Hurriyat Radio Pashto
Open in Telegram
حریت راډیو درنو مخاطبینو ته د کره او تازه خبرونو، راپورونو، تحلیلونو سربېره بېلابېلې اسلامي، سیاسي، تعلیمي او فکري خپرونې په مسلکي ډول وړاندې کوي. 88.5 اېف اېم
Show more2 076
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
+3430 days
Posts Archive
د حمـ. اس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسـ.ام د اسرائیلو صهيونستي رژيم ته د استشهـ. ادي بريدونو د پيل ګواښ کړی.
القسام ډلې بالفعل د فلسطين د مقاومت د يو بلې څانګې سرايا القدس سره په ګډه پرون په تل ابيب ښار کې د ترسره شوي فدايي بريد مسؤليت په غاړه اخيستی.
پاتې خبر پر اېکس پاڼه: https://x.com/HurriyatPa/status/1825597589519003789
ننګرهار کې هېوادوالو د کوچنیو کارخونو جوړېدو ته مخه کړې!
ننګرهار کې وروستیو کې د کوچنیو کارخونو جوړېدو ته د هېوادوالو پام ور اوښتی. د کارخونو مسؤلین حریت ته وايي، چې کاروبار مو ښه او ګټور دی.
یوټيوب لېنک: https://youtu.be/HX6dFWd-iLo
د پکتیکاوالو د لسیزو راهیسې غوښتنه؛ د پلتوني بند جوړېدو چارې پیل شوې!
پکتیکا کې نن د یوې مهمې پروژې چارې پیل شوې؛ د پلتوني بند د ۸۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د ۲۵ ميلیونه متره مکعب اوبو ذخیرې سربېره به یو میګاواټ برېښنا هم تولید کړي.
یوټيوب لېنک: https://youtu.be/qmU0j9410sE
بغلان نهرین ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ
د بغلان نهرین ولسوالۍ چې د هېواد یوه له لرې پرتو ولسوالیو ده، هلته د ښوونځيو ښوونکو تر منځ د امارت پېژندنې کتاب سیالۍ په لار واچول شوه، چې پایلې به یې ژر اعلان شي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/TGaTRYX26wM
د روزګان اوسېدونکو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼې اخېستل یوازې د څو ساعتونو کار دی
ځايي خلک وايي، هلته برېښنايي پېژندپاڼې جوړېدو پروسه یوازې شپږ ساعته وخت اخلي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/_Omh9HI4Y40
کابل کې له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۵مه کالیزه ونمانځل شوه
پلازمېنه کابل کې حکومتي چارواکو د ملي دفاع وزارت انګړ کې د رسمي مراسمو پرمهال د خپلواکۍ پر څلي د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
دې مراسمو کې ګڼو حکومتي مسؤلینو ګډون درلود او دا یې د افغانانو د شجاعت او میړانې ورځ یاده کړه.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/ymP4HpB8OAQ
روسۍ غذاپوهې ډاکټرې ماريانا ګوتووا څرګنده کړې ده، چې شهد (عسل) ښايي د ژور خپګان او دې په څېر نورو رواني ناروغيو په درملنه کې مثبت اغېز ولري.
