مولوي حسام الدين حسام
Open in Telegram
السلام علیکم ورحمت الله وبركاته خوږو ملګرو راسره پاتي شئ تر څو درته خپل اشعار او غزلونه خپاره کړم او ستاسو ادبي تنده ورباندي ماته کړم
Show moreThe country is not specifiedReligion & Spirituality170 923
427
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
No data30 days
Posts Archive
Repost from N/a
الخالدخپرندویه اداره یی وړاندی کوی
ددوسترګو..
خوږ ترنم هیله ده چی دخوښی وړمو وګرځي
سرلیک
څوک مین چې په دو سترګو د زړګې شي
باقي ژوند يې په والله چې قیمتي شي
ترنم/جوهري منصور
بدرګه/خیرالله خیرخوا
شعر/حسام صیب
#الخالد_دترانو_سترمرکز
https://t.me/ALkhalidtaranum
ناڅاپه راغلي بې پوښتني مې له ژونده لاړي😪
ناځوانه مه کوه یادو سره دي څه وکړمه🥺
غزل
ژوند د یو داسي افساني نوم دی
چې پکي ستره ذخیره پرته ده
زما د ژوند که لږ پوښتنه وکړي
پکي د ستونزو سرچینه پرته ده
نور به دي ياد نه کړمه څه دي کوم
زما او ستا منځ کې ګیله پرته ده
ولي دي هیري کړي سابقي ژمني
ولي دي سترګو کې پرده پرته ده
تعلیم او عقل دی لازم او ملزوم
دواړو کې سپینه اراده پرته ده
چې خپلواکي يې په عمل کې نه وي
په سخت ذلت یې اینده پرته ده
"حسامه" ستونزو کې مزل وکوه
د هدف لاره دي اوګده پرته ده
_____
١٤٠٢/١٠/١٥
Repost from N/a
غزل" بي چاره يم "
د يتم د مور زړګی يم بي چاره يم
ډېر له هيلونه پردی يم بي چاره يم
ډېر ټپونه مې اوربل باندي خوړلي
انتقام ته لا ژوندی يم بي چاره يم
زه توپير لرم د خلکو په ليدو کې
زه هم روغ هم ليونی يم بي چاره يم
دا رقيب چې بي له مڼډو ستړی ښکاري
خامخا دوی ته ازغی يم بي چاره يم
ته يخوالی مې د سترګو يې جانانه
په وصال دي سم سړی يم بي چاره يم
دا چې وينم دي په زړه مې خوږ لګيږي
زه دي دود يم سپلنی يم بي چاره يم
تا حسين ته چې قطار خلک ولاړ دي
زه "حسام" پکي لوګی يم بي چاره يم
___________
1400/8/11
Repost from N/a
نظم
دا زمونږ رڼا معسکر
دا زمونږ صفا معسکر
لار ده دبقا معسکر
له رب سره سودا معسکر
خدايه دا اباد لري
خپور يې په هيواد لري
تاند او هم څپاند شي بيا
ځپونکي د الحاد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
ځان باندي سختي ګالي
په شمار يې ميړني ګالي
سکروټي په لاسوکې ګدي
لارو کې ازغي ګالي
لوړي او ژوري تل
څومره په سيالي ګالي
دوی دي دتقوی سمبول
خدايه ته يې ښاد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
ايمان يې ده زرين
ښايست يې ده حسين
ولس ته خدمت کړي
خوږمن زړو ته تسکين
دښمن ترينه په ډار
هدف يې ده تعين
همدا مو دي رجال
سمبال يې په اعداد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
تل وژني دوی صليب
د دوی مينځ کې رقيب
ضرور به کړي ازاد
مسکن تري د غريب
د دين دفاع به کړي
له هر څومره قريب
جانان مې دی جانان
دښمن يې تل برباد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
ښکلی ايماني اعداد
دغه مو نامي اعداد
ظاهر تربيت سره
هر ځوان ته ضروري اعداد
د فکر دی روزنه
همدا دی معنوي اعداد
په زړو او په فکرو کې مو
مينه د جهاد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
دعا کوم کامران يې کړه
فاتح تل د جهان يې کړه
دښمن يې ته مغلوب لره
عامل تل دقران يې کړه
ربه د "حٙسٌٙام" ارزو
نصرت شامل هر ان يې کړه
ښکلی امارت زمونږ
هر وخت زندباد لري
فاتح فاتح تل استشهاد لري
