربه شوى حقیقت انسان چې هر څومره لویېږي، ورو ورو بدل شي. داسې نه چې یو دم بدل شي، بلکې لږ لږ او ورو وذو… لکه د شګو ساعت چې دانې یې په ارامه آرامه تویېږي، همداسې د انسان دننه هم يو څه شی ورو ورو کمېږي. ماشومتوب کې انسان ډېر ساده او ژوندی وي. په یوه کوچنۍ خبره خاندې، په یوه وړوکي شي خوشحالېږې. زړه يې سپین، فکر يې سپک او ژوند يې لکه لوبه ښکاري. خو چې عمر تېرېږي، هماغه خندا ورو ورو کمه شي. هغه خبرې چې پخوا به دې پرې څو څو ځله خندل، اوس پرې یوازې موسکا هم درنه شي. داسې احساس کوې لکه زړه يې چې دروند شوی وي. کله چې ځواني راشي، لا هم په کې څه نا څه د ژوند رنګونه وي. ملګري، مجلسونه، خنداګانې… هر څه خوند لري. خو دا هم ډېر دوام نه کوي. کله چې له تاندې ځوانۍ تېر شې، نو اړیکې ورو ورو سړېږي. هغه ملګري چې له هغوی پرته به يې یوه لحظه هم نه تېرېدله، اوس ورسره د ناستې حوصله نه لري. نه دا چې هغوی بدل شوي وي، بلکې ته بدل شوی یې. فرق په خبرو کې نه وي، فرق په زړونو کې وي. وخت د انسان زړه ستړی کوي. داسې لکه څپې چې ډبرې ورو ورو وخوري، همداسې د ژوند سختۍ د انسان دننه زور کموي. بیا انسان ډېر غلی شي، ډېر فکر او لږې خبرې کوي. پخوا به دې مجلسونه تودول، اوس یوازې ناست یې او فقط اورې. لکه د شور ځای چې چوپتیا نیولې وي. ورو ورو دا اړیکې هم خپل رنګ بایلي. خپلوان، دوستان، حتی ډېر نږدې کسان… اړیکې یې نرۍ شي. داسې لکه په نري تار چې ځوړند وي، چې د وخت یو سوړ باد یې ماتولای شي. بیا انسان درک کوي چې ډېرې اړیکې هسې د وخت تېرولو لپاره وې، نه د زړه لپاره. بل بدلون دا راشي چې انسان مادیاتو ته ډېر ارزښت ورکول پیل کړي. فکر کوي چې عزت، آرام ژوند او حتی مینه—ټول په پیسو پورې تړلي دي. له همدې ځایه حرص پیدا کېږي. پیسې مهمې شي، تر دې حده چې اړیکې پرې قربانې شي. وروڼه د مال پر سر سره دښمنان شي، دوستان یو بل هېر کړي، او هر څوک یوازې خپلو ګټو پسې لاړ شي. دا حرص بیا نسل په نسل انتقال شي. پلار چې پیسو ته ارزښت ورکړی وي، هماغه فکر زوی ته هم ورسېږي. هغه زوی چې پیسې نه لري، ارزښت یې کم شي. څوک یې خبرو ته غوږ نه نیسي. نو هغه هم مجبوره شي چې د همدې لارې پسې ولاړ شي. او دا لړۍ همداسې دوام پیدا کړي. خو که انسان لږ تم شي او فکر وکړي، پوه به شي چې ژوند یوازې دا نه دی. که اړیکې د ګټې پر ځای د زړه پر بنسټ وای، که انسانان یو بل د پیسو پر ځای د انسانیت له مخې ارزولای، نو ژوند به يې ډېر ارام، ډېر رښتینی او ان ډېر ښکلی وای. که ووایم چې انسان یوازې په عمر نه لویېږي، بلکې په احساساتو، فکر او انتخابونو کې هم لویېږي. خو که دا لویوالی له انسانیت سره نه وي، نو بیا دا لویوالی نه، بلکې یو ډول ورکېدل دي. ستاسو نظر

هغه کوم رسمي سند دى چې بلې ادارې ته د ليږلو په وخت صرف امضا کېږي خو ټاپه يا مهر کېږي نه. استعلام پيشنهاد مکتوب

