Research Services
Open in Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Show more2 983
Subscribers
No data24 hours
-37 days
-3930 days
Posts Archive
2 982
د نورو سره له بې ځایه سیالۍ او مقایسې تېر شئ. د نورو خلکو په لاس ته راوړنو زړه مه بدوئ او مه هم کوښښ کوئ، چې د نورو خلکو په څير شئ، د نورو خلکو سره ځان مه مقایسه کوئ، یواځې همدومره وکړئ، چې په خپل ځان کار وکړئ او کوښښ وکړئ، چې په ځان کې مثبت تغیرات راوړئ. دا ژوند او مقام ستا لپاره هم دی او د بل لپاره هم، نو ولې د نورو په برياليتوب او پرمختګ زړه بدي شو، ددې پرځای پخپل ځان کار ولې نه کوو او ولې ځانته دا روحيه نه ورکوو چې، موږ هم د يو ډېر عالي مقام څښتنان يو.!!!؟ فِکر
2 982
د هر ښکلي انسان په اړه چې ته فکر کوې، هماغه یوه بیسارې ځانګړنه لري. داسې نه ده چې هغه خپل ویښتان څه ډول جوړوي؟ څه اغوندي او یاهم ظاهري ښکلا یې بشپړه ده!؟ بلکې ښکلا یې د وجود دننه پرته ده، ژوندی کس وي او نړۍ ته خپلې نوې نظریې او کارونه وړاندې کوي او همدې ته ښکلا وايي. وزن، اندام، قد، بڼه، مخینه او د پوستکي رنګ یې اړین نه دی؛ که چېرې یو کس بیدار واوسي، د بل چا تقلید ونکړي او سپیڅلې عقیده ولري، نو دې ته اصلي ښکلا وايي.. فِکر
2 982
انگلیسي_لنډې_کیسې_له_پښتو_ماناسره_کتابخانه_آشنا_کتابتون@AshnaLibrary.pdf1.60 MB
2 982
• خطر ومنه – که بریالی شې، مشري به وکړی؛ که پاتې شې، خلکو ته به لارښوونه وکړي!
• خلک د عمل له مخې وپیژنه، نه د خبرو.
• خوږ انسان تل ډېر زخمونه ويني – لکه د میوې ونه چې هر څوک یې په تیږو ولي.
• ننګونې ژوند ته خوند ورکوي؛ بریا ژوند ته معنا.
• بریا هغه وخت خوند کوي چې د ماتې خطر پکې وي.
• که د پرون کارونه لا هم تا ته ستر ښکاري، نو نن دې کمرنګه دی.
• که خپل خوبونه دی رښتیا نه کړې، بل به دې مزدور کړي!
• خلک د دماغ درلودو نه، بلکې د هوښیار استعمال انعام درکوي.
• نه دا چې څه نه لرې، تا محدودوي؛ بلکې دا چې څه لرې، خو کار ترې نه اخلې.
• فاسد قیمت لري، صادق ارزښت.
• صداقت ارزښت لري – له ارزانه خلکو یې تمه مه کوه.
تل خوشحال، باثبات او برکتمن اوسئ!
لیکنه؛ډاکټر محب الله ساواش
ــــــــــــــــــــــــــــ
✍تاسې یې یادادشت ڪـــړئ!"
2 982
ژوند یو بې رحمه استاد دی، نه ډاډګیرنه در کوي او نه هم تکیه. د تکلیف بار به هر روح په خپله اوچتوي، دا ځکه چې د درد په لارو کې موږ ټول مسافر یوازې یو. لوېدل زموږ تقدیر نه دی، خو چې کوم یو غورځیږي نو ځان به خپله را جګوي. ځکه چې، په ژوند کې نه ځمکه نرمه ده او نه هم وخت موقع ورکونکی. دا دنیا د هغو ده، چې خپل زخمونه پټوي او په شونډو موسکا خوروي، او د هغو چې مات شوي هم دي خو د جوړېدو هنر یې له یاده نه دی وتلی. "ژوند وکړئ، نور هم ژوند ته پرېږدئ!" ژباړه : ضمیر
2 982
پدې ويډيو کې د کارکوونکي، منيجر، رئيس او د يوه کار مالک مثالونه را اخيستل شوې دي تاسو يې دقيق وګورئ
2 982
ولې ځینې خلک خیانت کوي؟ خیانت تل د مینې د کمښت له کبله نه وي، بلکې: ضعیف النفسي (په خپل نفس باندې کنټرول نلرل)، نا منحله ستونزې، عاطفي تشې، او ځینې وختونه، د پاملرنې او درناوي نشتوالی د خیانت سبب وګرځي. خو یاد ولرئ! خیانت د ستونزې حل نه، بلکې د اعتماد ماتېدل دي. غوره کړنلاره داده: چې یو له بل سره هر اړخیزې خبرې او د زړه خواله وشي.
