Research Services
Open in Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Show more2 989
Subscribers
+324 hours
-37 days
-3930 days
Posts Archive
2 989
د کتاب نوم: د عمر بن عبدالعزيز رض خلاف
لیکوال: عبدالمالک مجاهد
ژباړن: شفیع الله تاند
پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 989
د تنکیو ځوانانو لپاره د سیرت د زده کړې یو بهترین کتاب!
د کتاب نوم: یو لمر او څلور ستوري
لیکوال: دکتور مصطفی السباعي
ژباړن: داد محمد ناوک
پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 989
د کتاب نوم : دبلا لاس
لیکوال: سمیع الله تړون
ژبه: پښتو
پښتو PDF کتابونو لپاره موږ درسره وڅارئ!
2 989
عکس لیکلي بڼې ته بدلول.
تاسو ته به یو څوک د یوه کتاب صفحې، سکرین شاټ او سکین شوي فایل ولیږي او بیا به غوښتنه درڅخه وشي چې اوس همدا فایل څخه لیکنه کمپيوټر کې راته ټایب کړه دا ډېر وخت نیسي ددې لپاره لاندې بهترین سایټ دی چې د هغې په اساس دا کارونه ډېر په تیزی سره سر ته رسولی شئ
https://www.onlineocr.net/
2 989
د c drive صفا کولو لپاره
اکثریت به تاسو ليدلي وي چې زمونږ د کمپيوټر سي ډرايو دومره ډک ليدل کېږي چې رنګ يې سور ته بدل شوى وي. اکثریت وخت داسې ډيټا هلته ځاى په ځاى شوي وي چې غير ضروري وي نو تاسو ددې مشکل حل لپاره لاندې طریقه استعمال کړئ.
د کمپيوټر run ته ولاړ شئ يا window+R شارټ کټ څخه کار واخلئ او لاندې کمانډونه استعمال کړئ.
1)temp
2)%temp%
3)cleanmgr
4)recent
هر کمانډ بيل بيل استعماليږي. کله چې هر څه راغلل ټول ډيټا انتخاب کړئ او ډيليټ يې کړئ.
#کمپيوټر #انټرنيټ #فيسبوک
2 989
د طب مينوالو لپاره
د طب معالجوي او ستوماتولوژي لپاره کومې سرچينې چې د امتحاناتو ملي ادارې لخوا اعلان شوې دي په لاندې ډول دي.
👇👇👇
2 989
شتمنه پښتونخوا
د شه/يد مولانا خانزېب کتاب "شتمنه پښتونخوا" د پښتونخوا د قدرتي وسائلو علمي، سائنسي او سياسي لوست" چاپ ته وسپارل شو.
د دې کتاب لوستل د ټولو پښتنو زلمو لپاره اړین دى او نورو ته رسول یې باید هر پښتون خپل مسؤلیت وګڼي.
"د شه-يد موﻻنا خانزېب دا کتاب د رسا رهنمایۍ یو مستند ﻋﻼج دی. باید دا کتاب د پښتونخوا سره تړلي هر وګړي ته ورسېږي، د دې ژباړه پۀ نورو ژبو کښې وشي او بیا بیا چاپ شي زما په اند چې دا کار بايد دَ وخت تعلیمي ادارو، پروفېسرانو او څېړونکو کړى ؤ خو هغوى نه پوره نۀ شوه او موﻻنا خانزېب دغه فرض ادا کړ. یقیناً دا زیار به ئې دَ تاریخ پۀ زرینو ټکو کې ثبت شي.
د کتاب ترلاسه کولو لينک
https://t.me/MazloumYarBahar/13039
#شتمنه_پښتونخوا
#ShtamanaPakhtunkhwa #شتمنه_پښتونخوا
#EvolvingTheNation
#پشتونخوا
#شتمنه_پښتونخوا
2 989
شتمنه پښتونخوا
د شهيد مولانا خانزېب کتاب "شتمنه پښتونخوا" د پښتونخوا د قدرتي وسائلو علمي، سائنسي او سياسي لوست" چاپ ته وسپارل شو.
د دې کتاب لوستل د ټولو پښتنو ځلمو لپاره اړین دي ، او نورو ته رسول یې باید هر پښتون خپل مسؤلیت وګڼي.
"د شهيد موﻻنا خانزېب دا کتاب د رسا رهنمایۍ یو مستند ﻋﻼج دی. باید دا کتاب د پښتونخوا سره تړلي هر وګړي ته ورسېږي، د دې ژباړه پۀ نورو ژبو کښې وشي او بیا بیا چاپ شي. زۀ ګڼم چې دا کار دې وخت کښې پۀ تعلیمي ادارو او پروفېسرانو څېړنکارانو فرض ؤ خو هغوي نه پوره نۀ شو او موﻻنا خانزېب دغه فرض ادا کړو. یقیناً دا زیار به ئې تاریخ پۀ زر زرینو ټکو یادوي. "
#شتمنه_پښتونخوا
#ShtamanaPakhtunkhwa #شتمنه_پښتونخوا
#EvolvingTheNation
#پشتونخوا
2 989
د امریکا هیواد د انګلیسي ژبې وړیا آنلاین کورسونه!!!