____________
1400/8/11
Repost from N/a
غزل " راحصا يم "
سنګه تکه توره شپه ده راحصار يم
خپل نصيب سره جګړه ده راحصار يم
څوک مې بوځي يوي خوا ته زه روان يم
خو په سترګو مې پرده ده راحصار يم
هري خوا ته شور ماشور دخلکو اورم
بي چاره غوندي صحنه ده راحصار يم
خدايه لاس دخپل رقيب نه مې ازاد کړه
دغه شپه څومره اوګده ده راحصار يم
اسمان ستوري او سپوږمۍ راته خپه دي
ځواک مې ټول ايره ايره ده راحصار يم
پوري کلی او ګودر مو شهيدان دي
ټول ولس يې په جرګه ده راحصار يم
زه "حسام" له خپل ارمانه سره ژوند کړم
دغه هيله مې درنه ده راحصار يم
____________
1400/8/11
Repost from N/a
غزل " پاتي "
ستا د ياد هغه تصوير دی راته پاتي
د اخلاقو يو تفسیر دی راته پاتي
ته چې تللی يې له ستړي زندګي نه
په ميراث کې دي تعبیر دی راته پاتي
د لونګو خوشبويې ترينه راخيژي
د زندان هغه ځنځير دی راته پاتي
څومره خوږ او څومره پراخ فکرلري ته
چې په نه شتون دي تدبير دی راته پاتي
د يوسف له حسن ته هم برخمن شه
له پيړيو هغه پير دی راته پاتي
د يعقوب غوندي چې زه ورپسي ړوند شوم
نور څه نه دي بس شبګير دی راته پاتي
ته مې دود کړه سپيلنۍ به زه "حسام" شم
په تن سوی يو فقير دی راته پاتي
___________
1400/8/4
Repost from N/a
غزل " غاړي وځه "
اوښکي دي پاکي کړه رادرومه راتر غاړي وځه
د خپل ملت په غم غمجنه راتر غاړي وځه
خوږمن احساس دي نړيوالو ته پيغام رسوي
اخ په زړګي باندي دردمنه راتر غاړي وځه
د خپل هيواد له هر وګړي نه تعبير کوي ته
ځار دي شم وا د زړګي سره راتر غاړي وځه
لمدي لمدي مې خپلي سترګي تاته وغړوم
کيدای شي راشي مازديګره راتر غاړي وځه
نسيم دي راوړه دبرياوو پيغامونه ګرانه
ټول دي راتګ ته يو په تمه راتر غاړي وځه
د بريا کيف دي په مظلوم ولس اثر پرښی ده
تل دي دعا کې يادومه راتر غاړي وځه
دا ستا زيارت ته زه "حسام" خو به ضرور درځمه
في الحال درليږم سلامونه راتر غاړي وځه
____________
1400/8/4
Repost from N/a
غزل "کوي"
دتوري شپې زوال راغلی لمر رڼاوي کوي
دمجاهد مخ ته له لري نه شُعاوي کوي
داشغال کډه باريدله خو دوی نه پوهيدل
ذليل غلام خو اوس له هري خوا ژړاوي کوي
فتحي برياوي دي دا ټول خو دالله نصرت ده
دتکبير غږ سره وارونه پري رساوي کوي
مؤمن اولس به نور دامن غيږ ته ورسيږي
دسپين بيرغ په هيله هر وختِ دعاوي کوي
تاند او څپاند اوسه غازي ياره غزاوي کوه
چې الهي نور دي په سپين جبين ځلاوي کوي
له ملنګۍ ځوانۍ دي ځار شم ای ملنګه ياره
چې ستا راتلو سره سينه کې زړه نڅاوي کوي
فاتح راستون شي ځکه دا مې له پخوا هيله وه
"حسام" په زړه باندي خوشحال په خوله خنداوي کوي
_______________
1400/5/22
Repost from N/a
غزل " نه يمه "
له ځانه لري ځان ته هيڅکله نيزدي نه يمه
په هر مزل کې اوس د زړه له ارادي نه يمه
د نور رڼا چې له مفسدو زړونو لري ښه وي
پوهه لرم خو دخدای کور تر دروازي نه يمه
درقيب هر قدم خوماته يو قيامت تمام شو
په ژوندون مړ يم خو تر پوري هديري نه يمه
ته نور بي ځايه تهمتونه په ما مه لګوه
زه خو وتلی د اسلام له دايري نه يمه
نړۍ مې پيژني خو ته مې پيژندلی نشي
دومره هم خوار نيم او دومره بي اسري نه يمه
ديدن کوم خو په ديدن کې يې اعذار نه منم
که اوس کيدای شي خو تر مرګه درپسي نه يمه
"حسامه" واوره او دا خپل نظر دي تېز وساته
دابليس ورور ته چيري تېر له عقدي نه يمه
_____________
1400/7/25