2 982
🔴 فهرست کنفرانسهای بینالمللی علوم اجتماعی در سال ۲۰۲۵ به همراه مهلت ارسال چکیده
🔸Livable Cities 2025: Lisbon
Lisbon, Portugal & online July 9-11, 2025, Abstracts: April 25, 2025
🔸Livable Cities 2025: Barcelona
Barcelona, Spain & online July 16-18, 2025, Abstracts: April 25, 2025
🔸Contesting Digital Labor
Bologna, Italy September 10-12, 2025, Abstracts: April 27, 2025
🔸The Art of Hospitality
Pittsburgh, PA, USA & online May 28-30, 2025, Proposals: April 28, 2025
🔸Women, Algeria, Torture, Foucault: Advancing the Anticolonial Sociology of Marnia Lazreg
New York City, USA September 25-26, 2025, Abstracts: April 28, 2025
🔸Programmes. Observed with Social Systems Theory
Cambridge, UK September 09-12, 2025, Abstracts: May 15, 2025
🔸Oceanic Journeys: Multicultural Approaches in Publishing Practices
Information, Medium & Society: The Publishing Studies Research Network University of Hawaii, Hilo, USA & online June 25-27, 2025 Proposals: May 25, 2025
🔸Integration and Naturalisation of Refugees and Migrants: Agency, Bureaucracy, and Policy Change
Berlin, Germany November 13-14, 2025, Abstracts: May 31, 2025
🔸Collapse and Regeneration: Community-led Initiatives Prefiguring Liveable Futures
Lisbon, Portugal November 26-28, 2025, Proposals: May 31, 2025
🔸Demographic Perspectives on Migration in the 21st Century
Vienna, Austria November 19-21, 2025, Abstracts: May 31, 2025
🔴🟡🔵 پژوهش کیفی
@Qualitative_Methodology
2 982
دکتاب نوم : دپيغمبر صلی الله علیه وسلم په پلونو
لیکوال: ادهم شرقاوي
ژباړن: فضل کريم شرف
ژبه : پښتو
بڼه: PDF
حجم:29.4MB
خپرندويه ټولنه: حکمت خپرندويه ټولنه کابل
دچاپ کال: 1445 هـ ق 2024 ز
تفصيل: دا کتاب فلسطیني ليکوال اډه شرقاوي ليکلي
کتاب شاوخوا يونيم سل داسي موضوعات لرئ چي دمهربان پيغمبر صلي الله عليه وسلم په وخت کي پېښ شوئ دئ او هغه صلي الله عليه وسلم ور سرد ډير اعلا تعامل کړئ
کتاب شاوخوا یو نیم سل داسی موضوعات لري چې د مهربان پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې پېښ شوي دي او هغه صلى الله عليه وسلم ورسره ډیر اعلی تعامل کړی دی له پوی او ناپوی سره له مسلمان او غیر مسلمان سره له روغ او ناروغ سره له ملگري او گاونډي سره له دوست او دښمن سره له ظالم او مظلوم سره د کور دننه او له کوره بهر او له لوی او واړه سره
کتاب کې لولو چې هغه صلى الله عليه وسلم د خلكو احساسات څنگه درک کول غلطی یې څنگه سمولی، نصیحت یې څه ډول کاوه د ښوونې او روزنې طریقه یې څه وه، د خلکو د حقونو ادا کولو کې څنگه و ملگرتيا يې څنگه پالله نورو ته یې څومره در ناوی درلود
https://t.me/Ezatullah_Sultanzai/1022
2 982
د معاشونو ویشلو جدول
کچیرې په کوم ځای کې مو د خپلې ادارې معاشات په ساعتونو، ورځو، اوونیو ،میاشتو او په کال ویشل غوښتل نو لاندې ویډیو څخه استفاده کولی شئ.
