en
Feedback
Research Services

Research Services

Open in Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاره👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Show more
2 983
Subscribers
-124 hours
+27 days
-1930 days
Posts Archive
+9
کتاب از ما تحقیق از شما

جان لاک څومره ښه ویلي، چې د ماشوم ذهن د سپينې تحتې په څېر دی، نو په دغه ذهن لیکل، ټول د محیط لامل دی، چې محیط کې کورنۍ او ټولنه شامله ده، چې د ماشوم شخصیت ته جوړښت ورکوي، د ماشوم کړنو، الفاظو، فکرونو، باورونو، عقایدو، راتلونکي او د ژوند هره برخه کې چاپيریال ونډه لري، خبره مې د ماشوم د خبرو او الفاظو کوله، ښکلی او معصوم ماشوم به وي، له خولې به یې بد الفاظ واورې، زړه به دې ټوک، ټوک شي، چې ماشوم په ذات کې څومره مینه ناک دی، خو محیط ورنه دغه مینه اخستې ده، خو دغه الفاظ به یې کور کې د کوم غړي له خولې اورېدلي وي، یا د کوم ملګري او یا د کوڅې له کوم هلک، ماشوم ته ځکه ماشوم وايي، چې د زده کړې د اساسو پړاوونو تېرونکی دی، ماشومان همدا له مونږ او تاسې خبرې زده کوي، کله چې یو کس بل ته بد او ناوړه الفاظ کاروي، دلته ماشوم په دوه علتونو دغه الفاظ زده کوي، لومړی دا چې ماشوم هره نوې خبره زده کوي او دویم کله چې دوی ګوري، چې بل ته په ناوړه الفاظو غږېدل د یو ډول زجر سبب کېږي، نو دوی یې هم زده کوي، ځکه چې ماشوم د تجربه کولو او زده کړې په حال کې دی، له زده کړې او تجربې خوند اخلي، نو په ټوله کې ماشوم ښکلی دی، ښکلي الفاظ ور زده کړئ! ~ هڅونه

- د سفر د لګښتونو تادیه - ورځنی نرخ 160 یورو (تر 12 ورځو پورې ، د رارسیدو او وتلو ورځو په شمول) - د تحقیق لپاره د خامو موادو د لګښت لپاره د 500 یورو اندازه ⏰ د نوم لیکنې پای: د سپتمبر ۲۵، ۲۰۲۴ نور جزئیات او معلومات په لاندې لینک کې ولولئ: 👇 https://scholarships.af/opportunity/bonn-international-fellowships-experienced-researchers/ --- د هامبورګ پوهنتون د وړتیا سکالرشیپ دا بورسونه د هامبورګ په پوهنتون کې د زده کړې نړیوالو زده کونکو سره مرسته کوي ترڅو په بشپړ ډول په خپلو زده کړو تمرکز وکړي او د دوی مهارتونو ته وده ورکړي. ⏰ د نوم لیکنې پای: د اکتوبر 15، 2024 نور جزئیات او معلومات په ویب پاڼه کې ولولئ🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/merit-scholarships-universitat-hamburg/

