en
Feedback
Research Services

Research Services

Open in Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Show more
2 982
Subscribers
+124 hours
-67 days
-3630 days
Posts Archive
يوه سيل په دوو برخو ويشلو طريقه

د عمودي څخه معلومات افقي حالت ته بدلولو اسانه طريقه

په ګرافيک ډول د معلوماتو ښودلو اسانه طريقه

په کمپيوټر کې سټيکي نوټ چې زه يې هر وخت استعمالوم او زما راتلونکې پلان او اجنډا تياره راته کمپيوټر سکرین باندې پراته وي

له فکره تر عمله، خپلواک صافی.pdf4.28 MB

بهترين کتاب دى ما يې فهرست وليدو کچيرې وخت لرى درسره لوستلى يې شئ
بهترين کتاب دى ما يې فهرست وليدو کچيرې وخت لرى درسره لوستلى يې شئ

+1
د ابن خلدون ژوند ، اند او فلسفه.pdf

له فکره تر عمله، خپلواک صافی.pdf4.28 MB

کتاب: له فکره تر عمله ليکوال: خپلواک صافی
کتاب: له فکره تر عمله ليکوال: خپلواک صافی

خبرتیا ښاغلو نوماندانو! د کور او ښار جوړولو وزارت د (۶۵) بستونو د شارت لست پایلې اعلان شوې. د پورته ذکر شویو بستونو د وړ نوماندانو د الکترونیکي ازموینې پلان به د همدې ادرس له لارې اعلان شي. هغه نوماندان چې په شرایطو برابر نه دي ګڼل شوي، که چیرې د شارت لست د کمیټې له پریکړې رضایت ونه لري، کولای شي خپل شکایت د (۳) کاري ورځو په جریان کې چې له (۰۴/سلواغه/۱۴۰۳) مطابق (۲۲/ رجب المرجب/۱۴۴۶) نېټې څخه اعتبار لري (Civilappealsarcsa@gmail.com) ایمیل آدرس ته واستوئ، او یا هم د شکایت ثبتولو فورمه په حضوري ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د لومړي پوړ ۱۷ شمېرې اطاق ته چې د دارالامان د سناتوریم په سرک کې موقعیت لري وسپارئ. شماره تماس:  ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۹ د شارت لست د پایلو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1MSl_Jvmj5ftOQw_EasH1jvECZE_tqk6n/view?usp=sharing لینک فورم شکایت: https://drive.google.com/file/d/12Qi-nUhHk9M86d1yizZ9TIOE543cdHol/view?usp=sharing آگهی کاندیدان محترم! نتیجه شارت لست (۶۵)  بست وزارت شهرسازی و مسکن اعلان گردید. پلان امتحان الکترونیکی کاندیدان واجد شرایط بست های فوق الذکر از طریق همین ادرس اعلان میګردد. متقاضیان که واجد شرایط شناخته نشده اند در صورتیکه به فیصله کمیته شارت لست قناعت نداشته باشند، می توانند در مدت (۳) روز کاری اعتبار از تاریخ (۰۴/دلو/۱۴۰۳) مطابق (۲۲/ رجب المرجب/۱۴۴۶) شکایت خود را به این ایمیل آدرس (Civilappealsarcsa@gmail.com) ارسال نموده و یا فورم شکایت را به شکل حضوری در منزل اول اطاق شماره  ۱۷ اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی واقع سرک سناتوریم دارالامان کابل تسلیم نمایند. شماره تماس:  ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۹ لینک جدول نتایج شارت لست: https://drive.google.com/file/d/1MSl_Jvmj5ftOQw_EasH1jvECZE_tqk6n/view?usp=sharing لینک فورم شکایت: https://drive.google.com/file/d/12Qi-nUhHk9M86d1yizZ9TIOE543cdHol/view?usp=sharing

اکثریت وخت کله چې نمرې په مکتبونو او يا هم پوهنتونونو کې د يوه ټاکل شوي حد څخه کمې شي نو پرچه کې د استاد لخوا ورته په سره قلم دايره راتاويږي خو ايا دا کار مو اکسيل په اساس سر ته رسولى دى لاندې ويډيو کې يې مکمله طريقه ښودل شوې ده. هيله لرم چې ويډيو به درسره لايک او نورو ملګرو سره شير کړئ

پښتو پښویه (ګرامر).pdf12.27 MB

پښتو پښویه (ګرامر) : (پایڅوړ د ژبپوهنې بنسټونه او غږپوهه) لیکوال مجاور احمد زیار زیار، مجاور احمد; دانش خپرندویه ټولنه
پښتو پښویه (ګرامر) : (پایڅوړ د ژبپوهنې بنسټونه او غږپوهه) لیکوال مجاور احمد زیار زیار، مجاور احمد;  دانش خپرندویه ټولنه

اتومات ډول مسلسل شمیره راتلل اکثریت اکسیل جدولونو کې کله نه کله په منځ کې ځینې معلومات ډیلیټ کیږي او یا هم جدول څخه لرې کیږي نو هغه مسلسل شمیره چې همدې ریکارډ اخیستي وه هغه له منځه ځي . لاندې ویدیو کې به ډیلیټ شوي ریکارډ شمیره اتومات ډول بل ریکارډ او یا هم کس ته ورکول کیږي.