2 982
د ګروپ قدرمنو دوستانو خدای دې وکړي چې ښه به ياست
دې ګروپ کې کوم ورونه او دوستان په لاندې رياستونو او ولسواليو کې کارکوونکي يا څوک پېژنئ؟ لطفا معلومات راکړئ!
د اوبو لګولو او انرژي رياست
د کادستر(اراضي) آمريت
د کليو او پراختيا رياست
د اقتصاد رياست
د کانال (وادي کرنيز) رياست
د عامې روغتيا رياست
د فوايد عامې (ټولګټو) رياست
د کار او ټولنیزو چارو رياست
د مخابراتو رياست
د پوهنې رياست
د چاپېريال ساتنې رياست
د سرشمارنې (احصایې) رياست
اقتصاد رياست
د ټرانسپورټ رياست
دوربابا ولسوالۍ
د حصارک ولسوالۍ
د شېرزادو ولسوالۍ
لعل پورې ولسوالۍ
ده بالا (هسکه مېنه) ولسوالي
بټي کوټ ولسوالي
د دره نور ولسوالي
دَ اړيکو او وټس آپ شماره
+93789191058
2 982
د سى وى ويبسايټ
مونږ درته د هر مسلک مربوط داسې ويبسايټ پيدا کړى دى چې په ورډ فايل د خپل مسلک مطابق سي وي په اسانۍ سره ترې ډاونلوډ کولى شئ.
https://techguruplus.com/school-teacher-resume-templates/
2 982
د کتاب نوم: د پيسو جوړولو فابریکه
لیکوال: رابرټ کیوساکي
ژباړن: حمیدالله حمیدي
حجم: 10ام بي
بڼه: PDF
📚کتابتون NQ
زموږ چینل درسره جوين کړئ. ↶
🔍 @naseebullahqalamyar👇👇👇
2 982
د گمارنې خبرتیا
مجتمع پوهنتون آزاد افغانستان جهت تدریس در بخشهای ذیل به اساتید گرامی نیاز دارد:
تدریسي برخې:
- اساسات نرسنگ، اناتومی، فیزیولوژی
- Diploma in English Language (Advanced Level)
- Introduction to Project Management
- Introduction to Web Development & Version Control
- Engineering Drawing
- Introduction to Online Businesses
د گمارنې شرطونه:
1. داشتن تجربه کافی در تدریس آنلاین در بخش مربوطه؛
2. دوامداره برېښنا او انټرنېټ ته لاسرسی ولرئ؛
3. توانایی تدریس به مدت ۲ الی ۳ ساعت در هفته؛ و
4. د درسي موادو چمتو کول او په آنلاین غونډو کې پر وخت گډون.
• اساتید محترم میتوانند جهت دریافت اطلاعات بیشتر، اسناد تحصیلی و سیوی (CV) خود را به آدرس ایمیل زیر ارسال نمایند یا از طریق شماره واتساپ با ما در تماس باشند:
° ایمیل آدرس: hr.afghnistanopenuniversity@gmail.com
° وټساپ: +93747789042
• نوټ:
که چیرې تاسو سی وی او تحصیلي اسناد ونه لرئ، د انتخاب له پروسې څخه به حذف شئ.
ذکر دقیق بخش مورد نظر برای تدریس در عنوان ایمیل الزامی میباشد.
• د غوښتنو لیږلو وروستۍ نېټه: د اپریل 17مه 2025.
مجتمع پوهنتون آزاد افغانستان
په افغانستان کې لومړی وړیا پوهنتون
#afghanistanopenuniversity
#aouo
#aou
#HiringTeachers
#TeachingJobs
#AcademicPositions
#JoinOurFaculty
#EducatorOpportunity
#د_استادانو_ګمارنه
#پوهنتون_استاد
#نوې_دنده_استاد
#ښوونه_او_روزنه
#اکاډمیک_فرصت
#استخدام_استادان
#استاد_ضرور_است
#فرصت_شغلی_آموزشی
#وظیفه_تدریسی
#آموزش_و_پرورش
2 982
دا څېړنه به د ننګرهار ولایت په درې ولسوالیو کې تر سره شي: کامه، بهسود، او خوږیاڼو. ددې ولسواليو کرنېزې ځمکې د اقلیم بدلون له خطر سره دي او د محلي تګلارو تنوع لري.