په آلمان کې د زده کړې فرصتونه ۱: د ماستری او دوکتورا لپاره د فریدریش نعمان فاونډیشن سکالرشیپ د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د اکتوبر 31، 2024 ټکي: د سکالرشیپ ارزښت د بهرنیو # ماسټر نوماندانو لپاره په میاشت کې 861 یورو او د PhD نوماندانو لپاره هره میاشت 1200 یورو دی. • د پی ایچ ډي کاندیدانو یا کاري زده کونکو لپاره له 450 یورو څخه ډیر مالي مرستې • روغتیا بیمه د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://o4af.com/opportunity/friedrich-naumann-foundation-scholarship-for-international-students/ --- ۲: په آلمان کې د ډیزاینرانو لپاره 50,000 یورو جایزه د دوامدار پراختیا اهدافو شرایط ګټې: د نغدي جایزې ترلاسه کول، او روحاني ګټې ⏰ د نوم لیکنې پای: د فبروري 5، 2025 د جزیاتو او معلوماتو لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/if-design-student-award-germany/ --- ۳: د معمارۍ په برخه کې د المان ماسټري د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د سپتمبر ۲۵ امتیازات: په میاشت کې د 934 یورو ترلاسه کول او د سفر لګښتونه، او نور د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarship-in-architecture/ --- ٤: د ښکلو هنرونو او ډيزاين په برخه کې د المان سکالرشیپ د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د نومبر 30، 2024 امتیازات: امتیازات: په میاشت کې 934 یورو ترلاسه کړئ او د سفر لګښتونه، او نور د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarships-in-the-field-of-fine-art-design/ --- ۵: د هنرونو په برخه کې د آلمان سکالرشیپ د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د نومبر 2، 2024 امتیازات: امتیازات: په میاشت کې 934 یورو ترلاسه کړئ او د سفر لګښتونه، او نور د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarships-in-performing-arts/ --- ۶: د موسیقۍ په برخه کې د جرمني سکالرشیپ د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د سپتمبر ۲۸، ۲۰۲۴ امتیازات: امتیازات: په میاشت کې 934 یورو ترلاسه کړئ او د سفر لګښتونه، او نور د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/daad-postgraduate-scholarships-in-music/ --- ۷: د ژورنالیستانو لپاره د آلمان فیلوشپ شمیره: 12 څوکۍ 💰 ټکي: د ساینسي غونډې پوښښ به د ګډون کونکو لپاره د استوګنې بشپړ لګښتونه او د سفر لګښتونه چمتو شي. د نوم لیکنې وروستۍ نیټه: د سپتمبر 25، 2024 د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/falling-walls-science-summit-journalist-fellowship/ --- ۸: د پرمختگ په برخو کې د آلمان وړیا سکالرشیپ درجه: ماسټری او پی ایچ ډي ګټې: د ماسټرۍ درجې لپاره 934 یورو او د دوکتورا درجې لپاره 1300 یورو ترلاسه کول، روغتیا بیمه او د سفر لګښتونه، او نور. د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://o4af.com/opportunity/daad-epos-scholarships-for-masters-and-phd-degree-in-germany/ --- ۹: د حقوقو په برخه کې د آلمان د DAAD سکالرشیپ درجه: ماسټری او پی ایچ ډي ګټې: د ماسټرۍ درجې لپاره 934 یورو او د دوکتورا درجې لپاره 1300 یورو ترلاسه کول، روغتیا بیمه او د سفر لګښتونه، او نور. ⏰ د نوم لیکنې پای: د اکتوبر 15، 2024 د معلوماتو او راجستریشن لینک:🎓👇 https://o4af.com/opportunity/miplc-daad-scholarship-for-developing-countries-students/ --- ۱۰: د آلمان د فرصت کارت معرفي کول د مسلکي کاري ځواک او د مسلکي روزنې او پوهنتون درجې لرونکو لپاره عالي فرصت که تاسو په آلمان کې د کار کولو لیوالتیا لرئ او مسلکي یا د پوهنتون سند لرئ او په انګلیسي او الماني ژبو روان یاست، دا ستاسو لپاره فرصت دی. نور جزیات په لاندې لینک کې: 🎓👇 https://scholarships.af/79796/germany-job-search-opportunity-card-visa/ --- ۱۱: په آلمان کې د روزا لوګزامبورګ فاونډیشن دوکتورا سکالرشیپ د روزا لوګزامبورګ فاؤنڈیشن (RLF) زده کونکو او کاندیدانو ته د آلمان بورسونه ورکوي څوک چې غوره اکادمیک فعالیت او د پرمختللو ټولنیزو او سیاسي اهدافو لپاره ژمنتیا څرګندوي. نوم لیکنه پای ته رسیږي: د اکتوبر 1، 2024🎓👇 https://scholarships.af/opportunity/rosa-luxemburg-foundation-international-phd-scholarship-in-germany/ --- ۱۲: د لیپزګ پوهنتون کې د آلمان DAAD سکالرشیپ لوی: MBA درجه: ماسټر ⏰ د فرصت پای: د اکتوبر 1 بشپړ جزیات په لاندې لینک کې:🎓👇 https://o4af.com/opportunity/daad-scholarship-for-sept-mba-program/ --- ۱۳: د بن پوهنتون د څیړونکو لپاره نړیوال فیلوشپ دا 12 ورځنی فیلوشپ د څیړونکو لپاره فرصت برابروي چې د بن پوهنتون د اکادمیکانو او څیړونکو سره په څیړنه کې ښکیل شي. ټکي:

