6 286
Subscribers
No data24 hours
-607 days
-27730 days
Posts Archive
6 286
صنعت او سوداګرۍ وزیر: هغه افغان پانګه وال چې له بهره راځي او افغانستان کې پانګونه کوي پنځه کاله له مالیې معاف دي
6 286
اشغالګر پوځ یو عکس خپور کړی او وایي چې ۴ اتلان یې په رفح کې نیولي دي.
اوس زموږ سره د اشغالګرو پرته بل معلومات نشته،
ځکه د اتلانو سره اړیکه شلېدلې ده. دا نه ده معلومه چې اتلان په رښتیا نیول شوي او که نه، او که نیول شوي وي هم، ښايي د زیات لټون او آن د زهري موادو او ګاز په کارولو سره نیول شوي وي.
په عکس کې ښکاري چې دا ځوانان ډېر ضعیف شوي دي، چې دا د اوږدې محا//صرې او سختو حالاتو نښه ده.
ځینې له دې اتلانو ش//هیدان شوي، ځینې اسیر دي، او یو شمېر نور یې لا هم وږي، محاصر او یوازې په خپل ایمان او وسلې ولاړ دي.
خو مظلوم امت یې یوازې په غم کې ژاړي .بس
6 286
سبا شنبه / ۱ / قوس / ۱۴۰۴
په جامعه رحمانيه عرفانيه اُمُّ المدارس
زابل كي د دستارِفضيلت په مناسبت لويه عظيم الشانه جلسه کيدونکي ده
په نوموړي جلسه کي د فاضلانو په شمول د حافظانو قاريانو او خلفاءوو حضراتو دستارفضيلت چي شمير 4۰۰ کسانو ته رسيږي پګړۍ ورپر سر کيږي،
6 286
نندارتون!
سږ کال په دوبۍ کې هوایي نندارتون جوړ شویدی چې لسګونه هیوادونو پکې خپلې جنګي ، څرخي ، بار وړونکې او مسافر وړونکې الوتکې نندارې ته وړاندې کړیدي .
متحده عرب اماراتو تر دې مهاله د میلیاردونو ډالرو الوتکې اخیستي دي .
6 286
معبد!
دا په مصر کې د هغه فرعون معبد دی چې د حضرت موسی علیه السلام په زمانه کې یې پاچاهي کوله .
د دې فرعون نوم دویم رامسیس وو او د دوی په کورنۍ کې تر ټولو توند او تېز فرعون وو .
اصلي انځور یې په کمېنټ کې دی .
6 286
رسول الله ﷺ فرمایي: که هغوی مې پیدا کړل د عادیانو په څېر به یې ووژنم! (لئن أدرَكْتُهُم لأقتلنَّهم قتلَ عادٍ). د قوم عاد د هلاکت او بربادي کیسه په ځانګړې توګه په دې سورتونو کې راغلې ده فصلت: 15، 16، الأعراف: 72 او الأحقاف: 25. {وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ}، {فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ}.
د ذوالخویصره په اړه ملا علي القاري رحمه الله لیکي: دی د منافقانو له ډلې و، د ده په اړه دا ایت نازل شوی دی، (وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ)، یعني ځینې منافقان د زکاتونو په اړه تا په بې انصافي تورنوي. مرقاة المفاتيح (9/ 3796).
د حدیث متن او تخریج
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: أنَّ عليًّا بعثَ إلى النَّبيِّ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ بذُهَيْبةٍ في تُربتِها فقسمَها النَّبيُّ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ بينَ أربعةِ نفرٍ ، بينَ : عُيَيْنةَ بنِ حصنِ بدرٍ الفَزاريِّ . وعلقمةَ بنِ عُلاثةَ الكلابيِّ والأقرَعِ بنِ حابسٍ التَّميميِّ ، وزيدِ الخيلِ الطَّائيِّ ، فغَضبت قُرَيْشٌ والأنصارُ ، وقالوا : يُعطي صَناديدَ أَهْلِ نجدٍ ويدَعُنا ؟ فقالَ رسولُ اللَّهِ - صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ - : إنَّما أعطيتُهُم أتألَّفُهُم ، فقامَ رجلٌ غائرُ العينينِ ، مَحلوقُ الرَّأسِ مُشرفُ الوَجنَتينِ ، ناتئُ الجَبينِ ،فقالَ : اتَّقِ اللَّهَ يا محمَّدُ ؟ فقالَ رسولُ اللَّهِ - صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ - فمَن يُطعِ اللَّهَ إن عصيتُهُ أَنا ؟ أيأمنُني علَى أَهْلِ الأرضِ ولا تَأمنوني؟ فاستأذنَ عمرُ في قَتلِهِ ، فأبى، ثمَّ قالَ رسولُ اللَّهِ - صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ - يخرجُ من ضِئضئِ هذا قومٌ يقرَأونَ القرآنَ لا يجاوزُ حَناجرَهُم ، يمرقونَ من الإسلامِ كما يمرُقُ السَّهمُ من الرَّميَّةِ ، يقتُلونَ أَهْلَ الإسلامِ ، ويدعونَ أَهْلَ الأوثانِ لئن أدرَكْتُهُم لأقتلنَّهم قتلَ عادٍ. أخرجه البخاري (7432)، ومسلم (1064)، وأبو داود (4764).
