cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

فکري مبارزه

غرب د اسلامي امت په خلاف ۷۵% سلنه رسنيزه اعلامي/فکري جګړه پیل کړې ده، نو دغه جګړه بې ارزښته اوبابیزه ګڼل د ماتې ستر لامل دی نو قلموالو ملګرو فکري یرغل ته مو ځانګړی پام واړوئ اوله موږ سره هم ګـډونوال شـی ♥زموژ شخصی شمیره♥ @Oziarashna زموژ چینل درسره خوش کي

Show more
The country is not specifiedThe language is not specifiedThe category is not specified
Advertising posts
1 366
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

Show all...
دیویتیم غمجنه اوزړه دردونکی واقعه||غږ عبدالحمید مستقیم||2022

هم دازموژ دچینلانو یو شایسته رنګین لیسټ دی چی ټوله چینلان یی ماشاالله فعاله دی نوتاسویی په نشرولوکی مرسته وکی راسره ☘زموږ دیوټوب چینل هم درسره سبسکرائب کړی ☘ https://youtube.com/c/OziarProduction ☘️رشتنی لار دینی معلومات☘️ @ https://t.me/azmon45 ☘️دسنګر درسونه☘️ @ https://t.me/Sangar_dars ☘️ماتې هیلې☘️ @ https://t.me/SAFGAHAG ☘️بی بی سی پښتو☘️ @ https://t.me/ASASADfD ☘️طالب میډیا☘️ @ https://t.me/talebmedia ☘️سنګر میډیا☘️ @ https://t.me/AAGTRK ☘️دمینی لاروی☘️ @ https://t.me/sssssssssscc ☘️دنړی هراړخیزمعلومات☘️ @ https://t.me/sjzjzjzjzkzk ☘️دینی عبرت ناکه کیسی☘️ @ https://t.me/edranaacoqisi ☘️اسلامی فکر☘️ @ https://t.me/lslamifikar ☘️جالب معلوماتی ټولګه☘️ @ https://t.me/ ☘️سالم فکر وکړی☘️ https://t.me/Fakri_sangar 🍂رشتنی لار فسبوک فیج🍂 @ https://www.facebook.com/1667746723316716/posts/3112120608879313/ 🍂اسلامی فکر دفسبوک ګروف🍂 @ https://www.facebook.com/groups/758312611768900/?ref=share 🍂په فسبوک کی هم راسره ملګری سي🍂 @ https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=104501595287336&id=100071824868475 🍂ټویټر کی هم راسره ملګري سی🍂 @ https://twitter.com/azizullahuzair?s=09 ☘زموږ دیوټوب چینل هم درسره سبسکرائب کړی ☘ https://youtu.be/JHGLXrFICbo
Show all...
رشتنی لار

ده چینل مینه والو په دا ګروف کی به تاسو ته ده شکولی معلومات دینی مسایل او ده پنده ډک حکایات او په زړه پوری نبوی احادیث درتاسو به دره سه وه تاسو زه موژ سره پاته سی ډیر سه به ازده کی او ډیر سه به عملی کی ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @Oziarashna