السلام علیکم هیله لرم چې ښه به یاست لاندې پوښتنپاڼه د ولسوالۍ او شااوخوا کلیو په پیوند کولو کې د ټولنیزې سرمایې نقش د څېړنې تر سرلیک لاندې جوړ شوی. لطفا تاسې هر کس که د هرې ولسوالۍ یاست، جوابولی یې شئ، هیله ده حتما پوښتنپاڼه راته جواب کړئ اکثره پوښتنې په متوسط، زیات او ډېر زیات سره جواب کیږي. فقط یو څو پوښتنې په هیڅ یا ډېر کم لکه: په کلیو کې د جرمونو کچه د ارامش نه احساس او... د پوښتنپاڼې د ډکولو مخکې درڅخه منننه کوم چې د خپل قیمتي وخت ۱۰ دقیقې ددې څېړنې په ترسره کولو کې مصرفوئ. https://survey.porsline.ir/s/WSOlCI9O لطفا چې کله مو جواب کړه، یو اطمینان راکړئ. زه باید د ۴۰۰ نفرو څخه نظرونه واخلم، تر څو زما د مقالې ډېټا پوره شي، تر اوسه ۳۰۱ کسانو پوښتن پاڼه جواب کړي، ستاسې همکاري او مرسته اړینه ده، لطفا حتما یې جواب کړئ. که کوم ځای درته ګونګ وو یا مو معلومات په کار وو نو په لاندې وټس اپ او اړیکو شمېره تماس کولی شئ. +93789191058

د مینی په اړه د پوهانو ویناوی.pdf8.47 KB

⭐ د مقالو او کتابونو د وړیا ډاونلوډ کولو غوره سایټونه او لینکونه ✔ 1. Nexus: t.me/NexusbotBot ✔ 2. Library Genesis: libgen.is ✔ 3. Sci-hub: sci-hub.ee ✔ 4. Z-library: z-lib.gs ✔5. PDF Drive: pdfdrive.com

#کیدالنساء: په ریښتیا هم چې یوه تر ټولو کم عقله ښځه هم کولی شي تر ټولو هوښیار نارینه تېر باسي، د سعودي عربستان د امر بالمعروف یو مسؤول لیکي چې یوه شپه ما او زما معاون ملګري د ګزمې پر وخت یو ځوان او یوه پېغله چې په حجاب کې یې ځان پوښلی وو په نامناسب حرکاتو ونیول، ځوان مو تر توصیې وروسته خوشې کړ او پېغله مو له ځان سره مرکز ته بوتلله څو د تلفون له لارې یې د کور مشر پیدا او په پرده کې یې پرې وسپارو، چې هرڅه مو ورته وویل د مشر د تلیفون شمېره یې رانکړه، اخیر یې راته اشاره وکړه چې ورنزدې شوم په غوږ کې یې راته وویل: غواړم په تنهایۍ کې درته یو څه ووایم، ما مې ملګري ته اشاره وکړه او هغه له اطاقه بهر اووت. پېغلې راته په تنهایۍ کې وویل: ستا دغه مرستیال زما ورور دی او زه یې سکه خور یم، ځکه خو نه غږېږم چې له غږه مې ونه پېژني او نه یې هم د تلیفون شمېره درکولی شم، بس په ما ورحمېږه , پر ما هم پرده واچوه او د ورور زړه مې هم مه ماتوه نزدې ورځو کې مې واده دی، بیا به داسې تېروتنه ونکړم. هک حیران پاتې شوم، بیا زه هم له کوټې رابهر شوم او پېغلې ته مې اشاره وکړه چې وتښتي، جینۍ یو دم والوته او وتښتېده، ما هسې هاهو وکړ خو تعقیب مې نکړه، په خپل مرستیال به مې زړه ډېر بدېده ځکه چې یو نیک انسان وو، یوه ورځ مې دغه موضوع ته فکر شو نو له خپل مرستیاله مې وپوښتل چې آیا ستا ټولې خویندې واده شوي او که نه؟ مرستیال مې په حیرانتیا سره را وکتل، ویل یې چې مونږ خو یواځې نارینه وروڼه یو، یوه خور هم نلرو، هک پاتې شوم، بیا مې قصه ورته وکړه، بس... هغه بیا له خندا شین وو او زه خپلې سادګۍ ته له قهره شین ووم. عدنان هده وال شمس هاند صیب.