6 286
*د خوارجو د پلار "ذوالخویصرة" کیسه*
رسول الله ﷺ به چې خلک د الله تعالی لارې ته دعوت کول او اسلام ته به يې د خلکو زړونه نږدې کول؛ نو په دې لړ کې به کله دا ضرورت هم رامخته کيده چې ځينې قومي مشرانو ته مال او شتمني ورکړي. څو له اسلام سره د هغوی مينه پيدا شي، چې طبعاً دوی پسې به د هغوی قومونه هم اسلام ته ميلان پيدا کوي او اسلام ته به داخليږي، په داسې حال کې چې ځينو ته به يې مال او شتمني نه ورکوله، پر هغوی به يی باور و، ځکه د هغوی ايمانونه قوي و.
په دې لړ کې هغه حدیث راخلم چې بخاري او مسلم روایت کړی او هغه کې ابو سعید الخدري رضي الله عنه د ذوالخویصرة کیسه راخیستې ده، د حدیث ژباړه او تشریح یو ځای راخلم.
په دې حديث کې راغلي، ابو سعید الخدري رضي الله عنه وایي: (أنَّ عَلِيَّ بنَ أبي طالِبٍ رَضيَ اللهُ عنه بَعَث مِن اليَمَنِ إلى النَّبيِّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ بذُهَيبةٍ)، له ذهيبة نه مراد د سرو زرو ټوټه ده، چې علي رضي الله د يمن له خلکو په زکات کې اخيستې وه او هغه مدینې منورې ته رسول الله ته ورولیةله، نو هغه رسول الله ﷺ د عرب قبايلو په څلورو مشرانو باندې ووېشله، چې هغه د مجاشع قبېلې د بنو حنظله د پښې مشر اقرع بن حابس، عُيَيْنَةَ بن بدر الفزاري، د بنو نبهان قبېلې زيد الطائي او د بنو کلاب علقمة بن علاثة العامري وو. دوی نوي اسلام ته داخل شوي وو، نو رسول الله ﷺ غوښتل چې په دې مال او شتمني سره د هغوی زړونه مايل او پر اسلام ثابت پاتې شي، نو قومونه به يې هم د دوی پرلاره ګامونه ږدي.
حديث کې راځي (فغَضبت قُرَيْشٌ والأنصارُ)، يعني چې کله رسول الله ﷺ هغو مشرانو ته مال او پيسې ورکړې نو قريش، يعني مهاجرين او انصار غوسه شول، هغوی وويل چې رسول الله ﷺ د نجد خلکو ته مالونه ورکوي او موږ پرېږدي! ګواکې د نجد د خلکو په نسبت د مکې او مدينې خلکو (مهاجرينو او انصارو) ځانونه زيات مستحق ګڼل. کله چې رسول الله ﷺ خبر شو هغوی يې پوه کړل چې نجديانو ته مالونه ځکه ورکوي چې هغوی اسلام ته مايل او له خپلو قومونو سره پر اسلام ثابت پاتې شي.
حديث کې راغلي (فقامَ رجلٌ غائرُ العينينِ ، مَحلوقُ الرَّأسِ، مُشرفُ الوَجنَتينِ ، ناتئُ الجَبينِ)، يو سړی ولاړ سو، دا سړی د بنوتميم قبيلې نه و، چې "ذوالخويصرة" يې ورته وېلې او "حُرْقُوص بنُ زُهَيْرٍ" نومېدی، ژورې سترګې يې وې، سر يې خرېيلی و، غومبري يې راختلي وو او تندی يې هم راوتلی و.
حديث کې راغلي (فقالَ: اتَّقِ اللَّهَ يا محمَّدُ؟ فقالَ رسولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ فمَن يُطعِ اللَّهَ إن عصيتُهُ أَنا؟)، يعني هغه ژور سترګي سړي وويل: اې محمد ! الله نه ووېرېږه! ډېرو روایتونو کې راغلي چې هغه سړي ورته وویل: اعدل یا محمد! د دې سړي له دې خبري معلوميږي چې هغه په پوره پېمانه ناپوه و، ځکه يې په دې خبره رسول الله ﷺ غوسه شو او ويې فرمايل: که زه هم د الله د امر مخالقت وکړم، نو اطاعت به يې څوک کوي؟! يعني رسول الله ترټولو ښه مطيع او ښه متقي و.
