en
Feedback
النبوي بصري څانګه

النبوي بصري څانګه

Open in Telegram

النبوي بصري څانګه دهیواد دپرمخ تللو ادب پوهانو اوشـــاعرانو په جالیبوموضوعاتو جوړاشعار ستاسی درانه حضــــور ته وړاندي کوؤ زمـــوږ سره پاتي شئ په درنښت دمسؤل رابطه https://t.me/abawynat88

Show more
5 232
Subscribers
-424 hours
+57 days
+10330 days
Posts Archive
ټوله فعال ملګري لایک کاروﺉ

غزل: د دين، وطن، فرهنګ او ژبې د شعور خلک ؤ دا چې پۀ خاورو کې ويدۀ دي، د سرور خلک ؤ چې لوږې تندې ؤې، سختۍ ؤې بیا دې موږ پۀ کار ؤ چې وخت تغير وخوړ بیا موږ نه بیا دې، نور خلک ؤ څنګه به ما اعزاز د خپلې ملنګۍ ساتلی چې پۀ دربار کې دې پۀ خپل حیثیت مغرور خلک ؤ ما چې د خپل زجر اظهار ته ژبه جوړه نۀ کړه زۀ پوهېدمه چې ولاړ مې لور پۀ لور خلک ؤ ما به ګیله ولې کؤله لۀ پردي دوښمنه؟ چې پۀ خلاف مې درېدلي د خپل کور خلک ؤ انځوره دا چې یې څهرې د نورانیت ځلیدې سړی خپه شي چې همدا پۀ زړونو تور خلک ؤ سید انور انځور #النبوي_بصري_څانګه

نعت شریف نسته ستاپه شان ښکلی پر ټوله جهان ښکلی نه دی ږېږېدلی بل زما تر جانان ښکلی په خواږه صفت د یار ښکلی دی قرآن ښکلی تردې تک سپین لمر زرچند زموږ نبي سلطان ښکلی ستا په خاطر خوږ اشنا ښار عربستان ښکلی کړي به شفاعت زموږ په ورځ د مېزان ښکلی زړه ته د فاتح فرهاد دی شفا درمان ښکلی فاتح فرهاد #النبوي_بصري_څانګه

د هجر غم دې ګرځوم بار پر اوږو یاره وایه دزړه کور کې ساتم به یې ترڅو یاره دوخت بادونو که ترخارو لاندې نه کړل قربان پلونه به ږدمه ستا په ړنګو ړنګو پلو یاره قسمته وایه چې وصال ته لاره څومره پاتې کله رسېږم به د یاره تر قدمو یاره دانتظار شېبې به ختمې شي په ژوند او که نه دمرګ نه پس نو ارمان څوک کړي دلیدو یاره طبیبه ستاد وَسْ کارنه دی چې علاج وکړې کله پوهېږې د رنځور زړه په دردو یاره له څاره ستړې شوې مایوسې سترګې رانغللې لا انتظار به یم تر څو ستا د راتلو یاره درپسې ورانه د قسیم بدري د خیال دنیاګۍ بې برخې پاتې ستا د وصل له خوږو یاره قسیم بدري #النبوي_بصري_څانګه

ډېوې د علم بلوم قدم قدم مخ ته ځم د وحشت تورې شپې څیرم قدم قدم مخ ته ځم هم د عمر ابن ختاب قاطع دریځ خوښوم هم د ابو بکر کرم قدم قدم مخ ته ځم دا مې دی عظم چې وطن پر خپلو پښو دروم خپله وعده پوره کوم قدم قدم مخ ته ځم ما د کافرې ناټوګۍ لښکرې ماتې کړلې د تاریخ پاڼه اړوم قدم قدم مخ ته ځم د ملت حق ښه را معلوم دی مسلمان مشر یم دوی ځان او ځان ددوی ګڼم قدم قدم مخ ته ځم مبارزه ده حق به نه پریږدم ندامحَمد نویده تُره مې قلم قدم قدم مخ ته ځم ندامحمدنوید #النبوي_بصري_څانګه

جوړ مي له دردونو نه ده ژوند ستړی سفر دی پریږده چي لږ ښه سمه مات شوی مي وزر دی هسکه غاړه راغلم ستا ده هجر تاریکیو کې ستا لپاره یاره ما تیر کړی هر خطر دی زه دي ملګرتیا کړم بي مطلب ته یې مطلب بولي ولي دي اوس هم راباندي یاره بد نظر دی خوږ راباندي لګي ان ده شاتو په څیر ستا کلام دا دي ده خبرو په خوږو کي کوم اثر دی تا همت انسه! زړه په چا پورې تړلی ده نه چي ده چا زړه دی او نه هم ده زړګي سر دی همت انس #النبوي_بصري_څانګه

