حافظ سجاد
2 415
Subscribers
-224 hours
-167 days
+15830 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
Repost from العصر بصري څانګه
ټوټه ټوټه قومونو
وکړ پیوند د زړونو
هیواده ستا د جبین څراغ رڼا رڼا غواړي
ودان دې بیا غواړي
د بدخشان واورې مو
کندهاري انار ته
رنګېنه غېږه ورکړه
قرار د زړه قرار ته
نن بیا دوه ورکو وروڼو
وکړ پیوند د زړونو
په وزر مات مرغان د مینې اقتداء غواړي
ودان دې بیا غواړي
د ژوند اوبه ېې راوړې
د زړه په دواړو لپو
وږمو دې غېږې ته ستا
راوړي نغمې بلبلو
مرغانو سرو ګلونو
وکړ پیوند د زړونو
مسته فضاء پشان د شین جنت دا ستا غواړي
ودان دې بیا غواړي
چینې چینې د مینې
نور له سینو خوټیږي
کرکه، نفرت او تضاد
له آیینو ورکېږي
نن تور او سپین رنګونو
وکړ پیوند د زړونو
وحدت د مینې هم بقاء هم ارتقاء غواړي
ودان دې بیا غواړي
ټول ستا د تن برخې دي
پښتون، تاجک که ازبک
د افغانیت په شعار
ولاړ خدمت ته دې کلک
پښو او لاسو، سرونو
وکړ پیوند د زړونو
د امن لمره دنیا ستا د نور بقاء غواړي
ودان دې بیا غواړي
د قاف بدري جمالې
شو دې ښایست یو په دوه
له نظر ورک ملوک دې
چې راغی ستا تر کاله
مستو پستو بادونو
وکړ پیوند د زړونو
مستور حافظ سجاد حسن بې بها غواړي
ودان دې بیا غواړي.
حافظ سجاد
👍 7❤ 2
Photo unavailableShow in Telegram
ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.
https://t.me/abawynat131
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://youtube.com/@alnabawiproduction?si=DhNMxmwBK8SK0vC7
⏭وطــــــــن تـراني⏯
⏭نبـــــــــوي تراني⏯
⏭حماســـــي تراني⏯
⏭جهــــــادي تراني⏯
⏭کیوبیـــس تراني⏯
⏭عامــــــــي تراني⏯
⏭غـمجـــــن تراني⏯
النبوي خپلواکه اداره
النبوی پروڈکشن
♻️👆🍃👆🍃👆♻️👆♻️👆♻️
Repost from العصر بصري څانګه
ته ناز یې ته ادا یي د خوبانو، نازنینه
نظر نه شې حسینه
هر کاڼی دي زمرد شو چې شو رنګ زموږ په وینه
نظر نه شې حسینه
فضاء کړه معطره یه ګلابه ګلبدنه
جنت جنت وطنه
موږ مست کړه په وږمو، ته دې راوڅنډه لمنه
جنت جنت وطنه
چینې دي په نغمو کړه، دې خوږې له انګبینه
نظر نه شې حسینه
میرې، دښتې او غرونه په نرګسو کړه ګلپوشه
هر خوا کړه پرده پوشه
زموږ سترګې غزوه د ښکلاګانو می فروشه
چې ووځو له خپل هوشه
د شنه وجود څښتنه، عقیده دې تکه سپینه
نظر نه شې حسینه
جلوې دې په نڅا کړه، او نړۍ ساته مسروره
جلوه د کوه طوره
ته یې و دې، دنیا ته هوبهو، لکه یوه حوره
یو کیف او یو سروره
توییږي د جمال د خالق نور ستا له جبینه
نظر نه شې حسینه
ته یې لکه یوه ونه او ستا پاڼې ستا قومونه
بې تا یې مري رنګونه
شمال د اتحاد ته یې آخیستي آتڼونه
هوس یې کړي نن زړونه
حافظ سجاد فرهاد دی او ته یې د ده شیرینه
نظر نه شې حسینه
حافظ سجاد
👎 3❤ 3
Photo unavailableShow in Telegram
ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.
https://t.me/abawynat131
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://youtube.com/@alnabawiproduction?si=DhNMxmwBK8SK0vC7
⏭وطــــــــن تـراني⏯
⏭نبـــــــــوي تراني⏯
⏭حماســـــي تراني⏯
⏭جهــــــادي تراني⏯
⏭کیوبیـــس تراني⏯
⏭عامــــــــي تراني⏯
⏭غـمجـــــن تراني⏯
النبوي خپلواکه اداره
النبوی پروڈکشن
♻️👆🍃👆🍃👆♻️👆♻️👆♻️
Photo unavailableShow in Telegram
ته وخت په وخت نوی حمدونه، نعتونه او حماسي تراني، اشعار او ادبي لیکني وړاندي کوي.
https://t.me/abawynat131
⏭وطــــــــن تـراني⏯
⏭نبـــــــــوي تراني⏯
⏭حماســـــي تراني⏯
⏭جهــــــادي تراني⏯
⏭کیوبیـــس تراني⏯
⏭عامــــــــي تراني⏯
⏭غـمجـــــن تراني⏯
النبوي خپلواکه اداره
النبوی پروڈکشن
♻️👆🍃👆🍃👆♻️👆♻️👆♻️
النبوي اداره یې وړاندي کوي
ته ناز یې ته ادا یي د خوبانو، نازنینه
نظر نه شې حسینه
هر کاڼی دي زمرد شو چې شو رنګ زموږ په وینه
نظر نه شې حسینه
غږ؛ حافظ حامد طلحه
لیک؛ حافظ سجاد
❤ 3
Repost from النبوي خپلواکه اداره
01:47
Video unavailableShow in Telegram
النبوي اداره یې وړاندي کوي
ته ناز یې ته ادا یي د خوبانو، نازنینه
نظر نه شې حسینه
هر کاڼی دي زمرد شو چې شو رنګ زموږ په وینه
نظر نه شې حسینه
غږ؛حافظ حامدطلحه
لیک؛حافظ سجاد
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
16.60 MB
❤ 3
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.