1 050
Subscribers
No data24 hours
-87 days
-3130 days
Posts Archive
1 050
کیسه په پښتو:
یوه ورځ یو بزګر په خپل کلي کې د غنمو کر کیده. هغه ډېر ستړی و، خو په زړه کې یې خوشحالي وه، ځکه پوهېده چې که په مینه کار وکړي، ښه حاصل به تر لاسه کړي. د بزګر زوی ورته راغی او وې ویل: "پلاره! ولې دومره ډېر کار کوې؟"
بزګر وخندل او ویې ویل: "زویه! میوه د زحمت نه پرته نه راځي. که اوس کار وکړو، سبا به مو ژوند ښه وي."
کیسه په دري:
روزی دهقان در ده خود گندم میکاشت. او بسیار خسته بود، اما در دلش خوشحال بود، چون میدانست که اگر با علاقه کار کند، حاصل خوب خواهد گرفت. پسر دهقان نزدش آمد و گفت: «پدر! چرا اینقدر زیاد کار میکنی؟»
دهقان لبخند زد و گفت: «پسرم! میوه بدون زحمت بهدست نمیآید. اگر امروز کار کنیم، فردا زندگی ما بهتر خواهد شد.»
1 050
📅 د ژبې زده کړې ۷ ورځنی پلان
ورځ ۱ – اورېدنه + لغتونه
🎧 د ۵–۱۰ دقیقو یو ساده ویډیو یا آډیو اورېدل.
📝 ۵ نوي لغتونه ولیکه، معنی یې زده کړه، او د هر لغت سره یوه جمله جوړه کړه.
ورځ ۲ – خبرې کول
🗣 د خپل ځان پېژندنه په هدف ژبه کې تمرین کړه (نوم، عمر، کار/زده کړه).
📱 که څوک شته، ورسره لږ تر لږه ۵ دقیقې په ژبه کې خبرې وکړه.
ورځ ۳ – لوستل
📖 یو لنډه کیسه یا خبر ولوله (۵–۱۰ جملې).
✍️ ۳ جملې د متن څخه ولیکه او هڅه وکړه معنی یې په خپله ووایې.
ورځ ۴ – لیکل
📝 د خپل ورځني ژوند په اړه ۵ جملې ولیکه.
📌 نوي لغتونه وکاروه چې تېرو ورځو کې دې زده کړي.
ورځ ۵ – ګډ تمرین
🎧 یو لنډ آډیو واوره،
✍️ هغه څه چې دې واورېدل په ۳ جملو کې ولیکه.
ورځ ۶ – خبرې + لوستل
📖 یو ساده متن ولوله،
🗣 بیا هغه په خپل ځان باندې په لوړ غږ بیان کړه.
ورځ ۷ – تکرار او ازموینه
🔄 ټول لغتونه او جملې چې دې زده کړي بیا مرور کړه.
📝 د ازموینې په ډول: ځان ته ۵ جملې ولیکه او بیا یې په لوړ غږ وو
1 050
زه څنګه کولای شم پښتو زده کړم
پښتو ښه زده کول درې مهمې برخې لري: اورېدل، لوستل، او ليکل/خبرو کول. زه به يې په ساده ډول درته تشريح کړم، څو ته ګام په ګام لاړ شې.
۱. اورېدنه (Listening)
هره ورځ لږ تر لږه ۱۰-۱۵ دقیقې پښتو راډیو، ټلویزیون، یا پښتو سندرې واوره.
هڅه وکړه چې د جملو معنی په پوهېدو تمرکز وکړې، نه یوازې پر کلمو.
۲. لوستل (Reading)
له ساده متنونو شروع کړه، لکه لنډې کیسې، ماشومانې کیسې، یا د ورځني خبرو جملې.
نوي لغاتونه په یوه کتابچه کې ولیکه.
۳. ليکل او خبرې کول (Writing & Speaking)
هره ورځ لږ تر لږه ۵ جملې په پښتو ولیکه (د خپل ورځني ژوند په اړه).
له کورنۍ یا ملګرو سره په پښتو خبرې تمرین کړه، حتی که لږه هم وي.
۴. منظم پلان جوړول
هره ورځ ۱۵-۳۰ دقیقې ځانګړې وخت وټاکه.
که پلان لرې، پرمختګ به زر ووینې.