د ګروپ محترمو دوستانو د معارف نصاب او کریکولم په اړه عمومي معلوماتو ته اشده اړتیا لرم چې نصاب او کریکولم څه شی دی؟ څومره مضامین لري؟ تخصصي، مسلکي او اساسي مضامین کوم دي؟ تر دولسم ټولګي څومره مضامین وي او داسې نور عمومي معلومات مې په کار دي که هر څوک معلومات لرئ، لطفا سمدلاسه یې راولیږئ.

په لینک کې د شپې پوهنځیو ازموینې ګډونوالو شهرت او د ازموینې ځای په اړه معلومات ورکړل شوي. در لینک ذیل در رابطه به شهرت و محل امتحان داوطلبان امتحان پوهنځی های شبانه معلومات داده شده است. https://nexa.gov.af/ps/candidates

+3
د حاضری ډیزاین.xlsx1.07 KB

د کارموندنې خبرتیا! ملي‌ راډیو تلویزیون کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۴۹ خالي بستونه اعلان ته سپارلي. یادو بستونو ته د نوم لیکنې لپاره لاندې لینک کېکاږئ👇 #ملي‌تلویزیون مرکزي: https://jobs.af/jobs/bh-tadad-49-bst-khaly-ryast-amwmy-radyw-tlwyzywn-mly-afghanstan ولایتي: https://jobs.af/jobs/sh-bst-khaly-wlayty-ryast-amwmy-radyw-tlwyzywn-mly

Dear Friends, I hope this message finds you well. I am reaching out to kindly request assistance in obtaining one of the following English language proficiency certificates: - TOEFL (minimum 80 points overall) - IELTS (minimum 6.0 overall) - Duolingo English Test (minimum 95 points) - Cambridge Certificate (CAE or CPE – at least B overall) I absolutely need one of these certificates for my graduate studies. However, I currently do not have any financial resources to pay for these exams. If you know of any websites or platforms where I could take these tests for free and receive a valid certificate, I would greatly appreciate your guidance. Thank you very much for your help! Best regards,

