پښتو ادبیات💡
Open in Telegram
سلامونه! ملګرو دا زموږ یو ادبي بڼ دی چې پکې; نظمونه📜 نثرونه📚 ادبي لیکنې🕯 بیتونه 📕 ډکلمې او 🎥 انځورونه🌌 خپروو!! ❤ له موږ سره پاتې شی!🌿 ـہـ٨ــہــہـ٨ــ💔ـ٨ــــہہـ٨ـــ #مدیر سره اړیکه :👇 👈 💐❤💐 @Momand4
Show more1 099
Subscribers
No data24 hours
-17 days
+330 days
Posts Archive
1 099
انتظار کوي یو نوی رنګ ته ناست دی،
یو سړی دې له تر آوسه زنګ ته ناست دی،
پښیمان دې په خپل کړي محبت کړم،
حق د چا کیده او څوک دې څنګ ته ناست دی،
1 099
ټولې هغه لیکنې
چې د زړه ماتېدو په اړه شوې دي
هېڅکله ې
هغه احساس بیان نکړؤ
لکه څنګه چې موږ تجربه کړي وؤ.!😕
1 099
دېرش دقیقې ورسره ناسته وم، د هغه خبرې مې اورېدې. د تګ په وخت کې وویل: رښتیا، هېر مې شول، ستا عمر څو دی؟
ومې ویل : یوازې دېرش دقیقې.
1 099
څوک په مسجد کی دسجدو لیونی
څوک میخانو کی ده نشو لیونی
څوک ټوله ورځ ورسره ناست وی په څنګ
څوک یی دیدن پسی ده شپو لیونی
څوک ورته وایی راته ګوری ولی
څوک یی د سترګو ده لیدو لیونی
1 099
په کمال دې جوړ په کوزه لبه خال دی
په اروا کې دې غږلی خدای جمال دی
په موسکا کې رژيدلې ماته داړه
که په ګله کې ټومبلی چا هلال دی
ګل بدنه کا شوخي له ډېره جوشه
ترهېدلی په ګلونو کې غزال دی
دا مې خيال د نازنينې په زړۀ خور شو
که پرؤتې ځان خور کړی په ديوال دی
د سر تورو کې مې سپين راټوکيدلي
دا کمال د مصور زما زوال دی
د دهن په حرم توره سيا زخه
د يثرب په ديار بيا رهي بلال دی
که مې وصل په نصيب اتفاقي شو
که له شرمه ورته وګورم مجال دی
د غضب ادا کوې ځای ځای په قهر
په غذا کې د نمک ګډون کمال دی
د حميد غوندې اخلاق خبر له سحره
تاله کړی دې په کوږ نظر بنګال دی
اخلاق فطرت
1 099
چي زړه يي نه وي که رادرومي جانان، نه دي راځي
په ما دي بل وي خير دې اور د هجران، نه دي راځي
.
مينه له زړه نه کيږي، دا د زور خبره نه ده
جبر دي نه کوي په زړه او په ځان، نه دي راځي
.
موژ انتظار که د اختر کاوه خو هيله مو وه
چي ديدنونه په کي نه شي ارزان، نه دي راځي
.
جانان چي لاړو اوس دي سترګي اوښکي نه دوړوي
په وخت چي نه وريږي داسي باران، نه دي راځي
.
چي هره غنه د چمن له ګلو وه نه پېري
سپرلي چي را نه وړي په پنډو ګلان، نه دي راځي
.
د بې وسۍ احساس په اور کښي مي دي نه سوزوي
چي بدرګه ورسره وي رقيبان، نه دي راځي
.
اوس چي په ژوند باندې مي نه کوي پوشتنه درده
زما د مرګ چي کله واوري اعلان، نه دي راځي
1 099
په محفل کې به خبره! د خپل زړه راباندې وکړې
لیونتوبه دا دې زور دې! نور به څه راباندې وکړې
څومره ژر احساساتې شم! څومره ژر ژر غصه کیږم
بویه رحم پر ځان وکړم! که غږ ته راباندې وکړې
هغه رنګ اغوستې نه شم! ځوروي مې! چې ستا خوښ وو
نه نور سپین کالي همیمه! نه به سره راباندې وکړې
1 099
ساړه هم دي خو ستا د سترګو تشنګي هم ده
شپه ده او چغه مې په ستوني کې بندي هم ده
ته درومې کلک دې په توده غیږ کې نیولی یم
زما د زړه په کور کې غم هم دی ښادي هم ده
په تمام کال کې دې یو ځل د مخ دیدار وکړو
دا لا زمونږه له خالق سره یاري هم ده
1 099
هر څه چې یو چاته ډېر او په کثرت سره ورکړل شي، ضایع کېږي؛ که هغه وخت وي، توجو وي، د یو چا سره پاتې کېدل وي، مینه وي او که درناوی!
1 099
چې سرور په مستعار کا شيدا واوره
د دهـقان په دانه رقص د آسيا کا
…
چې د زړه وينې مې جوش وهي له سترګو
هر باڼه مې لکه خـــــار د کــــــربلا کا
…
د شعلې زيست و مردن ګوره په باد دی
ولې ناز په خپل دولت اهـــــل دول کا
مرده دل يې د جـــمال تماشه څه کا
د مجنون تصــــوير ادا د ليلا څه کا
…
په ژړا د قلم تـــــور لېمه اوبه شـــول
چې رقم کړ ستا په غم کې حزين شعر
…
بوی په زلفو کـــــې زمــــا ګلبدن راوړ
که په دام کـــې يې آهـــو د ختن راوړ
خاصيت لــــرې د ګل غونچه دهـــانه
پس له کاله دې څــو ورځې ديدن راوړ
چې زمــــا په آتشين آه نــــرم نــه شه
زړه دې سخت راته تر سنګ و آهن راوړ
…
پرېشانې شوې د تا مشکېنې زلـــفې
که عالم شو د ختن بـــې بندو بسته
…
ستا په مهر کې آفت د ځان راپېښ دی
دا خندا راته په مثل د تـــور برېښ دی
…
څوک دې روغ نه دي پرې ايښي په دا ملک کې
د غمزې توره په لاس په چـــــا ګذار کړې
…
چې کمان کا د ابـــرو لکه تــــــور ابر
په شيدا يې د مژګانو تېـــــز باران شي
شیدا
1 099
مهر که هر څو د چا دلسوز شي
اثر يې کله په ســــــياه روز شي
بخت دې چې وکا مــدد له همه
په دا ظلمت کې چراغ افروز شي
شیدا