شخصیتونه مولوي عبدالهادي مجاهد؛ د فکري سنګر یوازینی اتل رهبر: *لیکواله:* *خدیجه وردګ* هغه څوک چې د افغانستان د جهاد په بېلابېلو پړاوونو کې د تورې او قلم په واسطه وجنګېد، د فکري یرغل په وړاندې یې د خپلې جهادي، قلمي او ژبنۍ مبارزې په واسطه زمونږ ځوان نسل د معاصر کفر په کندو کې له لوېدو څخه وژغوره. کله چې کمونېزم او غربي ډموکراسۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې زور واخیست او غوښتل یې چې زمونږ نسلونه په خپله غېږه کې د خپل زهرجن فکر په اساس رالوی کړي، هغه له ناپېژانده منبرونو څخه د دوی په وړاندې خپل غږ اوچت کړ او الله تعالی یې آواز د داسې کسانو تر غوږونو ورساوه چې حتی د هغه په خوب او خیال کې به هم نه وو. غرب که غوښتل د ارتداد په جامه کې د پټ نړیوالتوب او نوي تمدن په پلمه زموږ ولس د ولاء او براء له عقیدې خالي کړي خو الله تعالی په خپل فضل او مهربانۍ سره د دوی په وړاندې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه له نسل څخه داسې ویاړمن سپاهي را پیدا کړ چې زمونږ په دین مین ولس یې د ارتداد له فتنې وژغوره او د ایماني نور ډېوې یې په لاسونو کې ورکړې. د جهاد او مجاهد مفاهیم یې له جګړې او جګړه مارۍ بېل کړل، مسلمان ته یې د هغه دوست او دښمن د لونګۍ او درېشۍ په شکل نه بلکې د اسلامي عقیدې په اساس وروپېژندل، د دین او سیاست شلېدلې اړیکه یې سره پیوند کړه، له ځوانانو یې د فکري او عسکري مورچلونو داسې سپاهیان جوړ کړل چې د تورې او قلم پر مټ به د ننيو او راتلونکو نسلونو رهبري کوي. افغانان یې د یهودو او نصاراوو له هغو دښمنیو خبر کړل چې هېڅکله به ختمې نه شي، هغه د څو غږیزو فیتو په ډکولو سره په دې ولس داسې لورېینه وکړه چې اکثره خلک یې د خپلو ژوندونو نومیالی استاد او رهبر بولي. د مجاهد صیب د څو ساعتونو غږیزې فیتې له اورېدونکي څخه د علم زانګو جوړوي او د هغه یو ساعت درس د ۱۲ او ۱۶ کلونو له هغه تحصیل سره نه برابرېږي چې نني محصلین یې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کوي او دا تجربه هغه چا ته حاصلیږي چې د مجاهد صیب فکري شاګرد پاتې شوی وي او د هغه په پل روان وي. دغه اتل رهبر مټې راونغښتې تر څو زمونږ له ټولنې څخه د استعمار، تنصیر، ګلوبلایزېشن، هیومنېزم، کپیټلېزم، وضعي قوانینو، ډموکراسۍ، نشنلېزم، نړیوالې ټولنې او نړیوالو قوانینو زهرجن بوټي له بېخه وباسي مګر دا بوټي که هر څومره له منځه لاړ شي، بیا هم د بیا بیا کرلو په حال کې دي او هغه وخت به دغه معاصرې کفري تګلارې خنثی کېږي چې زمونږ ځوان نسل د دغه رهبر په پلونو لاړ شي او د هغه لاره تعقیب کړي. مجاهد حفظه الله په هېواد کې د مسجد او محراب د هېرې شوې رهبرۍ یاد راژوندی کړ، د سیکولر اسلام د خپراوي مخه یې ونیوه، د ازهر هغه بې دینه څېرې یې ولس ته وروپېژندې چې د ګمراهۍ او نفاق په نقاب کې پټ او د مسلمان په نامه یې د اسلام ریښې وهلې. ځوانان یې د معاصر طاغوت له خلاصون څخه د سورة الکهف غار ته وروبلل او د محمد، مؤمنون، صف، یوسف او هود سورتونو ډالونه یې په لاس کې ورکړل. مجاهدینو ته یې یوازې د جهاد په حکم بسنه ونکړه بلکه ور ویې ښودل چې د دوی دنده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د فریضې ادا کول هم دي. هغه که چا ته د عسکري یرغل په وړاندې ټوپک په لاس ورکړ نو د فکري یرغل په وړاندې یې قلم هم په لاس ورکړ. جګړه مار او ټوپکمار ولس یې د جهالت له کندو را اوچت کړ، د زړه سواندي پلار په څېر یې په خپله غېږه کې ونیو او په دوی کې یې د ایمان او جهاد زړي له سره وکرل. افغانان په دین مین خلک دي نو له همدې کبله هر څوک که وغواړي چې دوی خپل کړي نو د مسجد او منبر په واسطه خپل فکر او عقیده ور ترزیقوي. افغان ولس د مجاهد حفظه الله په څېر د بې شمېره جهادي او فکري رهبرانو ویناوو ته تږي دي، دا باید هېر نکړو چې په یوه ګل نه پسرلی کېږي، د دې ولس لپاره یوازې د مجاهد صیب هڅې بسنه نه کوي بلکې په لسګونو او سلګونو داسې علماوو او رهبرانو ته اړتیا ده چې دغه کړېدلی او له دین نه وروسته پاتې ولس د ایمان په نور کې ولمبوي او ورسره د کفر توطئې هم وروښايي.
Show all...
#اندلس يا اوسنۍ هسپانيه د ځمکې پر سر د مسلمانانو #جنت وو... په (۱۹۷۴) زیږدیز کال کې د هسپانیې له هېواد څخه د صدام حسین د لیدنې په ترڅ کې چې کله هغه او د هسپانیې ولسمشر (فرانکو) یو ځای ډوډۍ وخوړه نو ښاغلي (فرانکو) له صدام حسین څخه د دې هېواد د مادرید ښار ته د چکر وهلو غوښتنه وکړه. اما صدام حسین ترېنه بښنه وغوښته او ویې ویل : زه غواړم د قرطبې له هغه لوی جومات څخه لیدنه وکړم چې له شپږ سوه کلونو څخه راپدیخوا تر دې دمه پکې کوم چا لمونځ ندی اداء کړی. نو کله چې اروا ښاد صدام حسین دې پخواني جومات ته ورسېد نو د ماسپیښین د لمانځه وخت هم وو . صدام حسین ورسره مل عراقي لوړ پوړي پلاوي ته را مخ کړو او ورته یې وویل : په تاسو کې څوک داسې ښه غښتلي غږ لري تر څو هغه لوړ آذانځای ته هسک شي او داسې ښه په لوړ آواز سره آذان وکړي. په پلاوي کې یو ګډونوال وویل. ریئس صیب!! زه به اذان وکړم. صدام حسین هغه کس ته وویل!! هغه لوړ آذانځای ته هسک شه او ښه په لوړ غږ آذان وکړه. کله چې هسپانویانو د آذان ملکوتي بلال دودې نعره واورېده نو په زړونو او جسمونو یې خاموشي حاکمه شوه او ټول هک پک شول. بیا صدام حسین په همدې پخواني جومات کې له خپل پلاوي سره یو ځای د ماسپښین لمونځ اداء کړ . د لمانځه تر اداء کولو وروسته د کوربه هېواد هسپانیا ولسمشر فرانک اروا ښاد صدام حسین ته په ډېره حیرانتیا سره وویل : ښاغلی ولسمشر صدام حسین!! د اندلوسي عربي دولت تر را پرځېدلو وروسته چې شپږ پېړۍ پرې تېرې شوېدي دا لومړی ځل دی چې له دغه لوړ آذانځای څخه په خورا جګ غږ آذان ترسره کېږي. صدام حسین وخندل بیا یې د کوربه هېواد د ولسمشر پر مټ لاس کېښود او په غرورمله انداز سره یې وویل!! موږ هېڅکله هم دا ځایونه نشو هېرولای . زموږ لومړۍ یونلاره بیت المقدس او دویمه یونلاره مو قرطبه ده. تاسو بېغمه اوسئ. د اروا ښاد صدام حسین د دې خبرې په ځواب کې د هسپانیې ولسمشر فرانک هېڅ هم ونه ویل او همداسې چوپ پاتې شو. خو اوس ...... د مشرق د غیرت چیغه په مرګوني لاس خپه ده .
Show all...
وډیو لایک شیر چینل سبسکرائب کړی👇 https://youtu.be/JHGLXrFICbo
Show all...
زړه مې په تابــــــاندې ودان طالبه||ته مې یي مات زړه ته درمان طالبه||اوازمغفورالله ایوبي||2022