د یـوه 95 کلن سړي د ژونـد 50 مهمې خـبـرې! ۱👈 خلکو ته دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا مه ورکوئ! ۲👈 کله چې درته شک پیدا شو؛ د تحقیق لپاره یو بل قدم هم پورته کړئ! ۳👈 پر خلکو رشخند مه وهئ! ۴👈 د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرېکړې پورې ستاسې غم او خوښي تړلې ده. ۵👈 له خپلې ګټې څخه زیاتې پېسې مه مصرفوئ! ۶👈 زاړه پلونه مو مه ورانوئ! تاسې څه پوهېږئ؟ چې بیا به مو د سیند څخه د تېریدلو پر مهال څو ځله پکارېږي. ۷👈 که ملګري ته مو راز ویلو؛ نو وړاندې ترې دوه ځله فکر وکړئ! ۸👈 له هغه چا لرې اوسه! چې د بایللو لپاره هیڅ نه لري. ۹👈 د خوب له ځای سره مو نږدې د یاداښت کتابچه او قلم کېږدئ! لوړ فکرونه کله کله د شپې په ۳ بجو هم راځي. ۱۰👈 پر جامو اخیستلو زیات لګښت مه کوئ! ۱۱👈 کله چې د چا کره میلمانه شوئ؛ د ډوډۍ ستاینه یې وکړئ! ۱۲👈 هر شی چې تکلیف در رسوي، ترې لرې اوسئ! ۱۳👈 که حال مو هر څومره بد یا ښه وي؛ حتمن یوه ورځ بدلېږي. ۱۴👈 هره ورځ ورزش کوئ! تر دې که ستاسې خوښ هم نه وي. ۱۵👈 که ته یې و نه غواړې؛ نو نه در رسېږي. ۱۶👈 که کېږي؛ نو هره ورځ د مالټې جوس وڅښئ! دا مو ځوانوي. ۱۷👈 پېسې مو اوس سپما کړئ او وروسته یې بیا مصرف کړئ! ۱۸👈 هر وخت زړور اوسئ! ۱۹👈 په اسانه ماتې مه منئ! ځکه تاسې څه پوهېږئ چې وړاندې به څه کېږي. ۲۰👈 دا مهمه نده چې ته دې په خپله خبره ولاړ اوسې، کیداې شي ته په غلطه یې. ۲۱👈 له چا څخه په کرکې کولو سره خپل وخت مه بربادوئ! ۲۲👈 له ملګرو او خپلوانو سره اړیکې وپالئ! په دې سره مو ډېر کم وخت مصرفېږي؛ خو ګټه یې زیاته ده. ۲۳👈 له خپلې ماضي سره سوله وکړئ! تر څو حال مو خراب نکړي. ۲۴👈 له تا پرته ستاسې د خوښۍ ذمه وار بل هیڅوک هم ندی. ۲۵. څوک چې غاړه درکوي؛ پرېږده چې در یې کړي. ۲۶👈 له خپل لومړني معاش نیولې بیا تر تقاعده پورې سپما وکړئ! ۲۷👈 کینه د وخت ضایع ده، تاسره هغه څه شته چې ستا ورته اوس اړتیا ده. ۲۸👈 ستونزو ته لاس تر زنې مه کینئ! پر حل یې فکر وکړئ! ۲۹👈 خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ! تاسې ته څه مالومه ده چې هغوې په کومه لاره روان دي. ۳۰👈 خواړه مه ضایع کوئ! ۳۱👈کوچنیانو سره د لوبو پر مهال هغوې پرېږدئ چې له تاسې یې وګټي. ۳۲👈 شکر وباسئ! او هغه خلک مه هیروئ چې مرسته یې درسره کړې ده. ۳۳👈 له اړتیا زیات چمتوالی ولرئ! او بیا په سمندر ور ګډ شئ! ۳۴👈 خلک له هیلو مه محروموئ! دا وروستۍ هڅه ده چې دوې پرې ډاډه دي. ۳۵👈 خپل ښه لباس مو همدا نن پر ځان کړئ! د ځانګړو مراسمو لپاره یې مه ساتئ! همدا نن تاسې لپاره ځانګړې ورځ ده. ۳۶👈 خلکو ته بخښنه وکړئ! که هر څومره درته ستونزمنه هم وي. ۳۷. کله چې ناروغه شئ، دنده مو پکار نه راځي خو ملګري مو پکار راځي؛ نو اړیکې پیاوړې کړئ! ۳۸👈 یواځې هغه کتابونه خلکو ته ورکړئ! چې تاسې یې نه لولئ! ۳۹👈 په خواږه، لوړ او پُرجوشه غږ ټیلیفون ته ځواب ورکړئ! ۴۰👈 که نن ثابت قدمه وې؛ د راتلونکي هر حالت څخه په اسانۍ سره تیریدلې شې. ۴۱👈 خپل شته نعمتونه وشمارئ! ۴۲👈 ستاسې کوچنیان فقط یو د کوچنیوالي دوره لري، یادګار ترې جوړ کړئ! ۴۳👈 له نورو سره ژړل؛ له دې غوره ده چې یوازې وژاړې. ۴۴👈 یاد ولرئ! چې په هر کار کې ۸۰ سلنه بریالیتوب له خلکو سره په خبرو کولو کې نغښتی دی. ۴۵👈 څوک چې درسره مینه لري، موقع ورکړئ چې اظهار یې درته وکړي. ۴۶👈 له خلکو سره د خبرو پر مهال د هغوې سترګو ته وګورئ! ۴۷👈 نور خلک چې ستاسې په تړاو هر ډول فکر کوي؛ خپل کار یې دی. ۴۸👈 د هغه چا ډېر درناوی وکړئ! چې حلاله روزي ګټي، که کاروبار یې هر څومره کوچنی هم وي. ۴۹👈 پر ټیلیفون د مهمو خبرو پر مهال هیچا ته د مزاحمت اجازه مه ورکوئ! ۵۰👈 واده یوازې د مینې لپاره وکړئ! کوشش وکـړﺉ چې عملي یې کـړﺉ ،اولا یې مخ ته نشر کړﺉ.

