mmmmmmm
227
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
💎تلپاتی شاعری💌
هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸.
https://t.me/telpatemoshaira
💎تلپاتی شاعری💌
.
💎تلپاتی شاعری💌
هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸
https://t.me/mggjjv
💎تلپاتی شاعری💌
هیله لرم چی نشرات مو په زړه پوری وی 🌸
زه یې خراب کړم ما نشې وکړې
خلکو په مینه کې مزې وکړې
د شاعرۍ زور مې منې او که نه؟
په ملایانو مې ټپې وکړې
څه د کم اصلو در ته ودریدمه
وخت څه کم اصلې فیصلې وکړې
تاته مې چغې کړې ته ونه دریدې
بیا مې خپل ځان پسې نارې وکړې
زمونږه ورځې د سیالۍ رانغلې
تل مو د نورو تماشې وکړې
ستا د وصال دعا قبوله نشوه
په جماعتونو کې مې شپې وکړې
@telpatishairi
غزل
کمڅۍ د تورو زلفو ئې ګيډۍ ګيډۍ کیده
لمن د پښتنې وه چې ځولۍ ځولۍ کیده
د حُسن نندارو ته ئې حیرانې نندارې وې
حیا چې ئې په سترګو کې مسکۍ مسکۍ کیده
د ځمکې مخ به ګل شو په کوم لور چې به ئې مخ شو
ګلزار ئې تورې دښتې کړې سپرلۍ سپرلۍ کیده
سپوږمۍ د څوارلسمې شوه تیارو د افتراق کې
رڼا ئې د سپین مخ لکه سپوږمۍ سپوږمۍ کیده
په ناز نخرو ئې تګ ؤ د مئین زړونو د پاسه
په مستې ځوانۍ مسته وه ټالۍ ټالۍ کیده
هڅاند ورته ټول عمر التجاء د ترحم کړه
د ژوند هر لحظه ورته سلګۍ سلګۍ کیده
هڅاند
@telpatishairi
په ملګرتيا کې د يارانو سره چل مکوئ
ګناهنـــګاريږئ دا کارونه مکــمل مـکوئ
که مو ترپايه رسولى نشوه خولې ونيسئ
د محبــــت اظهـار د چا سره اول مکوئ
د هغو خلــکو بزرګي مې ځکه نه منلـــه
دوى په ديوال باندې ليکلي و ليکل مکوئ
نه نه نه نده پکار ډېر پام کوئ وه مخلوقه
مينه د يو بل سره وکړئ خو وژل مــــکوئ
خالده دوى ته داسې ووايه د خداى لپاره
ګټه يې نشتــــه غيبـتونه د يو بل مکوئ
@telpatishairi
د يار مينه که انګار دی خير دی خيردی
زما زړګی که نا قراردی خير دی خير دی
د وصال په شپه به خوب په ځان حرام کړم
نن که غم په ما امبار دی خير دی خير دی
زما نصيت کې له ازله خوښي نشته
غم زما د ژوند شعار دی خير دی خير دی
له رقيب نه مې اوس هم ژوند دی هسکه
که مې سر ځوړند به دار دی خير دی خير دی
نا اوميد د رب له رحمه څخه نه يم
دا “ژوندون” که ګناه کار دی خيردی خيردی
@telpatishairi
موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي
د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي
د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي
د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي
ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي
دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي
له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو
که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي
د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې
له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي
چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي
تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي
د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره
وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي
نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته
که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي
که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي
لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي
موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه
په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي
موږه هم یو په دې لاره عشاقو سره تللي
د سترګو په کاسو کې مو د میو شراب څښلي
د یار په تبسم مو دي عمرونه په دو ایښي
د عشق قمار خانې نه یو په تش جېبو وتلي
ډګر د سر بازۍ کې مو د سر ښندنې کړي
دې کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي
له ځایه دې راووځي موږ لایق د دغو نه یو
که یوه شېبه مو سترګې وي له یاره اړولي
د یار د خیال غړۍ ته مو د هجر سختو شپو کې
له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پېیلي
چې د دور د ښاغلو خدایانو مو توپیر شي
تورونه مو د مینې پاس تندي باندې لیکلي
د مینې شوق اخیستي یو بې خوده بې اختیاره
وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي
نه غوږ مو چیرې ایښې نه به یې وباسو ناصح ته
که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي
که بخت مو چیرې لارو کې خنډونه دي جوړ کړي
لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي
موږه نشې ماتولې ورځه لار وله آسمانه
په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي
@telpatishairi
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته د رنګونو په درياب پرېږده
وخته په سر مې د رقيب په شانې مه ودرېږه
لږ مې د يار سره په سوال او په جواب پرېږده
د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي
لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ وتاب پرېږده
زمونږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي
ناصحه ګوتې مې نغمې ته د رباب پرېږده
چې لږې خاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لږ دې کوڅې ته خپل سايل خانه خراب پرېږده
@telpatishairi
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.