په ښار راګډ شوم د جانان چیغې مې ووهلې بیا د بېلتون د تور زندان چیغې مې ووهلې بس تلاوت د چا د مخ بې اوداسه کومه اوس تصویرو ته په قربان چیغې مې ووهلې ما دې په مینه تور زلفان پر خپلو ګوتو تاو کړل ان حسوم اوس هم پر ځان چیغې مې ووهلې د زړه دردونو په وټ وټ اوښکې راماتې کړلې په نیم ماښام کې د ارمان چیغې مې ووهلې رسالت دومره تپېدمه چې امکان یې نه و مثال د توپ، خو پر میدان چیغې مې ووهلې رسالت رسان #النبوي_بصري_څانګه

سپین دریځ باندې جهان راسره وران ده پردي وران خپل مسلمان راسره وران ده ښه پوهیږي چې په حق يم بیاهم ضدکړي غرب کې لوی هغه انسان راسره وران ده زماددین سکروټه لاس کې ده مجریم یم زما ددین خلاف کاروان راسره وران ده له خالق څخه نصرت بیا مرسته غواړم بل هرڅوک اوخیر ګمان راسره وران ده زما مقصد ده چې هیوادکې شریعت وي په دې وجه خپل جانان راسره وران ده لوګری ثاقب به یې سم طرف ته بیا یم خپل سرشوی مې وِجدان راسره وران ده ثاقب لوګری #النبوي_بصري_څانګه

غم دې راته داسې سزا راکړله درد مې ځکه زړه څخه چاپېره ده ورکه ياره هجر دې رنځور کړمه زما دزغم کسه له صبره تيره ده څومره بې نوا يم ستا نشتون سره زړه مې کړي دردونه ستا بيلتون سره څنګه مې ارمان راته شهيد پروت دی زما دژړیدو زمانه ډيره ده ورک د زندګی مې دئ سکون ياره نه خوري له خوښۍ سره سمون ياره زور مې دزړه نور سم ختم شوئ دئ ستا دجدايي اثر بې شميره ده نوره به دنيا څه وې او زه به يم داسې يک تنها له ټول کاله به يم حال دخاموشۍ ته مې لګ وګوره ټوله خوشحالي راڅخه هيره ده ستا له بيليدو سره هرڅه تللي زما دژوندانه ټوله خواږه تللي څه وکړمه زه څه بې اسرې يمه ستاله فراق ماته ده مرګ ويره ده چيرته يې جانانه غږ دې نه راځي چيغې او نعرې مې درته نه رسي وه درمل فیضانه صبر نکیږې زړه کې مې ددرد څړيکه سر بيره ده #النبوي_بصري_څانګه

حسینه روضه ‏د رنګینیو ښکلاګانو باغچه ده پیغمبره ‏حسینه دې روضه ده روضه ده ‏ ‏هلته مدفن صدیق اکبر دی ‏عمر عثمان علي حیدر دی ‏د مبارکو صحابوو هدیره ده پیغمبره ‏ ‏ستا کور او کلی مې یادیږي ‏دیدن یې هیڅ نه ملاویږي ‏له خوار نصیبه مې همدا یوه ګیله ده پیغمبره ‏ ‏پرې را وریږي رحمتونه ‏د فیوضاتو بارانونه ‏د تجلیاتو برکاتو سرچینه ده یپیغمره ‏ ‏عجم کې ډیر ستړی ستومان دی ‏ځپلی ستا د غم هجران دی ‏د ایوبي مجاهد هیله مدینه ده پیغمبره ‏ ‏م ایوبي مجاهد #النبوي_بصري_څانګه

ورځ تربلي خرابیږې مو رنگونه راپسي دي بیادچا دخولې اهونه موږترووسه چاته سپک کتلي نه دي خودخلکو داسي سپک سپک نظرونه چي يې پورته جنازه زما دلالي کړه راچپه مي سوه دزړه ټول رادارونه نه په دم نه په ملا جوړیږم یاره راپه غاړه ترڅلویښت زیات تعویزونه حیدري فراهي ستاپسي رنځور یم راته رادي وړه زړگیه دیدنونه شاعرحیدري فراهي #النبوي_بصري_څانګه

