1 280
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-2030 days
Posts Archive
1 280
پښتانه مور ته تر هغه نه ښه خوارک ورکوي او نه قدر؛ تر څو چې ناروغه شوي او یا ترې مسافر شوی نه وي.
1 280
*د وخت د هرې ثانيې د تيريدو په تناسب ضايع کيږو، غفلت دومره بې حسه کړي يو،چې د ژوندانه کښتۍ ډوبيږي،مګر مونږ د ځان د ژغورلو يوه کوچنۍ هڅه هم نکوو!!
1 280
زما دغریب هیواد اتلس شهیدان نن راورسیدل😢
دوی به سه ارمانونه لرل مور پلار به یی په څه هېلو پریښی یی
خو نن یی ورته تابوتونه راوړل 😥
دا غم زړونه اره کوی .
1 280
له پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله څخه چا پوښتنه وکړه چي ولی له قیمتی او فیشنی کالیو څخه استعفاده نه کوی ؟
ډاکټر نجیب په خندا شو ورته وې ویل :
زما ټول معاش چې د دولت له بودیجی څخه راته راکول کیږي (۱۸) زره افغانۍ دي، چې له دغو اتلسو (۸) زره افغانۍ یې خپلی میرمنې ته د کور د خرڅ لپاره ورکوم ځکه چې میلمانه لرم .
دوه (۲) زره افغانۍ د خپل اولادونو د تعلیم لپاره .
دوه (۲) زره افغانۍ دخپلو ماشومانو د هغه لادا موټر د مصارفو لپاره ورکوم چې له خپل پلار څخه راته پاته ده او یو نیم وخت مې کورنۍ ورڅخه استفده کوي.
دری (۳) زره افغانۍ ډریور ته معاش ورکوم.
او پاته درې (۳) زره افغانۍ مې په خپل جیب کې د ځان د شخصی مصارفو لپاره ساتم لپاره په دې خاطر ساتم چې د کابل شار په جادو او سرکونو کې څوک د الله ج د رضا په خاطر مرسته وغواړی، ورې کړم.
او کله ناکله په شپږ و میاشتو کې، په کوم رقم لباس چې زماپه ځان کې ګورې خیاط راته ګنډي، کوم. پطلونونه چې په کور کې یې لرم اکثراً راته میرمنې مې په لیلامی کې اخیستي دي.
کوم شخص چې پوښتنه یې کړې وه سترګی یې. په اوشکو لندې شوې او وې ژړل.
ډاکټر نجیب، پوښتنه ترینه وکړه چې ولی ژاړې؟
شخص یې په جواب کې و وویل :
ستونی مې وچ شو او په دې فکر کې شوم چې د صداقت او ریشتینوالی هغه مکتب چې تاسو ویلې له تاسو وروسته به په دی هیواد کې څه کیږي ؟
ډاکټر نجیب په خندا شو او و یې وویل:
په هغه الله ج ښه پوهیږي، خو هغه تحلیل چې د اوسني اوضاع. په هکله کولای شم. په ډاډ سره وایم چې، لما څخه وروسته حکومتونه به، چې د ټول افغانستان شتمني هم وخوری ماړه به نه شي،. دوی به د وطن او وطنوالو په فکر کې نه وي. یواځې به د خپل ځان، خپل کور او خپل دسترخوان په فکر کې به وي.
یواځې به ددوی د موټرو لګښت او مصارف زما د کلونو له معاش سره برابر وي، دوی به د خلکو په ستونو پښې ږدي ترڅو ژوندي او سرمایه داره پاتي شي
روح دي ښاد شهید ډاکټر نجیب الله 😭🇦🇫😭
