پښتو شعرونه،غزلونه،ټپی او ښایسته لیکنی 🥰
Open in Telegram
دلته به تاسو ته ڪله نا ڪله نوې خوندور ښڪلې شعرونه ،غزلونه، ټپې او ښایسته لیکنی نشریږی لــــه ډيـــره وخــته ⏰ مــې يــو چــا ســره #لـيـدلــي نــه دي🍃 لـه ډيـره وخـته مـې يـو څـوک🍂 پـه زړګـى سـخـت وريـږي😓
Show moreThe country is not specifiedMotivation & Quotes9 185
2 326
Subscribers
No data24 hours
+427 days
+15530 days
Posts Archive
په څهرو باندی بدرنګ یو , زړه مو سل رنګه سینګار دی
اعتبار حسن ته نه شته , زموږ زړونو سره کار دی ❤
د فِرعــــــــون تدبیر شنـډ دی، د نمـــرود اور بــې أثــره!
موسی' روغ رمټ ستر شوی، خليل هسکه غاړه ګرځي!
#شاعر
💝
څه کتاب کتاب خبری می په زړه دی😘
خو د سیند په شان خاموش یمه مزل کړم😩
👀
چاپه غم چاپه قرار کی شپه ڪړه تیره
چا د یار په انتظار کی شپه ڪړه تیره
دچاټول بدن ازغـــــو سوری سوری کړ
چا د گلـــو په گلزار کی شپه ڪړه تیره
یو وخت ؤ پـه هـمزولو کـې باچا وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ چې د هر محفل ښکلا وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ چـې زما نامــه هـمیش بـه دې پـه خـوله وه
یو وخت ؤ چې په زړه کې دې درزا وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ فــرعـونــیان مـــې لــه نامــې نـــه یـریـدله
یو وخت ؤ هـیـبـتـــي لکــه موسی وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ تــــــابـعـــدار لکــــه مـرید بـــه درپسې وم
یو وخت ؤ چې په خوۍ باندې بورا وم خو اوس نه یم
یو وخت ؤ چې المـــاس بـه درنـه غـونــډ در ځـاریدلـم
یو وخت ؤ چې مئین په تا رښتیا وم خو اوس نه یم
ـــــــــــــــــــــــ
کله ګران کله زړګی❤ به درته وایم
کله ګل کله لالــــــی به درته وایم
زه پوهیږم لیونی خـونه یې یاره
خــــو له نازه😍 لیونیِ به درته وایم🙈
جالبه قیصه ده تاسي یي ولولئ .......
په ځیر سره یې ولوله... ویل کیږي په پخواني وخت کې:
سپي ته وویل شول: "ته به د انسانانو کورونه ساتې، او ته به د انسان غوره ملګری یې، ته به له هغه څه خورې چې انسان یې پرېږدي، او زه به تاته د ۳۰ کلونو ژوند درکړم..."
سپي وویل: "۳۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۵ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."
بیزو ته وویل شول: "ته به له یوه څانګې څخه بلې ته ټوپ وهې، او د نورو خندا لپاره به ټوکې کوې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې."
بیزو وویل: "۲۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۱۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."
خرا ته وویل شول: "ته به له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوې او درنې بارونه به وړې، او ته به شولو خورې، او هیڅ هوښیاري به نه لرې، او ته به ۵۰ کاله ژوند کوې..."
خرا وویل: "زه به خره یم، خو ۵۰ کاله ډېر دي، زه یوازې ۲۰ کاله غواړم... نو دا یې ترلاسه کړل."
انسان ته وویل شول: "ته تر ټولو هوښیار مخلوق یې چې په ځمکه کې ژوند کوي، او ته به خپل هوښ استعمال کړې څو د نورو مخلوقاتو مشر شې، او ته به ښکلی ژوند ولرې چې ځمکه اباده کړې، او ته به ۲۰ کاله ژوند کوې!"
انسان وویل: "زه به انسان یم، خو یوازې ۲۰ کاله ډېر کم دي!! زه د هغو ۳۰ کلونو غوښتنه کوم چې خره نه غوښتل، او د هغو ۱۵ کلونو چې سپي نه غوښتل، او د هغو ۱۰ کلونو چې بیزو نه غوښتل... نو هغه یې ترلاسه کړل!"
له هماغه وخت راهیسې انسان ۲۰ کاله د انسان په توګه ژوند کوي... بیا واده کوي... ۳۰ کاله د خره په شان ژوند کوي... له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوي او بارونه وړې. بیا... کله چې بچیان لوی شي، ۱۵ کاله د سپي په شان ژوند کوي... کور ساتي، دروازې او برېښنا بندوي، او لږ خوراک کوي یا د خپلو بچیانو پاتې شوني خوراک کوي. بیا... کله چې زاړه شي او تقاعد واخلي، ۱۰ کاله د بیزو په شان ژوند کوي... له یوه کور څخه بل ته، له یوه زوی څخه بل ته یا له یوې لور څخه بلې ته، ټوکې کوي او کیسې بیانوي چې لمسیان او لمسۍ یې وخندوي!!
نو ولې لويي، ای د آدم زویه؟!