پاتې مطلب زموږ په ویب سایټ ولولئ: https://hurriyat.net/news/6033/details/%C2%AB%D8%B4%D9%87%D8%AF%20%D8%AF%20%DA%98%D9%88%D8%B1%20%D8%AE%D9%BE%DA%AB%D8%A7%D9%86%20%D8%A7%D9%88%20%D9%86%D9%88%D8%B1%D9%88%20%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%D9%8A%20%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA%D9%8A%D9%88%20%D9%BE%D9%87%20%D8%AF%D8%B1%D9%85%D9%84%D9%86%D9%87%20%DA%A9%DB%90%20%D8%A7%D8%BA%DB%90%D8%B2%D9%85%D9%86%20%D8%AF%D9%8A%C2%BB#
کندهار کې به د جوارو حاصلات تر نورو کلونو زیات وي
کندهار کې سږ په ۵۵۰۰هکتاره ځمکه جوار کرل شوي، چې تمه ده حاصلات به یې هم د تېرو کلونو په پرتله زیات وي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/nYA5xi_gHgE
افغانان اوس خپلواک دي او هره پرېکړه په جرئت سره کولی شي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وایي، اوس د دې وخت دی چې ملت سره راټول او په تېرو کړنو باید له چا سره محاسبه ونه شي او د دښمنۍ دود باید له منځه ولاړ شي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/Rs8trQfuEcM
له هېواده تښتېدلي دې په بهرنیانو پورې خپلې هیلې نه تړي
د ملي دفاع وزیر وایي، هغه کسان چې د فتحې پر مهال له هېواده د باندې تښتېدلي او اوس هم د بهرنیانو مرستې ته په تمه دي، چې بیا په هېواد کې ګډوډي جوړه کړي، غوښتنه کوو چې بېرته هېواد ته راستانه شي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت چمتو دی چې د خپل ورور په څېر یې حقونه ورکړي او د هر ډول مشروع فعالیت اجازه ورکړي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/puZNBdRq7Wk
افغانان د هېواد په کورنیو چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه مني
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له انګرېزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت غونډې ته په خبرو کې د نړۍ هېوادونو ته په پیغام کې ویلي، افغانان د خپل هېواد په کورنیو چارو کې د نړۍ د هیڅ هېواد لاسوهنه نه مني او نه دې هم دا فکر کوي، چې له افغانانو څخه به غیري مشروع غوښتنې کوي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/KH8kgrIyvFk
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکي اخیستلو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي، په لاس راغلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره باید هڅې وکړو او اجازه ورنکړو، چې خپلواکۍ اخېستلو ته زمینه برابره شي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، د خپلواکۍ اخیستلو ورځو څخه د دې لپاره نمانځنه کوي، چې ځوان نسلونه باید پوه شي چې نېکونو یې څه ډول وکولی شول د الله تعالی دغه ستر نعمت ترلاسه کړي.
ښاغلي مجاهد د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو په موخه له خلکو غوښتي، چې په خپلو کې یووالي او ورورولۍ ته لومړیتوب ورکړي او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو ډډه وکړي.
نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان ولس نه د چا فرمایش او نه هم فرمایشي حکومت مني.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د انګرېزي ښکېلاک څخه د ازادي ۱۰۵ کالیزې په پار جوړه شوې غونډه کې وویل، د ازادۍ تر اخيستلو وروسته لا هم د هېواد دښمنان د افغانستان د فکري او کلتوري یرغل لپاره هڅې کوي.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د افغانستان دښمنانو افغان ځوانان له خپل کلتور څخه په لرې ساتلو سره داسې روزلي، چې خپله ټولنه پرې تخریب او د افغانانو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهي.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
کابل ته د ازبکستان لومړي وزیر په مشرۍ د پلاوي سفر اهمیت په اړه لنډ بحث
مېلمه: د سیاسي چارو شنونکي شهاب لېوال
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/-WStZev8vcM
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، کمزوری اقتصاد، ضعیف دولت، د پوځ نشتون، بې اتفاقي او د ولسونو نه ملاتړ هغه څه دي چې کمزوري حکومتونه د غلامۍ دام ته ورغورځوي.
مولوي امیر خان متقي د افغانانو مبارزو او سرښندونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، افغان ولس د الله په نصرت ازادي ګټلې او ساتنه یې هم دیني روحیه غواړي ښاغلي متقي د هېواد ساتنې لپاره دیني روحیه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، نړۍ کې ډېر ځواکمن او قوي هېوادونه او پوځونه شته خو لا هم د غلامۍ ژوند تېروي.
په عین وخت کې بهرنیو چارو وزیر د خپلواکۍ ساتلو لپاره د ولس اعتماد، د غښتلي نظامي ځواک تر څنګ اقتصادي ځان بسیاینه هغه مهم فکتورونه یاد کړل چې د یو ولس خپلواکۍ ته پایښت ورکولی شي.
ښاغلي متقي وویل، افغانستان نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې او اقتصادي تعامل ته چمتو دی.
