مولوي حسام الدين حسام
Open in Telegram
السلام علیکم ورحمت الله وبركاته خوږو ملګرو راسره پاتي شئ تر څو درته خپل اشعار او غزلونه خپاره کړم او ستاسو ادبي تنده ورباندي ماته کړم
Show moreThe country is not specifiedReligion & Spirituality170 923
427
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
Repost from N/a
غزل "مزل ؤ"
سپين سهار ؤ له جانان سره مزل ؤ
سپوږمۍ ستوري سپين کاروان سره مزل ؤ
دخوږي چينې په غاړه غاړه تګ ؤ
د وصال تر څنګ هجران سره مزل ؤ
د کوثر له اوبو سپينه تکه سپينه
ستا د حسن له ديوان سره مزل ؤ
څومره ستړی په ژوندون يې کړم ملګرو
د شهيد اشنا ارمان سره مزل ؤ
د فرعون او نمرود په پرځولو
سم دنوح نبي طوفان سره مزل ؤ
په خندا چې خپل ولس وينم حسامه
پخوا اوښکو تل ګريوان سره مزل ؤ
___________
1400/6/31
Repost from N/a
غزل "لاليه"
د ترخو تجربو ښکار نشي لاليه
د ابليس لعين په لار نشي لاليه
دمظلوم سترګي دي تل څاري په مينه
څو پريوتو د بنډار نشي لاليه
تل په ورين تندي ملت سره مخ کيږه
بد اخلاق او بد ګفتار نشي لاليه
ته سمون د بي سمونه خلکو وکړه
دوی به تاته هيڅ په کار نشي لاليه
د مفتونِ دنياګۍ متاع لپاره
پام دپټ راز د اقرار نشي لاليه
د "حسام" د سترګو تور د زړګي سره
په مغرورو کې چې شمار نشي لاليه
__________
1400/7/1
Repost from N/a
نعت "جانان مې"
چې ساقي د سپين کوثر مې دی جانان مې
انبياؤ کې بهتر مې دی جانان مې
چې رحمت د اِنس او جِن او ټول جهان دی
په دنيا کې زرين لمر مې دی جانان مې
چې جمال حسن په ده باندي راټول ده
د اخلاقو بنسټ ګر مې دی جانان مې
چې ياران يې ګلابونه او وياړونه
ابو بکر او عمر مې دی جانان مې
مقامو کې لوی مقام الله ورکړی
چې له عرش نه تللی بر مې دی جانان مې
له ازل نه چې الله باندی دی ګران ډېر
د کونينو معتبر مې دی جانان مې
د "حسام" عاصي دا يو ارمان پوره کړه
خوږ ديدن يې په محشر مې دی جانان مې
______________
1400/7/4
Repost from N/a
غزل
ما چې د ژوند ستړي څپه پرانسته
زړه مې هغو ته دروازه پرانسته
د چا يادونه چې خواږه پاتي ؤ
هغو ته پراخه مې سینه پرانسته
دا چې دردمن زړګی سينه کې لرم
چا پکي مينه اندیښنه پرانسته
بلتون غمونه او له وهم جمع
ما مې د ژوند دغه شیبه پرانسته
ځکه ښه ډیر ژاړم له داسي کړنو
ستا په دربار مې سترګه سره پرانسته
یوه خيالي مينه "حسامه" سنګه
په محکمه کې مې دوسیه پرانسته
____
١٤٠٢/٦/١٦
Repost from N/a
غزل
ما چې د ژوند ستړي څپه پرانسته
زړه مې هغو ته دروازه پرانسته
د چا يادونه چې خواږه پاتي ؤ
هغو ته پراخه مې سینه پرانسته
دا چې دردمن زړګی سينه کې لرم
چا پکي مينه اندیښنه پرانسته
بلتون غمونه او له وهم جمع
ما مې د ژوند دغه شیبه پرانسته
ځکه ښه ډیر ژاړم له داسي کړنو
ستا په دربار مې سترګه سره پرانسته
یوه خيالي مينه "حسامه" سنګه
په محکمه کې مې دوسیه پرانسته
____
١٤٠٢/٦/١٦
╔👇══نوی ایڋیت شوي
ویدیو═══❥❊
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوم دي برکت لري ځار دي شم
زڔوکي محبت لري ځار دی شم
س
شاعر حسام الدین حاسم
اوازونه فرهاد منصور اوحسنی مستغفر
*ترتیب کڔی حافظ حنظله*
30◆━━━◆◆━━━◆30
👈 حافظ حنظله تلگرام چینل❣️👇
https://t.me/Hafehanzalah
Repost from N/a
نوی ایډيټ شاعر حسام الدین حسام
اوازونه فرهاد منصور او حسنی مستغفر
ايډيټ حنظله صاحب
Repost from N/a
غزل
وویــنه مينه ســـتا په لـــوري مې نظـــر کړی
خامــخا جانانه چا صفـــت دي په هــنر کړی
دغه یو زړګی مې په همدي خبره غلی شؤ
ستا حسین اخلاقو مې د زړه په لور اشر کړی
څه سخته شیبه وه ستا د هجر چې تمامه شوه
اوښکو مې د سترګو او بڼو منځ کې ټکر کړی
تا چې په ګیزاب د پاکي مینه کې ساتلی یم
ځکه مې مزل ستا د اوصافو په لور ژر کړی
خامخا به وګوري رقيب به نور له منځه ځي
دا د میني بحر د رقيب ژوند په خطر کړی
اوس که دي" حسامه" د اسلافو لار تعقیب نکړه
هغه چې يې سوال د پاکي میني مکرر کړی
_______
١٤٠٢/٦/١
Repost from N/a
غزل
قرار مې پريږده نور نصیبه درنه ستړی یمه
فکر کې ډوب یمه بيخي اوس لکه مړی یمه
تاته جرګه شومه خو تا مې عذر ونه مانه
له خلکو لري شوم او ناست ځان سره غلی یمه
سترګي یې پورته کړي او بیا یې ماته داسي وویل
نور دي پریږدمه اشنا تانه لري تللی یمه
له نن نه وروسته مې له میني نه توبه وویسته
خیر ساقي که ستا د میني جام ته تږی یمه
دا چې موسکا د ژوند خوښیو ته لذت ورکوي
یو ځل خو خیر که د غم سیلاب دي وړی یمه
"حسامه" بیا که داسي میني ته راستون شومه زه
بیا په دي پوه شه چا د عشق په تار تړلی یمه
_____
١٤٠٢/٥/١١
Repost from النبوي خپلواکه اداره
النبوي اداره یې وړاندي کوي
د نويو ترانو البوم
(خوږ مازدیګر)
د ګرانو شاعر مولوي حسام الدین حسام
نشر ته وسپارل شو
تاسو يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شئ
👇👇👇👇👇
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat123
