میکده/MaiKaDa
دلته به تاسو ته! شنبه:شعرونه،یکشنبه:لنډۍ،دوشنبه:ډیزاین ویډیوګانې،سه شنبه:ډیزاین عکسونه،چهارشنبه:بیتونه،پنجشنبه:معلومات،جمعه مبارک:دیني معلومات وړاندې کیږي. موږسره پاتې شئ.😘♥✋ تبادله لپاره👇 @ABaran786
Show more271
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-430 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
د اشنا په تور بدنامه خـــــدای دې مل شه
غم دې نه پرېږدي ارامه خدای دې مل شه
زنده ګي به دې د وران وطــن په څیر شي
د دردمن زړګي انجامه خـــدای دې مل شه
د جواب طمع ترې مه کــــوه مغـــرور دي
د رنځورو زړو سلامه خــــدای دې مل شه
نـه را ګــــرځې او نه یــــار ته رسیدی شې
دچــــا مینـــه کې ناکامه خدای دې مل شه
ته د کـــوم عشق جنــون یې داسې کـــړئ
توبـــــه نه کوې له جامه خدای دې مل شه
څنګـــــه سوئ لوغـــــــړن ورتـــه ولاړ یې
د اشنا د در غلامــــه خــــــدای دې مل شه
لکــــه وران چې زلزله د خاورو کور کـــړي
داسې شوئ یې ماښامه خدای دې مل شه
🥰 2
د امت بد بختیو هغه وخت زور واخیست کله چې سلطان عبدالحمید ثاني د ځینو ترکانو له لوري د واک له ګدۍ را وپرځول شو.
الرعد خپرندویه اداره
عالیقدر:
مسووليت کې قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ. ـ داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي، مسووليت اهل ته وسپارئ، د خپلولۍ او ملګرتيا له وجې په دندو ګمارنې مه کوئ.
#محبوب_زعیم
عالیقدر:
ـ خلک په معنيويت او شريعت کې سره راټول کړئ. ـ د ولس خدمت ته متوجې شئ دا ولس موږ سره په بيت المال کې شريکان دي. دا بيت المال د کونډو، يتيمانو، معيوبينو او بې وزلو حق دی.
#محبوب_زعیم
څه باندې ٣ پیړۍ!
هغه لمونځ چې مسلمانانو له څه باندې ٣ پیړیو راهیسې ندی کړی!
پوهېږئ دا کوم لمونځ دی؟
دا د فتحې لمونځ دی، اته رکعتیز لمونځ په یوه سلام سره، درې پیړۍ وشوې امت له ذې لمونځ محروم دی، امت د آس شا پریښې ده، د فتحو تر څنګ یې علوم هم کمزوره شوي.
د فتحې لمونځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ اداء کړ، له هماغې ورځې دا یو سنت وګرځيد.
سعید بن وقاص رضي الله عنه د قادسیې د فتحې په ورځ دا لمونځ اداء کړ.
ابو عبيده بن جراح رضي الله عنه دا لمونځ د یرموک د فتحې په ورځ اداء کړ.
عمر رضي الله عنه دا لمونځ د بیت المقدس د فتحې په ورځ اداء کړ.
عمرو بن العاص دا لمونځ د اسکندریې د فتحې په ورځ اداء کړ.
محمد الفاتح دا لمونځ د قسطنطنیی د فتحې په ورځ اداء کړ.
ابراهیم پاشا دا لمونځ د نمساء د فتحې په ورځ اداء کړ. او دا وروستۍ ځل وو چې دا لمونځ اداء شو.
بیا به کله اداء کېږي؟
نخبة الأفکار ص ٧٢
ناشر: مبارز عمري
الرعد خپرندویه اداره
عالیقدر:
ـ اخترونه د مسووليت په ساحو کې تېر کړئ کورونو ته مه ځئ؛ خدای مه کړه کوم مشکل رامنځته نشي. ـ نفلي حج ته د تللو لپاره مسوولينو ته اجازه نشته، د دې پر ځای دلته د ملت خدمت وکړئ چې تاسو نه يئ د مسلمانانو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کيږي.
#محبوب_زعیم
د خپل ژوندون درته ملګرو څه قیصه وکړمه
کـله مې يار کلـه مـې خـپله غریبي ژړوي
💔🙂🥀
او تاسره مې هغه مینه درلوده، کومه مینه چې ما غوښتل له ماسره دې څوک ولري!
🥀🖤
دوکه بازانو مینه سپکه کړه،
منافقینو باور له منځه یووړ،
او چاپلوسانو احترام بدنام کړ.😢
همداسي نده؟
👍 1
دروغجنې مينې، دروغجنې ملګرتياوې، دروغجنې يارانې، دروغجنې ډاډګيرنې، دروغجنې فیسبوکي خبرې، دروغجنې مبارکې، دروغجنې دعاوې، دروغجنې ښيراوې او د دروغو پر بنسټ ولاړې کړنې! آخر ولې ضرورت يې څه دی؟ څه مجبوريت؟ د دې دروغو يو تاوان دا دی چې د ملګرتيا، مينې، خوشحالۍ او خفګان ارزښت کمېږي! راځئ چې ځان او نورو سره ريښتيني اوسو، له نقابونو، لاپو او درواغو ټول ستړي دي!
©
~ پليز 🙏