د نړۍ د مختلفو هېوادونو غوره متلونه: 1. "هغه څوک چې د خپل همسایه کور ړنګوي، خپل کور به یې هم نړېږي." (سوېس متل) 2. "کله چي یو څوک موړ سي، نو د ډوډۍ خوند بیا نه حسوي." (اسکاټلنډ متل) 3. "که موسکا نه سې کولای، نو دوکان مه خلاصوه." (چینايي متل) 4. "ښه څېره تر ټولو قوي واسطه ده." (انګلیسي متل) 5. " له ناشکره خلکو سره ښه کار کول داسې دي لکه په سمندر کې عطر اچول." (پولینډي متل) 6. "که د کوم قوم پرمختګ ته ګورې، نو د هغوی ښځو ته وګوره." (فرانسوي متل) 7. "موږ ډېر ځله شیان د هغوی له اصلي حقیقت څخه بل ډول وینو، ځکه یوازې سرلیک لولو." (امریکايي متل) 8. "د نورو تېروتنې تل د خپلو تېروتنو څخه زیاتې ښکاره کېږي." (روسي متل) 9. "ستاسې قناعت ستاسې نیمه خوښي ده." (ایټالوي متل) 10. "هر انسان خپل برخلیک خپله جوړوي." (انګلیسي متل) 11. "خپل ذهن په علم سمبال کړه، دا تر دې غوره ده چې بدن په ګاڼو ښکلی کړې." (چینايي متل) 12. "ځان‌غوښتنه د ناپوهۍ پیداوار دی." (هسپانوي متل) 13. "هغه مینه چې په ډالیو ولاړه وي، تل به وږې پاتې وي." (انګلیسي متل) 14. "له هغې ښځې ځان وساته چې د خپلې ښېګڼې خبرې کوي، او له هغه سړي چې د خپلې ایماندارۍ خبرې کوي." (فرانسوي متل) 15. "خپلې ښځې ته مینه ورکړه، او خپلې مور ته خپل راز ووايه." (آیرلنډي متل) 16. "پنځه کاله خپل بچی شهزاده کړه، لس کاله یې غلام کړه، او بیا یې خپل ملګری کړه." (هندي متل) 17. "انسان کېدل اسانه دي، خو سړی کېدل سخت دي." (روسي متل) 18. "زما کورنۍ راته خبرې کول زده کړل، او خلکو راته خاموش پاتې کېدل." (چکوسلوواک متل) 19. "هغه څوک چې خلکو ته د علم په سترګه ګوري، له هغوی کرکه کوي؛ او څوک چې د حقیقت په سترګه ورته ګوري، هغوی بخښي." (ایټالوي متل) 20. "غوسه هغه تېز باد دی چې د عقل څراغ مړ کوي." (امریکايي متل) 21. "هغه خلک چې ورکړه کوي، باید د خپلي ورکړي خبره ونه کړي؛ او هغه خلک چې تر لاسه کوي یې، باید د تر لاسه کولو یادونه وکړي." (پرتګالي متل) 22. "یوه لوی ونه زیات سیوری کوي، خو لږه مېوه ورکوي." (ایټالوي متل) 23. "خپلې اندېښنې په څېري جیب کې واچوه." (چینايي متل) 24. "ډېر خوراک د لوږې څخه زیات زیانمن دی." (الماني متل) 25. "هره ورځ وکره، او هره ورځ وخوره." (مصري متل) 26. "ای انسانه، مرګ مه هېروه، ځکه دا تا نه هېروي." (ترکي متل) 27. "انتقام لنډمهاله خوند لري، خو بخښنه تلپاتې سکون ورکوي." (هسپانوي متل) 28. "مینه او خوشبويي پټولی نه سې." (چینايي متل) 29. "هغه څوک چې جیب یې تش وي، باید خپله ژبه خوږه کړي." (ملایشي متل) 30. "د اوبو کوچني څاڅکۍ هم سیند جوړولی سي." (جاپاني متل) 31. "الله مرغانو ته روزي ورکوي، خو هغوی باید د هغې لپاره الوت وکړي." (هالنډي متل) 32. "مینه تر هغو پاتې کېږي چې پیسې وي." (فرانسوي متل) 33. "څوک چې خپل ملګري ته پور ورکوي، دواړه له لاسه ورکوي." (فرانسوي متل) 34. "هغه څوک چې له ښکلې ښځې سره واده کوي، له دوو سترګو ډېرې اړتیا لري." (انګلیسي متل) 35. "هغه څوک چې پر شا یې تنکه وي، تل له اور څخه وېرېږي." (فرانسوي متل) 36. "څوک چې د منزل د تر لاسه کولو اراده وکړي، هر خنډ به ورته وړوکی ښکاري." (فرانسوي متل) 37. "هغه څوک چې ځان مېږه ګڼي، لېوه به یې وخوري." (فرانسوي متل)

د استخباراتو اساسات (1).pdf10.10 MB

له_ډاره_تر_بریا_مه_وېرېږئ_بریالي_شئ!.pdf11.06 MB

● هیڅکله د خپلو خوبونو تعقیب پرېنږدي، ځکه چې یو ځل ورته رسېدل به د ټول ژوند ارزښت ولري. ● هغه څوک چې د ستونزو پر وړاندې زغم لري، د بریا حق هم لري. "په خپلو تېروتنو مه وېرېږه، ځکه چې هغوی دي چې تا ځواکمنوي. ● خپل ذهن ته منفي فکرونو مه پریږدی، ځکه چې هغوی ستا د بریا خنډ ګرځي. ● هیڅوک ستا د خوبونو د ریښتیا کولو مسؤلیت نلري، پرته له تانه. ● په ژوند کې تر ټولو مهمه خبره دا نه ده چې څومره وخت ژوند کوو، بلکې دا ده چې څنګه ژوند کوو. ● هڅه وکړه چې خپل ژوند د نورو په پرتله ښه نه، بلکې د خپل تېر په پرتله بهتره کړې. ● یوازې هغه څوک چې د بریا لپاره مبارزه کوي، د ناکامۍ له وېرې ژغورل کېږي.

+4
کمپیوټري ژبې.pdf2.87 MB

Research Services - Statistics & analytics of Telegram channel @sciences5891