انګېزه بخښونکې خبرې. 🫡👌🙌 1 – کله يې هم هېر نکړې چې په کاروبار او کورني ژوند کې باور تر ټولو ډېر ارزښتناک دی؛ 2 – له نورو سره پټ ښه وکړه؛ 3 – د خپل هېواد په اړه ټول تاريخ ولوله؛ 4 – يوازې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه، که نه وي، زړه دې پسې خپه نشي؛ 5 – د ورځې نيم ساعت، تېز پلی وګرځه؛ 6 – ښه ډېر وخانده، خندل وړيا ده، ارزښت یې زښته ډېر دی؛ 7 – کله هم غلی مه کېنه؛ 8 – غوږ نېول زده کړه؛ کله کله چانسونه ډېره ورو دړه در وهي؛ 9 – د خلکو نومونه ياد کړه؛ 10 – د هېوادونو د پلازمېنو نومونه ياد کړه؛ 11 – کاږه او کيڼ غاښونه دې د غاښونو په ډاکتر ورغوه، پاک يې کړه؛ 12 – له هېچا «هيله/ اميد» مه اخله، کېدای شي دا يواځني څه وي، چې لري يې؛ 13 – داغي غاښونه دې پاک کړه؛ 14 – تکړه ملګری پيدا کړه؛ 15 – د ملي سرود د ويلو پر وخت ودرېږه، لاس دې پر زړه ونيسه؛ 16 – د شيانو د لرلو دعا مکوه، د عقل و زړوتيا لرلو دعا وکړه؛ 17 – د خپلې مېرمنې خوږ ملګری اوسه…! او که وس دې رسېږي، تر نورو هم دا لارښونې درسره ورسوه.! 🫡☺️💜 Baryali Ihsas 👈👈👈

د ژوند وړې لارښوونې: خپل زوی ته د مشهور امريکايي ليکوال «جاکسون براون» وړانديزونه: 1 – نوي دوستان پيدا کړه، خو زاړه زړه ته ډېر در نژدې لره؛ 2 – کال کې يو ځل يا دوه ځله وينه ورکړه؛ 3 – راز ساتونکی اوسه؛ 4 – ډېر انځورونه واخله؛ 5 – پر زېږ ورځ دې يوه ونه وکره؛ 6 – کله کله یې نورو ته ور زده کړه؛ 7 – کله کله يې له نورو زده کړه؛ 8 – غاښ تار (Dental Floss) وکاروه؛ 9 – هيڅکله هم بد خُلقه کېږه مه؛ 10 – دوستان دې د ډاليو په ورکړه خوشحاله کړه؛ 11 – له بدو شرايطو هم ښه زده کړه وکړه؛ 12 – چې په تېرو دريو کالو کې دې نه وي اغوستي هغه جامې دې خيرات کړه؛ 13 – زړه ور اوسه، که څه هم نه یې! خو هسې ځان زړور نيسه، هېڅوک به درباندې پوه نشي؛ 14 – در اوږد شوی لاس ښه ټينګ کړه؛ 15 – سايکل سپرلي وکړه؛

✅ په پټه چیرته ملک واخله ✅ په پټه چیرته کور اباد کړه ⬅️ خو د پرانسته ورځ په شور او شوکت سره ونیسه ✅ په یواځیتوب کی مرکه وکړه
✅ په پټه چیرته ملک واخله ✅ په پټه چیرته کور اباد کړه ⬅️ خو د پرانسته ورځ په شور او شوکت سره ونیسه ✅ په یواځیتوب کی مرکه وکړه ⬅️ خو د ډیرو تر مخي واده وکړه ✅ اجازه ورکړه چی دښمنان دی یواځې ستا لاسته راوړنې وکورې، فکر او ستا پلان ونه کورې که داسی ونه شو ټول پلانونه دی له منځه ځې تر ټولو اړینه خبره دا چی 💯 هیڅکله خپل نیت او هدف چاته مه ښایه په چوپه چوپتیا کی پرمخ ولاړ شه 👤🤓