نن سبا په اداراتو کې د استعلام او پیشنهاد څخه بغیر نه کیږي، دا چې زمونږ اکثریت وروڼو غوښتنه کړې وه، او د پیشنهاد او استعلام تر منځ لنډ فرق او کوم ځای به ځواب او احکام ولیکل شي لاندې لنډه ویډیو کې درته تشریح شوي دي. زمونږ یوازینۍ هیله همداده، چې ویډيو د نورو ملګرو سره شیر کړئ. او که کوم نظر درسره وو کمنټ کې راته پریږدئ. #پیشنهاد #استعلام

خلک هیڅکله د خپلې ترخې ژبې له امله نورو ته اوښتي زیانونه نه پوهیږي. ژباړه همکار

د اوښ حرکت به سست وي، خو منزل ته خامخا رسيږي. ژباړه همکار
د اوښ حرکت به سست وي، خو منزل ته خامخا رسيږي. ژباړه همکار

د بدن زخمونه د وخت په تیریدو سره ښه کیږي، خو د خبرو او چلند زخمونه هیڅکله نه جوړیږي💯 ژباړه همکار

عاجزي کوه او هیڅکله دا فکر مه کوه چې ته تر بل چا غوره یې. یوه ورځ موږ ټول د هیڅ شي سره له دې نړۍ څخه ځو. ژباړه همکار

لېوه چې وږی شي، د ژوند د دوام لپاره ښکار ته ورځي؛ دا د طبیعت یو ساده، بې‌ریاکاره قانون دی. لېوه نه له کرکې ډک دی، نه له کینې او نه هم د واک د تندې له امله حمله کوي—بلکې یوازې د بقا اړتیا یې دې ته اړ باسي. د هغه تېری، که څه هم سخت ښکاري، خو د طبیعت په تراز کې عادلانه دی، ځکه چې له حده، نه اوړي. خو برعکس انسان... انسان هغه موجود دی چې د عقل، شعور او اخلاقو دعوه لري. هغه د اړتیا تر پولې تېرېږي. کله يې چې خېټه ډکه وي، يا کله که څه هم نور د بقا ویره نه وي، بیا هم د بل پر حق تېری کوي. دا تېری نور د لوږې زېږنده نه وي، بلکې د نفس، غرور، واک، حرص او ځان‌غوښتنې پایله وي. دلته نور طبیعت خبرې نه کوي، بلکې د انسان دننه تیاره خبرې کوي. همدا هغه ځای دی چې انسان له لیوه نه واوړي. لیوه که وږی نه وي، ښکار نه کوي؛ خو انسان که موړ هم وي، بیا هم د نورو د ځپلو، د واک د نیولو او د ځان د لوړولو لپاره جګړې پیلوي. هغه یوازې د بدن د لوږې ښکار نه دی، بلکې د نه ختمېدونکې روحي لوږې بندي دی—هغه لوږه چې هیڅکله نه مړېږي، ځکه چې د قناعت، وجدان او اخلاقو په اوبو نه خړوبېږي. دا په دې مانا، ستونزه په انسان کې د حیوانیت شتون نه دی، بلکې د انسانیت نشتوالی دی. کله چې عقل د نفس خدمتګار شي او وجدان چوپ پاتې شي، نو انسان له طبیعي حیوان څخه هم خطرناک کېږي. ځکه حیوان حد پېژني، خو انسان چې حد هېر کړي، نو بیا هېڅ کرښه نه پاتې کېږي چې انسان ورته درناوی وکړي. پوښتنه دا نه ده چې انسان له لیوه نه قوي دی که نه؟ اصلي پوښتنه دا ده چې انسان تر کومه ځایه انسان پاتې کېږي؟ ځکه که انسان خپل وجدان له لاسه ورکړي، نو هغه نه یوازې له لیوه وراوړي، بلکې له خپل اصلي مقامه هم لوېږي. دا وینا یوازې یوه جمله نه ده، بلکې یو ژور اخلاقي انذار دی: که انسان خپله لوږه یوازې په ډوډۍ ماته نه کړي او قناعت، عدالت او انسانیت یې مهار نه کړي—نو هغه به تل د نورو لپاره تر ټولو خطرناک موجود پاتې شي.

+9
فورمول های ریاضیات کیمیا و فزیک

د ۱۴۰۵ کال کانکور وروستي دور ازموینې ته څه ډول نوملیکنه وکړو؟

احصائيه (لکچر نوت - پاور پاینت ) پښتو ژبه کی https://t.me/AshnaLibrary