en
Feedback
شاعر غمجن بهير ❤️

شاعر غمجن بهير ❤️

Open in Telegram

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته محترمو ملګرو په دې چېنل کې به تاسو ته په خپل قلم حمدونه نعتونه حماسي شعرونه لیکل شوي او زمزمه شوي غــزل نشروم له تاسو څخه هیله لرم مونږ سره ملګرتیا وکړئ د چېنل په نشرولو کې راسره مرسته وکړی مننه ورور مو غمجن بهیر

Show more
2 940
Subscribers
-424 hours
-217 days
-9030 days
Posts Archive
النبوي اداره یې وړاندي ڪوي نوی ترانه ڪسر دا چې ښکاري بیرغونه په دې لاره، په دې لاره قربان شوي دي سرونه په دې لاره، په دې لاره ترانه ويونکی مجروح طالب شاعر غمجن بهیر #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

غزل د اتلانو میړنیو تاریخونه لرم افغانستان یم له پېړیو تاریخونه لرم مغرور دښمن ته یې د سر کاسه کې وینې ورکړې زه بیا د دا رقم سړیو تاریخونه لرم دا چې نن هسکه غاړه ګرځمه په واړه جهان د ننګ شملې او د پګړیو تاریخونه لرم د سرو لمبو غېږې ته لاړه چې د عشق له خونده زه بیا د داسې شازلمیو تاریخونه لرم له سره تېر و ځان یې ځار کړ د اسلام لپاره هو د نازکو زلمکیو تاریخونه لرم که په سنګر کې شهید نشوې ټول را وپارېدل زه د شعرونو او مصریو تاریخونه لرم چې یې قیصې لولې حیران به شې غمجن بهیره د داسې ګل غوندې هستیو تاریخونه لرم

غزل رانه تللی یې کوم لور لېونی کېږم بېرته راشه کنه نور لېونی کېږم یو خوا بل خوا ګورم هیڅ درک دې نشته نوم دې اخلمه په شور لېونی کېږم د مات زړه د رغېدو علاج مې ته یې نه لرم د بېلتون زور لېونی کېږم یاره تاپسې مې دومره ډېر ژړلي سپین مې شول د سترګو تور لېونی کېږم بیلتانه دې زما پر مخ ګونځې کړې جوړې وسوم وسومه بې اور لېونی کېږم خوده څه وشوله پر ما غمجن بهیره وران مې شو د زړګي کور لېونی کېږم

