د افغانستان او نړۍ خبرونه🌍
Open in Telegram
محترمو ملګرو: دافغانستان او نړی خبرونه مخکيني چينل بعد له څلورو کلنو، بلاک شو نور به آینده کې دلته نوي چینل کي نشرات کوو ان شاءالله دا چینل کي به تاسو ته اسلامي،تفریحي،دافغانستان، اونړي روښتیني، تازه خبرونه، ویډیوګاني،تراني،بر وقت خپریږي.
Show more8 389
Subscribers
-1424 hours
-677 days
-28130 days
Posts Archive
د.ښمن مو په مسلمانه افغانئ ټولنه کې مختلف د تعصباتو تخمونه شیندلي ، خو پدې ورځو کې یې دې ټکي ته ډیر کار ویلی...
تفکر
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8PWgK9xVJkQUfEhB3P
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا محمد شیرین اخند سره وکتل.
د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو، د افغان سوداګرو او هېوادوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.
دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانانو د ستونزو حل لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
دفاع وزارت: د افغانانو ژوند، مال او عزت ساتنې ته ژمن يو
د دفاع وزارت ویاند مولوي صدیقالله نصرت وايي، دغه وزارت د افغانانو ژوند، مال او عزت ساتنې ته ژمن دی.
ښاغلي نصرت ویلي، د نورو کلونو په څېر سږکال هم د اسلامي امارت دفاع وزارت د خپل منظم پلان له مخې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او چټک غبرګون لپاره لازم تدابیر نیولي دي.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#بېړنۍ_خبر
په نورستان کې د تش په نوم «ازادۍ جبهې» یو بل غړی د افغان ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
تاسې ویډیو وګورئ؛ په ویډیو کې داسې حقایق رابرسېره کېږي چې د شر او فساد دغه ډله د خپلو بادارانو په مرسته د پاکستان له خوا اوکراین ته هم د روسانو پر ضد د جګړې لپاره لېږل کېږي.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې تېره میاشت سپټمبر کې په ټول پاکستان کې ۲۲۵ وسلوال بریدونه شوي، چې له امله یې ۲۵۹ کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا کړې چې تېره میاشت یې په پاکستان کې ۳۳۴ بریدونه کړي او د دې بریدونو له امله یې ۶۰۰ پاکستاني ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.
سلام سلام سلام سلام
جهاد جهاد الجهادة والجهاد
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، مهاجر فراهي، وایي چې غلیمان هڅه کوي افغانستان په جګړه کې ښکېل کړي او په همدې موخه یې غوغا جوړه کړې ده.
فراهي زیاتوي چې افغان حکومت روان وضعیت له بېلابېلو اړخونو ارزوي او د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ د رامنځته شویو ننګونو لپاره د حللارو په لټه کې دی.
د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی «جان محمد» د پاکستان پوځي رژیم له لوري د تېرې شپې د برید کیسه کوي.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#بیړني_خبر !
په کونړ او هلمند ولایتونو کې یو ځل بیا د پاکستاني رژیم له لوري هوايي بریدونه شوي دي، چې له امله یې زموږ یو شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
سیمهییزې سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم شاوخوا درې بجې د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام دره کې د یوه ملکي وګړي پر کور هوايي برید کړی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، پنځه کسان په کې شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې، سرچینې وايي، د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمه کې هم د پاکستان پوځي رژیم بریدونه کړي.
د سرچینو په وینا، هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالی صفار علاقه کی نن شپه دری بجی باکستانی الوتکو بمبار وکی چی په نتیجه کی یی څلور کسه ولسی وګړی شهیدان او ښپږ نفره زخمیان دی
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
+5
جنایت
تیره شپه پاکستاني الوتکو د کنړ شلطن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې په ملکي کورونو بمبار وکړ چې زموږ ۹ تنه هېوادوال ښځې او ماشومان شهیدان او ۱۱ تنه ټپیان شوي ۳ کورونه نړیدلي دي.
موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو.
د اسلامي امارت وياند م. ذبيح الله مجاهد
جنایت
تیره شپه پاکستاني الوتکو د کنړ شلطن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې په ملکي کورونو بمبار وکړ چې زموږ ۹ تنه هېوادوال ښځې او ماشومان شهیدان او ۱۱ تنه ټپیان شوي ۳ کورونه نړیدلي دي.
موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو.
#مجاهدصاحب
د پاکستاني وحشي مزدور ریژیم د وحشتونو په دووام د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر کورونو درنې بمبارۍ شوي دي، چې تر دې مه څلور شهیدان او ۳ ټپیان دي، د نورو شهیدانو او ټپیانو وروستي جزئیات به وروسته شریک شي.
#Second_israel
د اسرائلي وحشت دویم نوم/پاکستانی غواړي د عام ولس په نښه کولو سره، د ا.ا.ا په یوې داسې جګړې کې ښکیل کړي چې، قرباني یې افغان ولس خو د ګټې څښتن یې مزدور پاکستانی وي، د ا.ا.ا به تپل شوې جګړه او د پردیو د ګټو لپاره خپل ولس قرباني نه کړي، خو د دښمن هر وحشت به له دقیقو محاسبو وروسته په خورا عبرتناک ډول ځواب کړي.
#Second_israel
پاکستان ولې پر خپلو پالیسیو غور نه کوي؟
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د سیمې یو شمېر هېوادونو، لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او هند، د افغانستان په تړاو مثبت نظرونه وړاندې کړل او د مرکزي آسیا د دوامدار ثبات لپاره یې له افغانستان سره تعامل مهم وباله.
خو پاکستان په تکرار سره هڅه وکړه چې افغانستان بدنام کړي.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
تازه:
همدا شبه د کابل ښار او شاوخوا سیمې یوې نسبتاً شدیدې زلزلې ولړزولې.
د زلزلې د شدت، مرکز او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات به وروسته خپاره شي.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
تر دې دمه د پاکستاني مزدور ریژیم په هوایي برید کې ۵ تنه شهیدان او درې ټپیان دي، برید د کنړ ولایت په شلتن ولسوالۍ د چوګام په کلي کې د یوت عام وګړي په کور شوی دی.
مزدور ریژیم یو ځل بیا د اسرائلي وحشت په دووام سره کوچني ماشومان او ښځې په نښه کړي دي، هغه چې له هیڅ ډلې او اړخ سره اړیکه نلري.
#Second_israel
د هرات اسلامکلا بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوې
د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وايي، چې د دغه ولایت په اسلامکلا بندر کې رامنځته شوې اورلګېدنه د اوروژنې ټیمونو په چټک اقدام او هڅو سره په بشپړ ډول مهار شوې ده.
#زموږ د ټلیګرام چینل👇
https://t.me/DwHUEDOZ