۳.۳. احصایوي ټولنه او نمونه
۳.۳.۱. احصایوي ټولنه
احصایوي ټولنه هغه کروندګر، مالداران او د کلیو اوسېدونکي دي، چې د اقلیم بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.
۳.۳.۲. د نمونې اخیستل
په څېړنه کې به د طبقهیي هدفمند نمونې اخیستنې تخنیک وکارول شي، څو دَ هرې ولسوالۍ مختلف کرنیز شرایط او تګلارې تر پوښښ لاندې راشي.
۳.۳.۳. د نمونې حجم
ټولټال به له ۱۵۰ کروندګرو څخه پوښتنلیکونه راټولیږي (یعنې له هرې ولسوالۍ ۵۰ کسان).
د کیفي برخې لپاره به له ۱۵ کلیدي اشخاصو سره مرکې وشي (لکه د کرنې مأمورین، قومي مشران، با تجربه کروندګر).
۳.۴. د معلوماتو راټولولو وسایل
۳.۴.۱. پوښتنلیک (Questionnaire)
د کمي معلوماتو راټولولو لپاره به یو معیاري پوښتنلیک ترتیب، او لاندې برخې به ولري:
عمومي مشخصات
د اقلیم بدلون درک
د کرنیزو محصولاتو بدلون
د تطبیقي تګلارو کارونه
د حکومتي او ناحکومتي ملاتړ موجودیت
https://www.facebook.com/share/p/1BDqD6ZzmB/
۳.۴.۲. نیمه جوړې مرکې (Semi-structured Interviews)
د کیفي معلوماتو لپاره به نیمه جوړې مرکې تر سره شي، څو له خلکو د اقلیم بدلون پر وړاندې د محلي تګلارو ژور درک تر لاسه شي.
۳.۴.۳. دويم لاس منابع
همداراز به د اقلیم اړوند دويم لاس منابع (لکه د اقلیم راپورونه، د کرنې وزارت اسناد، احصایې) وکارول شي.
۳.۵. د معلوماتو د اعتبار او پایښت ارزونه
۳.۵.۱. روایي (Validity)
د متخصصینو لخوا دَ جوړ شوي پوښتنليک بیاکتنه کېږي، څو د محتوا روایي یقیني شي.
۳.۵.۲. پایایي (Reliability)
د پوښتنلیک د پایښت ارزونه به د Cronbach Alpha له لارې تر سره شي، چې ارزښت یې باید له 0.7 پورته وي.
۳.۵.۳. د کیفي معلوماتو باورول
د Triangulation، Thick Description او Member Check میتودونه به وکارول شي.
۳.۶. د معلوماتو تحلیل
۳.۶.۱. کمي معلومات
کمي معلومات به د SPSS سافټویر له لارې تحلیل شي.
کارېدونکي تحلیلونه عبارت دي له:
تشریحي احصایې
کراس ټیبلونه
رګرېشن او همبستګي
ANOVA (که اړتیا وه)
۳.۶.۲. کیفي معلومات
کیفي معلومات به د موضوعي تحلیل (Thematic Analysis) له لارې تجزیه شي. مرکې به ټایپ، کوډګذاري، طبقهبندي او تحلیل شي.
https://www.facebook.com/share/p/1BDqD6ZzmB/
۳.۷. اخلاقي اصول او اجازه لیکونه
د ګډونوالو رضايت اخیستل کېږي.
د معلوماتو محرمیت مراعتېږي.
له اړوندو ادارو رسمي اجازې تر لاسه کېږي.
هیڅ ډول شخصي یا تبعیضي محتوا او نظر نه کارول کېږي.
۳.۸. محدودیتونه
د اقلیمي معلوماتو ته مستقیم او دقیق لاسرسی ستونزمن دی.
د ځینو سیمو امنیتي وضعیت کېدی شي د ساحوي کار خنډ وي.
ځینې کلیوال ممکن د مرکې یا پوښتنلیک لپاره لېوالتیا ونه لري.
مالي منابعو او حمايت نه شتون ممکن څېړنه کم رنګه کړي.