سلطان محمود غزنوي "رحمه الله" چې کله هندوستان فتح کړ! نو یې هلته د سومنات درمسال ټول بُتان مات کړل، یو بُت چې تر ټولو پکې ستر و روغ پاتي و، کله چې یې وغوښتل هغه هم مات کړي، نو د سومنات عابدانو په عجز او زاریو پیل وکړ ... ویل: د دغه بُت د تول په اندازه زموږ څخه سره زر واخلئ خو دغه بت مه ماتوئ! سلطان محمود د خپلو مشاورینو یوه عاجله مشاورتي ناسته را وغوښته، چې ټولو پکې په یوه خوله و ویل: موږ خو فتح هسې هم تر لاسه کړې که چیرته یو بت پاتي شي، څه تاوان یې موږ ته نشته، او د بت په بدل کې چې کوم زر موږ ته راکول کیږي د اسلامي لښکر لپاره به نور ډېر کار ترې واخیستل شي. په همدې ناسته کې یو ستر لښکر مشر، مسعود غازي هم وجود درلود، هغه ویل : دا خو بت پلورنه ده، محموده تر اوسه پوري که په بت شکن مشهور وې مګر! اوس به بت خرڅونکی ګڼل کیږې، چې دا خبر د محمود زړه څه ناڅه واخیسته خو بیا یې هم لا په زړه کې څه تردد پاتي و سلطان لا په همدې متردد حالت کې پاتي و، چې د قیلولې وخت راغئ ویده شو، او خوب ویني چې میدان حشر واقع دی، یوه ملائکه محمود د جهنم خواته کشوي او دا الفاظ بدرګه کوي: دا بت خرڅونکی دی...! بله فرښته وای: نه! دا بت شکن دی، جنت طرفته ته یې بوځئ،دغومره و چې سترګې یې رڼې شوې، فوراً یې امر وکړ چې زر تر زره هغه بت مات کړئ . کله چې بت مات شو له نس څخه یې دومره ملغلري ووتې چې قیمت یې څو چنده تر هغه زیات و، کوم زر یې چې د بت د تول په اندازه د هغه د نه ماتلو په عوض کې ورکول، پدغه ډول محمود رب له بت فروشۍ خلاص کړ، بت شکن شو.
Show all...
Choose a Different Plan

Your current plan allows analytics for only 5 channels. To get more, please choose a different plan.