هـم بـيـماره، هـم بـېــتـابـه زنـدګي ده
اوس مي دارنـګـه جـنـابه زنـدګـي ده
زما په زړه کي دي اغـزي د عمر مات کړل
خو ستا څـو ورځي ګلابـه زنـدګي ده
د نـامـرده يــار، نــامـرده انــتــظاره
اوس لـه تـا سـره عـذابـه زنـدګـي ده
لـه تـا پـس د سـمېـدو هـڅـه نا کـامـه
لــه تــا پــس ډېــره خــرابـه زنـدګي ده
زه پـخـپـلـو اوښـکـو پـايـمـه "درمــآنه"
زمـا لـه دې روان در يـابـه زنـدګي ده
ــــــــــ #هلآل_درمــــآن 💔
د چا د حُسن اؤ جمال تصوير خبرې کوي
څۀ په هنر څۀ په کمال تصوير خبرې کوي
زه ورته غلے یم ولاړ د اوښکو ډکې سترګې
راته ولاړ دے په دېوال تصویر خبرې کوي
دا ستا څه خیال دے ماته کله کله داسې ښکاري
ښکاري په خداے زما په خیال تصویر خبرې کوی
🌸
نه بستونه نه څوکۍ وې نه رسمیت و نه فورمه وه
یو ټوپک یوه چانټه وه، عقیده وه او جذبه وه
د اللّٰه د دین لپاره به تندي په وینو سرۀ وو
سوځېدل وو ځارېدل وو څه د صدق یارانه وه
بمبارونه وو چاپې وې له خپل کوره بېګانه وو
په باغو کې مو غرمې وې په جومات کې به مو شپه وه
که به ژوند هرڅومره تریخ سو د ایمان خواږۀ پرې بر وو
نه ګيلې وې نه شکوې وې نه تملیك نه واسطه وه
باراني سهار ته څېرمه به تعروض ته وو په تمه
د تکبیر تېزه ناره وه په دښمن مو زلزله وه
د غزل ښاپېرۍ بیا راته درنې حماسې راوړه
دې تا زړۀ ولې راتنګ سو، دې تا څه لویه سینه وه
نن دې بیا زیارت ته درغلم شهیده منتظره!
د خاموشې مینې غږ و، غلې غلې هدیره وه.
اول مــــي وبــاسه لـــه زړه بيا له بدنــــه اغزي
ته بـه راټـــول کـــړې يو څادر، يوه لمــــنه اغزي
رقيب زړه نــه لري چي مخـــامخ له ما وپوښتي
تر اوســه ونه کړه له ما نه هيـــڅ پوښتنه اغزي
عجـــــبه نه ده د ګــلــونــو او اغـــــزو ملګري!!
عجـــــبه نه ده چي کوي د ګل ساتنــه اغـــزي!!
د يو وطن خلک يو دواړه، بس توپير مو دومره
دوی ئې شيـندي مــوږ ټـولوو له دې وطنـه اغزي
"درمــآنه" ستا زړه کي نيمګـــړي ارمانـــونـه پراتـه
"درمــآنه" ستا زړه کي مات شوي دي دنـنـه اغزي
له سختو خاموشیو مې پناه درته راوړې
ځـانګړی مینوال دې یم لالیه اوس غږیږه
😌
زنـکـدن بـه دپــوره یـــوه هفتـــه وی
دبالا زړونـــوقـــاتل یی کلیــــــــواله💔🥹
غــــــــزل
سـتـړی ژونــد نـیمـګړي هیلې دې او زه یم
سترګي سري شونډې چاودلي دې او زه یم
د ډاډ غـیـږه کـې هیچا هـم را ټینګ نکړم
کــډي بــار لــه دغــه کـلي دې او زه یم
ګـرمي اوښکې مـې ګریوان باندې را ماتې
هیلي زمــا خـــزان وهــلــي دې او زه یم
ما خـــوړلی پــه زړګــي ظـالم ګــذار دی
هــر څــه بخـت راسره کړي دي او زه یم
روغ بـه نشي زما بیمار زړګئ حـقـمـلـه
تـري نـه ویـنې څه څیدلي دې او زه یم
#غزل
حوصله به مې شي خلاصه ستا له لاسه
ځان به مړ کړمه وسواسه ستا له لاسه
په شوګیر شوګیر مې سترګې شوې رنځورې
وه د نیمې شپې تماسه ستا له لاسه
د باران په څېر مې اوښکې په مخ راغلې
د خوړین شوي زړه بړاسه ستا له لاسه
پردي څه چې خپل مې هم رانه پردي شول
د غربت خواره لباسه ستا له لاسه
څه ناپامه دې ترې عکس دی اخیستی
اخ قربان شمه عکاسه ستا له لاسه
د زړه زخم مې ناسور شو نه رغېږي
پټۍ ږدمه پرې له پاسه ستا له لاسه
ډېر ځوانان لاړل د ښکلو تابعدار شول
د سمون خیالي احساسه ستا له لاسه
د زړوﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎزار ﮐﯥ د وﻓﺎ زړوﻧﻪ خرڅــــــیږی
راځه ﺑﯥ وﻓﺎ ﻳﺎره ﭼﯥ ﻳﻮ زړه ﺧﻮ درﺗﻪ واﺧﻠﻢ
قلم مې مات شو دغزل شونډې مې وچې شولې
ماچې په پاڼه دخپل ســـتړي ژوند کيسـه ليکله!
په تنهايې کې چیرته ورشه او تپوس ئې اوکړه
هــغه چې خـلک خـندوي په خپله څــنګه ژاړې
تکبر مه کوئ!
خاورې د هېچا لحاظ نه کوي، ستر ستر علماء، مجاهدین، اولیاء کرام، اللهﷻ ته محبوب انسانان ټول یې لاندې کړي دي!😢
بی ارمانه زندګی کــــــوه زړګیـــه
ارمانونه په دنیا نــــه پــوره کیژی 💔😭