2 982
د څېړنې د میتودولوژي نړیوال علمي معیارونه
۱. د څېړنې د نوعیت دقیقه پېژندنه (Research Design & Type):
د څېړنې نوعیت باید روښانه، منظم او د څېړنې له هدف سره همغږی وي. دا باید وښيي چې څېړنه:
بنسټیزه (Basic) ده که تطبیقي (Applied)؟ کمي (Quantitative)، کیفي (Qualitative) یا ترکیبي (Mixed Method) ده؟
تجربوي (Experimental)، توصیفي (Descriptive)، موردی (Case Study)، مقایسوی (Comparative)، یا تاریخي (Historical) ده؟
دا برخې باید د څېړنې د ستونزې، موخو او اساسي پوښتنو سره تړاو ولري.
https://www.facebook.com/share/p/1BDqD6ZzmB/
۲. د څېړنیز چوکاټ جوړول (Conceptual & Theoretical Framework):
پوهنتونونه دا تمه لري چې څېړونکی:
یو واضح مفهومي چوکاټ (Conceptual Framework) وړاندې کړي.
له مخکېنیو تیوریو، ماډلونو یا مفکورو څخه ګټه واخلي څو څېړنه علمي بنسټ ولري.
د موضوع اړوند تیوریکي لیدلوری تحلیل او خپله څېړنه ورباندې راونغاړي .
۳. د احصایوي ټولنې او نمونې ټاکنه (Population & Sampling):
د احصایوي ټولنې دقیق تعریف (چې، چیرته، څوک؟).
د نمونې اخیستلو میتود علمي وي. لکه : تصادفي، خوشهیي، طبقهیي، هدفمند، یا ترکیب.
د نمونې اندازه (Sample Size) باید د احصایوي فورمولونو یا د کیفي معیارونو پر اساس وټاکل شي (لکه Saturation په کیفي تحقیق کې).
د نمونې انتخاب باید د استازیتوب (Representativeness) اصل پوره کړي.
۴. د معلوماتو د راټولولو وسایل او تخنیکونه (Data Collection Tools):
باید واضح شي چې کوم وسایل کارول کېږي لکه: پوښتنلیک، مرکه، مشاهده، اسناد یا ډیجیټلي منابع.
هر وسیله او برخه باید توضیح شي چې ولې انتخاب شوې او څنګه به کارول کېږي.
د وسایلو روایي (Validity) او پایایي (Reliability) باید تثبیت شي (لکه: Cronbach’s Alpha، Test-retest، Content Validity، Construct Validity او نور).
https://www.facebook.com/share/p/1BDqD6ZzmB/
د کیفي څېړنې لپاره، د اعتبار، د باور وړتیا او د تایید دَ وړتیا معیارونه تشریح شي (لکه Triangulation، Member Check، Audit Trail، Thick Description).
۵. د معلوماتو د تحلیل میتودونه (Data Analysis Methods):
د کمي څېړنو لپاره: احصایوي تحلیلونه لکه:
تشریحي احصایې (Descriptive statistics)
استنباطي تحلیلونه (Inferential statistics): t-test، ANOVA، Regression، Correlation، Structural Equation Modeling (SEM)
د کیفي څېړنو لپاره:
موضوعي تحلیل (Thematic Analysis)
محتوايي تحلیل (Content Analysis)
روایتمحور تحلیل (Narrative Analysis)
گراونډ تیوري (Grounded Theory)
کوډګذاري او طبقهبندي
۶. د څېړنې اخلاقي اصول (Research Ethics):
د اخلاقي رضایت (Informed Consent) اخیستل
د محرمیت او پټتیا (Confidentiality & Anonymity) تضمین
د ګډونوالو درناوی او د دوی د حقونو مراعت
د Plagiarism څخه ځان ساتنه
د څېړنې د ارزونې بورډ یا کمیټې (Ethics Review Board) له خوا تایید اخیستل
۷. د څېړنې محدودیتونه او احتمالي ستونزې (Limitations & Challenges):
څېړونکی باید واقعبین وي او هغه محدودیتونه بیان کړي چې د څېړنې پر پایلو اغېز کولی شي (لکه د نمونې کموالی، منابعو ته محدود لاسرسی یا احتمالي تعصبونه).