۵. وسایل او سرچینې
کتابونه: "د پښتو الف بې" او "پښتو زده کړه په آسانه" کتابونه. پښتو چټکه زده کړه
انلاین سرچینې: د پښتو زده کړې ویډیوګانې په یوټیوب کې.
1 050
د يو بوډا کيسه = قصه يک پيرمرد
یو بوډا د دمشق په غرونو کې خس ټولول او
خرڅول به یې، تر څو د خپلې کورنۍ اړتیا پرې پوره کړې.
یوه ورځ سلیمان (ع) بوډا د خسو ټولولو حالت کې وليد،
زړه یې پرې ودرديد،
تصمیم يې ونیوه چې د بوډا د ژوند حالت تغیر کړي.
تخت يې د غره لمنې ته راکوز کړ،
بوډا ته یې يو قیمتي غمی ورکړ،
چې وئيپلوري او خپله زنده ګي پرې جوړه کړي،
بوډا ترې مننه وکړه او مخ په کور روان شو،
کور کې یې غمی خپلې ميرمنې ته وروښود،
ميرمنه يې ډيره خوشحاله شوه،
غمی یې د مالګې منګوټي ته ورواچاوه،
ساعت وروسته يې چورلټ له یاده ووتو،
چې غمی يې څه کړ،
د ګاونډي ښځې ته مالګه په کار وه،
راغله د مالګې منګوټی يې ویوړ،
او په غمي يې ځان غلی کړ.
بوډا ډير خفه شو،
په ښځه يې منت وکړ،
چې غمی ولې ورک شو،
د بوډا ښځه په سرو سترګو ناسته وه،
چې په ما څه وشوه، ولې مې غمی له یاده ووتو.
څو ورځې وروسته، بوډا غره ته لاړ او په غره کې بيا د سلیمان (ع) سره مخ شو.
د غمي د ورکيدو کیسه يې ورته وکړه.
سلیمان (ع) بل غمی ورکړ ورته يې وويل احتیاط کوه بابا جانه در نه ورک نشي.
بوډا ترې مننه وکړه، خوشحاله مخ په کور روان شو،
په لاره کې يې غمی له جيبه راوویست په یوه ډبره يې کېښود،
خپله ترې څو قدمه لرې کيناست،
او د غمي په ننداره بوخت شو،
په همدې وخت کې یو مرغه راغی غمی یې په خپله مښوکه کې وتښتاوه،
بوډا ډيرې منډې او چغې ووهلې خو ګټه يې ونه کړه.
څو ورځې بوډا له کوره ونه وتو ،
ميرمنې يې وویل،
د خوراک څه نشته،
ترڅو به کور کې ناست يې،
بوډا زړه نازړه بيا غره ته لاړ،
خس يې راټولول چې د سلیمان (ع) غږ يې واوريد،
ودريده ملا يې نيغه کړه،
ګوري چې سلیمان (ع) ولاړ دی او حیران حیران دته ګوري،
بوډا بیا خپله کیسه سلیمان (ع) ته وکړه،
چې غمی رانه مرغه وتښتاوه.
سلیمان (ع) وویل پوهيږم بابا جانه چې ته ماته دروغ نه وايې،
نیسه دا بل غمی واخله،
ګوره چې دا له هغه دواړو غمیو قیمتي دی،
ورک يې نه کړې،
ضرور به يې خرڅوې او خپل ژوند به پرې راجوړوې،
بوډا، سلیمان (ع) سره ژمنه وکړه،
چې دا غمی به په ښه قیمت خرڅوم،
د خسو پنډ يې راوخيست او مخ په کور روان شو،
د بوډا کور د سیند پر غاړه وو،
کله چې سیند ته ورسيد،
غمی يې له جيبه رابهر کړ،
چې راځه یو وار يې د سیند په اوبو پريمینځم،
غمی د پريمینځلو به وخت کې د بوډا د لاس نه اوبو کې ولويد، بوډا ډيرې غوټې پسې ووهلې،
خو څه په لاس ورنغله،
ډير خواشينى کور ته لاړ،
څو ورځې په کور کيناست.
او د سلیمان (ع) له ډاره غره ته نه تلو،
ميرمنې یې ډاډ ورکړ چې مه ډاريږه،
د غمیو والا چې هر څوک دی،
ته پرې ګران يې،
که دې بيا وليد ټوله کیسه ورته وکړه،
زه مطمينه يم چې څه درته نه وايي.