Open Online Professional English Network
چې د امريکا هیواد اړوند اداره ده، د انګليسي ژبې وړيا کورسونه وړاندې کوي
🔹️هیواد: امریکا
🔹️د زدکړو ډول: آنلاین
🔹️موده: له ٤ تر ١٢ اونۍ
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا معتبر سند
وخت یې کم پاتې نوم ليکنه وکړئ
🌐د نوم ليکنې او نورو معلوماتو تړونی👇
https://openenglishcommunity.org/page/massive-open-online-courses-moocs
2 989
د اکسيل 105 فنکشن او په عملي ډول د هغې استعمالولو ځايونو او فارمولې. لاندې اکسيل فايل ډاونلوډ کولى شئ
2 989
بورسیه DAAD آلمان در رشته هنرهای نمایشی
✅نوعیت: Fully Funded
🎓مقطع: ماستری
علاقمندان ادامه تحصیل در رشته های هنرهای نمایشی میتوانند با این فرصت در دانشگاه های آلمان ادامه تحصیل دهند
✅امتیازات:
- پرداخت مصارف سفر
- معاش ماهوار ۹۹۲ یورویی
- بیمه صحی، حادثه و مسئولیت شخصی و...
- پرداخت فیس یک مضمون خارج رشته
⏰ختم ثبت نام: ۱۰ نوامبر
جزئیات بیشتر و راهنمایی ثبت نام در وبسایت 🔗👇
https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarships-in-performing-arts/
🎭 د آلمان DAAD بورس د نمایشي هنرونو په رشته کې د ماستري لپاره
🔗 د معلوماتو لینک:
https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarships-in-performing-arts/
DAAD Postgraduate Scholarships in Performing Arts in Germany, 2025/26
2 989
د هرې برخې په پای کې تاسو ته ۱۵ ثانیې درکول کیږي تر څو خبرو ته ځان اماده کړئ او بیا به له ۴۵ څخه تر ۶۰ ثانیو پورې د اړوندې موضوع په هکله خبرې کوئ. تاسو به په مایکروفون کې خبرې کوئ. نوموړې خبرې لومړی ثبتیږي او بیا د اړونده برخې د متخصصینو له لوري ارزیابي او نومرې ورته ورکول کیږي. نوموړې برخې ته ۱۷ دقیقې وخت ځانګړی شوی.
څلورم – لیکل یا Writing :
دا برخه هم دوه ډوله لیکل لري. په لومړي ډول کې تاسو یو څه اورئ او یا یې هم لولئ او بیا د هغه څه اړوند چې مو اوریدلي یا لوستلي خپلې خبرې لیکئ. په دوهم ډول کې درته یو مضمون درکول کیږي او د نوموړې مضمون اړوند په لیکلو کې خپل واک یاست چې خپل نظر، تجربه او مشاهدات ولیکئ. د لومړي ډول لپاره ۲۰ دقیقې او د دوهم ډول لپاره ۳۰ دقیقې وخت لرئ. تاسو خپلې لیکنې د یو کیبورډ په وسیله په ځانګړي سکرین کوئ چې د ټافل ادارې ته لیږل کیږي او هلته د اړونده مرجع له لوري ارزیابي او نومرې ورته ورکول کیږي.
#یادونه: د ټافل هره برخه ۳۰ نمرې لري چې مجموعاً ۱۲۰ نمرې کیږي.
ازموينه چېرته ورکول کېږي يا اخيستل کېږي؟
د دې ازموينې ټولې چارې د ETS نړيوال سازمان له لوري پر مخ وړل کېږي، د ازموينې څخه وروسته ستاسو نتيجه له ۸ تر ۱۲ ورځو کې رسماً تاسو ته استول کېږي چې په نړيواله کچه د منلو او ګټې وړ ده.
که غواړئ چې د ازموينې وخت، تاسو ته تر تولو نږدې مرکز او نور بشپړ معلومات ولرئ نو www.ets.org وېبپاڼه وګورئ.
بايد يادونه وشي چې د ټافل ازموينه فيس لري او فيس يې هم له ۱۸۰ تر ۲۵۰ امريکايي ډالرو دی.
وروستيو کې د کورونا له امله د ټافل ازموينه کې د Home Based بڼه يعنې پخپل کور کې د ټافل ازموينې بڼه هم ور اضافه شوې ده چې يو لړ ځانگړي شرايط لکه انټرنېټ، د دوی په شرايطو برابر کمپيوټر او نور لري؛ که تاسو هغه شرايط پوره کړئ نو پخپل کور کې هم ازموينه ورکولای شئ.
