فکري پوهنځی
د اسلامي امت د مجد او عظمت د اعادې په تکل جوړ شوي هغه فکر دي چې اسلامي امت له خپل تېر تاریخ خبروی او د غربی افکارو مخنیوی کوي، خصوصا خپل ملت د اختلاف له مفتن ګردابه یوې سالمې لارې ته راباسی او په مستقیمه لار یې په یو واحد صف کې د حاکمیت لپاره راټولوي.
Show more2 911
Subscribers
+424 hours
+297 days
+9230 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
Photo unavailableShow in Telegram
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
لاندي چينلونو ته داخل سئ او مختلف معلومات لاس ته راوړئ!
په ليست کي د ګډون لپاره دلته مسيج وکړئ 👇🏻
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
@Khadim_brother . خادم ورور
@Khadim_brother . خادم ورور
☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
عبرتناڪه کیسی او حدیثونه
تازه زړه پوری خبرونه
جالب معلومات
فکری پوهنه
شعرونه او داستانونه
د خادم ورور سره ( رابــــطه ) کول
Photo unavailableShow in Telegram
څه انسانان ژاړي، څه خاندي او څه نور غلي او خاموش وي خو د دوی ترمنځ يوه ډيره وړوکي ډله بيا داسې وي چې هغه دا پورته درې واړه ډلې څاري تر څو پوه شي چې خندويونکی ولې خاندي ژړيونکی ولې ژاړي او سکوت کونکی ولې غلی دی .
او همدا هغه خلک دي چې د ټولنې په نبض پوهيږي، مثبت او منفی نقاط پيژني .
په مسايلو بحث کوي او د حل لارې يې لټوي .
خو دا خلک زياتره يا ګمنام وي يا په ټولنه کې بدنام
Photo unavailableShow in Telegram
بهلول او هارون الرشید
د وخت خلیفه هارون الرشید یوه اندازه پیسی بهلول ته ورکړی، چې د بغداد د ښار غریبو او مستحیقو خلکو باندی یې وویشی، بهلول پیسی واخیستی او د فکر کولو وروسته یې بیرته خلیفه ته ورکړی، هارون الرشید ددې عمل د علت پوښتنه وکړه؟
بهلول په جواب کې وویل هر څومره مې چې فکر وکړ، ستا څخه مې محتاجه او فقیر بل څوک پیدا نه کړ، هماغه و چې پیسی مې بیرته تاته درکړی، ځکه چې زه هره ورځ ستا مامورین او ګرځیدونکې په دوکانونو کې ګورم لرګي او قمچینی په لاس کې د دوکاندارانو نه باج اخلی او ستا خزانې ته دغه پیسی راځي.
Photo unavailableShow in Telegram
د غرب یوه مشهوره څېره او په نړۍ کې د جهادي فعالیتونو د څارنې د ادارې (Jihad watch) مشر ) (روبرټ سپنسر) د اسلام د بدلولو په اړه وایي:
(نوی اسلام باید پدې معنی وي چې نور دې د قرآن ټکي په ټکي منل پریښودل شي).
یعنې هغه خلک چې د اسلام د نوي تعبیر لپاره کار کوي هغوئ باید داسې یو اسلام ایجاد کړي چې خلک ورکې د ټول قرآن په منلو مکلف نه وي.
کتاب: د یرغل پر وړاندې
مخ: 110
Photo unavailableShow in Telegram
د اسلام د بدلولو په اړه د رنډکارپوریشن د اداري مجلس مشراو د امریکا پخوانی د دفاع متعصب وزیر (ډونالډ رامسفیلډ) هم داسې وایي :
((مونږ غواړو چې د منځني ختیځ د هېوادونو اسلام باید داسې شي لکه د شرقي اروپا دخلکو اسلام )).
له شرقي اروپا څخه د (ډونالډرامسفیلډ) مقصد (بوسنیا)، (البانیا)، (کوسووا) او (مقدونیا) دي، هلته چې مسلمانانو ته یې یوازې د اسلام نوم ورپاتې دی، خو نور ژوند يې په مکمل ډول اروپایې او (سیکولر) یا (الحادي) شکل غوره کړی دی.