بوډا په ډار ډار غره ته لاړ،
خس يې راټول کړه په شا يې راواړول،
غوښتل يې د کلي په لور حرکت وکړي چې د سلیمان (ع) تخت يې ولید،
بوډا د خسو ګيډی په زمکه واچاوه په منډه منډه وتښتيد.
سلیمان (ع) غوښتل مخه يې ونیسي،
چې د الله ج استازي جبرئیل امین پرې غږ وکړ،
ای سلیمانه الله (ج) وايي ته څوک يې چې زما د بنده حال تغیراوې زه دې له یاده ویستلی یم.
سلیمان (ع) ډير ژر په سجده پريوته د خپلې تيروتنې بښنه يې وغوښته.
الله (ج) د جبرئیل امین په واسطه سلیمان (ع) ته وویل چې تا خو زما د بنده حال تغير نه شو کړاى،
ته اوس ورته وګوره چې زه يې څنګه تغیروم.
بوډا په بيړه د کلې خوا روان وه،
چې څو تنو کب نیوونکو سره مخ شو،
کب نیوونکو بوډا ته وویل:
بابا نن موږ ډير کبان نیولي راشه څو کبان درکړو،
بوډا د کب نیوونکو څخه کبان واخيستل،
ډيرې د خیر دعاوې يې ورته وکړې،
او مخ په کور لاړ،
د بوډا ښځې د کبانو ګيډې څيرې کړې،
د یو کب په ګيډه کې یې یو ښکلی ځليدونکی غمی پیدا کړ،
په بوډا يې د غمي زیری وکړ،
بوډا خوشحاله شو،
ښځې ته يې وویل کبانو ته مالګه ورکړه،
زه به ځنګل ته د خسو پسې لاړ شم،
د بوډا ښځې چې کله د مالګې نوم واوريده،،
ړومبنى غمی ور په یاد شو،
چې د مالګې منګوټي کې يې اچولی وه،
ژر د ګاونډي کورته ورغله،
د ګاونډي ښځې چې کله د بوډا ښځه ولیدله،
په عذر و زاریو يې پیل وکړ،
چې خیر دی ترور غمی دې واخله خو ميړه ته مې څه مه وایه،
چې له کوره مې شړي،
د بوډا ښځې غمی واخيسته،
د ګاونډي ښځه يې وبښله.
بوډا ځنګل کې یوې ونې ته وخوت،
څو وچ لرګي يې ترې رامات کړه،
چې د مرغه په ځاله يې سترګې ولږيدې،
ګوري چې ځاله کې غمی پروت دی،
غمی یې راواخیست کور ته راغی،
ښځې یې کبان پاخه کړه، ښه پريمانه يې وخوړل،
په سبا يې بوډا درې واړه غمي په لوړ قیمت خرڅ کړه،
خپله زنده ګي يې پرې جوړه کړه، سلیمان (ع) دا هر څه ولیدل او پر دې یې یقین راغی چې د بنده حال بنده نشي تغیرولی. ترڅو چې الله (ج) ورته تغير نه ورکړې۔
1 050
کتاب مې را کړه کتابونه مو واخلئ کتاب دې راکړه ورځ مو پخیر کتاب يې څه شو کتابونه یې تر میز لاندې دي
1 050
قابل توجه همه شما عزیزان:
شما می توانید از کانال خود آموز ( د پښتو چټکه زده کړه)، از گروه چت پشتو و از صفحه رسمی فیسبوک ما دیدن نمایید و مشکلات خویش را مرفوع سازید و هم چنان می توانید در صورت رضایت، لینک کانال ها و صفحه فیسبوک ما را به دیگر دوستان تان نیز معرفی نمایید.
○لینک کانال د پښتو چټکه زده کړه:
@pashtuchetakazdakra
○لینک گروه چت پشتو:
@Pashto_group
○صفحه رسمی فیسبوک: Miraqaeshaqzay
صنوف پشتو با استاد میرآقا اسحاقزی استاد پوهنتون ، ماستر زبان و ادبیات پشتو و موسس آموزش سریع زبان پشتو درسطح افغانستان
صنوف انلاین
صنوف خصوصی
صنوف حضوری
کتاب های پشتو مکتب
کتاب های پوهنتون
ترجمه
منوگراف
ثبت نام جریان دارد
برای ارتباط با ما تلگرام و واتساپ ۰۷۹۷۲۵۰۴۲۵