د وخت ځوانانو! یو ځل هغه تېر وخت ته پام وکړئ. یوازې څو شېبې د تېر شل کلن بهیر په یادونو کې خپل ذهن وګرځوئ، لږ سوچ وکړئ چې څه وو او څه وشول؟ کله به چې بهرني ځواکونه او د هغوی غلامان یوې سیمې ته د چاپې وهلو لپاره راتلل، ټوله سیمه به په تشویش او وېره کې شوه. هر چا به له ځانه وېل. نن به د چا په کور د غم څلي اوریږي؟ څوک به شهیدان کېږي؟ او سبا به د کومو ګل‌ غوندې تنکيو ځوانانو جنازې د ارمان پر اوږو هدیرې ته روانې وي؟ که به ماشوم و، که به سپین‌ ږیری؛ که به خان و، که فقیر؛ ټول به په ویر، اندېښنه او سوچ کې وو. هر چا به دعا کوله: یا الله ج! دا شپه په خیر سره تېره کړې؛ بله شپه بیا ته مهربانه یې. خو کله به چې سهار شو، داسې به هم پېښ شول چې هغه څوک به شهید شوی و چې تېر مازیګر به تاسره یو ځای و ستا ترڅنګ به ناست و او ژوندی دې لیدلی و. ذهن به دې نه منله چې دا څنګه کېدای شي؟ پرون ژوندی و، نن یې د شهادت خبر راغی! عجیبه ده، نن له ډېرو خلکو هغه ورځې، هغه دردونه او هغه قربانۍ هېرې شوې دي؛ خو د شهیدانو د کورنیو په زړونو کې هغه ورځې لا هم ژوندۍ دي. غزل یادوی کله او نا کله هغه ښکلي یاران زمونږ له څنګه د ابد په سفر تللي یاران نن چې ارام یو هغو پاکو وینو رنګ راوړی د شهادت په خوب ویده دي نازولي یاران د یتیمانو یې هر وخت باید پوښتنه وکړو په مونږ یې حق ده وي بیدار دې د هر کلي یاران سخت امتحان کې یو راګیر دوی بریالي وختل ننګ نام یې پاتې د جنت حورو بللي یاران د بورې مور او بوډا پلار زړه کې به څه تیریږي چې کله وینې وظیفې څخه راغلي یاران دا چې د کلي مازیګر داسې پیکه ښکاریږي غمجن بهیره زمونږ له چمه کوچېدلي یاران ........... د شهیدانو د کورنیو زړونه مه خوږوئ پام مو وي! کله چې د شهید زوی، د شهید مور یا د شهید پلار مخې ته درغلو ، داسې خبرې مه کوئ چې د هغوی زاړه زخمونه بیا تازه کړئ. د سترګو لیدلی حال د پنجشنبه، ورځ د مازیګر ټیم و کله چې کلي ته نږدې کېدم، د یوه شهیدې مور ژړغونی غږ مې واورېد. خپلې انګورې ته یې ویل: «کاش نن پلانکی جان، زما زوی، ژوندی وای؛ نن به راغلی و، د پاتې یتیمانو پر خوله به یې مسکا وه.» دې خبرې مې زړه ولړزاوه. له سترګو مې رپ رپ د اوښکو غمي تویېدل او شونډې مې له درد او له ژړا رپېدې. هغه شېبه مې احساس کړه چې جګړه که پای ته ورسېده، خو د ځینو میندو، پلرونو او یتیمانو په زړونو کې یې درد لا هم پای ته نه دی رسېدلی. نو راځئ، د شهیدانو قربانۍ یوازې په خبرو کې نه، بلکې د هغوی د کورنیو په پوښتنه، درناوي او لاسنیوي کې هم ژوندۍ وساتو. شهیدان تللي دي؛ خو د هغوی حقونه زموږ پر غاړه پاتې دي. یادونه یې زمونږ زړونو کې د ماشومانو په څیر ساعت تیري کوي ورور مو 🖊️ غمجن بهیر

دا چې ښکاري بیرغونه په دې لاره، په دې لاره قربان شوي دي سرونه په دې لاره، په دې لاره دا نښتر چې ټپي ښکاري، او چنار په ملا مات دی غورځېدلي دي بمونه په دې لاره، په دې لاره دا به کله زما هېر شي؟ ماشومانو یې دیدن کړ تېرېدل چې تشکیلونه په دې لاره، په دې لاره دا خوشبو چه احساسېږي،ته پوهېږې چې دا ولې لوګی شوي دي ګلونه په دې لاره، په دې لاره دا چې زخم یې دي څانګې د دې ونو او چنارو نیول شوي کمینونه په دې لاره، په دې لاره دا چې سترګې مې شوې ډکې له رڼو اوښکو زړګیه را په زړه شول تېر وختونه په دې لاره، په دې لاره دا اوس هم راته یادېږي د غمجن بهیر په نوم و غږول مو چې شعرونه په دې لاره، په دې لاره

الاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي کسر پس له وخته ورکه یاره زړه ته راغلې د زړه سر د زړه قراره زړه ته راغلې شاعر غمجن بهیر اواز مبارز ځلاند #الاسلامي_نشریاتي_اداره☟ https://t.me/slamikanal313

دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي ستادیادکوتري کسر ستا د یاد کوترې څومره ډیرې شوې راغلې زما د زړه له کور چارپیرې شوې ترانه ویونکی صفت الله مبارز ځلاند شاعر غمجن بهیر #الاسلامي_نشریاتي_اداره☟ https://t.me/slamikanal313