دا ليکنه په تاند، کتابتون، نوښت، پرمختګ او ځينو نورو وېبپاڼو کې په بېلابېلو نومونو خپره شوې وه، موږ هماغه ليکنې ته بېلابېلې برخې ور زياتې کړې او د کوم ليکوال له نوم پرته خپرېږي.
#Win_Scholarship
#TOEFL
#ټافل
2 989
#ټافل_ازموينه
ټافل ازموينه څه ده؟
ډېری وخت چې د سکالرشيپونو معلومات خپروو نو هلته د انګليسي ژبې د ټافل ازموينې سند غواړي او بېلابېلې پوښتنې راځي چې ټافل ازموينه څه ده؟ ټافل څه وي؟ نن مو تاسو ته لاندې معلومات را ټول کړي دي چې د ټافل ازموينې په هکله دي.
که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی.
ويل کېږي چې د ټافل ازموينه کابو ۵۶ کاله وړاندې منځته راغلې ده او يو شمېر پوهانو له لوري داسې ازموينه ډيزاين شوه چې د پوهنتون له هغو محصلينو دې د انګليسي ژبې يوه ازموينه واخيستل شي چې مورنۍ ژبه يې انګليسي نه وي.
ياده ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوهه د لوستلو، ویلو، لیکلو او اورېدلو په برخه کې ارزیابي کوي. د ژبې اړوند د پوهاوي دا څلورګونې برخې د هغو نړیوالو پوهنتونو لپاره مهمې دي چې د تدریس ژبه یې انګلیسي او تاسو ته د زده کړو داخله درکوي.
مخکې د ټافل ټولې ازموینې د کاغذ پر مخ وې خو د انټرنیټ له اختراع او پرمختګ وروسته اوس نوموړې ازموینه په انلاین ډول اخیستل کیږي او یوازې هغه ځایونو کې د کاغذ پر مخ وي چېرته چې د انټرنیټ اسانتیا نشته.
څوک باید د ټافل ازموینه ورکړي؟
د نړۍ په کچه شا او خوا ۳۵ ملیونه وګړو د ټافل ازموینه ورکړې تر څو د انګلیسي ژبې په برخه کې خپل مهارت ارزیابي کړي. نوموړې ازموینه ډیری وخت د هغه زده کوونکو له لورې ورکول کیږي چې غواړي له هیواده بیرون زده کړې وکړي او یا هم کوم بهرني سکالرشیپ ته کاندید وي. کله چې کوم سکالرشیپ ته ځان کاندیدوئ، نو وګورئ چې د ټافل ازموینه یې اړتیا ده او که نه؟ که اړتیا وي نو حد اقل څو نومرې یې کفایت کوي.
ولې د ټافل ازموینه ورکړو؟
د ۱۳۰ څخه په زیاتو هیوادونو کې تر ۱۱۰۰۰ ډیر پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د داخلې لپاره ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې په پام کې نیسي. هر تعلیمي بنسټ د ټافل د اړینو نومرو لپاره حد اقل اندازه ټاکي چې ډیری وختونه نوموړې اندازه د ۶۱ او ۱۰۰ نومرو تر مینځ وي.
ستاسو د ټافل د ازموینې نومرې د دوه کالو لپاره کار کوي، که چېرته تاسو دوه کاله مخکې ټافل ازموینه ورکړي وي او بیا کوم سکالرشیپ ته اپلای کوئ نو باید له سره د ټافل ازموینه ورکړئ او اړینې نومرې لاس ته راوئ.
د ازموینې بڼه او محتویات
د ټافل ازموینې انلاین بڼه لاندې برخې لري:
لومړی: لوستل یا Reading :
د یو اکاډمیک او علمي متن د لوستلو او پر هغې د پوهېدلو اړوند ستاسو مهارت د ټافل ازموینې په دې برخه کې ارزول کیږي. په دې برخه کې درې یا څلور مقالې راوړل کیږي چې هر یو یې خوا او شا ۷۰۰ کلیمې لري. د نوموړې برخې د سوالونو د ځواب لپاره تاسو له ۵۴ څخه تر ۷۲ دقیقې وخت لرئ
د نوموړې برخې مقالې د پوهنتون له بیلابیلو مضامینو را اخیستل کیږي. دې ته مه وارخطا کیږئ چې مقاله ممکن ستاسو د مسلک اړوند نه وي. د پوښتنو اړوند ټول وضاحت په مقاله کې شتون لري او که تاسو پوره امادګي ولرئ نو په ځواب موندلو کې به یې له ستونزې سره مخ نه شئ.
