پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
Open in Telegram
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃 لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Show moreThe country is not specifiedMotivation & Quotes9 185
2 326
Subscribers
No data24 hours
+427 days
+15530 days
Posts Archive
رسول الله ﷺ فرمایلي دي :
مَنْ مَاتَ وَهُوَ بَرِيءٌ مِنْ ثَلاَثٍ الْكِبْرِ وَالْغُلُولِ وَالدَّيْنِ ، دَخَلَ الْجَنَّةَ.
(رواه الترمذي وابن ماجه )
ژباړه :
څوک چې پۀ داسې حالت کې مړ شي چې له دریو شیانو څخه پاک وي لکه : تکبر ، خیانت او قرض نو هغه به جنت ته داخلېږي.
💞ـــــــــــــــــــــــ💞
تر ټولو سخت او بد #درس هغوئ
درکوي، څوک چې تاسو ته تر هر
چا ډېرګران وي…😢.
. ..
..
له مــاتــو تجــربه واخـلـئ او هـدف ته رسېـدل مـه پرېږدئ.
🌻هـــر و مـــر بــریــا ستـــاســـو ده.💐🤙َ؛
هـــر هـــدف ته، کـــه په ســلـــو کــې 99 د مــاتــې لارې
غځېـــدلـــې دي نــو یــوه لار پـــکــې د بــریــا هــم ده.🍀
په ژونـد کــې مــو اهــداف وټـــاکــئ او د تــر لاســه کـولــو
لـــپـــاره یـــې هـــڅـــه وکــــړئ🌹
هــيــڅــکـــلـه مــاتــې مــه مــنــئ!❤
ژونــد د مـــاتــې نه، بــلــکــې د بــریا نــوم دی.🌺
*😔هیله مـی پـوره وه خوپه خـوب کی وه*
*😔تاسره مـی شپه وه خوپه خوب کی وه*
*😔مــاهــــم ورتــه غــلی غــوږنــیولــی وو*
*😔سـمه زم زمــه وه خـوپه خــوب کی وه*
*😔وئل یـی راته ژونـدمی یـی دونـیا می یی*
*😔پـیغله پـښتنه وه خـوپـه خـوب کـی وه*
*😔تـاســره مــی ښـی ډیـری کیسی وکــړی*
*😔جـوړه رابیطه وه خـوپـه خـوب کی وه*.
#🥰
غزل
زما په زړه کې که بُتان ویني نو مات یې کړه ته
دا بُتخانه دغسې مه پرېږده جومات یې کړه ته
زه خو راضي ستا په رضا یم په کې هيڅ نه وایم
که مو غمونه درته کم ښکاري نو زیات یې کړه ته
جهان انبار کړې رنګا رنګ وسلې زما و مخ ته
وایي دا خپل وطن ته یوسه او خیرات یې کړه ته
دغه رڼا به دې د هر یوه محفل څراغ کړي
درد د ولس واخله او برخه د خپل ذات یې کړه ته
د دروېش زهر زهر ژوند خو ستا په مخکې دی نن
خواږه د شونډو دې ورګډ کړه لږ او شات یې کړه ته
د گــیدړ د زیړو ستـرګـو سل کـلن عـمر به څـه کـــړو
د زمري غوندې دسرو سترگو یو کال عمر مو بس دی
ښکاریږي جوړ په نه زړه دغه کار کوي او ژاړي
زمـــا لــه محبتــه چــې انـــــکار کوي او ژاړي
په ډیره موده پس مې مسافر لالـی راغلـــــــی
قیصې راته د خپل لوټ شوي ښار کوي او ژاړي
د ځان سره لګیا ده چې ماښام شـو او رانغلـل
یو کونډه ده بچــو ته انتظــــار کــوي او ژاړي
په دې باندې حیران یمه چې دا څنګه یاران دي
زمــا په جنـــازه بانـــدې تلــــوار کوي او ژاړي
یارانو د بې وروره خور واده دې نو دا ځکـــــه
ولاړه آینې تــه ده سینګـــــــار کـــوي او ژاړي
یو پیغله په وران ګـودر ولاړه ده عــــــــاجــــزه
د مینـې دښمنـــــــــانــو ته ازار کــوي او ژاړي
که مینه اور شی په لمبو به درزم 🔥
که سمندر شی په چپو به درزم 🌊
ته خو یو گل یی هیڅ پروا دی نشته🫠
غم خو زما دی په ازغو به درزم👨🦯
وژونـکو زهـرو یې اثر ونه کړ مـړ یې نه کړم
خوشي کیسه نه ده اشنا دم د مــــارانو لــرم
*په رضابه درته زان خاوري ايري کړم
خو دزور خبري مه کوه پښتون يم*
نه دی فرض د خـدای ادا ڪی نه سنت د خپل جانان 🕋📿
بنـده هـلته به څه وڪـړی چی ورځ راسـی د میـزان
*د جانان د خوبولو سترګو یاده*
*ته راځې که د زخمونو ډیوې مړې کړم🥲
*چې پښتنه خور دي په واوره کې خیرات ټولوي*
*په تـوده خـونه کې نفلونه دي خـدای مـه قبلوه*
چا په صدق دوستانه راسره اوکړه❤
يو چا هسې چل دوکه راسره اوکړه😢
چا په نيمه لار کې پريخودم يواځې🚶
چا تر مرګه بدرګه راسره اوکړه😍
کلـه کــلاب کلـه لونـک راوړم
ستا د کوڅې څه نه څه رنک راوړم
بلې نشې مې سودا ورکه نه کړه
ځم د کودر د غاړې بنک راوړم
شوکیرې سترکې خوبولی نظر
ستا د څنکلې ستا د څنک راوړم
د محبت نـوې دنیـا لټـوم
د زنـدکۍ نـوی آهنـک راوړم
ستا د بڼو په ژبه ځان پوهوم
پرېږده چې زړه په وینو رنک راوړم
ستا خوږو سترکو ته خواږه کورمه
زه لېونی یم ځان له جنک راوړم
هغه صابر یم که په هر ځای کې یم
تالـه راځمه ستا قلنک راوړم
تصوير مې درلېږلی دی ته ځان پکې پيدا کړه
ما تا ته ډالۍ کړې دي ګُلان پکې پيدا کړه
جانانان جانان وطن کې بې جانانه پاتې نشې
د وخت ياران خو ډېر وي يو جانان پکې پيدا کړه
له کومې زاويې نه يې چې ګورې جغرافيه ده
نقشه را ته د لوۍ افغانستان پکې پيدا کړه
تر هرې ګيلې شا ته دې کتاب کتاب خبرې
زما د ارمانونو درست داستان پکې پيدا کړه
حيران يم چې ګيله دلته له چا نه سړی اوکړي
وطن پګړۍ پګړۍ دی خه مليان پکې پيدا کړه
ته اوګوره مئينه په رباب وه که په ساز يې
کيسه د درخانۍ او ادم خان پکې پيدا کړه
پتنګ خو ځه سهي ده چې په شمع مئين نه دی
په بل اوُر ور غوړېږې چراغان پکې پيدا کړه
په دومره نري تار يارانه کله پالل کېږي
په څېر د پېښوري څوک اوېزان پکې پيدا کړه
-
خان محمد پېښوری
------------
تپوس می ترینه وکړو چی سپوږمی څنګه را خیژی؟
زلفان یی راخواره کړه بیا څنډ وهل چی داسی!