خپل کوچني عذرونه له منځه يوسې...! 1- ستړي شوي يي زر ويده شه ✅ 2- ته کمزوري يي هره ورځ تمرين وکړه ✅ 3- تاسو وخت نه لري د تيليفون استعمال کم کړه ✅ 4- پيسې نشته له فحشا څخه ځان وساتئ ✅ 5- ستاسو کارونه سخت دي هيڅکله اسانتيا نشته ✅ 6- ستاسو انرژي کمه ده سهي خواړه وخوري ✅ 7- ستاسو پلانونه ناکامیږي کوښښ دي جاري وساته ✅ 8- غواړی ما خوشحاله کړي لایک 🔴 کمينټ 🔴 او دلاسو نخي دي پريږده 💬🫶🫶🫶 Baryali Ihsas

پر ځان باور ولرﺉ. خپلې وړتیاوې تر هر چا لوَړې وګڼئ. ځان یو خاص شخص احساس کړﺉ. خپل افکار او نظریات تر نورو متفاوت وګڼئ. دا جمله تکرار يې کړﺉ، چې هوو! زه یې کولای شم. زه تر هر چا ښه یم. زه مې د ژوند اتل/اتله یم. زما افکار تر هر چا خاص دي. زه په هر کار کې بریالی/بریالۍ یم، وم او اووسم به. زما افکار به ما جوړوي. زه یم چې خوبونه به مې په حقیقت بدلوم. تر دې د مخه چې له چا مرسته وغواړم خپله هڅه کوم. هر هغه څه چې خوښوم لاس ته یې راوړم. زه له هیڅ ځای او هیڅ څیز ډار نه لرم. مه هیروﺉ.! د ځان په اړه مثبت فکر درلودل، ځان لپاره مثبت ګام پورته کول، ستاسو پر ځان د باور لوَړولو او بالآخره، د روحي آرامي لاسته راوړلو یواځینۍ لاره ده.! ايا مثبته انګېزه مو ترې واخيست؟!!

دا خلک چې بریالي کېږي لاندې ځانګړنې لري؛ ۱: وخت نلري چې د نورو پر ضد کارونه وکړي. ۲: وخت نلري چې د نورو تر شا خبرې وکړي. ۳: وخت نلري چې په تېرو وختونو فکر خراب کړي مخکې ځي. ۴: وخت نلري چې درواغ یا ووایي یا یې هم په اړه فکر وکړي. ۵: ددې په لټه ندي چې نور د ځان په ګټه وکاروي. ۶: د خپلو خوړو کیفیت او اندازه په دقت محاسبه کوي. ۷: د نورو بدۍ عادي ورته ښکاري. ۸: په دوه مهمو ژبو خبرې کولای شي. ۹: د‌ نورو ګټه خپله ګټه بولي. ۱۰: رېښتیني دي ځکه اوږد مهاله ګټو ته فکر کوي. ۱۱: مخکې تر دې چې خبرې وکړي فکر کوي. ۱۲: خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي. ۱۳: شپږ میاشتې وروسته چې دوئ ګورئ بریاوې یې محسوسوی. ۱۴: له ځواکمنو خلکو وېره نلري، ددوئ تر څنګ بریالي او ځواکمن خلک لیدای شئ. ۱۵: په ندرت له نورو تمه او هیله کوي. ۱۶: که اړتیا شي کلونه یوازې ژوند کولای شي. ۱۷: دومره هڅاند دي چې آن په خوب کې مسئلې حل کوي. ۱۸: له هر هر چا سره ملګرتیا نکوي، د باور دایرې یې محدودې دي. ۱۹: مطالعه پر ځان فرض بولي. ۲۰: پوښتنې یې تر ځوابونو ډېرې مهمې دي. نوټ: خو ناکام خلک د بریالیو کسانو پر خلاف دغه کارونه نکوي او نه یې کولای شي. تاسو پکې څه وايئ!؟؟ Baryali Ihsas