Research Services
Open in Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Show more2 984
Subscribers
+324 hours
-17 days
-3030 days
Posts Archive
2 984
د قراردادي استادانو د جذب خبرتیا!
پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت غواړي چې په لاندې پوهنځيو ذکر شویو پوهنځیو او څانګو کې د ۱۴۰۵هـ ش کال پسرلني سمستر لپاره په شرایطو برابر اشخاص د قراردادي استادانو په توګه جذب کړي، نو علاقه مند او په شرایطو برابر نوماندان کولی شي چې د روانې میاشتي (۱۳/۱۲/۱۴۰۴) هـ ش نیټې پورې اړوند پوهنځي ته مراجعه وکړي .
د نوم لیکنې په پار ټاکل شوي شرایط:
1. تابعت تذکرې شتون.
2. د ډیپلوم او ترانسکریپت شتون.
3. د نمراتو فیصدي یې باید (۷۵) وي.
2 984
ډېر صمېمیت، احترام له منځه وړي، د زیاتې مینې نتېجه نمک حرامي ده، ډېر
ښه کول په سوء استفاده بدلېږي.
رابطه چې څومرهٔ قوي شي ډېر مشکلات زېږوي تعادل ډېر مهم دی، خلاصهٔ که د خلکو او خپلو احساساتو ترمنځ دې تعادل ونه ساتلو؛ که د مینې او مهربانۍ سمندر هم اوسې، سوء تفاهم درنه کېږي.
هڅونه 🍁
2 984
د چاپې سهار کتاب
ياد کتاب چې د مولوي ضیاءالحق حسان په قلم ليکل شوی، د اشغـ.ا لګرو د جنایاتو تر څنګ د اتلانو کارنامې هم په کې قلمبند شوې.
2 984
ما فکر کاوه، چې تر ټولو بد ژوند دا دی چې یوازې پاتې شې
خو.... نه!
ټولو ته دا احساس ورکړئ، چې تاسې یوازې یاست.
چلندونه له وخت سره تړلي دي، په رَویو پسې منډې مه وهئ، هسې به خپل ژوند مشکل کړئ، ځکه چې اړیکې په زاریو او منتونو نه ټینګیږي.
هغوی چې درومي نو لار ورکئ چې لاړ شي، هېڅوک هم د دنیا اخري شخص نه وي، که مو خپل عزت نفس ساتلی وي نو باور ولرئ چې د سترګو په وړاندې به مو هم نظر ته نه درځي.
د ځینو خلکو لپاره همدا سزا کافي ده، چې ورته مخامخ هم یاست خو لاسرسی درته نه لري.
ژباړه: ضمیر
2 984
د یوه مکمل کتاب ژباړل د نورو ژبو څخه پښتو ته!
اکثریت وخت مونږ په نورو ژبو یو کتاب او یا هم یو چپټر لرو چې هغې څخه هدف اخیستل زمونږ لپاره ډېر مشکل تمامیږي لاندې ویډیو کې عملي ډول د انګلیسي مکمل یو چپټر پښتو ژبې ته وګورئ.
2 984
کله هم چې د خپل WiFi يا انټرنيټ سرعت کتل غواړئ نو لاندې ويب سايټونو څخه استفاده وکړئ!
https://fast.com/
https://www.speedtest.net/
نورو سره يې شير کړه، لايک کړه!
2 984
د رومانیا هیواد بورسونه!
🔹️هیواد: رومانیا
🔹️پوهنتون: د رومانیې ډیر پوهنتونونه
🔹️رشتې: ډول ډول
🔹️مقطعې: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
ګټې:
🔸️وړیا زدکړې
🔸️وړیا استوګنه
🔸️میاشتنی معاش
🔸️وړیا روغتیايي بیمه
🔸️وړیا د ژبې زدکړې کورس
نوټ:
🔹️د ژبې سند ته اړتیا نشته
🔹️له تېرو څو کلونو راهیسې کوم افغان نه ده ترلاسه کړی او سږکال هم معلومات نشته چې افغان محصیلینو ته به ورکړل شي که نه
د نورو معلوماتو او نومليکنې لینک👇👇
https://www.globalscholarshipshub.com/opp/romanian-government-scholarships-2026-study-in-romania/
2 984
کس: خدای چېرې دی؟
شیخ: د هر انسان په زړه کې.
پام کوه زویه د چا زړه ازار نه کړې...!!
ژباړه همکار
2 984
مهمه خبرتیا!
د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زدهکړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لېسو څخه فارغان او یا د معادل اسنادو لرونکي کسان د (امني، حقوقو او جنایي علومو، سرحدي، لوژستیک، کمپیوټر ساینس، ترافیک او محابسو ادارې) پوهنځیو کې د ورځني لېسانس دورې لپاره د زده کړیالانو په توګه ومني.
غوښتونکي باید لاندې شرایط ولري:
١: د ۱.۱.۱ تابعیت ولري.
۲: عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۲۲ کلونو زیات نه وي.
۳: د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د نمرو سند یا معادل اسناد ولري.
۴: واده یې نه وي کړی او د کورنۍ د لګښتونو مسوول نه وي.
۵: بشپړه بدني، عقلي او رواني روغتیا ولري او د فزیکي ازموینو اړین معیارونه پوره کړي (کوڼ، ړوند، ګونګ، ګوډ او یا د ژبې ستونزه و نه لري).
۶: د جنايي جرمونو له امله پر بند محکوم شوی نه وي.*
۷:په نشهیي توکو، الکولي مشروباتو او نورو مسکراتو روږدی نه وي.
۸:قد یې له ۱۷۰ سانتي مترو کم نه وي.
۹:د سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ډلو غړیتوب و نه لري.*
۱۰:ډسپلین منونکی وي او د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو، د پولیسو اکاډمۍ او پوځي مقرراتو، لایحو، تعلیمنامو او اصولنامو رعایت ته ژمن وي.
۱۱:د هېواد د پولیسو په لیکو کې اوږدمهاله خدمت ته چمتو وي.
غوښتونکي کولای شي سر له سبا سه شنبې ورځ د (۱۴۴۷/۸/۲۹)نېټې چې د (۱۴۰۴/۱۱/۲۸) سره سمون لري څخه تر ۱۵ ورځو پورې، هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه تر ۳ بجو پورې د نوم لیکنې لپاره د اړتیا وړ اصلي اسناد (برېښنايي تذکره، د دولسم ټولګي سند او ۶ قطعې عکسونه) له ځانه سره ولري د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جلب او جذب قومندانۍ ته مراجعه وکړي.
په درنښت
سید طیب حماد دننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند
2 984
We Are Hiring – AWWG Coordinator (Kabul)
ACBAR is seeking a qualified and experienced AWWG Coordinator to support coordination and engagement within the humanitarian and development sectors in Afghanistan.
📍 Kabul (with regional travel as required)
🕒 Full-time
📅 Deadline: 21 February 2026
🇦🇫 Afghan nationals only
Apply through the official Job Application Form.
https://www.acbar.org/jobs/140336/awwg-coordinator.jsp