النبوي اداره یې وړاندي کوي د اسد 24 د استقلال او ازادی ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د ستري فتحي او د ګوډاګي رژیم او د تورتمونو د خاتمې ورځ کسر له جنوبه ترشمال استقلال شو وطن دنړی سيال استقلال په مسکاموهيوادوال استقلال مبارک د امن شال استقلال ترانه ویونکی ؛ قاري محمودشـاکر شاعر : غمجن بهير #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

النبوي اداره یې وړاندي کوي د اسد 24 د استقلال او ازادی ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د ستري فتحي او د ګوډاګي رژیم او د تورتمونو د خاتمې ورځ کسر له جنوبه ترشمال استقلال شو وطن دنړی سيال استقلال په مسکاموهيوادوال استقلال مبارک د امن شال استقلال ترانه ویونکی ؛ قاري محمودشـاکر شاعر : غمجن بهير #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

د النبوي خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي د افغان مجاهد ولس د سترې او مبینې فتحې، تاریخي بریا او ملي ویاړ په مناسبت، کسر، زمونږ هیواد دم په قدم : شو اذاد له تورتم مونږ ګڼو لوی افتخار "د اسد څلور ویشتم ترانه ویونکی : مـــولوي منظور شاعر : غمجن بهیر #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

د النبوي خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي د افغان مجاهد ولس د سترې او مبینې فتحې، تاریخي بریا او ملي ویاړ په مناسبت، کسر، زمونږ هیواد دم په قدم : شو اذاد له تورتم مونږ ګڼو لوی افتخار "د اسد څلور ویشتم ترانه ویونکی : مـــولوي منظور شاعر : غمجن بهیر #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

AUD-20260813-WA0196.mp310.41 MB

الاسلامي خپرندویه ادارې د تېر په څېر یو ځل بیا د هېواد د آزادۍ او د افغان مجاهد ولس د سترې فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د «م
الاسلامي خپرندویه ادارې د تېر په څېر یو ځل بیا د هېواد د آزادۍ او د افغان مجاهد ولس د سترې فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د «مبینې فتحې» تر عنوان لاندې د نویو ترانو ګډ البوم چمتو کړی دی. دوهمه برخه یې نشر ته وسپارل شوه. هیله ده چي دخوښۍ وړبه مو وګرځي تاسې يي زموږ د ټيليګرام له چينل څخه تر لاسه کولى شۍ.له ملتيا نه مو مننه هم دلته راسره ملګري شۍ  ☟☟☟ #الاسلامي_نشریاتي_اداره☟ https://t.me/slamikanal313

AUD-20260807-WA0170.mp38.09 MB

د النبوي خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي /"''دنويو ترانو البم👇''"/ (∵🥀"د عشق جنون..."🕊∴) (دګران ورور محترم ترانه ویونکي ..
د النبوي خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي /"''دنويو ترانو البم👇''"/ (∵🥀"د عشق جنون..."🕊∴) (دګران ورور محترم ترانه ویونکي ..") ("...حافظ یونس حیدري جانان"..") { ..په نــوي کمپوځ جوړ شوی... } (  ..البم نشرته وسپارل شو..  ) ـ.................................ـ هیله ده چي دخوښۍ وړبه مو وګرځي تاسې يي زموږ د ټيليګرام له چينل څخه تر لاسه کولى شۍ.له ملتيا نه مو مننه #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

د النبوي خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي نــــوې جالبه ترانه کسر! زړه په غم نه ماتیږي زړه په انتظار ماتیږي دعاشق زړه تنده داستاپه یودیدار ماتیږي ترانـه ویونکي ! مولوي محمدموسی محمدي اومــــولوي حمدالله عرفان شـاعر : غمجن بهیر #النبوي_دترانو_سترمرکز https://t.me/abawynat131

شاعر غمجن بهير ❤️ - Statistics & analytics of Telegram channel @ghmgan