روښانه شي چې څرنګه به له دغو ننګونو سره مقابله کوي (Risk Mitigation Strategies).
۸. د اعتبار، تکرار او اعتماد معیارونه (Trustworthiness & Rigor):
څېړنه باید شفاف، دقیق، قابل تکرار او د بیا ازموینې وړ وي.
د څېړنیزې پروسې هر ګام باید مستند او منظم وي.
https://www.facebook.com/share/p/1BDqD6ZzmB/
پایله:
په نړیواله کچه د اعتبار وړ پوهنتونونه او علمي ژورنالونه د تحقیق میتودولوژي د څېړنې «د ملاتير» ګڼي. دا برخه نه یوازې د څېړنې د کیفیت تضمین کوي، بلکې دا ښيي چې څېړونکی څومره علمي بصیرت، تخنیکي پوهه، منطقي تفکر او اخلاقي مسؤلیت لري. څېړونکی نه یوازې د میتود انتخاب ته توجه وکړي، بلکې د هر ګام منطق، دلیل، محدودیت او اغېز هم واضح کړي.
دڅېړنې د مېتودولوژي يوه عمومي بېلګه
پر کرنیزو سیستمونو دَ اقليم بدلون اغېزې او پر وړاندې د کلیوالو ټولنو له لورې دَ وړ تګلارو ارزونه: د ننګرهار ولایت د نمونې په توګه
د څېړنې میتودولوژي
۳.۱. د څېړنې نوعیت او ډیزاین
دا یوه تطبیقي-تحلیلي څېړنه ده، چې موخه یې پر کرنیزو سیستمونو دَ اقليم بدلون د اغېزو څېړنه او پر وړاندې د کلیوالو ټولنو له لورې د مقابلې کارېدونکو تګلارو ارزول دي. د څېړنې طبیعت ترکیبي (Mixed Method) بڼه لري، چې معلومات په کمي (Quantitative) او کیفي (Qualitative) دواړو بڼو راټولیږي.
کمي برخه: د احصایوي معلوماتو تحلیل لپاره، لکه د کرنیزو محصولاتو کموالی، د عاید کچه او د کرنیزو منابعو له لاسه ورکول.
کیفي برخه: د کلیوالو خلکو تجربې، انطباقي تګلارې، دودیزې لارې چارې او سیمهییز درک.
۳.۲. د څېړنې ځای
2 982
لمر، لمري يا لمريزې ډبرې
۱. د لمر ډبره (Sunstone) څه ده؟
د لمر ډبره د فېلډسپات ډبرو له ډلې څخه ده، چې ډېری وخت د پلاژیوکلاز یا اورتوکلاز فېلډسپات په ډول وي. دا ډبره یو ځانګړی دنننی ځلښت لري، چې رڼا د کوچنیو فلزي ذرّاتو لکه هیماتیت، ګوتیت یا مس له سطحو منعکسوي. دا انعکاس د لمر د ځلا په څېر ښکلا رامنځته کوي، چې له همدې امله ورته د لمر ډبره ویل کېږي.
https://www.facebook.com/share/12GZfBNPb9J/
۲. دا ډبره څنګه جوړېږي؟
د لمر ډبره په آتشفشاني/اورغورځونکو ډبرو کې جوړېږي، په ځانګړي ډول په هغه سيمو کې چې مګما سړه شوې وي. هغه ځلېدونکي بلورونه چې دننه یې لیدل کېږي، د ويلي شويو موادو د کرسټالېزیشن پر مهال د فېلډسپات بلورونو دننه بند پاتې کېږي. که چیرې دا فلزي ذرې نرۍ، پاڼهیي بڼه ولري او په یو خاص لوري کې ترتیب شوې وي، نو د "آونتورسنس" په نوم اغېز رامنځته کوي.
۳. د لمر ډبرې ځانګړتیاوې
فزیکي ځانګړتیاوې:
سختوالی: د موس په کچه ۶ تر ۶.۵ پورې
ځلا: ښیښهیي تر مرواریدي پورې
رنګونه: نارنجي، سور، ژیړ، نسواري، طلایي، او کله کله شین
شفافیت: نیمه شفاف تر شفاف پورې
متافزیکي (اعتقادي) ځانګړتیاوې:
(یادونه: دا ځانګړتیاوې پر دودیزو او فرهنګي باورونو ولاړې دي، علمي بنسټ نه لري.)