د سړي په دې خبره رسول الله ﷺ وفرمايل: (أيأمنُني علَى أَهْلِ الأرضِ ولا تَأمنوني؟)، یعني الله تعالی زه امين ګرځولی يم او د ځمکې د خلکو لپاره يې خپل رسالت او پيغام راته سپارلی دی، چې هغوی ته يې ورسوم! او دا خلک پر ما نيوکه کوي او د مال په وېش کې مې امين نه ګڼي! نو د رسول الله په اړه دا ډول فکر بېخي د تعجب وړ خبره ده!!
حدیث کې راغلي (فاستأذنَ عمرُ في قَتلِهِ ، فأبى)، یعني عمر رضي الله عنه د هغه د وژلو اجازه وغوښتله، خو رسول الله ﷺ انکار وکړ، بل روایت کې اجازه غوښتونکی صحابي خالد بن الولید رضي الله عنه یاد شوی. روایتونو کې راغلي چې د دې سړي د قتل ممانعت رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وښود چې بیا به خلک وایي، محمد ﷺ خپل ملګري وژني.
حدیث کې راغلي (ثمَّ قالَ رسولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ علَيهِ وسلَّمَ يخرجُ من ضِئضئِ هذا قومٌ يقرَأونَ القرآنَ لا يجاوزُ حَناجرَهُم)، یعني کله چې هغه ژور سترګی سړی ولاړ، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: د دې سړي له نسله به داسې خلک راشي چې قران به وایي خو له ستوني به یې ښکته نه ځي! قران له ستوني نه ښکته کېدل دا مطلب چې دوی به یوازې په ژبه قران وایي، زړونو ته به یې نه لوېږي! یعني د قران په تلاوت کې به تدبر او فکر نه کوي، د دې خبري ارموخه دا ده چې د هغوی زړونو کې به ایمان راسخ نه وي او سم ځای به یې نه یي په کې نیولی.
د دې خلکو د علامو او نښو په اړه رسول الله ﷺ زیاتوي: (يمرقونَ من الإسلامِ كما يمرُقُ السَّهمُ من الرَّميَّةِ)، یعني د ذوالخویصرة نسل او اولادونه به له اسلام نه داسې په تېزي سره وځي لکه غشی چې له هدف نه وځي. شارحین لیکي له دې خلکو مراد خوارج دي، دوی به د وخت د واکمنو مخالفت او بغاوت کوي، له دې سره به د هغوی بله نښه دا وي چې مسلمانان به وژني او بت پرستان به پرېږدي! «يَقْتُلون أهلَ الإِسلام ويَترُكون أهلَ الأَوْثانِ!».
6 286
ایران کې یو افغان ځوان د قاچاقبرو د موټر په ډګۍ کې مړ شوی.
د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ ۱۹ کلن ځوان ظفربېګ د ایران په کرمان ښار کې د قاچاقبرو د موټر په ډګۍ کې د ساه بندېدو له امله مړ شوی.
د فاریاب پوهنتون استاد او د ظفربېګ مشر ورور خالمحمد شجاع پر خپله فسبوکپاڼه لیکلي، "چې قاچاقوړونکو لږ تر لږه څلور افغان کډوال، چې ورور یې هم په دې ډله کې و، د یو وړوکي چټک ګاډي په ډګۍ کې اچولي وو او څو ساعته یې موټر د کرمان ښار پر لور چلولی و."
د هغه په وینا، "ظفربېګ د هوا دپ کېدو، د اکسیجن کمښت او ګڼهګوڼې له امله د موټر په ډاله کې ساه ورکړې ده."
د کرمان روغتون مسولینو ویلي چې، قاچاقبرو د نوموړي مړی د سړک پرغاړه پرېیښی و او وروسته خلکو سیمهییز بیړني خدمات خبر کړي دي.
6 286
+3
#هلمند کي د ګازو يو شمېر شرکتونو او د تېلو پمپونو څخه څارنه وسوه چي پر مهال یې یو شمېر د ګازو شرکتونو او د تیلو پمپونو څخه د قیمت په موخه تعقیب او کنټرول ترسره سو چي په پايله کي دوه ۲ پمپونه د لوړ قیمت له امله وتړل سوه.