مونږ ولې د کفارو تر تأثیر لاندې راغلي یو؟
احمد
که مونږ خپل تېر شوي اسلامي تاریخ ته وګورو، د معتصم بالله تندریز غږ ته غوږ شو، د محمد بن قاسم عمري توره د نظر تر جال لاندې راولو او د سلطان محمود غزنوي باتورانه فتوحات را یاد کړو، معلومه به کړو چې کفار یوازې په ځمکه د اوبو د ځګ او د ځمکې په سر هيڅ حیثیت نه لري، دوی هغه خلک دي چې د عمر او خالد د نومونو په یادولو سره به یې خپل ماشومان ویده کول او د دوی په نومونو به یې ډارول، یهودیان خو هغه خلک وو چې د پوره لښکر لپاره یې یو سر ښیندونکی مسلمان کافي وو؛ خو ولې نن همدغه سورمخي چټل په مونږ برلاسي شوي دي؟
د دې عمده لامل دا دی چې مسلمانان په خپلو کې سره بې اتفاقه شول، د یو و بل پښو وهلو ته په کمین کې شول او ځینو خو یې د کافرانو مرسته هم شروع کړه، کوم مخلص مؤمنان چې ژوند کوي هغوی له ویرې خپل ځان هم نه شي څرګندولای او له خپلو مسلمانانو یې هم ترس کیږي، ځکه کافرانو خپل ملګري هم د مسلمه امت په منځ کې ځای پر ځای کړي او ځینو ته یې د داعش، ځینو ته د حزب التحریر او داسې نور نومونه ورکړي دي.
کفري نړۍ غواړي تر څو د دې خلکو په مټ اسلام کمزوری او بالآخره هغه هدف ته ورسیږي چې دوی یې له ځانو سره لري: د مسلمانانو سپینږیري او ځوانان ختم کړي، ښځې یې مینځې کړي او ماشومان یې خادمان کړي او د خپل دین تر سیوري لاندې یې را لوی کړي چې بالآخره د اسلام نوم هم څوک وانه خلي.
خو دوی هیڅ کله په دې خبره فکر نه دی کړی چې اسلام هغه دین دی چې تر قیامته یې رب تعالی د پاتې کیدلو وعده کړې ده، که چیرته مؤمنان ختم شي نو کافران څه فکر کوي چې مونږ به نور په آرامه ژوند وکړو؟ نه هیڅ کله نه، بلکې په دوی به الله تعالی خامخا قیامت قائموي او ختمیږي به.
دوی خپل اوسني ذلت ته هم فکر نه کوي، د دنیا لوی قوتونه له دوی سره دي مګر بیا یې هم د اسلام شازلمي سرونه له تنو جدا کوي او هر ډګر یې ور ته د دوزخ کنده ګرځولې او ان شاء الله ډېر ژر به له ذلت سره مخ کیږي.
❤ 5👍 2
د اسـ/لا-مي امت د عزمت، یووالي او عروج له منځه تللو تر ټولو لوی لامل نشنلیزم (قوم پرستي) ده:
قال الله تعالی :(وَجَعَلناکم شعوباً و قَبَائِلَ لِتَعَارَفُو اِنَّ اَکرَمَکُم عِندَالله اَتقَاکُم "الایه)
ژباړه:او وگرځولی موږ تاسې ډلې او قبیلې چې و پیژنئ تاسې یو او بل ،په تحقیق سره دالله تعالی په نِزد تر تولو غوره ستاسو څخه تقوا داره د تاسو دی.
وایظاً قال الله (انما المومنین اخوة فااصلحو بین اخویکم...الایه)
ژباړه : په تحقیق سره مؤمنان سره وروڼه دي پس صلحه وکړئ په منځ دورونو کې.
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لیس منامن داع الی عصبیه ولیس منا من قاتل علی عصبیه ولیس منامن مات علی عصبیه
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي زموږ د ډلې څخه ندی هغه څوک ،څوک چی قوم پرستۍ ته دعوت اوبلنه کوي، له موږ څخه ندی هغه څوک چې دقوم پرستۍ لپاره جنگ کوي، له موږ څخه ندی هغه څوک چې دعصبیت (قوم پرستۍ) په لار کي مړ شي.
عصبیت که تر هر نامه او عنوان لاندې وي په اسـ/لام کې ناروا او حرام ګرځول شوی دی هغه که د ژبې، قوم، نژاد، سمت،هېواد او یا بل څه په بنسټ وي،
دمسـ/ـلمـ/ـانانو ترمنځ دورورولۍ معیاراوبنسټ اسـ/لام او دبهتر والي معیار او بنسټ تقوا ده، نه قوم ، ژبه او....
هر هغه څو ک چې دا اصل نه مراعتوي نو په رښتیا سره دغه کس اسـ/لام نه مني او په بله (ګمراهۍ)لاره روان دی ، او داسـ/لا-مي امت سره ستره جفا ده.
او دقرآن عظیم' الشان دا امر( وَعتَصِمُو بِحَبلِ الله جمیعاً ولا تفرقو. الایه) څرګند مخالفت کوي .
عصبیت هغه ناوړه پدیده، چې اسـ/لام مسـ/ـلمـ/ـانان په هر ځای اوهر وخت کې ترې منعه کړی، اودغه ډول کړنې ته الله تعالی اورسول الله حرام ویلي.
