پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
Open in Telegram
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃 لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Show moreThe country is not specifiedMotivation & Quotes9 185
2 326
Subscribers
No data24 hours
+427 days
+15530 days
Posts Archive
چې کټ مې واخلي په اوږو ، ارمان به هلته وکړې''
چې کړې ژړا په سترګو سرو ، ارمان به هلته وکړې''
چې مې مزار ته کړې اوچت دواړه جوړه لاسونه!
خوله دې شي بنده په سلګو ، ارمان به هلته وکړې''
چې مې غمونه میلمانه شي ستا دزړه په کور کې!
چې شم دریاد په نیمو شپو ، ارمان به هلته وکړې''
چې مې دفن په خړو خاور کړي ملنګه ځواني!
ټکان چې واورې دبیلچو ، ارمان به هلته وکړې''
چې د راتګ په انتظار کړې شپې او ورځې تیرې!
امکان مې نه وي دراتلو ، ارمان به هلته وکړې''
د''قیس عمر'' خبره هم ساته یادګار په زړه کې!
چې شي پناه په هدیرو ، ارمان به هلته وکړې''
هــيــڅــکـــلـه مــاتــې مــه مــنــئ!❤
ژونــد د مــ ــاتــې نه، بــلــکــې د بــریا نــوم دی.🌺
په ژونـد کــې مــو اهــداف وټـــاکــئ او د تــر لاســه کـولــو
لـــپـــاره یـــې هـــڅـــه وکــــړئ🌹
هـــر هـــدف ته، کـــه په ســلـــو کــې 99 د مــاتــې لارې
غځېـــدلـــې دي نــو یــوه لار پـــکــې د بــریــا هــم ده.🍀
له مــاتــو تجــربه واخـلـئ او هـدف ته رسېـدل مـه پرېږدئ.
🌻هـــر و مـــر بــریــا ستـــاســـو ده.💐🤙َ؛
د حالاتـــو پېــــچ و خم سړی خراب کــــړي
کله کله د چا غــــــم ســــړی خراب کــــــړي
جنتـــــــونه يې له سره صدقـــــه کــــــــړي
غنمــــــــرنګ لکـــه ادم سړی خراب کـــــــړي
محبت د يــــــوې داســــــــې بــلا نـــــوم دی
هم ژوندی کړي مړی هم سړی خراب کـــړي
مخـــه ښه د ډکـــــو سترګو کـــړي ورياده
د سهار پر ګل شبنــــم سړی خراب کـــــړي
جينکــــــۍ لکه د شنــــو بنګـــو پيالــــې دي
دروند ، پښتون او محترم سړی خراب کړي
د باران په شپـــــه تش ياد د تودې غېــږې
لېونی کــــړي سړی ، سم سړی خراب کړي
حقیقت کې مې دیارسترگي ښایستې دي
ماغریـــــب بې ځایـــــه زړه بایللی نه دی
ميــنه کـــوو مګــر ده ميـــــنې قیمت نـــــه ټيټوو
ښکلي مو خوښ دي خو سجدې ورته ڪولای نشو
ﭼﺎﺭﻟﻲ ﭼﺎپلېن ﻭﺍﻳﻲ ﺩ ژوند ترټولو خوندورې شېبې ﺩﺍ ﺩﻱ:
🔘 چې له ﺣﻤﺎﻣﻪ ﺭﺍﻭﻭځې ﺍو ﻭګورې چې ﺍﻃﺎﻕ ﺩې ګرﻡ دى.
🔘چې ﺩ تېر ﮐﺎﻝ ﻟﺒﺎس ﻭﺍﻏﻮﻧﺪې ﺍو وګورې په جېب کې یې پيسې دي.
🔘چې له ﺧﻮﺑﻪ ﭘﺎڅېږې او ﻭګوﺭې چې ﺩ ﺧﻮﺏ ﻟﭙﺎﺭه ﻧﻮﺭ ﻭﺧﺖ ﻫﻢ ﻟﺮې.
🔘چې يو پخوﺍﻧﯽ ﻣلګرﯼ دې ﻭګوﺭې، ﺍو ﻭﭘﻮهېږې چې په ﮐړﻧﻮ کې يې هېڅ ﺗﻐﯿﺮ نۀدى راغلى.
🔘چې ﻭﺭﻭستۍ ﺍﺯﻣﻮﯾﻨﻪ ﻭﺭکړې.
تاسو ته کوم یو ډېر خوندور دی!؟🙂
څوک وایی چی سپین یوازی ښکلی دی
ځینی غنـــمرنګ خو سم وژل ڪوی
پښتو شعرونه او غزلونه 🥰🥰
https://t.me/https89l4BWhRtcRhYTU1
ملګرو لینک درسره په نورو ګروپونو کی نشر کړی
لوستل خو پرېږده د نیولو چل یې هم نه راځي
ده زنــــــدګۍ پاڼه مې لاس کې سر چـپه نیولی
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ګرانو ملګرو فعاله ملګری په ګروپ کی درسره اډ کړی ترسو د شاعرانو له ښکلو بیتونو څخه خوند واخلو.
هيڅ ګيله له مستو سترګو څخه مه کړه
رحـم ڪله شته په زړه ڪې د قـــصاب
د سترګو په ښایست دی ورله حد کړی دی خدایه
حیران حیران ولاړ ومه نن بیا هغه تصویر ته
*چې غلطي نه کوي هغه ته ملائکه وايي.*
*چې په خپله غلطي کلک ولاړ* *وي هغه ته ابليس وايي،*
*او چې پخپله غلطي پښېمانه وي هغه ته انسان وايي .*
*امام محمد غزالی رحمهالله*
معصوم انسان دې وې ښکلا پکې ارزښت نلرې
نـرمه څیره نرمـه لهـجه له ښڪـلا غوره ګڼم