نوموړي په اوس وخت کې د سیاسي او ټولنیز پرمختګ پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید په خپلو کې یو موټي شوو.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
افغانان په یوه پيړۍ کې د درېیو امپراطوریو د نسکورولو ویاړ لري
د افغانستان اسلامي امارت له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې دا د افغان مجاهد ولس ستره کارنامه ګڼلې چې شاوخوا یوه پېړۍ کې یې د انګرېزانو تر څنګ روسانو او بیا د امریکا په مشرۍ ناټو او لویدیځ ته ماتې ورکړه.
د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د انګرېزانو پر ضد جهادي مبارزې سره نه یواځې دا چې افغانستان خپلواکۍ وګټله بلکې د سیمې او نړۍ یو شمېر نور محکوم ولسونه یې هم د انګزېزانو له دایمي محکومیت وژغورل.
د خپلواکۍ په مناسبت د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د افغان ولس ستاینه شوې چې د خپلو اسلافو په پيروۍ یې د وخت تر ټولو باغي زبرځواک امریکا او د هغوی نړېوال ملاتړي یې د شل کلن اشغال وروسته بلاخره په ډېره مېړانه او سرښندنه له افغانستان ویستلو ته اړ کړه.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
تبصره
ــــــــــــــــ
د آزادۍ ډېوه په کوم قیمت بلېږي؟
حریت راډيو ـ افغانستان
نړۍ کې څو ګوته په شمېر ملتونه دي، چې د خپلو هېوادونو د استقلاليت لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې. د دغو ملتونو په سر کې افغانان دي، چې د خپل ایمان، همت او زړورتیا په مرسته د استعماري ځواکونو پر وړاندې له کمو امکاناتو سره درېدلي.
دا یو داسې ملت دی، چې د تاریخ په هره شېبه کې یې د خپلواکۍ لپاره نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کړې. که د اسد ۲۴ مه ده او که ۲۸ تمه. دواړه د افغان ولس د سرښندنو په پایله کې د آزادۍ ګټلو ورځې دي.
پاتي تبصره زموږ په ټویټر اکاونټ ولولئ
https://x.com/HurriyatPa/status/1825059707997806881
د پکتیا پوهنتون له کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړۍ دوره زده کړېالان فارغ شول
دا زده کړیالان چې شمېر یې ۷۰ کسان وو د کمپیوټر ساینس له دوو څانګو یې د فراغت سندونه تر لاسه کړل. دوی هر یو دا تمه لري چې د خپل تحصیل اړوند برخو کې به ورته کاري فرصتونه برابر شي.
یوټیوب لېنک: https://youtu.be/AoV94Nd2aTM
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت وویل، امنیتي ځواکونه به چاته اجازه ور نه کړي چې د هېواد خپلواکۍ او ازادۍ ته ګواښ پېښ کړي.
ښاغلي حنفي تېر شل کلن اشغال ته په اشارې وویل، انګریزانو د څلورم ځل لپاره د ناټو په چوکاټ کې ماتې وخوړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په عین حال کې وویل، د هر هغه چا پر ضد به جدي مبارزه وشي چې د افغانستان د اشغال فکر په سر کې ولري.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له انګرېزانو د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، که د ازادۍ اخېستل مهم دي نو ساتل یې هم اړین دي.
ملا برادر اخوند چې اشاره یې د نني وخت جګړه ییزو وسایلو او امکاناتو ته په کتو وویل، د خپلواکۍ ساتل اړین دي او باید عصري ټکنالوژۍ ته پاملرنه وشي.
ښاغلي برادر په عین وخت کې وویل، افغانستان باید د نورې نړۍ په څېر له خپلو فرصتونو او امکاناتو استفاده وکړي، نوموړي د افغانستان اوسپنو ته په اشارې وویل، هېواد له اوسپنې ډک دی او باید لازمه استفاده ترې وشي.
د اوسپنې څخه د لازمې استفادې او د هېواد دفاع لپاره یې له کارونې د ښاغلي برادر موخه به د جنګي وسایلو لکه ټانګونه ، نور زغروال ګاډي او جنګي مهمات وي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، ازادي د افغانانو په سرونو کې ده او د نړۍ هیڅ ځواک نه شي کولی چې د افغانانو دغه جذبه ماته کړي.
#حریت_راډیو
ویب سایټ:https://hurriyat.net