دوهم – اورېدل یا Listening :
په دې برخه کې د یو اکاډمیک لیکچر اړوند ستاسو د اورېدلو او پوهیدلو ځواک سنجول کیږي. دا پوهیدل یوازې د لیکچر ورکوونکو یا محاوره کوونکو په خبرو پوهیدل نه بلکې د هغوی د لهجې تحلیل لکه جدیت، په یوه خبره د هغوی ډاډمنتیا او نورې دا ډول برخې هم لري.
دلته دوه برخې وي چې یوه یې د پوهنتون د پروفیسور کوم لیکچر او بل یې هم د پوهنتون په کیمپس کې د دوه وګړو ( محصلینو او استادانو) خبرې اترې او محاوره وي.
په دې برخه کې له ۳ تر ۴ لیکچرونه وي چې هر یو به یې له ۳ تر ۵ دقیقو اوږد او هر یو یې ۶ پوښتنې لري. همدارنګه له ۲ تر ۳ محاورې به ولري چې ممکن ۳ دقیقې اوږدې او هره یوه مکالمه به ۵ پوښتنې ولري. تاسو کولای شئ د لیکچرونو او محاورو د اوریدلو پر مهال له ځان سره لنډ نوټونه واخلئ. د ټافل د نوموړې برخې لپاره له ۴۱ څخه تر ۵۷ دقیقو وخت ځانګړی کیږي.
دریم – خبرې کول یا Speaking :
د ټافل د ازموینې دا برخه په یو اکاډمیک چاپیریال کې ستاسو د خبرو اغېزمنتیا او رواني ارزوي. دلته څلور برخې وي چې د ټولګي دننه او یا دباندې ستاسو د ژوند اړوند موضوعات احاطه کوي. د دې برخې پوښتنې هم په دوه ډوله دي. یو ډول یې داسي دي چې تاسو ته یوه موضوع درکول کیږي او په خپلواک ډول د نوموړې موضوع اړوند خپل نظر، تجربه او نورې خبرې شریکوئ. دوهم ډول یې ضمیمه یا Integrated Task دی چېرته چې به تاسو یوه محاوره اورئ،یا به کوم پراګراف لولئ او بیا به هلته د دواړو لوریو د خبرو خلاصه او یا هم د هغوی په توپیرونو غږېږئ.
2 989
د لوړو زده کړو وزارت اکمال تخصص ازموینې ګډونوالو د پام وړ!
هغه ګډونوال چې نن جمعه(چنګاښ ٢٠ مه) نېټه یې کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونو ته اکمال تخصص ازموینه ورکړه، که د ازموینې په اړه قانوني شکایت لري، کولای شي تر راتلونکې دوشنبې ورځې (١٤٠٤چنګاښ ٢٣ مې) نېټې پورې یې په آنلاین بڼه د مل لینک له لارې ازموینو ملي ادارې ته ثبت کړي!
.........
قابل توجه اشتراک کننده گان اکمال تخصص وزارت تحصیلات عالی!
اشتراک کننده گان که امروز جمعه(٢٠ سرطان) امتحان اکمال تخصص شفاخانه های تدریسی وزارت تحصیلات عالی شان در پوهنتون کابل سپری شد، در رابطه به امتحان اگر شکایت قانونی داشته باشند؛ می توانند شکایت خویش را الی روز دوشنبه آینده(٢٣ سرطان۱۴۰۴) از طریق لینک ذیل به ادارهٔ ملی امتحانات ثبت نمایند.
لینک:
https://forms.gle/2J6RjXdvfw35LumZ7
2 989
#کارموندنې_خبرتیا
سکتورونو څخه د څارنې او ارزونې عمومي ریاست اړوند مسلکي 100څلورم بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري کاندید باید له فزیک ، ریاضي ، کیمیا او جیولوجي معدن پوهنځیو څخه فارغ وي.
د لیسانس کسانو عمر ۳۰ کاله او د ماستر کسانو عمر ۳۵ کاله زیات نه وي
د ليسانس لپاره د نمرو سلنه باید ٪۷۵ وي بدون له چانسه او د ماستر لپاره د نمرو سلنه يې ٪۸۰ وي بدون له چانسه
اړین اسناد
د فراغت تائید شوي اسناد
د نمرو ترانسکریپت په ملي ژبه ( پښتو / دري )
د تذکرې کاپي
د خپل اسناد پی ډي ایف لاندی واټسپ شمیری یا ایمل ته واستوی د دوهم څل اسناد لیږلو څخه ډډه وکړی ستاسو په اسنادو کی د مبایل شمیره ضروری دی همدارنګه د سی وی لیږولو ته ضرورت نشته
Atjobs1402@gmail.com
0748178678
#flowers #jab #کارموندنه Saeed wardak #facebookviral #viralreelsシ
Available now! Telegram Research 2025 — the year's key insights 