که داسـ/لا-مي امت ځلانده تاریخ ته ځیر شو هغه یووازینی لامل چې اسـ/لا-مي امت یې له امله ټوټې ټوټې او په فرقو اوډلو وویشل شو، هغه رعب هیبت یې چې دغیرمسلمو (یـهـgدو نصاراوو، مشرکینو) په زړونو کې پروت وو ترې ووت (عصبیت)وو
داسـ/لا-مي تاریخ په اوږدو کې یـهـgدو اونصاراوو تل کوشش کولو چې داسـ/لا-مي امت وحدت له منځه یوسې او په کوچنیو فرقو او ډلو یې وویشي، او داکار یې وکړلو هم چې بېلګه یې په تېر تاریخ کې اندلس(هسپانيه، پرتګال وغیره ملکونه) یادولی شو،
هغه هېواد چې داسـ/لام دغــ/ازيانو په وینو پکې داسـ/لام بڼ خړوب او را زرغون شو، او نهه سوه(۹۰۰) کلونو په شاوخوا پکې اسـ/لا-مي نظام حاکمیت کولو او دا نوراني ډیوه پکې بله وه ،
خو
د وخت خائنو او غدارو واکمنو دواک او قدرت مئینانو چې کله عیسویانو ته سر ټيت کړ، او داندلس ستره اسـ/لا-مي امپراطوری يې په څو محلي حکومتونو وویشله او دعیسویانو په لاس راوړی دعصبیت تخم یې داندلس په پاکه خاوره وشیندلو، اسـ/لا-مي امت کې يې د قوم پرستۍ ناولې اوپلیته جذبه را پیدا کړله او په ډلو ډلو یې ووېشل، په پایله کې هغه اندلس چې داسـ/لا-مي تمدن مرکز وو په ډیره آسانۍ تر خپل تسلط لاندې راووست او په مقابل کې یې هېڅ مقاومت ونشو.
همدارنګه په اوسني وخت کې کله چي صلیبیانو صلیبي جګړې شروع کړې. کمونستانو دکمونیزم لپاره کارشروع کړ
نو داسـ/لام خاوره یې په بېلا بېلو دولتونو وویشله،
داسلا مي عقیدې دوروڼو تر منځ يې سرحدونه او پولې جوړې کړې، داسې چې اوس یو مسـ/ـلمـ/ـان بل اسـ/لا-مي هېواد دیوې ' عقیدې ورور ته چې قرآن ورته وروڼه وایې بغیر دویزې اوفاسفورټ نشي ورتللی.
او خپلو منځونو کې یې په جګړو او اختلافاتو سره اخته کړل .
اوبرعکس داسلا مي امت په خلا ف يې اتحادیې جوړې کړې لکه: اروپایې اتحادیه، نــ/اټـو سازمان او نور...چې اوس په ډیره آسانۍ سره کولی شي چیرته یې چې خوښه شي اسـ/لا-مي حکومت تر خپل واک لاندې راولي اوهلته خپل ګــ/وډ-اګي اومزدور نظام حاکم کړي چې بېلګې ته يې هېڅ ضرورت نه محسو سیږي
کفارو پر دې هم اکتفا ونکړه بلکې په هر اسـ/لا-مي هېواد کې یې مسـ/ـلمـ/ـانان د ژبې، قوم، سمت او نورو په بنسټ سره ووېشل چې ښه بېلګه یې زموږ ګران هېواد افغانستان دی، پښتون په فارسې ژبي ځان لوړ ګڼي او بر عکس فارسي ژبی په پښتون، همداسې: مشرقي وال په لوديځ او همداسې برعکس، اوځان ځان ته دشمالي ټلوالې او پښتون غورځنګ په نومونو ډلې او فرقې لري.
داسې څوک به نن پیدا نکړې چې ووایي زما ژبه اسـ/لام دی
زما قوم اسـ/لام دی او زما هېواد داسـ/لام خاوره ده ،
که وي هم ډیر کم هغه چې دغرب او شرق په دسیسو باخبره وي
په پای کې وایم هغه کس به په نن عصر اوهره زمانه کې چې هغه دقوم پرستۍ لپاره کار کوي ډیر خائين او داسـ/لا-مي امت سره ستر جفاکار وي.
❤ 3👍 1
له هغه ټولو داسـ/لا-مي عقیدې وروڼو څخه هیله کوم چې خپله انرژي دعصبیت په ځای هغه که په هربنسټ (هېواد، ژبې.نژاد، قوم او سمت) په بنا وي ، داسـ/لا-مي امت په وحدت او یووالي مصرف کړي او دا یوه خپله اسـ/لا-مي وجیبه وګڼي او دکفارو ددسیسو پر وړاندې بیدار او ځيرک وه اوسي اودهغه ښکار نشي.
❤ 3
Choose a Different Plan
Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.