د خوښۍ او مثبتې انرژۍ زیاتونه
د ارادې او ځانباورۍ پیاوړتیا
له منفي انرژیو څخه ساتنه
د لمریز چاکرا لپاره مناسب
۴. د لمر ډبره چېرته موندل کېږي؟
د لمر ډبرې مهم کانونه په لاندې هېوادونو کې شته دي:
هندوستان (لوی تولیدوونکی)
متحده ایالات (په ځانګړې توګه د اورېګن ایالت – د اورېګن لمر ډبره ډېره ارزښتناکه ده)
ناروس
تانزانیا
روسیه
کاناډا
۵. د لمر ډبرې بیه څومره ده؟
د دې ډبرې بیه له څو فکتورونو سره تړاو لري، لکه:
شفافیت او د آونتورسنس کیفیت
رنګ (طلایي، مسي او شفاف ګلابي رنګونه تر نورو ګران دي)
منبع (په ځانګړي ډول د اورېګن جواهري کیفیت لرونکې ډبرې)
اندازه او تراش
اوسط بیه (د جواهري کیفیت لرونکو ډبرو لپاره):
هر قيراط د ۵ ډالرو څخه تر ۳۰۰ ډالرو .
د اورېګن د لمر ډبره کېدی شي هر قيراط تر ۵۰۰ ډالرو پورې بیه ولري، په ځانګړې توګه که مس ولري او شفافه وي.
۶. د اصلي او جعلي لمر ډبرې توپیر
۱. طبیعي ځلښت (Aventurescence):
اصلي لمر ډبره یوه ځانګړې داخلي ځلښت لري، چې د حرکت پر مهال ځليږي. جعلي (پلاستیکي یا ښیښهیي) ډبرې دا ځلښت یا نه لري یا هم ډېر مصنوعي او یو ډول ښکاري.
۲. دنننی/داخلي جوړښت:
د ذرهبین یا دقت سره به د فلزي کوچني ذرات (لکه د مس یا هیماتیت ټکي) ووینئ. خو په جعلي ډول کې دا ذرات نا منظم او یا هم د ښیښې دننه تیت او پرک وي.
۳. وزن او یخوالی:
اصلي ډبره د حجم له مخې درنه او د لمس پر مهال یخه وي. جعلي ډبرې، په ځانګړې توګه پلاستیکي، سپکې او ګرمې وې.
۴. د خراش ازموینه (په احتیاط سره):
د سختوالي له امله، اصلي لمر ډبره کولی شي عادي ښیښه لږ څه خراشه کړي. که ډېر نرمه وي، احتمال لري چې پلاستیک یا ساده ښیښه وي.
۵. له حده ټيټه بیه:
که یوه ډبره شفافه، ښکلا لرونکې او فقط ۲–۳ ډالر فی قیراط قيمت ولري، باید د هغې د اصليوالي په اړه شک وکړئ.
۷. د ګاڼو لپاره غوره لمر ډبره
د ګوتمۍ لپاره:
د اورېګن لمر ډبره چې پیاوړی آونتورسنس لري، غوره انتخاب دی – ښکلی دي او مقاومت یې هم لوړ دی.
د غاړې امېل (گردنبند/آویز) لپاره:
شفاف او ښه تراش شوې نمونې يې ډېرې غوره او ښکلې ښکاري، ځکه چې د رڼا سره ډېره ځلا کوي.
د لاسبند لپاره:
د هند مات یا د مرواریدي بڼې ډبرې مناسبې دي، ځکه چې ارزانه، او هم یې کارول اسانه دي.
https://www.facebook.com/share/12GZfBNPb9J/
2 982
Best AI tools to Generate anything
Write Anything — writesonic.com
Generate Website - durable.co
Solve Anything — chat.openai.com
Generate Art — midjourney.com/home
Generate Code — replit.com
Generate PPTs — slidesai.io
Generate Video — synthesia.io
Generate Music — soundraw.io
Generate TikToks — fliki.ai
Generates Avatars — starryai.com/starrytars
Edit Pictures — remini.ai
Edit Videos — pictory.ai
Summarise Notes — wordtune.com
Available now! Telegram Research 2025 — the year's key insights 