Repost from N/a
غزل "راغلل"
غږ داذان ته مې د ډېرو خلکو زړونه راغلل
په توره شپه کې مې په لار کې مشالونه راغلل
زه دتقدير دغي ناڅاپه پريکړي ډېر کړم حيران
دمجاهد چې استقبال ته اولسونه راغلل
مورکۍ يې قبر ته ده ناسته او ويرونه کوي
دګران بچي يې په زړګي باندي يادونه راغلل
کفر چې پوه شو چې ضرور به مونږ ماتيږو دلته
غلام يې پريښود ترينه خپله مات سرونه راغلل
دالله پريکړه خو بيا هيڅ څوک بدلولی نشي
چې دنصرت يې مجاهد ته الهامونه راغلل
په خيال کې تللی وم درنې مې اوازي واوريدي
چې په پامير باندي دستورو قطارونه راغلل
بری دي غواړم او دعا کې به دي ياد ساتمه
چې دي"حٙسٌٙام" ته ستا دفتحي اوازونه راغلل
______________
حسام الدين
1400/5/19
Repost from N/a
غزل "ته يې"
په توره شپه کې مې دفکر په حجرو کې ته يې
ناسته ولاړه مې يې ته زما په هډو کې ته يې
که زه هرڅومره ځان غلط کړم خو راياد شي بيرته
ياد دي وي تل راسره مل دزړه رګو کې ته يې
ای نازوليه ستا راتلو ته يم بي صبره ولاړ
زه منتظِر يم انتظار خوږو شيبو کې ته يې
د هر سهار په لمر ختو کې مې دا زړه شي خوشحال
وايم کيدای شي دافق په کنارو کې ته يې
تسل خو راکه چې مې ټول عمر غمو کې تېر شو
تا پسي وران يم دخوږمن وجود زخمو کې ته يې
درد خو هغه دی چې جانان په هجرانه پريښودم
خندا مې تللي د دردونو په لفظو کې ته يې
"حسام" دي وويشت په هجران باندي زخمي دي که ډېر
هر يوسف مخي خو دسترګو په بڼو کې ته يې
____________
حسام الدين
1400/5/2
Repost from N/a
غزل " توی شوي "
ملغلري دقسمت مې ټولي توی شوي
هغه هيلې دجنت مې ټولي توی شوي
څاڅکی څاڅکی مې له خپله تن نه څاڅي
زمزمي دخپل حريت مې ټولي توی شوي
لاس هر خوا ته اچوم چې رابيدارشم
جامي لاړي دغيرت مې ټولي توی شوي
ای جهانه ای دستړي ژوندون کوره
کارنامي دخپل هيبت مې ټولي توی شوي
درسره به يم تر مرګه ګران حبيبه
سزاګاني د ذلت مې ټولي توی شوي
بيخي ډېر يمه په ژوند باندي شاکر زه
چې وسواس دشيطانت مې ټولي توی شوي
چې جدا شوم زه "حسام" ستا له وصاله
ها وعدي د محبت مې ټولي توی شوي
__________
1400/7/28
حسام الدين
Repost from N/a
نعت "خوږه شيبه"
څومره ښه تيريږي په هر دم خوږه شيبه
را اوري انوارونه په حرم خوږه شيبه
د زړه تسکين پکي ده دستړي وجود دمه
ديدن د خوږ جانان ده چم په چم خوږه شيبه
روحيات د خوشحالۍ مې په مستۍ باندي راغلي
چې ګورم دي حبيبه ځار لرم خوږه شيبه
سالار د مجاهدو داُحد او هم حُنٙيْنِ يې
فاتح يې دخيبر دزړو ملهم خوږه شيبه
مکه که مدينه ده دواړه ستوري د اسمان دي
د رب دی پري رحمت لکه شبنم خوږه شيبه
الله باندي دي ګران کاڼي بوټې دحرم ټول
زه اخلمه په مينه هر قدم خوږه شيبه
د خپل زړګي په کور چې مدام يې ده ساتلي
"حسامه" سعادت ته يې کړه پام خوږه شيبه
____________
1400/7/12
Repost from N/a
غزل "شم"
راشه دي تا سترګو ته رانجه به شم
لږ هڅه که وکړي در په زړه به شم
واا دفراق غږه څومره تريخ يې ته
ستا دلاسه زه چيري لاښه به شم
ستا خبري څومره خوندوري دي
عشق بل کړي اور کې دي لمبه به شم
اور دنمروديانو هيڅ اثر نه کړي
زه ابراهمي يمه بل څه به شم
ډېر ښه قيمتي غمۍ يې ځار دي شم
مه مې ځوروه ياره اوبه به شم
نه پريږدي رقيب اوهم ملګري يې
اور به شم سکروټه او سکاره به شم
سخته ده "حسامه" پريښودل د يار
ټول عمر بي ياره ژوندانه به شم
_________
1400/7/21