6 286
+1
دواړه ښاروالان ؤ/دی
یو غل ؤ د ورځې کابل او شپه یې دوبۍ کې وه بل شپه ورځ همدلته دی یو د ځان پر جوړولو لګیاؤ یانې خپل لباس او څهره یې له نړیوال معیار سره برابروله او بل لګیا دی د کابل پر جوړولو لګیا دی غواړي کابل له نړیوال معیار سره برابر کړي
بس توپیر همدا دی
نوټ : هغه غل ښاروال صرف هوا کش کې تکړه ؤ
6 286
خطا ڪار يم، بدڪردار يم، ګناهګار يم، ريا ڪار يم؛😥
خو ما هېر پر ڪوثر نڪړې اې د سختو ورځو ياره؛😥
نن شپه سبا ورځ د جمعی مبارکي ده پدغه شپه او ورځ درود ویل ډیر ثواب لری :
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا🌺
رًسّوَلٰ اٍللّهً ﷺ فٰرّمًاٰیٍي،:
جًمُعٰهٰ سّتاٰسٍېَ پِهُ ؤرَځو کٍېَ غُؤرَه ؤرَځٍ دُه، نًؤ پِدًئ وُرٰځّ پًرَ مٰاً زًیًاٰتّ دًرَوُدَ ؤآیًئ!
مُـحَـــمَّـدﷺ🌷ٌ
6 286
د منفي ذهنیتونو منفي تبلغاتو پروا نه لرو!
موږ د الله ج په وحدانیت، نصرت، پوره توکل یقین او ایمان لرو.
منفي افکار، شوم تبلیغات بې اساسه ګنګوسې، او خبرې زموږ د عزم، خدمت او پرمختګ مخه نه شي نیولای.
موږ د دین هیواد او خلکو لپاره کار کوو، نه د خلکو د خبرو لپاره!
په هر قدم کې به له توکل، هوډ او صداقت سره خپل مسیر ته دوام ورکوو،
دا د خدمت، وحدت پرمختګ او حق کاروان به نه درېږي.
کاروان به روان وي سپي به غپیږي
واقعیتونه به خبرې کوي نه شایعات!
نتیجه به ښکاره وي نه اوازې!
. . . . .
#ولي محمد ثنایي
6 286
🔴 له چينايي وسايلو پرته بل ځای کې مطمئن امن نشته
💥 د سامسونګ په موبايلونو کې نهلېریدونکی اسرایيلي جاسوسي پروګرام وموندل شو
سامسونګ دا مهال سختو نيوکو سره مخ دي، ځکه چې د AppCloud په نوم يو اپ، چې د اسرایيلو له لوري جوړ شوی، د Galaxy A او M لړۍ ارزانه وسايلو کې له مخکې نصب شوی وي.
تحقيقاتو څرګنده کړې چې دا اپ په بشپړ ډول د عملياتي سيستم (OS) برخه ګرځول شوی، او بشپړ حذف کېدل يې ناممکن دي.
حتي که دا اپ غيرفعال شي، بيا هم په موبايل کې پاتې کېږي، د اپډېټونو وروسته بېرته راښکاره کېږي، او د کاروونکي له اجازې پرته نور پټ پروګرامونه هم نصبولای شي.
6 286
⑬ مهم نصیحتونه :
1 - د قرض څخه ځان ساته ، ځکه قرض د ورځی ذلت دي او د شپی غم دی .
2 - سوال مکوه ، ځکه سوال د حیاء اوبه د مخ څخه ختموی .
3 - په شر باندی شر مه دفع کوئ ، بلکي په خیر باندی شر دفع کیږی .
4 - توبه مه وروسته کوه ، ځکه مرګ ناڅاپه راځی .
5 - د حسد نه ځان ساته ، ځکه حسد دین بربادوی ، نفس کمزوری کوی او خپګان راولی .
6 - د غصی اولنی حالت لیونتوب وي او آخيری حالت یی پښيمانتیا وی .
7 - د هر حکمت سر نرمی کول دی .
8 - د بد ملګری نه ځان وساته ، د بد ملګری مثال د توري دی شکل یی ښائسته وی او اثر یی بد وی .
9 - د الله تعالی سره شرک مه نیسه ، ځکه شرک ډیر لوی ظلم دی .
10 - خپل طعام په نیکانو خلکو وخوره ، او په ټولو کارونو کی د علماءو سره مشوره کوه .
11 - چپ کیناستل د بی فائدی خبرو نه غوره وی .
12 - که یو سړی درسره د غصی په حالت کی انصاف وکړه ، نو بیا ورسره دوستی وکړه .
13 - چا چې راز وساته نو اختیار به یی په خپل لاس کی وی .
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ !
6 286
#نادیره_مراسم
د غزې ماشومانو د خرو د درناوي لپاره
مراسم ترسره کړل ځکه چې دوی د غلامو عربانو په پرتله
د غزې
د خلکو سره ډیر ولاړ وو..
کوم چې د حقیقت څخه یې انکار نشي کیدلۍ.
6 286
#دا معصوم وړوکی په داسي حال کې روغتون ته راوړل شو،
چې د خوراک مړۍ یې هم په لاس کې وه،
دا درانه ظلمونه او دا بیوسه ملت، 😭
ستر څښتنه ته ښه پوهیږي! 🤲
