en
Feedback
⊂≪شـــــــرنــــــــګ≫⊃

⊂≪شـــــــرنــــــــګ≫⊃

Open in Telegram

شــــرنــګ څه چې وینم څه چې حس کوم څه چې می خفه کوي څه چې مې خوشحاله کوي څه چې د بیا ژوند کولو همت راکوي ټول دلته تاسو سره سره ټکي په ټکی شریک کوم شرنګ کانال به ستا دفکر او ذوق لیکنۍ تاسو ته پورته کوئ هیله کوم ستاسو شتون په شرنګ کانال کې ډیر مهم او اړین

Show more
207
Subscribers
No data24 hours
-27 days
-730 days
Posts Archive
Voice message02:39

زه او خړ کلی💎❤️

وايي یو ځل د خراب موسم له امله الوتکه په هوا کې ښکته پورته کېده او ټول خلک پرېشانه وو، چې اوس به الوتکه ولویږي. خو پیلوټ په خپلې تجربې او مهارت سره الوتکه د غرونو له ټکر څخه بچ کړه او په خوندي ډول يې د هوايي ډګر په ځمکه ښکته کړه. ټول خلک حیران پاتې شول. پیلوټ ته انعام ورکړل شو او ترې وپوښتل شول چې دا ډول وړتیا او تجربه دې څنګه ترلاسه کړې؟ هغه په ډېری نرمۍ سره وویل: "زه مخکې په جلال آباد کې رکشه چلوونکې وم." 😝 هههههه

په کورنۍ کې د ودونو سخت فشار له امله ماته د یوې ښکلې نجلۍ سره د ملاقات بندوبست وشو. ملاقات وروسته هغې زما شخصي وظیفې د نه خوښ
په کورنۍ کې د ودونو سخت فشار له امله ماته د یوې ښکلې نجلۍ سره د ملاقات بندوبست وشو. ملاقات وروسته هغې زما شخصي وظیفې د نه خوښولو له کبله راته انکار وکړ. زه ستړی شوم او ورته مې وویل، ته تېروتنه کوې، وګوره په دوه کلونو کې به همدا وظیفه ما څومره لوړ مقام ته ورسوي. خو یو کال وروسته د هغې واده وشو، کوم چې باید شوی وی. دوه کاله وروسته مې هغه نجلۍ د خپل مېړه سره په یو نوي برانډ آوډي موټر کې په یو ترافيکي اشاره کې ولیده. په همغه وخت کې ما خپل موټر سيکل ته کک ورکاوه ځکه چې د هغه بیټرۍ کار نه کاوه. هغې د خپل موټر نه زما لوري ته وکتل، خو زما په سر هیلمیټ(د موټرسایکل چلولو پر وخت پر سر کونکې خولۍ) وه، نو هغې زه و نه پېژندلم او بل لوري ته یې مخ واړاوه. همغه وخت ما د هیلمیټ ارزښت درک کړ نو د خپلې ساتنې لپاره هیلمیټ خامخا واچوئ، کوم چې تاسو ته د سر پورته کولو او عزت سره د ژوند کولو لاره در ښيي او هېڅکله به تاسو ته د شرمندګۍ احساس در نه کړي. او هو، یوازې په فلمونو کې میین دوه درې کلونو کې کروړپتي کیږي، په اصلي ژوند کې دوه درې کلونو کې دومره لوی بدلون نه راځي، یواځې د زړې هونډا ۷۰ په ځای نوي هونډا ۱۲۵ راځي؛ خو لطفاً د موټرسایکل چلولو په وخت کې د هیلمیټ استعمال ضرور وکړئ! ک.🥱

هغه څه چې له شرمه یی د مور، خور، ورېندار… مخکې نه شې ویلی، هغه دلته میډیا کې هم مه لیکه/خپروه. ځکه دلته هم د چا مور، خور، ورې
هغه څه چې له شرمه یی د مور، خور، ورېندار… مخکې نه شې ویلی، هغه دلته میډیا کې هم مه لیکه/خپروه. ځکه دلته هم د چا مور، خور، ورېندار اوسي یا یې لولي.........// ـــــــــــ