مناجات سر مې ایښی ستا لپاره، ګناهګار یم ته مې وبخښه، باداره، ګناهګار یم په لوڅ سر، تڼاکو پښو یمه راغلی ستا تر در، پروردګاره، ګناهګار یم په اور سوځم، نجات راکړه، ذوالجلاله د رحمت دې طلبګاره، ګناهګار یم توره شپه ده، رڼې اوښکې تویومه درته ژاړم تر سهاره، ګناهګار یم د حساب ورځ راروانه، وارخطا یم ربه، زه یم ګناهګاره، ګناهګار یم ربه، ستا عاجز بنده یم، په امید ستا یم فاروق رافع، ناچاره، ګناهګار یم فاروق رافع #النبوي_بصري_څانګه

یو غریب دی بل په هر نعـــمت نعیـم دی د خدای څه یو عجبه شاني تقسیــــم دی زما زړه زمــــــا ځانګـــــړی جایــــداد دی نه ستـــــــرخان دابراهیم نه د حاطِم دی که جدا شو نو له لــوږي نه به مړه شــو زه ندم یم خــوږکی جانـــــان ندیـــم دی حال د روغ او د جــوړ چا ندی ترې وړی بس مشهوردی که رویباردی که نسیم دی د ورور ویني تویــــــول نـــوی رواج ندی دا تاریـخ قابل جوړ کـــړی له قدیــــم دی صفوة خپله تصرف کي د ځان نـــــدی دنیــــا ( غ ) دی صفوة ورلـــره میـم دی صفوة مولانا #النبوي_بصري_څانګه

سرمې دی ټیټ راغلم ترتا ما قبلوې او کنه ګرېوان مې لوند یم په ژړا ما قبلوې او کنه درته یم ګرم زه ګنهګار اوخطاکار بنده دې بار پـر اوږو مـې ده ګنا ما قبلوې او کنه په خېجلو سترګو راغلم ستاتر دره پورې مـغـفـرت غواړمـه له تا ما قبلوې او کنه یم شرمینده او خجالت پروردیګاره تاته چې ګنا شوې ده له ما ما قبلوې او کنه راباندې مکړه درحمت دروازې بندې ربه ولاړیم زه رحمت ته ستا ما قبلوې او کنه زه هیبتي ملنګ په شوو ګناهو پښیمان یم ځان سره کړې مې جفا ما قبلوې او کنه هیبتي ملنګ #النبوي_بصري_څانګه

# ( نعت شريف ) # زما د قدردان رسول تل خوږې خبرې دي ډکې له حکمته دي لعل او ملغلرې دي کاڼي غوندې زړه نرمۍ دومره زورورې دي حق ته رابلل کوي داسې منوري دي زړونه ترې سکون اخلي دومره ګټورې دي دا د هر مومن بنده ژوند لره بهترې دي تل یې احترام کوۍ ډیرې بختورې دي ماته خو"صهیبه"دا ډیرې معتبرې دي # ( صهیب پتنګ ) # #النبوي_بصري_څانګه

غزل: څه سپېڅلي پرهرونه دي ملنګه د خوږې مینې دردونه دي ملنګه بېګاه ستا د مخ کعبې ته وم درغلی درته کړي مې سوالونه دي ملنګه ستا د یاد قافله غلې تېره شوې خو پر زړه مې پاتې پلونه دي ملنګه زه تر شمعې تاوېدم او سوځېدمه رانه پاتې خپل وزرونه دي ملنګه نن یې بیا کچکول نیولی دی راشده! ترېنه پاتې خیراتونه دي ملنګه راشد ولي فراهي #النبوي_بصري_څانګه

تاسو ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي. https://t.me/abawynat131
تاسو ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي. https://t.me/abawynat131

غزل: څه سپېڅلي پرهرونه دي ملنګه د خوږې مینې دردونه دي ملنګه بېګاه ستا د مخ کعبې ته وم درغلی درته کړي مې سوالونه دي ملنګه ستا د یاد قافله غلې تېره شوې خو پر زړه مې پاتې پلونه دي ملنګه زه تر شمعې تاوېدم او سوځېدمه رانه پاتې خپل وزرونه دي ملنګه نن یې بیا کچکول نیولی دی راشده! ترېنه پاتې خیراتونه دي ملنګه راشد ولي فراهي

ملګرو نشراتو ته لایک ورکوﺉ مننه