اثر ېې پر څهره لۀ ورایه جار معلومیدۀ ، پروت درد ېې د بڼو پر څوکو بار معلومېدۀ ! لۀ ډکو ډکو سترګو ېې د چا د یاد لۀ زوره ، سینه
اثر ېې پر څهره لۀ ورایه جار معلومیدۀ ، پروت درد ېې د بڼو پر څوکو بار معلومېدۀ ! لۀ ډکو ډکو سترګو ېې د چا د یاد لۀ زوره ، سینه کې د دردو طوفان هیسار معلومېدۀ !, وژلی کوم سکوت کومې نامردې ناروا وۀ ، چې یار مې پرې ټفي ټفي پرهار معلومېدۀ ! رنځور د زړۀ لۀ رنځه ژړېدۀ د زړۀ زخمو ته ، تکیه سر پۀ ځنګون خفه بیمار معلومېدۀ ! چا څنګه خپلو هیلو ته پۀ زوره چیغې وکړې ، څوک څنګه خپلو هیلو ته سنګسار معلومېدۀ ! د چا لۀ جنتي مخ ېې تعبیر د اور اخیستی ، پـرې بدر چې ستي ستي ایثار معلومېدۀ ! او؛ چا څنګه خپلو هيلو ته پۀ زوره چيغې وکړې...😥 بدر مدقق

نني تورې ...! چې زړه مې ونه دري ته را څخه ځې ډار دی تر سبایي رانه د سختې خادثې ډار دی زه د خپل عشق د جنون سر تمبایي پېژنم در
نني تورې ...! چې زړه مې ونه دري ته را څخه ځې ډار دی تر سبایي رانه د سختې خادثې ډار دی زه د خپل عشق د جنون سر تمبایي پېژنم در پسې وځمه د ژوند له دایرې ډار دی زه ماته توره په لاس غټې بلاګانې ده درد ښایي مړې کیږې مې د هیلو کافلې ډار دی افغانستان یم ډیوه ګۍ د مکتب مه را وژنۍ زه ضرورت لرم په ما کې د تیارې ډار دی مولا زما دغه یوه ساده خبره واوره د ولس لوږې نه د هر رقم خطرې ډار دی چې هغه ښکلی راته داسې ښکلي ښکلي ګوري د زړه پر ځمکه مې نن بیا د زلزلې ډار دی ډار به کوې نه که کوې یې نو له خدای یې کوه وقاره ګله نور خو هسې هم منې ډار دی قدرت الله جان وقار 2024/9/23

شپه په خپل ذات کې هيڅ بدرنګي نه لري، دا چې مونږ يې راتګ نه ويره لرو، وجه يی زمونږ هغه لاچاره ارمانونه دي، چې تل یی خپلې بی وس
شپه په خپل ذات کې هيڅ بدرنګي نه لري، دا چې مونږ يې راتګ نه ويره لرو، وجه يی زمونږ هغه لاچاره ارمانونه دي، چې تل یی خپلې بی وسۍ ته ژړولي يو او تل یې زمونږ له سترګو خوبونه وړي..

هر څه مو ولیدل ؟ هر څه راباندی تیر شول هر څه مو وه زغمل !! خو بیلتون د کاره ویستلو .....
هر څه مو ولیدل ؟ هر څه راباندی تیر شول هر څه مو وه زغمل !! خو بیلتون د کاره ویستلو .....

#ملا #ډاکتر #استاد #انجینیر #سرتیری #ټول_سره_یو_دي 😘😘😘
#ملا #ډاکتر #استاد #انجینیر #سرتیری #ټول_سره_یو_دي 😘😘😘

د ډېرې خوشحالۍ په وخت ، او له نيمې شپې وروسته چا سرهٔ ډېرې خبرې مه کوئ؛ په دغه دوهٔ وختونو کې له انسان ټول شخصي رازونه ويل کې
د ډېرې خوشحالۍ په وخت ، او له نيمې شپې وروسته چا سرهٔ ډېرې خبرې مه کوئ؛ په دغه دوهٔ وختونو کې له انسان ټول شخصي رازونه ويل کېږي..!!!🌸

مؤنږ پۀ کوچنيوالي کې ليکل پۀ پنسل کوؤ، پدې خاطر چې يؤ غلطي راڅخه وشي او هغه بيرته پاکه کړؤ، او پۀ غټوالي کې بيا پۀ قلم ليکل ک
مؤنږ پۀ کوچنيوالي کې ليکل پۀ پنسل کوؤ، پدې خاطر چې يؤ غلطي راڅخه وشي او هغه بيرته پاکه کړؤ، او پۀ غټوالي کې بيا پۀ قلم ليکل کوؤ چې بايد هيڅ غلطي راڅخه ونۀ شي، خير انسان کمزوری ده غلطي ورڅخه کيږي، بايد تر ډيره زمونږ کوشش دا وي چې غلطيو تکرار نۀ د پای ټکی کيدؤ، هغۀ کۀ د ژؤند پۀ هره برخۀ کې وي. عکس ليکنې پورې کوم تړاو نه لري.

شرکت مراورید پنبه ریز(PMLM) آنلاین تجارت یا نټورک مارکیټینګ غواړۍ ده کمې هزینې په ورکولو دوه طرفه در آمد یا کټه ولرۍ •کاملاً
+2
شرکت مراورید پنبه ریز(PMLM) آنلاین تجارت یا نټورک مارکیټینګ غواړۍ ده کمې هزینې په ورکولو دوه طرفه در آمد یا کټه ولرۍ •کاملاً آنلاین کار چې ده ټیلیفون په واسطه ترسره کیږي •ښه کټه او ښه راتلونکی •حمایت له هغو کسانو چې کم تجربه ، ده کور میرمنې ، محصلان او هغه اشخاص چې ده دوهم شغل په لټه کې او ده اجتماعی او مالي انګیزه لرونکي دي. کاري شرايط:👇 دولسم ټولګي ځخه فارغ بلدیت اجتماعی صفحاتو سره لاس رسی انټرنټ ته، موبایل یا کمپیوټر نوټ : هغه ملګري چې غواړي کار وکړي کولای شي چې زموږ رسمي دفتر ته مراجعه وکړي یا انلاین جلسه نیول کیږي.💎🔥 او ده دې کار وړاندیز ده جدی او فعاله کسانو لپاره کیږي 🤌💥⚡ ده لا ډیرو معلوماتو لپاره لاندې شمیرې ته پیام وکړۍ👇 واټسپ نمبر ☎️+93788808206

ځینې دروازې ځکه نه خلاصېږي، چې هغه ستا لپاره نه وي؛ ځینې خلک ستا له ژوند څخه ځکه ورکېږي، چې هغوي ستا د پاتې کېدو وړ نه وي، ځک
ځینې دروازې ځکه نه خلاصېږي، چې هغه ستا لپاره نه وي؛ ځینې خلک ستا له ژوند څخه ځکه ورکېږي، چې هغوي ستا د پاتې کېدو وړ نه وي، ځکه چې الله ج ستا لپاره له هغو خلکو څخه هم غوره څه تیار کړي وي؛ ځینې هیلې ځکه نه پوره کېږي، چې د هغوي وخت مناسب نه وي؛ ځینې موقعې له لاسه ځي ځکه چې تاته بریا نه، بلکې تجربې ته اړتیا وي؛ ځینې دردونه اوږد دوام کوي؛ ځکه چې د هغې وروسته خوشالي اوږده وي. الله ج ښه پوهیږي ،چې ستاسو په ګټه څه دي.

حالات ښايي ستاسو ظاهري بڼه بدله کړي خو ستاسو اصليت نه شي بدلولای، ځکه ښه اصليت هېڅ وخت او هېڅ شی نه شي تغييرولی.
حالات ښايي ستاسو ظاهري بڼه بدله کړي خو ستاسو اصليت نه شي بدلولای، ځکه ښه اصليت هېڅ وخت او هېڅ شی نه شي تغييرولی.

آرواپوهنه وایي: نجونې په اساسي ډول د نارینه وو له شخصیت او د خبرو له ښڪلا ســـره مینه لري! نجونې د هلڪانو له خندا،ټوڪو او د ه
آرواپوهنه وایي: نجونې په اساسي ډول د نارینه وو له شخصیت او د خبرو له ښڪلا ســـره مینه لري! نجونې د هلڪانو له خندا،ټوڪو او د هغوي له منطقي/ هوښیارو خبرو څخه ډېرې زر متاثره ڪېږي! #نوټ: چمچې مه ؤهئ، فقط ځانونه هوښیار ڪړئ.!😕🥀

راته وغږېږه، اورم دې، د فاصلو باوجود مې هم فکر يوازې او يوازې ستا په خبرو راټوليږي. ته پیدا کړئ 😜
راته وغږېږه، اورم دې، د فاصلو باوجود مې هم فکر يوازې او يوازې ستا په خبرو راټوليږي. ته پیدا کړئ 😜

راته وغږېږه، اورم دې، د فاصلو باوجود مې هم فکر يوازې او يوازې ستا په خبرو راټوليږي.